زده کړه

ملالې له طالبانو څخه وغوښتل چې نجونو ته ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۱۴مه په پاریس کې د جي ۷ د پرمختګ او زده کړو د وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده. [کریسټوف پیټایټ تیسون/ای اېف پي]

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۱۴مه په پاریس کې د جي ۷ د پرمختګ او زده کړو د وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده. [کریسټوف پیټایټ تیسون/ای اېف پي]

کابل -- د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، چې د ښوونځي د لوستلو پر وخت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وویشتله، د افغانستان له نویو واکمنو څخه غوښتي چې نجونو ته ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي.

یوه میاشت کېږي چې افغان طالبانو، چې د زمري په میاشت کې یې واک ترلاسه کړ، نجونې ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړي، په داسې حال کې چې هلکانو ته یې حکم کړی چې ښوونځيو ته لاړ شي.

طالبانو ادعا کړې چې یو ځل چې هغوی امنیت او له اسلامي قانون څخه تر خپل تفسیر لاندې د نجونو لپاره جلا ټولګي برابر کړي بیا به هغوی ته اجازه ورکړي، لاکن ډېر خلک په دې برخه کې شک لري.‌

یوسفزۍ او د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو په یوه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۵مه/ خپور شو، ویلي، «طالب چارواکو ته... د نجونو په زده کړو باندې لګېدلی بندیز لیرې کړئ او سمدلاسه د نجونو ثانوي ښوونځي بیا پرانیزئ.»

یوسفزۍ د اسلامي هېوادونو په مشرانو باندې غږ وکړ چې طالبانو ته دا روښانه کړي چې،‌ «دین ښوونځيو ته د نجونو په تګ باندې بندیز نه توجیه کوي.»

د لیک لیکونکیو چې د متحده ایالاتو ملاتړ کېدونکي تېر حکومت کې د افغانستان د بشري حقونو رییسه شهرزاد اکبر هم په کې شامله وه، ویلي، «افغانستان اوس په نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې د نجونو د زده کړو مخه نیسي.»

د لیک لیکونکیو د نړۍ د جي ۲۰ هېوادونو په مشرانو غږ وکړ چې د افغان ماشومانو لپاره د یوه تعلیمي پلان لپاره ژر تر ژره پیسې ورکړي.

په دې هکله یوه غوښتنلیک د دوشنبې په ورځ له ۶۴۰۰۰۰ څخه ډېر لاسلیکونه ترلاسه کړل.‌

د تعلیم فعاله یوسفزۍ له افغان طالبانو څخه د یوې جلا شوې ډلې ټي ټي پي اورپکو په ۱۳۹۱ کې د هغې په پلرنۍ سیمه سوات دره کې د ښوونځي په موټر کې د تګ پر وخت وویشتله.‌

هغه په انګلستان کې له درملنې څخه وروسته هملته اوسېږي او په ۱۳۹۳ کې یې د سولې جایزه وګټله.

امریکایي او افغان ځواکونو په ۱۳۹۷ کې د ټي ټي پي مشر ملا فضل الله چې د هغې د ویشتلو پلان یې جوړ کړی وو، وواژه.‌

یوسفزۍ چې اوس ۲۴ کلنه ده د خپل غیر انتفاعي مالي صندوق ملاله فنډ له لارې د نجونو د ښوونې او روزنې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

وعده خلافۍ

طالبان چې له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې د خپلې ظالمانه واکمنۍ له امله مشهور وو، هغه وخت تر ډېره ښځې له کار او ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې وې، او دا بندیز یې هم پرې لګولی وو چې د یوه نارینه خپلوان له ملتیا پرته نشي کولی چې له خپلو کورونو څخه وځي.

یواځې یوسفزۍ نه ده چې طالبان هڅوي ترڅو نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته ستنې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تلې په ۱۹مه د طالبانو له خوا له افغانو ښځو او نجونو سره د شویو وعدو په ماتولو باندې انتقاد وکړ.

ګوتریش خبریالانو ته وویل، «زه په ځانګړې توګه دې ته پرېشان یم چې ګورم له افغانو ښځو او نجونو سره د طالبانو له خوا شوې ژمنې ماتېږي.»

هغه وویل، «زه له طالبانو څخه په کلکه غواړم چې له ښځو او نجونو سره په خپلو کړو ژمنو باندې ودرېږي او د نړۍ والو بشري حقونو او د بشردوستۍ قانون لاندې خپل وجایب پوره کړي.»

ګوتریش وویل، ملګري ملتونه به له دې مسئلې څخه «لاس په سر نه شي»، او زیاته یې کړه چې دغه موسسه له طالبانو سره چې د زمري له وروستیو راهیسې یې واک ترلاسه کړی خو حکومت یې تر اوسه په نړۍ واله کچه په رسمیت پېژندل شوی نه دی، هره ورځ په دې هکله خبرې کوي.

ګوتریش وویل، «ژمنې ماتول د افغانستان د ښځو او نجونو هیلې په اوبو لاهو کوي،» او زیاته یې کړه چې له ۱۳۸۰ راهیسې درې میلیونه نجونې په ښوونځیو کې شاملې شوي، او د نجونو د زده کړو اوږدوالی په اوسط ډول له شپږو کالونو څخه ۱۰ ته زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو مشر خبرداری ورکړ چې، «د افغانستان د اقتصاد ۸۰٪ غیر رسمي دی، چې ښځې په کې عمده رول لري. له هغوی څخه پرته، ناشونې ده چې د افغانستان اقتصاد او ټولنه به بیا ورغېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عجبه خو داده چې دغې بدله ملاله اوس د افغان مېرمنو د حقونو لپاره غږ پورته کوي، د دې پلار خو په خپله د ای اېس ای نوکر و، او په افغان مېرمنو، نجونو او ټولو افغانانو چې نن کوم بد حال راغلی د همدې خلکو او د دوی د لاس پوڅو برکت دی. دغه بدبخته نجلۍ دې هېڅ د افغان مېرمنو په حق کې غږ نه اوچتوي. دوی که د افغانستان په حق کې څومره هم ریښتیني شي بیا یې هم په وړو کې شګې پرتې وي. افسوس په هغو بدبختو ښځو چې کلونه کلونه یې افغانستان کې د ښځو د حقونو په نوم بېلا بېل بنسټونه وچلول، ډالر یې وګټل او هېڅ ګټه یې نه هغه وخت مېرمنو او نجونو ته ورسېده او نه نن، آن پټې خولې په نورو وطنونو کې ناست دي خو د ځان لپاره یې هر ډول سهولتونه برابر کړي ولې د بې سرپوښه وطن په حق کې یو غږ هم نه شي پورته کولی.

ځواب ورکړئ

کابل ته چې له کله طالبان ننوتي څو اونۍ وروسته د هلکانو ښوونځیو ته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوه، په کار همدا و چې د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شوي وی، خو دا چې هغه وخت ونه شو په هر حال اوس هم ناوخته نه دی. دا چې د نجونو ابتدايي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، پکار ده چې منځني او عالي لېسې هم د نجونو په مخ پرانیستل شي تر څو د ټولنې دغه لوی قشر له تعلیمه بې برخې پاتې نه شي.

ځواب ورکړئ