زده کړه

په لسګونو افغان نجونو د هرات نندارتون کې خپل د روبوټ جوړونې مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل

د عمر راپور

د افغانستان د ښوونځیو شاوخوا۶۰ نجونو چې له ۴ څخه تر ۹ پورې ټولګیو زده کوونکې دي د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې په لسګونو روبوټونه چې هغوی جوړ کړي ول، نندارې ته وړاندې کړل. دغه نندارتون د وږي په ۲۷ - ۲۹مه د خلکو پر مخ پرانستی وو. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان د ښوونځیو شاوخوا ۶۰ نجونو چې له ۴ څخه تر ۹ پورې ټولګیو زده کوونکې دي د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې په لسګونو روبوټونه چې هغوی جوړ کړي ول، نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندارتون له یکشنبې څخه تر سې شنبې ورځې پورې د خلکو پر مخ پرانستی وو.

تېر کال، د دغو نجونو له ډلې څخه ډېرې یې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوې وې لاکن هغوی په کورونو کې روبوټونه جوړ کړي ول. هغوی وایي، محدودیتونه نشي کولی د هغوی پرمختګ ودروي.

د افغانستان د روبوټ جوړونې د مرکز یوه غړي او د نندارتون یوه منتظم محمد حسیني وویل، په دغه نندارتون کې له ۲۰۰ څخه ډېر د صنعتي ډول روبوټونه نندارې ته وړاندې کړای شول.‌

افغانې نجونې د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې خپل روبوټونه نندارې ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانې نجونې د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې خپل روبوټونه نندارې ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «اکثر هغه روبوټونه چې نجونو جوړ کړي کافي اندازه پرمختللي دي چې د کمپیوټري پروګرامونو په وسیله کار کوي.»

حسیني وویل، د دغو روبوټونو په جوړولو کې د نجونو استعداد د ستاینې وړ دي.‌

هغه زیاته کړه، «د نجونو د روبوټونو جوړونې ټیم په هرات کې د جوړیدو په حال کې ده او ژر به فعال شي. د ټیم په جوړېدلو سره به نجونې وکولی شي چې په نړۍ والو سیالیو کې برخه واخلي.»

حسیني وویل، په هرات کې نږدې ۳۰۰۰ نجونې زده کړه کوي چې څنګه روبوټونه جوړ کړي.‌

مهسا جعفري چې ۱۵ کاله عمر لري په هرات ښار کې د ۹م ټولګي زده کوونکې ده او په تېر کال کې یې پنځه روبوټونه جوړ کړي دي.

هغې یوه کوچنۍ برقي کښتۍ، یو برقي بایسکل، یوه برقي جارو، یو د زلزلې د وړاندوینې سیستم او یوه لېږدونکې پټۍ چې په هوایي ډګرونو او فابریکو کې کارول کیږي، جوړ کړي دي.

هغې وویل، «دا پیل دی. زه غواړم چې په راتلونکي کې نور او لوی روبوټونه جوړ کړم. زه غواړم چې پرمختللي روبوټونه جوړ کړم او په نړۍ والو سیالیو کې برخه واخلم او نړۍ ته د افغان نجونو وړتیاوې ور وښیم.»

هغې شکایت وکړ چې، «افغانې نجونې استعداد لري او غواړي چې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه وکړي، لاکن هغوی موږ ته ښوونځي بند کړي چې زموږ د پرمختګ مخه ونیسي.»

هغې وویل، له محدودیتونو سره سره، نجونې شپه او ورځ سخت کار کوي ترڅو پرمختګ وکړي او د خپلو ځانونو لپاره یو لا روښانه راتلونکی جوړ کړي.

د افغانستان د روبوټ جوړونکیو نجونو ملي ټیم له یو کال څخه ډېر مخکې له هېواد څخه ووت. اوس هغوی په متحده ایالاتو کې ځای پرځای دي.‌

په متحده ایالاتو کې خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو تر څنګ، د روبوټ جوړونې د ټیم غړې د روبوټ جوړونې په نړۍ والو سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب کوي.‌

استعداد ته وده ورکول

د هرات د روبوټ جوړونې د ټیم نجونو وویل چې له تحمیل شویو محدودیتونو سره سره، هغوی توانېدلي چې په روبوټ جوړونه کې خپل استعداد ته انکشاف ورکړي.‌

نګار رضایي چې ۱۳ کاله عمر لري، د ۷م ټولګي زده کوونکې او اوس خپل کور پورې محدوده شوې ده، په تېر کال کې پنځه روبوټونه جوړ کړي او خپل راتلونکي ته هیله منه ده.

نګار یو جنګیالی روبوټ، چې تر ډېره د ساعت تېرۍ لپاره کارول کیږي، یو لېږدونکی روبوټ، یو عفوني ضد کوونکی روبوټ، یو اوبه جوشوونکی روبوټ او یو د لېږدونکې پټۍ روبوټ جوړ کړي دي.

هغې وویل، «موږ نجونو هر چاته وښودل چې هیڅوک هم نشي کولی زموږ د پرمختګ مخه ونیسي. د دغو روبوټونو په جوړولو سره، موږ خپلې وړتیاوې وښودلې او دا مو ثابته کړله چې کولی شو هر هغه څه چې وغواړو، جوړ کړو.»

نګار زیاته کړه، «نجونې ښه استعدادونه لري او یواځې ملاتړ ته اړتیا لري. په زده کړو ترلاسه کولو او قلم په لاس لرلو سره، نجونې کولی شي چې خپلو استعدادونو ته وده ورکړي. موږ غواړو چې د ښوونې او روزنې له لارې افغانستان آباد کړو.»

هغې وویل، یوه افغانه نجلۍ چې له ښوونځي څخه محرومه شوې او په کور کې پاتې کېدلو باندې مجبوره شوې، کولی شي چې روبوټونه جوړ او پرمختګ وکړي.

په هرات ښار کې د ۸م ټولګي یوې زده کوونکې کیانې رحیمي چې ۱۴ کاله عمر لري، وویل چې د هغې د روبوټ جوړونې پوهه په تېر کال کې د درې روبوټونو د جوړونې له لارې ډېره پراخه شوې ده.‌

هغې زیاته کړه، «د دې روبوټونو په جوړولو سره، زه غواړم نورو نجونو ته وښیم چې هغوی هم کولی شي چې کار وکړي. یواځینی شی چې ورته اړتیا ده هغه اراده ده. که اراده وي، هېڅ محدودیت هم نشي کولی چې زموږ د ښوونې او روزنې او پرمختګ مخه ډب کړي.»

هغې زیاته کړه، «هره نجلۍ هیله لري چې زده کړه او پرمختګ وکړي. که زموږ نجونو لپاره د زده کړو فرصتونه وي، موږ کولی شو چې خپل خوبونه ریښتیا کړو. د افغانستان د ښېرازۍ لپاره یواځینۍ لاره د نجونو د ښوونې او روزنې لاره ده.»

کیانه هیله لري چې ښوونځي ژر تر ژره بیا پرانستل شي او نجونې وکولی شي چې خپلو زده کړو ته ستنې شي او خپل راتلونکی جوړ کړي.‌

د روبوټ جوړونې د پوهې وده

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم، چې په متحده ایالاتو کې مېشت دی، غړو په افغانستان کې د نجونو لپاره آنلاین کورسونه پیل کړي څو د هغوی مهارتونو ته د لا نورې ودې ورکولو په برخه کې مرسته وکړي.‌

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ملي ټیم مشرې سمیه فاروقي وویل،‌ د زده کړو د آنلاین پروګرام د پیلولو هدف دا دی چې افغانې نجونې د روبوټ جوړونې په برخه کې له نویو پرمختګونو سره بلدې کړي.

هغې د وټساپ له لارې سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې دننه د روبوټ جوړونې امکانات او اسانتیاوې محدود شوي دي. موږ نجونو ته نوي مهارتونه او تجربې ور زده کوو چې د هغوی وړتیاوې بهترې کړو.»

هغې زیاته کړه، «د هغو نجونو شمېر ډېر زیات دی چې غواړي روبوټ جوړونه زده کړي. د هغوی ځینې دا وخت زموږ د ښوونې او روزنې د پروګرام تر پوښښ لاندې نیول شوي، او په راتلونکي کې به موږ د نورو ښځو ملاتړ هم وکړو.»

فاروقي زیاته کړه چې هغه په ټکنالوجۍ او روبوټ جوړونه کې د وروستیو پرمختګونو په هکله زده کړه کوي او خپلې تجربې او مهارتونه د آنلاین کورسونو له لارې په افغانستان کې دننه نجونو سره شریکوي.

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ملي ټیم یوې بلې غړې شبنم نورزۍ وویل، هغه هڅه کوي چې د افغان نجونو په استازیتوب په نړۍ والو سیالیو کې برخه واخلي او جایزې وګټي.

هغې وویل، «له محدودیتونو سره سره، په هرات کې نجونې روبوټونه جوړول زده کوي چې دا ډېر هیله بخښونکی کار دی.»

هغې وویل، ملي ټیم اوس له هېواد څخه بهر دی خو د دې نجونو تر څنګ ولاړ دی او د دوی ملاتړ به کوي.

هغې زیاته کړه، «په هېواد کې دننه په زرګونو نجونې د روبوټ جوړونې په زده کړه بوختې دي، چې دا یو ښه خبر دی. د نجونو له خوا ښودل شوې لېوالتیا په هېواد کې د روبوټونو جوړونې ته وده ورکړې، او افغان نجونې به په راتلونکي کې پرمختللي روبوټونه جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات نجونو تل د روباټ جوړولو په برخه کې وړتیا ښودلې ده. دوی نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې د روباټونو جوړولو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی. د هرات د نجونو له خوا د روباټونو جوړول د ټولو افغانانو لپاره د وياړ ځای دی. د هرات نجونو، تاسو باید له خپل کار څخه ستړي نه شئ. دا نجونې روښانه راتلونکی لري او خپل مسلک ته دوام ورکوي. په احترام، مصور

ځواب ورکړئ

هراتۍ نجونې واقعا زړورې او د ستاینې وړ دي. آفرین او په مهارتونو یې برکات. هیله ده دوی خپل مهارتونه د هېواد له نورو نجونو سره هم شریک کړي. او د وخت حاکمان دې نور خپلې سترګې وغړوي او په خلاصو سترګو دې نړۍ او بیا خپل د هېواد نجونو ته وګوري چې څومره ظلم یې ورباندې روان کړی دی. د نجونو ښوونځي دې ورته خلاص او د مهارتونو د زده کړې کورسونه دې ورته دایر کړي چې د وخت او خلکو سره سیال شو نه د اصحاب کهف د زمانې غوندې ژوند ولرو. افغان نجونو او هلکان ډېر ښه استعدادونه دي پرېږده چې ښکاره یې کړي چې وخت سره ترې استفاده وشي. زر چې څومره سولېږي هومره یې ځلا زیاتېږي. نو که حاکمه ډله دغسې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي افغانه مور به د تل لپاره خپله او خپله بچي په تیارو کې ساتي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه. د هرات نجونې واقعا د ستاینې وړ دي. زه ورته آفرین وایم. د روبوټ جوړونې مهارتونه دې د هیواد نورو سیمو ته هم پراخ کړي. مونږ له واکمنو څخه غواړو چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي او اجازه ورکړي چې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه وکړي. طالبان وایي چې په افغانستان کې یې بې ساري امنیت راوستی دی. که چېرې دوی پخپله دغې ادعا کې صادق وي، بیا خو ضرور نه ده چې تشویش وکړي. کولی شي چې د نجونو لپاره د تعلیم امکانات برابر کړي. تل دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ

زه له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان د روبوټونو جوړونکي ټیم فعالیتونه تعقیبوم. دا نجونې د افغان زړورو ښځو یوه بېلګه ده. په لومړي سر کې دوی غوښتل چې په امریکا کې د نړۍ په کچه سیالیو کې برخه واخلي، خو د امریکا حکومت ورته ویزې ور نه کړلې. دوی ته د ډونلډ ټرمپ د لور مېرمن ایوانکا ټرمپ له مداخلې وروسته ویزې ورکړل شوې څو دوی کولی شي د سیالۍ لپاره متحده ایالاتو ته سفر وکړي او سیالي وګټي. افغانستان ته له راتګ څخه وروسته دوی وستایل شوې او ډېرې نجونې یې دې کار ته وهڅولې. د جمهوري ریاست په سقوط سره دوی له ډیرو ستونزو سره مخامخ شولې. دوی لا هم خپله ناکامي نه ده منلې. دوی په قطر کې په یوه نندارتون کې ګډون کړی و. او اوس دا زړورې نجونې پر مخ روانې دي او افغانستان به ښه نوم راوړي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې هیڅوک نشي کولی د پوهې او پرمختګ مخه ونیسي. طالبان هڅه کوي چې د ظلم او جبر له لارې نجونې له زده کړو بې برخې کړي، د افغان مېرمنو د ودې او په ټولنه کې د اغېزمن رول لوبولو مخه یې ونیسي. له دې سره سره ښځې نه یوازې دا چې شاته نه دي تللي، بلکې ورځ تر بلې د بېلابېلو لارو په موندلو سره خپلې ټولنې او خلکو ته د خدمت په لاره کې هڅې کوي. کاش چې د طالبانو یو غړی ستاسو سایټ ته مراجعه وکړي او د زړورو افغان میرمنو د فعالیتونو او هڅو په اړه ټول خبرونه ولولي. زه ډاډه یم چې هغه به د شرم احساس او اعتراف وکړي چې هغه او د هغوی ډله نشي کولی د دې میرمنو مخه ونیسي، او د ښځو پر ځای به طالبان ناکام شي. افغانې ښځې به لا هم په وياړ او برياليتوب له دې تيارې څخه راوځي.

ځواب ورکړئ