روغتیا

په ښوونځیو او پوهنتونونو باندې د طالبانو له خوا د بندیز له امله د نجونو په منځ کې رواني ستونزې زیاتې شوي دي

د عمران راپور

په افغانستان کې د طالبانو له خوا له لېسو او دولتي پوهنتونونو څخه د نجونو له ایسارولو راهیسې د ښځینه زده کوونکیو په منځ کې رواني اضطراب په خپرېدلو دی. د هرات حوزوي روغتون چارواکي راپور ورکوي چې د دغه روغتون د دماغي ناروغیو وارډ ته هره ورځ له ۲۰۰ څخه ډېر ناروغان ورځي چې نږدې۸۰٪ یې ځوانې ښځې او نجونې دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې د طالبانو له خوا له لېسو او دولتي پوهنتونونو څخه د نجونو له ایسارولو راهیسې د ښځینه زده کوونکیو په منځ کې رواني اضطراب په خپرېدلو دی.

خصوصي پوهنتونونه پرانستي دي، لاکن اسلامي تحریک غواړي چې نارینه او ښځینه زده کوونکي په بشپړ ډول سره جلا شي،‌ او ښځینه زده کوونکیو ته یې امر کړی چې نقابونه او حجابونه واغوندي.

د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې دولتي پوهنتونونه بند دي. سربېره پر دې، د افغانستان نوي واکمنان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي.

د هرات حوزوي روغتون چارواکي راپور ورکوي چې د دغه روغتون د رواني روغتیا وارډ ته هره ورځ له ۲۰۰ څخه ډېر ناروغان ورځي چې نږدې۸۰٪ یې ځوانې ښځې او نجونې او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او لېسو زده کوونکې دي.‌

image

افغانې نجونې د تلې په ۴مه په کندهار کې په یوه ښوونځي کې له خپلو ټولګیو څخه د راوتلو پر وخت لیدل کیږي. طالبانو له شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو په زده کړو باندې بندیزونه لګولي دي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

image

د شپږم یا ښکټه ټولګیو نجونې زده کوونکې د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې له ګوهر شاد بېګم ښوونځي څخه روانې دي. [عمران/سلام ټایمز]

د تلې په وروستیو کې،‌ د رواني روغتیا د وارډ رییس ډاکتر وحید احمد نورزاد وویل چې د هغو نجونو شمېر چې تېره میاشت د هغه وارډ ته ورغلي دي بې ساري دي.

نورزاد وویل، «زموږ د ناروغانو له ډلې څخه ۸۰٪ د ټوانې د منځنۍ طبقې ښځینه زده کوونکې دي چې د هغوی د محدودو ټولنیزو تعاملاتو او له روانو حالاتو سره د نه تطابق له امله د رواني روغتیا په ستونزو اخته شوي دي.»

په هرات کې د ۱۱م ټولګي یوه زده کوونکې نسیمه حسیني وایي چې هغې خپل راتلونکي ته هیله له لاسه ورکړې ده.

نسیمه د تلې په ۲۳مه د هرات حوزوي روغتون ته ورغلې وه.

هغې وویل، «زه شپه او ورځ په دې هکله فکر کوم چې که زموږ ښوونځی بېرته پرا نه نیستل شي، زما د ۱۱ کالونو زیار به څنګه شي.»

هغې وویل چې د هغې خوب ورک دی او هره شپه ډاروونکي خوبونه ویني. نسیمې زیاته کړه، «له دې سره سره چې زه د پرېشانۍ ضد ګولۍ خورم، هر ځل چې ماته خپل ښوونځی او همنصنفیان را یادېږي زه ژاړم او ویده کېدلی نشم.»

نامعلوم راتلونکی

د طالبانو له خوا د میلیونونو ښځینه زده کوونکیو له پامه غورځولو پریسا محمدي او بې شمېره نورې افغانې ښځې او نجونې د هغوی د نامعلوم راتلونکي په هکله خفه کړي دي.

محمدي چې د هرات پوهنتون د ټولنیزو علومو د څلورم کال محصله ده، وویل، «زه داسې احساسوم چې زما د درې نیمو کالونو زده کړې او هڅې ضایع او سیند وېوړې.»

هغې وویل چې هغه هره ورځ په دې هیله خبرونه تعقیبوي چې د پوهنتونونو د بیا پرانستل کېدلو خبر به واوري، خو تر اوسه یې داسې څه وانه ورېدل.

محمدي وویل، «ما غوښتل چې د ماسټرۍ زده کړې وکړم او له فراغت څخه وروسته د خپل هېواد خدمت وکړم، خو د طالبانو په راتګ سره زما ټول خوبونه ګډوډ شول.»

پریسا وویل، «دا حالت ډېر خفه کوونکی دی.»

هغې زیاته کړه، «اوس ما دا روحیه او انګېزه چې زده کړه یا د راتلونکي په هکله فکر وکړم له لاسه ورکړې ده.»

پریسا زیاته کړه، که طالبان غواړي چې حکومت یې دوام ومومي هغوی باید د ښځو حقونو څخه سرغړونه ونه کړي او هغوی باید د هلکانو په څېر نجونو ته هم اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

ذکیې نوروزي چې په ډېر زحمت یې په هرات پوهنتون کې د اقتصاد پروګرام د ماسټرۍ لپاره داخله اخیستې وه، وویل چې د طالبانو په راتګ د هغې ټول هدفونه او هیلې له منځه لاړل.

هغې وویل، «طالبانو زما هیلې او سختې هڅې ټول خراب کړل.»

نوروزي وویل، «له موږ نه هیلې واخیستل شوې، او زموږ ټول خوبونه او هدفونه له لاسه ورکړل.»

له منځه تللی فرصتونه

په میلیونونو افغانې نجونې او ښځې په پرېشانۍ سره له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا د هغوی د زده کړو په هکله پرېکړې ته انتظار کوي.

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د څلورم کال محصلې شکیلا احمدي وویل، په پام کې وه چې هغه په یوه میاشت کې فارغه شي لاکن اوس په یوه نامعلوم حالت کې پاتې ده.

هغې وویل، «دوه میاشتې وشوې چې زه خپلو درسونو ته نه یم تللې او نا ارامه یم. زه د پوهنتون بېرته پرانستلو ته په انتظار کولو ستړې شوم او د زده کړو انګېزه مې له لاسه ورکړې ده.»

هغې زیاته کړه، «طالبانو له موږ څخه د زده کړو فرصت واخیست. اونۍ او میاشتې تېرې شوې، لاکن د زده کړو او علم دروازې اوس هم په موږ باندې بندې دي.»

د هرې ورځې په تېرېدلو سره چې ښوونځي او پوهنتونونه بند پاتې کېږي، په میلیونونو نجونې له زده کړو څخه محرومېږي.

احمدي وویل، «دا له هغوی سره، په ځانګړې توګه اوس په ۲۱مه پېړۍ کې له خیانت کولو سره برابر دی.»

د هرات پوهنتون د څلورم کال یوې بلې محصلې زېبا واحدي وویل چې هغې د طالبانو له خوا د نجونو په زده کړو باندې د بندیز له امله یو سمستر له لاسه ورکړی دی.

هغې شکایت وکړ چې، «که طالبانو دا بندیز نه وای لګولی، زه به په یوه میاشت کې فارغه شوې او خپله ډګري به مې ترلاسه کړې وای. اوس زه نه پوهېږم چې زما راتلونکی به څنګه شي.»

واحدي وویل، په نتیجه کې ډېرې کورنۍ د دې له امله له افغانستان څخه ووتلې چې د خپلو لوڼو لپاره د زده کړو فرصت ولټوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانې نجونې تر بل هر وخت له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. دوی متاسفانه د داسې ګناه بیه پرې کوي چې هېڅ! هېڅ رول یې پکې نه و. دوی باید ژر ښوونځیو ته ولاړې شي. حتی په هغو سیمو کې هم باید مکتبونه پرانیستل شي چې د جګړې له امله تړلي و. وطن په انتقادي فکر، عصري تعلیم، ټولنیز زغم، رنګارنګي، او د ټولو په ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار جوړېدای شي. طالبه! له دې کوترو وزرې مه پرې کوئ. دا د رڼا یو نیم څرک مه وژنئ، کنه نو لار به دومره تیاره شي چې بیا به له خپله ځانه هم پکې ‌‌‌‌‌‌ډارېږئ.

ځواب ورکړئ

د نجونو د تعلیم مخنیوی که دا څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي. که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده؛ اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟

ځواب ورکړئ