هرات -- د یوې افغانې نجلۍ د مبارزې عمل په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې لپاره نړيوال ملاتړ ته لاره جوړه کړې ده.
د تلې په ۲۹مه تمه کېدله چې د ۱۰م ټولګي زده کوونکې ستوده فروتن په هرات کې په یوه عمومي غونډه کې چې محلي مقاماتو هم برخه په کې اخیستې وه، یو شعر ولولي.
ستودې د شعر پرځای یوه وینا وکړه او له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانیزي.
د ستودې د وینا یوه لنډه ویډیو په افغان ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او کتونکو وستایله.
د لړم په ۱۵مه په هرات ښار کې د نجونو لپاره منځني ښوونځي او لېسې د څو اونیو په مخه پرانستل شول، خو د ژمي د رخصتیو لپاره بېرته وتړل شول.
د ستودې وینا هغه د نړۍ په سطحه وځلوله.
فاینانشیل ټایمز ورځپاڼې د لیندۍ په ۱۱مه هغه په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې د ملاتړ له امله د ۲۰۲۱ کال د ۲۵ ډېرو بانفوذو ښځو په لست کې شامله کړه.
ستودې د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ په مرسته د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته یو لیک ولېږه او د افغان نجونو له ښوونې او روزنې څخه د متحده ایالاتو د ټینګ ملاتړ غوښتنه یې ترې وکړه.
یوسفزۍ چې په پاکستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې یوه ملاتړې ده او په ۱۳۹۱ کې د پاکستان د طالبانو تحریک د پاکستان په سوات سیمه کې ویشتلې او سخته ټپي کړې وه، د لیندۍ په ۱۵مه په واشنګټن ډي سي کې د ستودې لیک په لوړ اواز ولوست.
د یوسفزۍ له مخې، ستودې لیکلي، «څومره چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند پاتې کېږي، هومره به د راتلونکي لپاره د هغوی هیلې ورسره خاورې کېږي.»
یوسفزۍ د لیک په دوام ولوستل، «د نجونو ښوونه او روزنه د سولې او امنیت په راوستلو کې یوه ځواکمنه وسیله ده. که نجونې زده کړه ونه کړي، افغانستان به هم له ستونزو سره مخامخ شي.»
د افغانو نجونو غږ
ستودې د لیندۍ په ۱۳مه سلام ټایمز ته وویل چې هغه به په ګرده نړۍ کې د احتجاج په توګه د خپل غږ پورته کولو ته تر هغه دوام ورکړي چې افغانې نجونې وکولی شي خپل د ښوونې او روزنې حق ترلاسه کړي.
هغې وویل، «زه له نړۍ والې ټولنې څخه غواړم چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ملاتړ وکړي. زمونږ ډېر ښوونځي په جنګونو کې ویجاړ شوي، او زده کوونکي حتی درسي کتابونه نه لري.»
هغې زیاته کړه، «نړيواله ټولنه باید تعلیمي سیستم له سقوط څخه وژغوري، څو افغانستان پرمخ لاړ شي.»
ستودې وویل، ښه ښوونځي کولی شي چې یوه ښه ټولنه جوړه کړي.
د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، د افغان نجونو پر مخ اکثر ثانوي ښوونځي او دولتي پوهنتونونه تړلي پاتې دي.
دغه کار په میلیونونو افغانې نجونې خپل د ښوونې او روزنې حق څخه محرومې کړي، او افغانستان یې په یوازني داسې هېواد باندې بدل کړی چې ښایي نجونې په کې ښوونځیو ته لاړې نشي.
ستودې وویل، هغه ورځې تللي چې ښځو به په چوپه خوله کتل او له حقونو څخه به یې سرغړونې کېدلې.
هغې زیاته کړه، «په ښځو باندې لګېدلو محدودیتونو او د ښوونځیو بندېدلو یو ځل بیا، په ځانګړې توګه د هغه درد له امله چې افغانې ښځې یې زغمي،زه مجبوره کړم چې خپل غږ پورته کړم.»
هغې وویل، «د ښځو لپاره بالاخره یوه کړکۍ پرانستل شوې وه چې پرمخ لاړې شي، خو هغه بنده شوه. ما نشوای کولی چې دا وضعيت وزغمم، او مجبوره شوم چې خپل غږ پورته کړم.»
ستودې وویل چې هغه په دې خوشحاله ده چې هڅو یې رنګ راوړ.
هغې زیاته کړه، «زه داسې احساس کوم چې زما او د ټولو افغانو نجونو هڅو ځای ونیو، او نړۍ زمونږ غږ واورېد.»
هغې وویل، ښځې او نجونې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. له هغوی پرته، ټولنه نیمګړې ده.
د ستودې پلار محمد احسان فروتن ژمنه وکړه چې د خپلې لور ملاتړ به وکړي او زیاته یې کړه چې هغه په هغې ویاړي چې نړۍ ته یې د افغان نجونو د غږ په رسولو کې مرسته وکړله.
هغه وویل، «زه باوري یم چې په دې هېواد کې د ستودې په څېر ډېرې نجونې شته چې که فرصت ترلاسه کړي، نو خپل غږونه به پورته کړي.»
هغه زیاته کړه، «ستودې د افغان نجونو په استازیتوب خپل غږ پورته کړ او نړۍ ته یې وښودله چې افغانان ترهګر نه بلکې د ښه فرهنګ لرونکي خلک دي چې کولی شي د نړۍ سټېج ته پورته شي.»
افغان نجونې باید بې څوکه پرې نښودل شي
د ښځو د حقونو نورو فعالانو په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کړی چې افغان نجونې بې څوکه پرې نه ږدي.
په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې حسیبې عظیمي وویل، نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه متحده ایالات باید د تېرو دوو لسیزو په څېر له افغان ښځو او نجونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغې زیاته کړه، «افغانې نجونې د یوه ډېر سخت حالت سره مخ دي او د نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته ډېره زیاته اړتیا لري.
هغې وویل، «افغانو ښځو او نجونو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په شمول په بېلابېلو برخو کې ډېرې ښې لاسته راوړنې ترلاسه کړې. دا لاسته راوړنې باید د ښوونځیو او پوهنتونونو په بندېدلو سره ضایع نشي.»
عظیمي وویل، نړۍ باید د افغانو ښځو او نجونو پر وړاندې بې عدالتي او خیانت باندې سترګې پټې نه کړي.
په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې کوثر عطایي وویل، دا د شرم وړ خبره ده چې په دې ۲۱مه پېړۍ کې هم نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړای شي.
هغې وویل، په بل هر هېواد کې نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته په ازادانه توګه ځي، خو په افغانستان کې د اسلام تر نامه لاندې هغوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې ښوونځیو ته لاړې شي.
هغې زیاته کړه، نړۍ، که د موجود حکومت مخالفت هم کوي، باید افغانو ښځو او نجونو ته په داسې حال کې چې هغوی سخت ملاتړ ته اړتیا لري، شا ور وانه ړوي.
عطایي وویل، له درې میاشتو څخه ډېر وخت وشو چې نجونې مجبورې شوي چې د بندیانو په څېر په کورونو کې پاتې شي او ښوونځیو ته لاړې نشي.
هغې وویل، «زه په ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو باندې چې په تېرو ۲۰ کالونو کې یې په افغانستان کې حضور درلود، غږ کوم چې افغانې نجونې په ډاګ میدان پرې نه ږدي.»
کوثر عطایي وویل، «هر کار ته چې اړتیا وي هغه وکړئ څو نجونې وکولی شي چې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي او ... وکولی شي چې خپل راتلونکی جوړ کړي.»
ستوده ښکلې ده، خبرې یې ښکلې دي، فکر یې ښکلی دی، هڅې یې ښکلې دي. زه ورته په دې مبارزه کې د بریالیتوب هڅه کوم. خدای دې وکړي چې د افغانستان واکمنان د نجونو تعلیم ته جدي پام وکړي. که خدای مه کړه، یو تعلیمي کال ضایع شي دا بیا هیڅکله نه جبرانیږي. چین زما نه خوښیږي ځکه وایي په مسلمانانو باندې ډېر ظلمونه کوي خو وايي په چین کې څو کاله په ماشومانو راوړلو بندیز وو. وایي چې بیا یې فکر وکړ چې مثلا پاخه او د متوسط عمر خلک یې چې زاړه شی او تقاعد کیږي او مثلا شمېر یې دوه سوه میلیونه وي خو په مقابل کې یې د نوي ځوان شوي کاري ځواک شمیر شل میلیونه وي دا بار به څنګه پورته کوي نو هماغه وه چې بیرته یې د بچیانو راوړلو اجازه ورکړه. نو لطفا د نجونو د تعلیم وخت مه ضایع کوئ. بله دا چې ستودې ته دوه سپارښتنې لرم: لکه څنګه چې د خپلې مبارزې په برخه کې په موډل کېدلو بدلیږي دغه راز دې د خپل بدن جوړښت ته هم پام وکړي، داسې ښکاري چې د چاغېدلو خوا ته روانه ده، فټنس دې وکړي. دویم دا چې پښتو دې زده کړي ځکه پښتو د افغانستان د ډېرو خلکو ژبه ده باید د خپلې مبارزې لپاره هم پښتو زده کړي. مننه
ځواب ورکړئ1 تبصره