د ښځو حقوق

د روبوټونو جوړونې پروګرام د افغان نجونو پیاوړتیا ته دوام ورکوي

د عمران راپور

له محدودیتونو او ننګونو سره سره په هرات کې نجونې د روبوټونو جوړولو ته دوام ورکوي او هیله لري چې یو ځل بیا په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د پخواني حکومت له نسکورېدلو او له هېواده بهر د روبوټ جوړونې د افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې وې، له وتلو څخه وروسته، په هرات کې د افغانستان د روبوټ جوړونې مرکز نجونو ته د روبوټ جوړونې زده کړې بیا له سره پيل کړي دي.

د افغان روبوټ جوړونې کور په نوم د یوه خصوصي روزنیز مرکز په وینا اوس هم په هرات کې یو شمېر نجونې چې د روبوټ جوړولو مهارت لري ژوند کوي.

مرکز وایي، که څه هم چې دا وخت د روبوټ جوړونکیو نجونو ټیم په افغانستان کې نشته، لاکن دغه نجونې کولی شي چې په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د افغانستان د روبوټ جوړونې د خونې مسوول مجتبی رضايي وايي، ډاډه دی چې ډېر ژر به په هېواد کې د نجونو یو پیاوړی ټیم جوړ شي.

د هرات ښار د توحید ښوونځي زده کوونکي د لیندۍ په ۱۹مه خپل یو روبوټ امتحانوي. [عمران/سلام ټایمز]

د هرات ښار د توحید ښوونځي زده کوونکي د لیندۍ په ۱۹مه خپل یو روبوټ امتحانوي. [عمران/سلام ټایمز]

هغه وویل، په افغانستان کې د روبوټ جوړونې فعالیتونه اوس په دې وضعیت کې هم دوام لري، او په حقیقت کې لا نور پیاوړي شوي دي.

رضايي وویل، «د روبوټونو جوړونې خونې په هرات، کابل او مزارشریف کې ۱۵ خصوصي ښوونځي تر پوښښ لاندې نیولي، او په دغو ښوونځیو کې یو شمېر تکړه زده کوونکي د روبوټونو د جوړولو په زده کړو باندې بوخت دي،»

هغه وويل، دا وخت په هرات، کابل او بلخ ولايتونو کې شاوخوا ۶۰۰۰ نارينه او ښځينه زده کوونکي په بېلابېلو ځايونو کې د افغان روبوټ جوړونې مرکز له خوا د روبوټونو جوړولو په برخو کې زده کړې ترلاسه کوي.

په هرات ښار کې توحید خصوصي ښوونځی د دغو ځایونو په ډله کې دی، چې د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم ۹۰٪ غړې له دغه ښوونځي څخه فارغې شوي دي.

ټیم په وروستیو کلونو کې د روبوټونو جوړونې په نړیوالو سیالیو کې یو شمېر جایزې ګټلې، خو د پخواني حکومت له نسکورېدو او پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لګېدلو له امله د ټیم غړې مجبورې شوې چې له هېواد نه ووځي.

په ۱۴۰۰ کال کې، دغه ټیم د روبوټ جوړونې د نړۍ وال چلینج په لومړنۍ سیالۍ کې «د داورانو جایزه» وګټله. په دغه پروګرام کې هغوی د ۱۷۷ نورو هېوادونو له ټیمونو سره سیالۍ وکړې.

مونږ راتلونکی جوړوو

د شپږم ټولګي زده کوونکې تقدس یوسفي چې په توحید ښوونځي کې د درسونو تر څنګ روبوټونه جوړوي، وویل، هغه هوډ لري چې یوه ورځ په نړۍ وال سټېج د افغانستان استازیتوب وکړي.

هغې وویل، «هر افغان دا هیله لري چې وکولی شي په راتلونکي کې د خپل هېواد خدمت وکړي،» او ویې ویل د هغې هیله دا ده چې په زده کړو کې داسې فرصت ترلاسه کړي چې نجونې وکولی شي د هېواد لپاره د یوه روښانه راتلونکي په جوړولو کې یو رول ولوبوي.‌

تقدس زیاته کړه، د دغه فرصت په پام کې نیولو سره، نجونې کولی شي چې په نړۍ وال سټېج هغسې سیالۍ وکړي لکه د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم چې تېر کال وکړې.

د توحید ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې مهسا رحیمي وویل، هغه هیله لري چې د پرمختللیو روبوټونو په جوړولو سره د نجونو تر منځ د روبوټونو جوړونې پوهه تازه کړي.‌

هغې زیاته کړه، افغان نجونو دا ثابته کړې چې دوی د نوې ټیکنالوجۍ، په ځانګړې توګه د روبوټونو په جوړولو کې د زده کړې وړتیا لري، او کولی شي چې په نړۍ کې د نورو نجونو په څیر پرمختګ وکړي.

مهسا وویل، «موږ نجونې غواړو نړۍ ته یو پرمختللی او عصري افغانستان وښیو. ټولې نجونې وړتیاوې لري، او موږ کولی شو چې د خپلو ځانونو او خپل هیواد لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړو.»

مهسا وویل په یوه کال کې هغې وکولی شوای ترڅو د اور ضد یو کوچنی روبوټ جوړ کړي، چې کولی شي د اور لګېدنې په صورت کې د کورنۍ غړو ته خبرداری ورکړي.

هغې زیاته کړه، «موږ پخپله د خپل هیواد راتلونکی جوړوو، او موږ به پرې نه ږدو چې نجونې د بدلون او پرمختګ پر ځای تیارو ته بوتلل شي.»

د محدودیتونو پر وړاندې مقاومت

هغو ښځينه زده کوونکيو چې په هرات کې د روبوټ جوړونې په زده کړه بوختې دي، وویل، د هر ډول محدوديت او خنډ پر وړاندې به چې د دوی د پرمختګ مخه ډب کوي، ودرېږي.‌

د توحید ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکې زینب اخترزاده وویل، هېڅ شی به یې ښوونځي ته د تللو او له خپلو ملګرو سره د زده کړې مخه ونه نیسي.

زینب وویل، «موږ غواړو چې په راتلونکي کې نور پرمختګ وکړو او نور روبوټونه جوړ کړو، او موږ هیڅ ډول بندیز نه منو.»

د هغې ټولګیواله ستایش زماني کوچني روبوټونه جوړوي.

ستایش وویل، افغانستان د نجونو له تعلیم او تحصیل څخه پرته نه شي جوړیدلی، او غوښتنه یې وکړه چې ښوونځي دې له محدودیتونو یا خنډونو څخه پرته دوام ومومي.‌

هغې وویل، توحید ښوونځی باید پرانیستی وي څو نجونې خپلو درسونو ته ولاړې شي او د خپل جنګ ځپلي هیواد په رغولو کې مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه، «ښوونځي ته د نجونو د تګ او د روبوټونو د جوړولو مخه نیول غیر عادلانه کارونه دي.»

ستایش وویل، که د نجونو ټول ښوونځي هم وتړل شي، افغان نجونې به په کورونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، او دوی به د تیارو او جهالت پر وړاندې مقاومت وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هرات واقعاً په افغانستان کې د علم مرکز دی. هر څه چې د افغانستان په یوه ولایت یا سیمه کې موندل کیږي هغه باید د افغانستان نورو برخو ته هم په منظم شکل سره ور وغزېږي. د روبوټ جوړونې ټکنالوجي او تخنیکونه باید نه یوازې کابل او مزارشریف بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم ور اوږده شي. مثلاً، هغه باید ننګرهار ته چې یو عالي فرهنګ لري او د هېواد په ختیځ کې د علم مرکز دی، ور ولېږدول شي. دغه راز، هغه باید کندهار، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، بدخشان او نورو سیمو ته ور وغزېږي.

ځواب ورکړئ