زده کړه

قلم او کتاب روزنیز مرکز په کابل او پروان کې نجونو ته وړیا ښوونه او روزنه برابروي

د سلیمان راپور

زده کوونکي د سلواغې په ۲۴مه په پروان ولایت کې د قلم او کتاب روزنیز مرکز کې په یوه ټولګي کې قران کریم لولي. [قلم او کتاب روزنیز مرکز]

زده کوونکي د سلواغې په ۲۴مه په پروان ولایت کې د قلم او کتاب روزنیز مرکز کې په یوه ټولګي کې قران کریم لولي. [قلم او کتاب روزنیز مرکز]

کابل -- په داسې حال کې چې اوس د نجونو او ښځو لپاره ډېر ښوونځي تړلي دي، یوه افغانه ښځه په کابل او پروان ولایتونو کې وړیا سواد زده کړه او حرفوي روزنه برابروي.‌

د زینب محمدي قلم او کتاب روزنیز مرکز هغو نجونو او ښځو ته چې د زده کړو د بهیر په پرې کولو مجبورې شوېیا له وظیفو څخه ګوښه کړای شوې وې، په وړیا ډول ښوونه او روزنه برابروي.

دغه مرکز چې د تېر لړم په میاشت کې جوړ شوی دوه څانګې لري چې یوه یې په کابل او بله یې په پروان کې ده.‌

محمدي وویل، «په حکومت کې له بدلون او په افغانستان کې له وروستیو تغیراتو څخه وروسته د نجونو لپاره ټول تعلیمي مرکزونه تړل شوي، او ډېرو ښځو او نجونو چې د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې وې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.»

ښوونکي او زده کوونکي د سلواغې په ۲۴مه د قلم او کتاب روزنیز مرکز د پروان څانګه کې د عکس اخیستنې لپاره ځانونه تیاروي. [قلم او کتاب روزنیز مرکز]

ښوونکي او زده کوونکي د سلواغې په ۲۴مه د قلم او کتاب روزنیز مرکز د پروان څانګه کې د عکس اخیستنې لپاره ځانونه تیاروي. [قلم او کتاب روزنیز مرکز]

هغې وویل، «له دې امله، ما پریکړه وکړه چې په خپل لګښت په کابل او پروان کې دا مرکز جوړ کړم او د هغو نجونو او ښځو، چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ او ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړای شوي دي، مرسته وکړم.»

د محمدي په وینا، دغو مرکزونو ته شاوخوا ۶۰۰ نجونې او ښځې راځي. مرکزونه د سواد زده کړې، قران کریم، انګلېسي، کانکور ازموینې ته د چمتووالي او د ښوونځي د نصاب کورسونه، او دغه راز د ګنډلو یا خیاطۍ او اوبدلو روزنه وړاندې کوي.

دا مرکزونه هغه نصاب تعقیبوي چې د پخواني حکومت پر وخت په دولتي ښوونځیو کې تدریس کېده.‌

محمدي وویل، «د ګنډلو او اوبدلو په برخو کې ۹۰ نجونو ته درې میاشتې روزنه ورکړل شوې، او راتلونکې میاشت به د هغوی کورس بشپړ شي. له فراغت څخه وروسته به هغوی سمدلاسه د مسلکي کسانو په توګه خپل کارونه پیل کړي او وبه کولی شي چې په مالي لحاظ د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.»

هغې زیاته کړه، هغه کسان چې په خیاطۍ او اوبدلو کې روزنه بشپړه کړي هغوی ته به یو د ګنډلو ماشین ورکړل شي ترڅو وکولی شي چې خپل کاروبار پیل او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره عاید برابر کړي.

هغې وویل، «اوس په سلګونو نورې زده کوونکې د ښوونځي کورسونه اخلي او د پوهنتون د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیسي. هغوی به د خپلې روزنې له بشپړولو څخه وروسته وکولی شي چې ازموینه ورکړي او خپل د لوړو زده کړو په زړه پورې مسلک کې بریالۍ شي.»

محمدي وویل، «قلم او کتاب روزنیز مرکز ۲۱ تنه کارکوونکي لري چې ۱۹ په کې نجونې او ښځې دي،» او زیاته یې کړه چې،‌ «که موږ مالي مرسته ترلاسه کړو، دغه مرکز به وکولی شي چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته خپل فعالیتونه پراخ کړي.»

د ښوونې او روزنې لپاره فرصت

هغه کسان چې په کورسونو کې برخه اخلي وایي چې هغوی د قلم او کتاب روزنیز مرکز له خوا وړاندې شویو فرصتونو له امله خوښ دي.‌

مرسل جلیلي چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل،‌ «زه د کابل په یوه لېسه کې د نهم ټولګي زده کوونکې یم، خو له دې امله چې سږ کال ښوونځي بند دي، ما ونشوای کولی چې خپل درسونه ولولم.»

هغې وویل، «زه ډېره مننه کوم چې وتوانېدم ترڅو خپل درسونه تعقیب کړم او دلته په دې مرکز کې د پوهنتون د کانکور ازموینې لپاره ځان چمتو کړم.»

هغې زیاته کړه،‌ «زه د دې مرکز له مؤسس څخه مننه کوم، په حکومت باندې غږ کوم چې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او له نړۍ والې ټولنې څخه غواړم چې د نجونو د ښوونې او روزنې ملاتړ وکړي.»

د کابل د مرکز یوې بلې زده کوونکې عایشه ګل چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل، «ما په کابل کې په یوه لېسه کې په ۱۱ ټولګي کې زده کړه کوله. له وروستیو سیاسي بدلونونو څخه وروسته زموږ ښوونځی وتړل شو.»

هغې له زینب محمدي څخه مننه وکړه چې ځوانو ښځو ته یې فرصت برابر کړ ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په حکومت باندې یې ټینګار وکړ «چې سمدلاسه د نجونو ښوونځي بیا پرانیزي او ښځو ته اجازه ورکړي چې کار ته لاړې شي.»

هغې زیاته کړه، «موږ د ښوونې او روزنې او کار په برخو کې په نجونو او ښځو باندې د لګېدلو محدودیتونو د پای ته رسېدلو غوښتنه کوو.»

د ښځو د کار ملاتړ کول

په کابل کې د یاد مرکز یوې ښوونکې خالدې احمدي وویل، «ښوونځي تړلي دي، او بې کاري او بې وزلي خپل لوړ حد ته رسېدلې ده. د ښځو له خوا د وظیفو له لاسه ورکولو او په هغوی باندې لګېدلو بندیزونو ښځې او نجونې سختې ځپلي دي.»

هغې وویل، «د قلم او کتاب روزنیز مرکز تاسیس ښځو او نجونو ته د حرفوي سوداګریو د زده کړې لپاره د یوه ښه فرصت په برابرولو کې یو غټ ګام دی.»

احمدي وویل، «نړۍ والې مرستندویې موسسې باید د محمدي د نوښت په څېر نوښتونو کې پانګونه وکړي څو نجونې او ښځې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او پر ځان د بسیاینې لپاره یو مسلک زده کړي.»

هغې زیاته کړه، «د هغو نجونو او ښځو چې غواړي په دې مرکز کې ځانونه شامل کړي شمېر ډېر لوړ دی.»

خالدې احمدي وویل، «خو زموږ مالي منابع ډېرې محدودې دي، او موږ نشو کولی چې نور زده کوونکي ومنو. موږ له حکومت او مرستندویو هېوادونو څخه غواړو چې په ټول هېواد کې د حرفوي روزنې د ورته مرکزونو تاسیس تمویل او زموږ د مرکز ملاتړ وکړي.»

۴۵ کلنې مژګان د مرکز د کابل په څانګه کې د ګنډلو په برخه کې له درې میاشتو روزنې ترلاسه کولو څخه وروسته وویل، «زه باوري یم چې و به کولی شم د څلور میاشتني روزنیز کورس له بشپړولو څخه وروسته یوه مسلکي خیاطه او سوداګره واوسم.»

هغې زیاته کړه، «زه درې ماشومان لرم او له بده مرغه چې زما مېړه د جنګ په ترڅ کې ووژل شو. ما تصمیم نیولی چې د روزنیز کورس له بشپړولو څخه وروسته د خپلو ماشومانو د ملاتړ لپاره خپل د خیاطۍ دوکان جوړ کړم.»

مژګان وویل، «زه په ملي او بین المللي موسساتو باندې غږ کوم چې د کم وسه ښځو لپاره [د قلم او کتاب روزنیز مرکز] په څېر روزنیزو مرکزونو ملاتړ وکړي او د پرځان بسیاینې لپاره هغوی ته د حرفوي روزنې فرصتونه برابر کړي.»

۲۰ کلنې یلدا په روزنیز پروګرام کې له برخه اخیستنې څخه وروسته د خپل پرمختګ په هکله معلومات ورکړل.‌

هغې وویل، «ما دلته په دې کورس کې اوبدل زده کړي دي. اوس زه کولی شم چې بنیانونه، دستکشې او جرابې واوبم، او دغه راز بېلابېل ډولونه خامک کړم.»

یلدا وویل، «زه به خپله روزنه په راتلونکې میاشت کې بشپړه کړم او وبه کولی شم چې خپل کار پیل کړم. زه باوري یم چې خپل د اوبدنې د دوکان په پرانستلو سره به زه وکولی شم چې د خپلې کورنۍ مرسته وکړم او له اقتصادي ستونزو څخه بریالۍ راوځم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د قلم او کتاب روزنیز مرکز له مسؤلینو نړۍ نړۍ مننه چې د افغان بچیو لپاره کار کوي او په دې تیاره تیاره ماحول کې د رڼا مشالونه یې روښانه ساتلي دي. کور یې ودان دا د یوه روښانه راتلونکي پیل دی چې افغان راتلونکي نسلونه به په تیارو کې ژوند کولو ته مجبور نه شي، ځکه کوم ملتونه چې کتاب اخلي، کتاب لولي او د کتاب ملګرتیا کوي هېڅکله یوازې نه شي پاتې کېدای، بلکې تل به یې لاره روښانه او منزل ته رسېدل اسان وي. دا چې اوس په افغانستان کې ښوونیز بهیر ټکنی روان دی او یا هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې بیخي ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي په کار ده چې د زده کړو لپاره پرانیستل شي، که بیا هم خلاصېدو ته یې اجازه نه ورکول کېږي د هرې سیمې لوستي ځوانان/نجونې دې امکاناتو ته په کتو ټولګي جوړ کړي او ماشومان دې فوراً زده کړو ته راجلب کړي تر څو د هېواد راتلونکی روښانه شي.

ځواب ورکړئ