زده کړه

د مفلسۍ له کبله په هرات کې خصوصي ښوونیز مرکزونه بندیږي

د عمر راپور

د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، په هرات ولایت کې ډیری خصوصي ښوونیز مرکزونه مفلس شوي او دروازې یې بندې شوي دي، چې ورسره په لسګونو زره زده کوونکي له ښوونځیو څخه محروم او په زرګونو ښوونکي بې کاره شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، په هرات ولایت کې ډیری خصوصي ښوونیز مرکزونه مفلس شوي، چې ورسره په لسګونو زده کوونکي له ښوونځیو څخه محروم او په زرګونو ښوونکي بې کاره شوي دي.

په هرات کې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د اتحادیې په وینا، په هرات کې د ۲۰۰ ښوونیزو مرکزونو له جملې څخه یواځې ۷۰ مرکزونه اوس هم فعال دي.

د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې، د خصوصي زده کړې په دغو مرکزونو کې له ۵۰۰۰۰ څخه ډېرو زده کوونکیو زده کړې کولې، لاکن اوس هغه شمیر له ۱۵۰۰۰ څخه هم راکم شوی دی.‌

په ټولګیو کې په جبري توګه د نجونو او هلکانو له جلا کولو او په نجونو باندې د بندیزونو له لګېدلو څخه وروسته، ټولګیو ته د تلونکیو نجونو شمېر ۸۰٪ را لوېدلی دی.‌

زده کوونکيو د مرغومي په ۲۳مه په هرات ښار کې په عطایي ښوونیز مرکز کې په یوه ټولګي کې خپل ښوونکي ته غوږ نیولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

زده کوونکيو د مرغومي په ۲۳مه په هرات ښار کې په عطایي ښوونیز مرکز کې په یوه ټولګي کې خپل ښوونکي ته غوږ نیولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

د دغې اتحادیې رییس محمد عارف رامش وویل، د هغو ۳۰۰۰ ښوونکیو له جملې څخه چې د خصوصي زده کړو د مرکزونو له خوا د کانکور امتحان لپاره د زده کوونکیو د چمتو کولو لپاره استخدام شوي ول، له ۱۰۰۰ کم اوس اوس په دندو پاتي دي.

هغه وویل، «زموږ ډېری زده کوونکي د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي چې غواړي په هرات کې په دولتي پوهنتون کې زده کړه وکړي، خو دا چې پوهنتون بند دی، هغوی خپلو ولایتونو ته بېرته ګرځېدلي دي.»

هغه وویل، د کانکور امتحان د چمتووالي ټول ټولګي لغوه شوي ځکه هیڅوک هم لیوالتیا نه ښیي چې پوهنتونونو ته لاړ شي.‌

رامش وویل، «تېر کال له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرو خلکو د کانکور د تیاري په ټولګیو کې برخه اخیستې وه، لاکن سږ کال، هیڅوک هم علاقه نه لري چې برخه په کې واخلي.»

په ټولګیو کې له برخه اخیستنې څخه وېره

په هرات ښار کې د ۷م ټولګي یوې زده کوونکې نرګس سادات وویل، د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، کورنۍ ډارېږي چې خپلې لوڼې د کانکور د چمتووالي مرکزونو ته ولېږي.

هغې وویل، «زما په ټولګي کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې نجونې وې، خو له وروستیو بدلونونو څخه وروسته، اوس یواځې ۱۵ نجونې پاتې دي.»

هغې وویل، «د نجونو ښوونځي باید په چټک ډول بیا پرانستل شي. نن موږ ماشومانې یو، لاکن موږ غواړو چې سبا د حکومت لپاره کار وکړو. نجونې د ټولنې مهمې غړې دي او باید منزوي نه شي.»

په هرات ښار کې د ۷م ټولګې یوې بلې زده کوونکې حسنات عطایي وویل،‌ «نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله هیله له لاسه ورکړې ده. که ښوونځي بېرته پرانستل شي، هغوی به خپلې زده کړې بیا له سره ونیسي.»

هغې زیاته کړه، «په کار دی چې په افغانستان کې هم د بل هر هېواد په څېر ښوونځي پرانستل شي، څو د نن ماشومان وکولی شي چې د سبا مشران جوړ شي.»

په هرات ښار کې د ۱۰م ټولګي یوې زده کوونکې ذکیې احمدي وویل، د یوه نامعلوم راتلونکي او نهیلۍ وېرې د نجونو زړونه له زده کړو څخه تور کړي دي.

هغې وویل، «موږ د ۱۵ نجونو یوه ګروپ په ګډه انګلیسي زده کوله... لاکن اوس په ټولګي کې موږ یواځې څلور نجونې پاتې یو.»

هغې وویل، «روان حالت ډېر خطرناک دی چې کېدی شي د هېواد راتلونکی ډېر تیاره کړي. زموږ د هېواد تعلیمي نظام ډېر زوبل شوی او د هرې ورځې په تېرېدلو سره کیدی شي لا ډېر اغېزمن شي.»

ذکیې وویل، اوس په نجونو باندې ډېر زیات بندیزونه لګېدلي دي. هغوی د پخوا په څیر زده کړې نشي کولی او په ازاده توګه نشي ګرځیدلی.‌

د تعلیمي نظام سقوط

د زمري په وروستیو کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې د خصوصي زده کړو مرکزونه تر سخت فشار لاندې دي. اوس مقامات په هغوی باندې فشار اچوي چې د انګلیسي او ساینس پرځای ديني مضامین تدریس کړي.‌

له دې امله، ډېرو مرکزونو خپل فعالیتونه درولي، او ژر ده چې هغه چې لا فعال دي هم خپل کارونه ودروي.‌

میر احمد عطایي چې په هرات کې د خصوصي ښوونې او روزنې یو مرکز چلوي، وویل، هغه د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته خپل ۶۰٪ زده کوونکي له لاسه ورکړي دي.

د مقاماتو له خوا په تعلیمي مرکزونو او په ځانګړې توګه په ښځو باندې لګېدلي محدودیتونه د نهیلۍ سبب شوي، او دغه مرکزونه یې مجبور کړي چې خپل فعالیتونه ودروي.

هغه وویل، «په هېواد کې له وروستیو بدلونونو څخه وروسته، افغان ځوانانو هیله له لاسه ورکړه، او خپلې زده کړې یې پرېښودلې. د هغوی اکثریت کسانو هېواد پرېښود، او هغه چې پاتې دي هغوی نور له زده کړو سره علاقه مندي نه لري.»

عطایي وویل، «تېر کال زموږ په مرکز کې زرو تنو ښځینه زده کوونکیو زده کړې کولې، لاکن اوس، له ۱۰۰ څخه کمې نجونې د زده کړو لپاره راځي.»

اوس باید د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا وي او نارینه ښوونکي نشي کولی چې نجونو ته درس ورکړي.‌

هغه وویل، د هېواد راتلونکی زده کړو پورې تړلی دی او که ځوانان زده کړې ونه کړي، د هېواد راتلونکی به له خطر سره مخامخ شي.‌

زمري مختار چې په هرات ښار کې یو خصوصي ښوونیز مرکز چلوي، وویل، هغه د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې له ۴۵۰۰ څخه ډېر زده کوونکي لرل، لاکن اوس یې یواځې نیمایي پاتې دي.‌

هغه وویل، اکثر زده کوونکي نشي کولی چې د بې وزلۍ د ډېرېدلو له امله خپل فیسونه ورکړي او د څو میاشتو پیسې پرې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، «تېر کال، زموږ په مرکز کې ۱۵۰ تنو ښوونکیو تدریس کاوه، لاکن سږ کال، یواځې ۷۰ تنه پاتې دي، په داسې حال کې چې نور یې بې وظیفې او په کورونو ناست دي.»

مختار وویل، «که وضعیت همداسې روان وي، ښایي زموږ مرکز په څو میاشتو کې بند شي. موږ نشو کولی چې د ښوونکیو د تنخواګانو ورکولو په ګډون، خپل لګښتونه پوره کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

او له بلې خوانه چې بیا زموږ اکثره ځوانان د لوړو زده کړو لپاره د کانکور ازموینه ورکوي د ازموینې په نتیجه کې هغوی هغه نمرې نشي وړلای کومې چې نن ورځ ورته د لوړو زده کړو وزارت ټاکلې دي نو هماغه ده چې زموږ اکثره ځوانان بې نتیجې اعلان شي، چې له یوې خوانه یې یو کال وخت ضایع شي او له بلې خوانه له هغوی سره دومره امکانات نشته چې دوي لاړشي په شخصي پوهنتونونو کې بېغرد کانکور له ازموینې نه په هره فاکولته کې یې چې زړه وي داخله واخلي ترڅو دوي وکولای شي دغه نیمګړې زده کړې پوره کړي خو یو کار بیا د زده کوونکولپاره په شخصي پوهنتونوکې دا ښه ده چې بیا دغه د کانکور ازموی نه د خدای فضل ده شته خو ولې په څنګ کې یې بیا ناکامي نشته. نو د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت لپاره پکارده چې په هېواد کې دلوړو زده کړو نورې دولتي مؤسسې په لوړ کیفیت سره جوړې کړې ترڅو موځوانان د زده کړې له لوی نعمت نه برخمن شي او له بلې خوانه مو په هېواد کې بېسوادي مخ په ختمېدو شي. که چېرته د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت دغو ټکو ته جدي پاملرنه ونکړې نو د هېواد د ځوانانو ژوند به نور هم د زده کړې په اړه له تباهې سره مخ شي غریب به نور هم غریب شي او ماړه به ټنډ شي.

ځواب ورکړئ

لس کاله کېږي،چې د پوهنې وزارت همدا نارې او سورې وهي او وایې چې موږ به د ښوونکو تنخواوې لوړې کړو او هغوی ته به یوه یوه نمره ځمکه ورکړو خو تراوسه په دې اړه باندې هېچا کوم جدي اقدام ونکړو چې له یوې خوانه دوي هم خپلې ژمنې پوره کړې وایې او له بلې خوانه ښوونکي هم خوشحاله شوي وایې. اوس دې د ښوونې او روزنې وزارت او په څنګ کې د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه له خپل ځانه سره وکړي چې زموږ د هېواد اکثره شتمن خلک خپل اولادونه بیا یې په شخصي ښوونځیو کې یې شاملوي او په څنګ کې یې بیا غریب هېوادوال هماغه زاړه معارف ته پاتې دي اود دې وس نلري چې په خپلو اولادونو باندې عصري زده کړې وکړي . د دوي په نظر سره به په شخصي ښوونځیو کې درسونه ښه وي خو زه بیا وایم چې د پوهنې له وزارت سره چې کوم امکانات او نړیوالې مؤسسې مرسته کوي دوي ولې په دې باندې نه توانېږي چې خپلې زده کړې او خپل ښوونکي نور هم پیاوړي کړي ترڅو وکولای شي چې شخصي ښونځیو ته ماتې ورکړي او هغه خلک دې ته زړه ښه نکړي چې خپل ماشومان په شخصي ښونځیو کې شامل کړي. خو کله چې بیا موږ شخصي ښونځیو ته ګورو هم یې ورباندې کار ښه ده او هم یې ښوونکي منظم دي او په ډېرو کمو امکاناتو سره یې د هېواد معارف ته ماتې ورکړې ده.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته ،چې افغان ځوانان د تاریخ په اوږدو کې د جګړې له لاسه د زده کړې له لوی نعمت نه هم محروم پاتې شول. چې د دغه وروسته پاتې علتونه نن ورځ ټول په جګړې پورې تړلي دي،چې له یوې خوانه مو په هېواد کې جګړه روانه ده او له بلې خوانه مو ښوونځي د دښمنانو له خوانه په بې رحمانه ډول د اور د لمبوښکار کېږي او ځوانان مو بې زده کړې شول ، دې ته اړشول چې خپل هېواد پرېږدي اوپه پردیو هېوادونو کې خپل ژوند اختیار کړي،چې له یوې خوانه د پردیو د کلتور او یرغل لاندې راغلل اوله بلې خوانه څوک ورته په ښه سترګه هم نه ګوري. هغه ځوانان چې زموږ په هېواد کې نن ورځ خپلې زده کړې کوي هغوی بیا دا شکایت کوي او وایې چې موږ په ښه شان سره تربیه نه شولولکه څنګه چې زموږ حق وو. هغه په دې مانا چې په هېواد کې موږ مسلکي ښوونکي نلرو او که یې لروهم په ډېره کمه پیمانه سره چې هغه هم اکثره په خارجي مؤسساتوکې کارکوي او دغه کومه اندازه تنخواوې چې نن ورځ ورته د پوهنې وزارت ټاکلې دي په دې باندې د هغوی ورځنې اړتیاوې نه پوره کېږي نو بالاخره هغوی مجبوره دي چې په مؤسساتو کې کاروکړﺉ. نور بیا

ځواب ورکړئ

د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو بندېدل یوازې په هرات او څو د ګوتو په شمار ولایتونو پورې محدود نه دي، بلکې دا پروسه په ډېرې چټکۍ په نورو ولایتونو کې هم جریان لري چې د جموریت د سقوط وروسته په هر ولایت کې په سلګونو تعلیمي او تحصیلي مرکزونه (کورسونه، ښوونځي، د نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټونه او پوهنتونونه) بند شوي دي؛ چې هم یې تاوان د دې مراکزو استادانو او هم یې زده کوونکو او محصلینو ته اوښتی دی او لا به هم اوړي. د دغو مرکزونو په بندېدو سره به د افغان بچي راتلونکي تیاره تیاره وي، ټول عمر به په تیارو کې ژوند کوي او بلاخره په تیارو کې به مړ شي. دا اوس افغانستان ته د نړۍ له نورو هېوادونو بشري مرستې راروانې دي، خو د یوه افغان په حیث دا وایم چې موږ سره دې د بشري مرستو تر څنګ د پراختیايي کارونو په برخه کې هم مرستې وشي، پراختیايي پروژې دې په بېلا بېلو ولایتونو کې په کار واچول شي، بودیجه دې ورته ځانګړې شي څو خلک په کې بوخت شي. د پراخیتايي پروژو په تطبیق سره به نه یوازې چې یو کس بوخت شي؛ بلکې د هغه اولادونه به زده کړې وکړي، راتلونکي به یې رڼا شي. د همدې ماشومانو چې نن یې د مکتب دروازې پر مخ تړلي دي او هغو ځوانانو چې د پوهنتون دروازې یې پر مخ تړل شي، نه یوازې د افغانستان راتلونکي ته خطرونه پېښولی شي؛ بلکې د سیمې هېوادونه او ټولې نړۍ ته ګواښ کېدلی شي، همدوی به لوی لوی خطرات رامنځته شي، خو که زده کړې وکړي، وظیفه ولري او په ښه او بد پوه شي، هېڅکله هغه کار نه کوي چې یوه انسان یا یوې ټولنې ته ترې خطر پېښېږي.

ځواب ورکړئ