کابل -- افغانه بزګره جهان تاب احمدي په داسې حال کې، چې پر ځمکه ناسته ده، ماشوم یې په غېږ کې پروت دی، او په عین حال کې د پوهنتون د کانکور په امتحان باندې تمرکز کوي او هیله لري چې د خوبونو تعبیر به یې سم راوځي.
د ګڼو هغو عکسونو له منځه، چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې په ناصر خسروي خصوصي پوهنتون کې اخیستل شوي ول، د احمدي یو عکس، وروسته له هغه په انټرنټ په پراخ ډول خپور شو چې په داسې یوه هېواد کې یې، چې ډېرې ښځې په کې بې سوادې دي، احساسات راوپارول.
احمدي، چې ۲۵ کاله عمر لري او د درې ماشومانو مور ده، په دایکندي ولایت کې د یوه لیرې پراته کلي اوسېدونکې ده چې خلک یې بزګر دي. هغې وویل، «زه نه غواړم چې له خپلو زده کړو څخه محرومه شم،»
هغې په کابل کې ای اېف پي ته وویل، «زه غواړم چې له کور څخه بهر کار وکړم. زه غواړم چې ډاکټره شم، داسې یو څوک شم چې زما په ټولنه کې د ښځو خدمت کوي،»
احمدي په غرنیو لارو له دوه ساعته پلي مزل او ۹ ساعته په خام سړک د عامه ټرانسپورټ له سخت مزله څخه وروسته د ولایت مرکز نیلي ته ورسېده او په ازموینه کې یې برخه واخیسته.
د ازموینې په پیل کې، چې په ډاګ میدان کې ترسره شوه، احمدي یوه مېز ته په داسې حال کې چې ماشوم، خضران، یې په غېږ کې وو، کېناسته.
خو ماشوم د غوږ درد درلود او ژړا یې نه غلې کوله. د دې لپاره چې هغه غلې کړي او نورو ته مزاحمت ونه کړي، احمدي په داسې حال کې چې بل کس پرې سیوری کړی وو، پر ځمکه کېناسته او لیکلو ته یې دوام ورکړ.
پوهنتون 'د ژوند یو هدف'
د هغې عکس د ډېرو خلکو له خوا وستایل شو او د مالي مرستې وړاندیزونه ورته وشول.
نظرحسین اکبري په فیسبوک ولیکل،«ته په ریښتیا یوه نړیواله اتله یې؛ تا وښودله چې یوه هزاره نجلۍ په هرو حالات یا شرایطو کې هر څه کولی شي،»
د یوه بل کاروونکي په پست کې راځي: «زه هیله لرم چې دا زحمت کشه ښځه خپلو هدفونو ته ورسېږي.»
د افغان ځوانانو د ټولنې له خوا د GoFundMe یوه آنلاین پیل شوي کمپاین چې د هغې د پوهنتون د فیسونو په برخه کې مرسته وکړي تر اوسه پورې ۱ میلیون افغانۍ (۱۵۵۰۰ ډالر) ټولې کړي دي.
د افغان ښځو د حقونو فعالې زهرا یګانه، چې د دغې ځوانې مور له هوډ نه متاثره شوې وه، له هغې سره ارتباط ونیو او ویې هڅوله چې د درس ویلو لپاره کابل ته راشي.
یګانه په خپل اپارتمان کې ای اېف پي ته وویل، «که هغه په دایکندي کې زده کړه وکړي، دا به د هغې لپاره سخته وي. د زده کړې معیار ټیټ دی. په دایکندي کې د محصلانو لیلیه نشته، او هغه به مجبوره شي چې په یوه کرایي کور کې واوسیږي.»
هغې وویل، «په کابل کې به مونږ هغې ته یو کور ورکړو. ډېر دوستان شته چې وعده یې کړې چې له هغې سره به مرسته وکړي. مونږ کوشش کوو چې د هغې د مېړه لپاره یوه وظیفه پیدا کړو او پیسې راټولې کړو چې د هغې ماشومان پرې ښوونځي ته ولېږل شي.»
د احمدي لپاره به دا د هغې د خوبونو پوره کېدل وي.
احمدي، چې په ۱۸ کلنۍ کې له واده کېدلو څخه وروسته یې ښوونځی پای ته ورساوه، وویل، «زما د ژوند هدف دا دی چې په پوهنتون کې داخله شم،»
دا میرمن په رښتیا اتله ده چې له دې ټولو ستونزو سره سره یې د کانکور ازموینو ته لاره پیدا کړه او په ازموینه کې بریالۍ شوه. زه واقعاً د دې میرمنې د اهدافو څخه متاثره شوم. دا مېرمن د افغان مېرمنو لپاره یوه الګو ده، چې د ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره خپلو موخو ته د رسیود هوډ لري. په یوه کلي کې له زده کړو لرې پاتې، دغې مېرمنې له زده کړو سره ډېره مینه درلوده. ژوندۍ دې وي د افغانستان داسې اتلې ښځې.
ځواب ورکړئ2 تبصره
د دې کلیوالې ښځې هوډ او هڅه د ستاینې وړ دي. یوه ریښتنې اتله! یوازنۍ داسې اتله چې د هر چا لپاره د ژوند کولو یو روښانه پیغام دی. داسې یوه اتله چې مونږ ټولو ته یې دا راوښودله چې علم او پوهه د انسانیت اساسات دي. او د دې لپاره، باید مونږ له ټولو ستونزو سره مبارزه وکړو. دا د هر هغه چا لپاره یو درس دی چې د دې هېواد د ماشومانو د تعلیم مخه نیسي! ژوندۍ دې وي دا اتله مېرمن.
ځواب ورکړئ2 تبصره