د ښځو حقوق

د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم خپل کار په قطر کې نندارې ته وړاندې کړ

د عمر راپور

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم چې د ۱۴۰۰ د زمري له وروستیو راهیسې په قطر کې مېشت دی، د دوحه فورم په څنډو کې خپل روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل. په دغه فورم کې چې د وري په ۶ - ۷مه ترسره شو د نړۍ مشرانو او مهمو شخصیتونو برخه اخیستې وه. [عکس د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم اخیستی دی]

هرات -- د افغان نجونو د روبوټ جوړونې د ټیم غړو چې د ۱۴۰۰ د زمري له وروستیو راهیسې په قطر کې مېشت دي، د وري میاشتې په لومړیو کې د دوحه فورم په څنډو کې خپل روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل. په دغه فورم کې د نړۍ مشرانو او مهمو شخصیتونو برخه اخیستې وه.

د نوبل د سولې جایزې پاکستانۍ ګټونکې ملالې یوسفزۍ، پخواني انګلیس د فوټبال ستوري ډیویډ بیکهم،‌ د متحدو ایالاتو پخواني د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ګڼو هېوادونو جګپوړو چارواکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه او له دغه ټیم څخه یې چې ټولې غړې یې نجونې دي، ملاتړ څرګند کړ.‌

دوحه فورم د وري په ۶ - ۷مه د قطر په پلازمېنه کې ترسره شو.

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم کپتانې سمیه فاروقي وویل،‌ یو شمېر هغه روبوټونه چې نندارې ته وړاندې شوي د وري په لومړۍ اونۍ کې له افغانستان څخه قطر ته راوړل شوي دي.

د فوټبال پخوانی انګلیس ستوری ډیویډ بیکهم د وري په ۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو له هغو روبوټونو څخه ګوري چې د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم جوړ کړي دي. [ډیویډ بیکهم/فیسبوک]

د فوټبال پخوانی انګلیس ستوری ډیویډ بیکهم د وري په ۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو له هغو روبوټونو څخه ګوري چې د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم جوړ کړي دي. [ډیویډ بیکهم/فیسبوک]

هغې وویل، «د نړۍ مشرانو وکولی شوای چې د افغان نجونو وړتیا وګوري،» او زیاته یې کړه چې اته پرمختللي روبوټونه نندارې ته وړاندې کړای شول.

فاروقي زیاته کړه، «موږ به د افغان نجونو په استازیتوب خپلو هڅو ته دوام ورکړو او پرې به نه ږدو چې د هغوی اواز چوپ کړای شي.»

د ټیم یوې غړې فلورانس پویا وویل،‌ د دوحې نندارتون د روبوټ جوړونې د ټیم لپاره یو فرصت وو چې د افغان نجونو لاسته راوړنې په یوه نړۍ وال سټېج باندې نندارې ته وړاندې کړي.

هغې وویل، «موږ د هغو روبوټونو ترڅنګ چې له افغانستان څخه مو راوړي دي، یو شمېر نور نوي روبوټونه هم نندارې ته وړاندې کړل.»

هغې وویل، «د بېلابېلو هېوادونو چارواکو زموږ د روبوټونو هرکلی وکړ او زموږ لاسته راوړنې یې وستایلې،» او زیاته یې کړه چې د ګڼو هېوادونو جګپوړو استازو له ټیم څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده.‌

ښوونې او روزنې ته لاسرسی حیاتي ارزښت لري

افغان سوداګرې او د روبوټ جوړونې د ټیم یوې بنسټ اېښودونکې رویا محبوب د وري په ۶مه د دوحه فورم ۲۰۲۲ جایزه وګټله چې د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني په لاس ورکول شوه.‌

دغه جایزه هغو موسساتو یا افرادو ته ورکول کیږي چې په خپلو ټولنو کې مثبت تغیرات رامنځته کوي.

هغې وویل، «دا د ټیم لپاره یوه مهمه جایزه او یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

دغه راز، محبوب ټینګار وکړ چې ښوونې او روزنې ته د افغان نجونو د لاسرسي په هکله ډاډ ترلاسه کول ډېر مهم دي.

هغې وویل، د افغان نجونو ښوونه او روزنه یو لومړیتوب دی، او زیاته یې کړه چې په دې هکله ټوله نړۍ یوه خوله ده چې هره افغانه نجلۍ باید ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري.

هغې وویل، «افغانې نجونې دا فرصت نه لري چې زده کړه وکړي او د نورې نړۍ د نجونو په څېر خپل راتلونکی جوړ کړي.»

محبوب وویل، «موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې دننه نجونو ته په عصري علومو کې د زده کړو فرصتونه برابر کړو،» او ټینګار یې وکړ چې «د ځپلو پرځای په کار دی چې د هغوی ملاتړ وشي».

هغې وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې د نجونو د زده کړو مخه ونیسي ځکه چې افغاني ټولنه اوس ښه پوهېږي او سمه لاره یې انتخاب کړې ده.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې فراهي وویل، افغانې نجونې د بل هر وخت په پرتله اوس د نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته ډېره اړتیا لري.‌

هغې وویل، «نجونو او ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي دي، خو که نړۍ واله ټولنه مرسته ونه کړي، دا ټولې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کیږي.»

هغې ټینګار وکړ چې،‌ «په تېرو ۲۰ کالونو کې په افغانستان کې په زرګونو ښځو او نجونو ښوونې او روزنې ته لاسرسی درلود او په لوړو حکومتي موقفونو کې یې کارونه کول، خو اوس چې د نجونو لپاره ښوونځي بند دي، نړۍ باید په چټکۍ سره لاس په کار شي.»

فراهي زیاته کړه، «د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم ثابته کړه چې که فرصت ورکړل شي دا نجونې به په نورو هېوادونو کې د دوی د سیالانو په څېر ساینس پوهانې شي.»

هېرې شوې نه دي

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړو ژمنه وکړه چې د ټولو افغانو نجونو غږ به پورته کړي او پرې به نه ږدي چې نړۍ هغوی هېرې کړي.

په نړۍ والو سیالیو کې د هغوی د ګډون او د نویو او پرمختللیو روبوټونو د جوړونې هدف دا دی چې دغه هدف ترلاسه کړي.‌

د ټیم یوې بلې غړې عایدې حیدرپور وویل چې هغه له هر نړۍ وال پروګرام څخه چې هغه په کې برخه اخلي د داسې یوه پلاټفورم په توګه کار اخلي چې د افغان نجونو د برخلیک او محرومیت په هکله له نړۍ سره معلومات شریک کړي.‌

هغې وویل، «په افغانستان کې که په نجونو باندې هر څومره بندیزونه ولګیږي، هغوی به چوپ پاتې نشي... په اوسني غصر کې د هغوی په زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو باندې هر بندیز به ناکام وي.»

نوموړې وویل، «د ټکنالوجۍ او ټولنیزو رسنیو په زمانه کې هېڅ شی هم له نړۍ څخه پټ نه پاتې کېږي.»

د روبوټ جوړونکي ټیم یوې بلې غړې اصفې امیني وویل، په زرګونو هغه لوستې نجونې چې هېواد یې پرېښی او اوس په بهر کې ژوند کوي د محرومو افغان نجونو غږ منعکسوي.

امیني وویل، په نجونو او ښځو باندې لګېدلي هر ډول بندیزونه به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که مو وطن کې بدبختۍ خپلې وزرې نه وې غوړولې، نو ولې به مو ځوان کادرونه نورو هېوادونو ته مهاجر کېده؟ تر خپلې درې رنګه ښکلي ملي بیرغ لاندې به یې کار کاوه. نورو نجونو ته به یې روزنه ورکوله. د وخت سره به دا شمېر ډېر پورته تللی وی او د خپل وطن لپاره به یې ډېر ویاړونه ګتلي و. خو بدمرغي داده چې زموږ نظامونه کله هم چپه کېږي بیا له صفر شروع کوو. هغه لا په پښو نه وي درېدلی چې چپه شي او کومې لاسته راوړنې چې مو ترلاسه کړي وي هغه هم بېرته له لاسه ووځي. ته وګوره چې دوی ته یې څومره د کورنیو سترګې غړېدې، څومره هېوادوال یې لاسته راوړنو ته په تمه و، خو نن د بل تر سیوري لاندې د مهاجرت ژوند تېروي. که په ریښتیا هم افغانان خپل وطن جوړول غواړي، نور دې د پردیو استخباراتو پلانونه په خپل وطن کې نه پلي کوي. نه دې هغوی ته جاسوسي کوي. د خپل وطن چې کوم حق په موږ دی، د هغې لپاره دې له خپلو بادارانو سره بایکاټ وکړي. خبرو ته دې ورته نه غوږ کېږي. جدي ډول دې خپل وطن او خلکو ته کار وکړي. له نوي حکومت مو هیله ده چې نړیوالو سره اړیکې جوړې کړي. ۲۱مه پیړۍ ده چهارمغز کې دې ځان نه ځایوي. لوی فکر دې وکړي چې خلک څه کوي او افغانان په څومره تیارو کې پاتې دي. له دې تیارو څخه د وتلو لارې چارې دې پیدا کړي او خپلو خلکو ته دې په ریښتیا د خدمت مټې رابډوهي او کار دې وکړي.

ځواب ورکړئ

دا ښایسته ښاپېرۍ باید اوس په افغانستان کې وای او نورو نجونو ته یې تربیه ورکولی. زه د سلام ټایمز له لارې د افغانستان له نویو واکمنانو څخه غواړم چې د پاکستان د استخباراتي ادارو او مرتد پوځ حکمونه دې نه مني. دوی دې له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا او اروپا سره ارتباطات جوړ کړي. اروپا او امریکا په تېرو شلو کالونو کې له افغانستان سره ډېره مرسته وکړه خو بدبختانه چې په ځای ونه لګېدله. مرګ د پاکستان په ترهګر پوځ. تل دې وي د افغانستان او نړۍ والې ټولنې ملګرتیا

ځواب ورکړئ