د ښځو حقوق

افغان نجونو په ښوونه او روزنه باندې د بندیزونو پر وړاندې د مخالفت په ترڅ کې د لاسي صنایعو زده کړې ته مخه کړه

د عمر راپور

په هرات کې ښځینه زده کوونکې -- چې اوس هم په ښوونه او روزنه باندې له بندیزونو سره مخامخ دي -- د خیاطۍ، ګلدوزۍ او سینګار په څېر هنرونو زده کړې ته مخه کوي او وایي چې دا یې د حقونو ترلاسه کولو په لاره کې د یوې اوږدې مبارزې پیل دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات کې ښځینه زده کوونکیو -- چې اوس هم په ښوونه او روزنه باندې له بندیزونو سره مخامخ دي -- د هنرونو داسې کورسونو ته، چې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، اوبدلو، رنګولو او وېښتانو جوړولو یا سینګار ښوونه کوي، مخه کړې، او وایي چې دا یې د حقونو ترلاسه کولو په لاره کې د یوې اوږدې مبارزې پیل دی.

دولتي پوهنتونونه د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې بند دي. سربېره پر دې، د افغانستان نوي واکمنان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي.

په داسې حال کې چې خصوصي پوهنتونونه پرانستي دي، د نارینه او ښځینه محصلانو د جلاوالي په اړه سخت مقررات موجود دي، او نوي قواعد محصلانې مجبوروي ترڅو نقابونه او چپنې واغوندي.

په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د حرفوي روزنې د مرکز رییسې فاطمې توخي وویل، په دغه مرکز کې له ۲۰۰ څخه ډېرو د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکیو نوم لیکنه کړې ده.

افغان زده کوونکې چې له ښوونځیو څخه ایسارې شوې دي، د اکتوبر په ۳۰مه د خواجه عبدالله انصاري د حرفوي روزنې مرکز کې خیاطي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان زده کوونکې چې له ښوونځیو څخه ایسارې شوې دي، د اکتوبر په ۳۰مه د خواجه عبدالله انصاري د حرفوي روزنې مرکز کې خیاطي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

نجونې له ښوونې او روزنې څخه له محرومېدلو نه وروسته له سختې رواني پرېشانۍ سره مخامخ شوي دي. توخي وویل چې حرفوي روزنې هغوی ته څه ناڅه بوختیا برابره کړې ده.

توخي وویل، «پخوا موږ په هر ټولګي کې ۱۵ نجونې لرلې خو د پوهنتونونو په بندېدلو سره په هر ټولګي کې ۴۵ نجونې برخه اخلي. زموږ ۹۰٪ زده کوونکې د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې دي.»

پخوا، په هرات کې د حرفوي روزنې پروګرامونه تر ډېره د داخلي بې ځایه شویو ښځو او کورنیو لپاره وو چې له هغوی سره د معیشت برابرولو او له فقر څخه په ژغورل کېدلو کې مرسته وکړي.‌

د ښوونځیو او پوهنتونونو په بندېدلو سره ډېرې نجونې د عصبي روغتیا په ستونزو اخته شوي او د راتلونکي په اړه یې هیلې له لاسه ورکړې ده.‌

د هرات حوزوي روغتون چارواکي راپور ورکوي چې د دغه روغتون د رواني روغتیا وارډ ته هره ورځ له ۲۰۰ څخه ډېر ناروغان ورځي چې نږدې۸۰٪ یې ځوانې ښځې او نجونې او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او ښوونځیو زده کوونکې دي.

د تلې په وروستیو کې،‌ د رواني روغتیا د وارډ رییس ډاکتر وحید احمد نورزاد وویل چې د هغو نجونو شمېر چې تېره میاشت کې دې وارډ ته ورغلي دي بې ساري دي.

نورزاد وویل، «زموږ د ناروغانو له ډلې څخه ۸۰٪ د ټولنې د منځنۍ طبقې ښځینه زده کوونکې دي چې د خپلو محدود شویو ټولنیزو تعاملاتو او له روانو حالاتو سره د نه تطابق له امله د رواني روغتیا په ستونزو اخته شوي دي.»

د حقونو لپاره مبارزه

ځینې افغانانې د مخالفت هڅې کوي

د ۱۲م ټولګي یوې زده کوونکې سمیرا شریفي وویل چې هغې د خیاطۍ په کورس کې داخله واخیستله ترڅو په کور کې د ایسارېدلو له فشار څخه ځان خلاص کړي.‌

هغې وویل، «څو میاشتې وشوې چې ښوونځي بند دي او زه مجبوره شوم چې په کور پاتې شم، نو ما د لاسي صنایعو په ټولګیو کې داخله واخیستله ترڅو یو لاسي کار زده کړم.»

شریفي وویل،‌ ټولې نجونې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او هېڅکله به هم ماتې ونه مني.‌

هغې زیاته کړه، «هر څومره چې هغوی په موړ ډېر بندیزونه ولګوي، هومره ډېرې به مونږ غښتلې کېږو او د پرمختګ لپاره به مو هوډ پیاوړی کیږي.»

د دولسم ټولګي یوې بلې زده کوونکې ذکیې رحیمي له ټولو هغو نجونو څخه چې له ښوونې او روزنې څخه محرومې شوي دي، وغوښتل چې هیله له لاسه ورنه کړي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه مبارزه وکړي.

هغې وویل، دا د ژوند پای نه دی، او نجونو هیله او د مبارزې هوډ له لاسه ورکړی نه ده.‌

رحیمي وویل،‌ «نجونې باید د ښو ورځو د راتللو انتظار ونه کړي لاکن هغوی باید مبارزه وکړي... او وضعیت په خپله ګټه بدل کړي.»

د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یوې محصلې نسیمې حمیدي وویل چې غواړي د پوهنتون له بندېدلو څخه وروسته د یوه نوي هنر د زده کولو له لارې پرمختګ ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه، «که هغوی زموږ پر مخ یوه دروازه وتړي، موږ به ډېرې دروازې پرانیزو او پرمختګ به وکړو.»

هغې وویل، «نجونې باید ونه ډارې شي... او هغوی باید له کورونو څخه راوځي.»

په هرات کې د دولسم ټولګي یوې زده کوونکې خاطرې انوري وویل چې، له هغه وخته چې هغه ښوونځي ته له تګ څخه محرومه شوې ده، هغه خیاطي زده کوي.

هغې وویل، «زه به په خپل پاتې ژوند کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړم او هیچا ته به اجازه ورنه کړم چې زما په زده کړو او کار کې مداخله وکړي.»

هغې وویل، «موږ به خپلې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړو چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانستل شي.»

خاطرې وویل، «زه د هغې ورځې د لیدلو په هیله یم چې ټولې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستانۍ ملالې ته چې تازه له اکسفورډ پوهنتون څخه فارغه شوې، د استاد عبدالغفور لیوال لیک! ملالې ګُلې سلام، له اکسفورد پوهنتونه دې وتل مبارک شه! ښه شو، چې د زدکړو ارمان دې پوره شو. تا د یوې پښتنې نجلۍ په توګه د زدکړو لپاره قرباني ورکړه او دا دی خپل ارمان ته ورسېدلې... هو ریښتیا واده دې هم مبارک شه... واده دې شخصي کار دی، خو زدکړې دې په ټولو پښتنو پورې تړلې کیسه لري. کیسه داسې ده، چې نهه کاله پخوا موږ یو پیاوړی هېواد درلود، زه د دې هېواد په استازولۍ په یوه علمي کنفرانس کې د ګډون لپاره د نړۍ د یوه ستر هېواد په پلازمېنه کې وم، چې د (تعلیم او له تعلیم سره د مینې) په جرم پر تا ډزې وشوې، ستا یې وینې وبهولې، غوغا جوړه شوه... او زه چې شاعر یم، له زدکړو او تعلیم سره د جنون تر بریده مینه لرم او د نجونو تعلیم راته ډېر مهم ښکاري او بېبریده عاطفي انسان یم او سیاست مې لا عاطفه راوژلې نه ده او ... او... نو ستا د وینو څاڅکو په ولولو راوستلم، ایسته مې یوه خورا عاطفي- حماسي مثنوي درته ولیکله: دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه... دا مثنوي بیخي زیاته خوله په خوله شوه، ډېرو کسانو په شعارونو ولیکله، په کابل، کندهار، ننګرهار، مزار و هرات او بل افغاني ښار کې د نجونو په ښوونځیو کې ولوستل شوه، ستا لپاره د افغانستان د ښوونځيو نجونې راووتلې، ستا لپاره د انځورګرۍ نندارتونونه جوړ شول، ستا لپاره افغان میندو خویندو په نړۍ کې غږ پورته کړ، ستا کیسه د افغانستان د ښځینه فعالینو د سټېج او مجلس کیسه شوه... ته د میوند له ملالې سره پرتله شوې، ته یې د افغان تاریخ یوه مبارزه ډیوه وبللې... ستا لپاره ګڼ روښانفکران وښکنځل شول، ترهرګرو، بنسټپالو، شاتګپالو، چې پر تا یې ګولۍ ورولې وې، پر مو

ځواب ورکړئ