تکنالوژي

د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټول غړي یې نجونې دي غواړي چې د ماین پاکۍ د روبوټ په وسیله د خلکو ژوند وژغوري

د عمر راپور

د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي داسې یو روبوټ جوړ کړی چې ځمکني ماینونه پېژني او شنډوي. د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز (مکا) وایي، د شوروي عسکرو له خوا پاتې شویو ځمکنيو ماینونو او ناچاوده توکو په تېرو ۱۰ کالونو کې په افغانستان کې ۵۸۸ کسان وژلي او ۸۸۷ نور یې ټپیان کړي دي.

هرات -- د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي او له ۱۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د روبوټ جوړونې په نړۍ والو سیالیو کې د برخه اخیستنې له امله یې په تېرو څو کالونو کې د نړۍ والو اخبارونو سرټکی جوړ شوی دی، هڅه کوي چې د خپلو وروستیو تخلیقاتو په وسیله د خلکو ژوند وژغوري.

یوه جوړه روبوټونه چې یادې ډلې په وروستیو کې جوړ کړي دي داسې طرحه شوي چې ځمکني ماینونه په ګوته کوي او شنډوي.‌

د یاد ټیم یوې غړې ساغر صالحي وویل، لومړی روبوټ یو ډرون الوتکه ده چې ماینونه په ګوته کوي،‌ او دویم روبوټ چې په نا هواره ځمکه کې د خوځښت وړتیا لري د ځمکنیو ماینونو د شنډولو لپاره کارول کیږي.

صالحي زیاته کړه، «موږ غوښتل چې د دښمن له خوا د کرل شویو ماینونو د شنډولو او پاکولو لپاره د نوې ټکنالوجۍ په کارولو سره یوه حللاره رامنځته کړو. موږ، روبوټ جوړونکې نجونې، غواړو چې په هېواد کې د امنیت د ډاډمنولو او د ماینونو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړو.‌»

د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم د کب په ۱۰مه په هرات ښار کې خپل د ماین پاکۍ روبوټ باندې کار کوي. [عمر]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم د کب په ۱۰مه په هرات ښار کې خپل د ماین پاکۍ روبوټ باندې کار کوي. [عمر]

هغې زیاته کړه، «دا روبوټونه چې موږ جوړ کړي دي دا وخت یواځې نمونې دي، او که د روبوټ جوړونې ټیم ته بودجه ورکړل شي، د دې روبوټونو ډېرې پرمختللې بڼې به جوړې او د امنیتي ځواکونو لپاره تیارې کړای شي.»

د ټیم یوې بلې غړې سمیه فاروقي وویل، «هغه ځمکني ماینونه چې له پخوانیو کالونو څخه پاتې دي او هغه چې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا خښیږي هر کال ډېر افغانان قرباني کوي.»

هغې وویل، «موږ غواړو چې له ټکنالوجۍ څخه په استفادې سره ماینونه په نښه او شنډ کړو او په دې توګه له خپلو خلکو سره مرسته وکړو او د افغانانو مړینې ودروو.»

هغې زیاته کړه، «په ډېرو هېوادونو کې د امنیت د تأمینولو لپاره له ټکنالوجۍ څخه کار اخیستل کیږي، او موږ هم غواړو چې له ټکنالوجۍ څخه په استفادې سره خپلو کلیو او ښارونو ته امنیت او ارامي راولو.»

د یوې روښانه راتلونکي لپاره هڅې

د روبوټ جوړونې د ټیم یوه روزونکي عبدالغفور یعقوبي وویل، د ټیم نجونو د درې کاله مخکې وخت په پرتله چې دغه ټیم رامنځته شو، ښه پرمختګ کړی دی.

د روبوټ جوړونکو نجونو د لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره، هیله شته چې هغوی به وکولی شي چې په نږدې راتلونکي کې د داسې صنعتي او زراعتي روبوټونو په جوړونه کې د پام وړ پرمختګ وکړي چې هغه به په هېواد کې له صنعتي ودې سره مرسته وکړي.

هغه وویل، «د روبوټ جوړونې د ټیم له غړیتوب سره د نجونو علاقه مندي ډېره شوې ده، او یو غټ شمېر نجونو خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي. دا بهیر موږ ته هیله راکوي ځکه چې د نوې پوهې په ترلاسه کولو او د روبوټونو د جوړونې په برخو کې د نجونو خوب په ریښتیا بدلیږي.»

یعقوبي وویل، «د وروستۍ میاشتې په ترڅ کې، یو نوی ۱۰ کسیز ګروپ جوړ شوی او روزنه ورکول کیږي. زه هیله لرم چې دا نجونې به وکولی شي چې په نږدې راتلونکي کې روبوټونه جوړ کړي.»

هغه وویل، «دا وخت، د روبوټ جوړونکو نجونو دوه ۱۱ کسیز ګروپونه فعال دي. د دغو نجونو وړتیا تر دې سطحې پورې وده موندلې چې کولی شي د خپلو نړۍ والو سیالیو لپاره د روبوټونو په جوړونې سربېره، نظامي او زراعتي روبوټونه هم جوړ کړي.»

د ټیم یوې غړې یلدا عزیزي وویل، له هغه وخت څخه چې د روبوټ‌ جوړونې ټیم درې کاله مخکې رامنځته شو، هغوی ډېر زیات روبوټونه جوړ کړي او ډېرې لاسته راوړنې یې لرلي دي.‌

هغې وویل، «موږ وښودل چې افغانې نجونې استعداد لري، او هغوی یواځې فرصت ته اړتیا لري چې ترلاسه یې کړي. موږ ته فرصت راکړل شو، او موږ د افغانو نجونو وړتیا ثابته کړه. موږ باور لرو چې هېڅ خنډ هم نشي کولی چې په افغانستان کې د افغان نجونو وده محدوده کړي.»

هغې وویل، «موږ د تېرو درې کالونو په ترڅ کې ۸ هېوادونو ته ۱۷سفرونه وکړل چې هلته موږ د روبوټ جوړونې په نړۍ والو سیالیو کې برخه واخیستله او افغانستان ته مو ښې لاسته راوړنې لرلې.»

هغې زیاته کړه، «د روبوټ جوړونې په نړۍ والو سیالیو کې موږ درې ځلې اول مقام ترلاسه کړ، په داسې حال کې د متحده ایالاتو او کاناډا ټیمونو په ترتیب سره دویم او درېیم ځای ونیو.‌ زموږ ټولې سیالۍ نړۍ والې دي، او موږ په خپلو سیالیو کې لومړی، دویم یا درېیم مقام ترلاسه کړی دی.»

عزیزي وویل، «موږ د داسې یوه روبوټ په ګډون چې د غنمو ټولولو او پروسیس کولو لپاره کارول کیږي، بېلابېل روبوټونه جوړ کړي دي. موږ یو روبوټ جوړ کړی چې د زعفرانو ګلان راشکوي او بزګران کولی شي د زعفرانو د حاصل ټولولو پر وخت ترې استفاده وکړي.»

یوې بلې غړې آیده حیدرپور وویل، د روبوټ جوړونې د ټیم په لاسته راوړنو کې ټول افغانان شریک دي.‌

هغې وویل، افغانې نجونې ښه استعداد لري، خو هغوی فرصت نه درلود چې خپل مهارتونه ومومي.

په ټکنالوجې کې وده

د روبوټ جوړونې د ټیم غړې یواځنۍ داسې نجونې نه دي چې له ټکنالوجۍ او نوې پوهې سره اشنا کیږي.‌

په هرات ولایت کې په لسګونو نجونو د کمپیوټري لوبو او د موبایل اپلیکیشنونو په جوړولو سره ستر پرمختیایي ګامونه اخیستي دي.

په هرات کې د کوډ ټوانسپایر (Code to Inspire) یوې روزونکې ناهید احمدي وویل، «نجونو د کمپیوټري اپلیکیشنونو د جوړونې په برخه کې زموږ له تمې څخه ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي. دا لاسته راوړنې د نجونو مهارت او په ټکنالوجۍ کې د هغوی علاقه مندي ښیي.»

په کوډ ټو انسپایر کې، نجونې کمپیوټري لوبې، موبایل اپلیکیشنونه او د بېلابېلو شرکتونو لپاره ډېټابېسونه جوړوي.

هغې وویل، «نجونې دوه بعدي او درې بعدي اپلیکیشنونه جوړوي، او اکثر یې تعليمي دي. دا چې ډېر افغانان بې تعلیمه دي او نشي کولی چې خپلو ماشومانو ته په کور کې درس ورکړي، هغه اپلیکیشنونه او لوبې چې نجونې یې جوړوي کولی شي له ماشومانو او لویانو سره په زده کړه او د علم د سطحې په لوړولو کې مرسته وکړي.»

احمدي وویل، «په جوړو شویو لوبو (ګېمونو) کې افغاني مفاهیم کارول شوي دي، او ماشومان له افغاني کلتور سره ډېر اشنا کوي.»

په هرات ښار کې د کوډ ټو انسپایر یوې زده کوونکې فاطمې رضواني وویل، په هرات کې ډېرې نجونې له ټکنالوجۍ سره بلدې شوي دي او غواړي چې له نوې پوهې او ټکنالوجۍ څخه ګټه واخلي.

هغې وویل، «ما دا زده کړي چې څنګه د وېب آپس کوډ ولیکم، او یو موبایل اپلیکیشن چې ما جوړ کړی دی د آنلاین پېرودنې لپاره دی. زه د نورو اپلیکیشنونو په جوړولو باندې کار کوم.»

هغې زیاته کړه، «یو محدود شمېر نجونې فرصت لري، او هغوی توانېدلي دي چې خپل استعدادونه وښیي. که په ولسوالیو او کلیو کې د نورو نجونو لپاره فرصتونه برابر شي، هغوی به هم وکولی شي چې وده ومومي او سترې لاسته راوړنې ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الحمدلله چې افغانې نجونې دومره پرمخ لاړې. دوی ته د لا نورو بریاوو هیله کوم.‌

ځواب ورکړئ

ډېر خلک ګومان کوي چې افغانان یوازې د جنګ او شخړې په هکله فکر کوي، خو مونږ باید د افغانو ښځو نوښت وښیو. د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي د نوي افغانستان حال وړاندې کوي او دا چې نوی افغانستان یو پخوانی افغانستان نه دی. نوی افغانستان تعلیم یافته ځوانان لري چې کولی شي د افغانستان بیرغ په ټوله نړۍ کې پورته کړي.‌ طالبان باید پوه شي چې که هغوی غواړي په افغانستان باندې واکمني وکړي،‌ هغوی باید ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي. که نه، هغوی نشي کولی چې په افغانستان کې واکمني وکړي.‌ افغانستان به هېڅکله هم خپل تیاره ماضي ته ورستون نشي. ځینې خلک فکر کوي چې که طالبان راشي، ټولې لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي او مونږ به بیا ماضي ته ور وګرځو، خو داسې به ونشي. که طالبان قدرت ترلاسه کړي، هغوی به مجبور وي چې د نن ورځې د شرایطو په اساس واکمني وکړي ځکه چې اوس ۲۱مه پېړۍ ده. وار مه خطا کوئ. افغانستان به د پرمختګ په لور وخوځېږي او مونږ به لا ډېرې لاسته راوړنې ولرو. د روبوټ جوړونې افغان ټیم ته چې ټولې غړې یې نجونې دي اوږد ژوند غواړو.

ځواب ورکړئ

ډېر خلک د ښځو په رابطه ښه او پرانستی فکر نه لري. هغوی فکر کوي چې ښځې باید په کورونو کې دننه پاتې شي. زه وایم دا غلطه ده ځکه چې ښځې هم کولی شي چې د سړیو په څېر کار وکړي، خپل نوښت وښیي او د خپل هېواد لپاره افتخار جوړ کړي. د روبوټ جوړونې د ټیم وروستۍ لاسته راوړنې واقعاً د ستاینې وړ دي.‌ هغوی د هغو کمو امکاناتو په پام کې نیولو سره چې هغوی درلودل ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري. مونږ له حکومت څخه غواړو چې د هغوی لا ډېر ملاتړ وکړي چې هغوی د افغانستان لپاره ډېر افتخارات راوړي.

ځواب ورکړئ

د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي په ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره یو ښه مثال دی. که افغان ځوانانو ته له اړتیا سره سم ملاتړ او فرصت برابر کړای شي چې خپل تعلیم په صحیح توګه پرمخ بوځي، هغوی کولی شي چې غټې لاسته راوړنې ولري. دا ځوانې افغانې نجونې د مهارت، زړورتیا، نوښت او ابتکار نمونې دي. اصلاً، د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي نړۍ ته د افغانانو استعداد ور وښود چې په هېواد کې له جګړې سره سره ځوانان کولی شي چې فوق العاده کارونه وکړي. د روبوټ جوړونې افغان ټیم سره چې ټولې غړې یې نجونې دي باید ملاتړ وشي.

ځواب ورکړئ