کندوز -- په داسې حال کې چې افغانې ښځې د خپل خوځښت او شخصي ازادیو په برخه کې په ډېرېدونکي ډول د تنګسې احساس کوي، یوې ښځې چې ښوونکې ده او اوس وظیفه نه لري، له خپل کور څخه د کوچنیانو لپاره یو ښوونیز مرکز جوړ کړی دی.
د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د ۱۳۹۹ کال یوه فارغه او د مزارشریف د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې ملکه عزیزي اوس د ۶۰ کوچنیانو یوې ډلې ته په وړیا توګه د انګلېسي، دری، لیک او ریاضیاتو درس ورکوي.
هغې وویل، چې هدف یې دا دی ترڅو نجونې له بې سواده کیدو څخه وژغوري او د ښوونې او روزنې فرهنګ ته وده ورکړي.
دغه راز، دا کار د هغو زده کوونکیو د وخت تشه هم ډکوي چې زده کړې یې د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته ټکنۍ شوې او وروسته ورپسې د ژمي درې میاشتنۍ رخصتۍ پیل شوې.
هغې وویل، «ما چې خپلې افغانې خویندې ولیدې چې له کورونو څخه بهر په کار کولو او د خپلو زده کړو له دوام څخه منع شوي نو پریکړه مې وکړه چې د خپل کور په تلخونه کې د نجونو یو ښوونیز مرکز جوړ کړم.»
هغې وویل، «دغه مرکز د مرغومي په ۲۷مه پرانستل شو او ۶۰ تنه د ښوونځي د عمر زده کوونکي په کې شامل دي چې ۶۵٪ یې نجونې دي.»
هغې وویل، «په انګلېسي سربېره، زه هغوی ته د لیکلو مهارتونه، دری او ریاضیات تدریسوم څو زده کوونکي د ښوونځیو په بیا پیلېدلو سره د خپلې ښوونې او روزنې بیا پیلولو ته چمتو وي.»
د عزیزي زده کوونکي مجبور دي چې په فرش باندې کېني ځکه هغه دا وس نه لري چې مېزونه، چوکۍ، کمپیوټرونه او یو پروجیکټر چې هغه وایي «ډېره سخته» اړتیا ورته لري، واخلي.
په خنډونو باندې غلبه موندل
په مزارشریف کې د خراسان لېسې د ۱۰م ټولګي یوې زده کوونکې طاهرې مبارز وویل، «که څه هم چې زموږ ښوونځی بند دی، اوس داسې یو څوک شته چې موږ ته نه یواځې درسونه راکوي بلکې دغه راز دا راښیي چې موږ څنګه کولی شو چې په ژوندن کې پرمختګ وکړو.»
هغې وویل، سیاسي بدلونونو او د کروناوایرس وبا د هغې زده کړې د تېرو دوو کالونو په اوږدو کې اغېزمنې کړې وې، لاکن داسې پروګرامونه لکه هغه یې چې د عزیزي په مرکز کې تعقیبوي به له هغې سره مرسته وکړي چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره چمتو شي.
طاهرې وویل، «له بده مرغه چې په وروستیو کې د نجونو او ښځو په زده کړو باندې بندیزونه لګول شوي، لاکن موږ به هېڅکله هم تسلیم نشو او موږ هوډ لرو چې خپلو زده کړو او د خپل هېواد رغولو ته دوام ورکړو.»
هغې وویل، «موږ به هېڅ فشار ته تسلیم نشو. موږ به د خپلې ښوونې او روزنې په لاره کې هر خنډونه تر پښو لاندې کړو. زده کړې کول زموږ مشروع حق دی.»
د خراسان لېسې د ۱۰م ټولګي یوې بلې زده کوونکې زهل اکرمي وویل، «له هغه وخته چې زه دلته راغلې یم، زه داسې احساس کوم چې ډېر څه بدل شوي دي. په پیل کې، زه د انګلیسي په یواځې یو څو ټکو پوهېدم، لاکن اوس ما ډېر نور څه زده کړي او تلفظ مې ښه شوی دی.»
هغې وویل، «د ژمي ښوونیز پروګرام دا ثابته کړې چې ډېر ګټور دی ځکه ښوونځي بند دي او موږ کولی شو چې د راتلونکي لپاره ځانونه په بهتر ډول چمتو کړو.»
هغې زیاته کړه، «زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکتره شم او په وړیا ډول د کم وسه ښځو تداوي وکړم. زموږ د پرمختګ پر وړاندې باید هیڅوک هم خنډونه رامنځته نه کړي ځکه زموږ هدف ښه دی.»
ښځې باید زده کړه وکړي
له هغو محدودیتونو سره سره چې ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي، د بلخ یو شمېر اوسېدونکيو وویل چې د ښځو او نجونو لپاره ښوونه او روزنه ډېره مهمه ده او هغوی ته باید د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي.
د مزار شریف یوه اوسېدونکي صفت الله حقیق وویل، دا مهمه ده چې ښځې زده کړه وکړي څو هغوی وکولی شي چې په راتلونکي کې د نورو ښځو خدمت وکړي.
حقیق وویل، «ټولنه ښځینه ډاکترانو، ښوونکیو، پولیس افسرانو، قاضیانو او څارنوالانو ته اړتیا لري، ځکه افغاني ټولنه ډېره محافظه کاره ده، ښایي یو سړی ونشي کولی چې یوه ښځه تلاشي کړي او یو نارینه ډاکتر یوه ښځه ناروغه معاینه کړي.»
په تېر پسې: ۴. دولت باید د ښوونکو له معاشونو مالیه کمه نه کړي او د ښوونکو معاشونه باید په بشپړ ډول ورکړل شي. ۵. حکومت باید ښوونکو ته د دولتي فیسونو لکه د بریښنا بیلونه، د ښاروالۍ د پاکولو بیلونه، د پاسپورټ فیس او نور دولتي اسناد، د ښوونکي کور یا دوکان او داسې نورو په ورکولو کې ځانګړي تخفیف ورکړي. ۶. د ښوونکو لپاره د دولت قوانین باید د خلکو له نورو ټولګیو څخه توپیر ولري او استثنا وي. د ښوونکو لپاره انعامونه، مجازات او ټول اصول باید له نورو خلکو سره توپیر ولري. د مثال په توګه، د هغو ښوونکي لپاره چې د ښوونکي له موقف څخه غیرقانوني ګټه پورته کوي سزا باید ډیره درنه وي. که کوم ښوونکی جرم وکړي، د دولت ضد، ملي ګټو ضد، د ملي یووالي ضد او یا نورو متعصبو او تفرقه اچونکو افکارو درس ورکړي، باید سخته سزا ورکړل شي، هغه لقبونه یې چې ترلاسه کړي دي، باید ترې واخیستل شي او له دندې یې ګوښه شي. امتیازات باید ترې واخیستل شي، او وروسته باید زنداني شي. په دې مانا چې داسې نه وي چې ښوونکی هر څه چې زړه وغواړي هغه کوي او هېڅوک نشي کولای له استاد سره ټکر وکړي. ۷. ښوونکي هم باید د تدریسي څانګو له مخې طبقه بندي شي، یعنې د ادبیاتو د ښوونکي امتیازات باید د ساینس ښوونکي څخه توپیر ولري. د لومړنیو ټولګیو ښوونکي باید ډیر د اعتبار وړ وي ځکه چې دوی د زده کونکو د روزنې بنسټ جوړوي او دوی د زده کونکو د ابتدايي روزنې د جوړولو مسولیت لري. ۸. دې ته ورته نور تدبیرونه باید ونیول شي تر څو زموږ د هیواد ښوونکي لا زیات با استعداده او د اعتبار وړ وي او د تکړه او با استعداده زده کوونکو خوب باید دا وي چې یوه ورځ ښه زده کړه وکړي او ښوونکي شي. په دې توګه به زموږ په هېواد کې د ښوونې او روزنې کيفيت يوه بېلګه وګرځي او د ښوونې او روزنې
ځواب ورکړئ5 تبصره
په تېر پسې: د کانکور په ازموينه کې د ښوونکو د روزنې او ښوونې او روزنې پوهنځيو ته د اړتيا وړ نمرې کمې دي، ځکه چې په افغاني ټولنه کې ښوونکي نه امتيازات لري او نه ارزښت لري او استادانو ته ورکول کېدونکي معاشونه تقریبا د هېڅ برابر دي، نو بیا څنګه کېدی شي چې داسې یوه ټولنه دې وده او پرمختګ وکړي چې په هغې کې ښوونکي دومره بې ارزښته او کم اهمیت لري؟ په داسې ټولنه کې زده کړه او ښوونه څنګه ارزښت لري؟ دا څنګه ممکنه ده چې په داسې ټولنه کې با استعداده، وطن دوسته او با کیفیته ساینس پوهان او استادان ولرو چې د نړۍ سره موازي پرمختګ وکړي؟ ځواب ښکاره دی چې دا ممکنه نه ده. نو ستونزه چیرته ده؟ او څنګه کولای شو دا ستونزه حل کړو؟ د دې ستونزې د حل لپاره زما وړاندیزونه په لاندې ډول دي: ۱. د ښوونکو معاشونه باید د هیواد په ټولو دولتي ادارو کې تر ټولو لوړ وي، چې د ښوونکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو سربیره، حتی پریښودل شي، ترڅو ښوونکي وکولی شي کور واخلي، موټر واخلي، د ښوونې مرکز جوړ کړي یا حتی نورو ته پیسې ورکړي. د مثال په توګه، د یو ښوونکي معاش باید لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ وي. ۲. د ښوونکو د روزنې او ښوونې او روزنې پوهنځي باید د کانکور په ازموینو کې ترټولو لوړې نومرې ته اړتیا ولري، ترڅو هرڅوک د دې وړتیا ونلري، او دا چې بې استعداده خلک زموږ د ماشومانو ښوونکي جوړ نشي. یوازې هغه څوک باید ښوونکي شي چې لوړ استعداد او ډېره پوهه ولري او د ښوونکي کیدو وروسته باید ټیټ امتیازات هم ونه لري. دا ډول ښوونکي به وکولی شي چې د خپل وطن بچیان په ښه توګه وروزي او بالاخره به په هیواد کې د تعلیم کیفیت لوړ کړي. ۳. ښوونکي باید د پوهې، تحصیلي کچې، اکادمیک رتبو، فعالیت، وړتیاوو او تدریسي مهارتونو او نورو له مخې طبقه بندي شي او د د
ځواب ورکړئ5 تبصره
ډیر ښه کار. زه د خپل وطن په اتلانو باندې ویاړم چې په رښتیني ډول یې د خپلو خلکو او هیواد خدمت د خپل ژوند یو هدف ټاکلی دی. زه د افغانستان نوي حکومت او راتلونکو حکومتونو ته یو وړاندیز لرم چې په عملي کولو سره به یې راتلونکي نسلونه هوښیار او متمدن شي. افغان ښوونکو ته په پوره درناوي سره، له بده مرغه هغه کسان چې په افغانستان کې ښوونکي کیږي، اکثره یې هغه کسان دي چې د نورو دندو د ترسره کولو وړتیا نه لري، زما مطلب دا نه دی چې چا ته سپکاوی وکړم، بلکې دا تریخ حقیقت دی. د ښوونځي په دوره کې، د هر ښوونځي ټولګي درې ډوله زده کونکي لري: لومړی ډول یې تکړه او با استعداده زده کونکي دي، چې ډیر یې د طب، انجنیري، حقوقو، ساینس، عصري ټیکنالوژۍ او داسې نورو پوهنځیو کې زده کړې کوي او اکثر دوی په راتلونکي ژوند کې بریالي وي. دوهم ډول هغه متوسط زده کوونکي دي چې وروسته په ادبياتو، ارواپوهنه، تاريخ، جغرافيه، شرعياتو، ټولنپوهنه او داسې نورو څانګو کې زده کړې کوي او په راتلونکي کې عموماً په ښه دندو بوخت وي او ښه معاش ترلاسه کوي. دریم ډول هغه محصلین دي چې یوازې سواد لري او یا شاید په ټوله کې سواد نه لري او د لوړو زده کړو لپاره خورا لږ استعداد لري او د کانکور په ازموینه کې د ښوونکو د روزنې له مرکزونو پرته بل کوم پوهنتون ته نه شي تللی. دا ډول زده کونکي په راتلونکي کې په ښوونکو باندې بدلیږي. او بیا، موږ دا شکایت هم کوو چې ولې زموږ د هیواد تعلیم بې کیفیته او خراب کیفیت لري. د کانکور په ازموینه کې د ښوونکو د روزنې او ښوونې او روزنې پوهنځي ډېرو ټیټو نومرو ته اړتیا لري چې هر زده کوونکی یې په لږ تیارۍ سره ترلاسه کولی شي. نور بیا
ځواب ورکړئ5 تبصره
زه همېش ستاسو راپورونه لولم، خو تر اوسه مې د افغانستان د ختیځ (ننګرهار، کونړ او لغمان) هېڅ یو راپور ونه لیده، چې سترګې مو پرې یخې شي چې د افغانستان په ختیځ کې څه تېرېږي، څه نوي تغیرات راغلي، (منفي او مثبت). ننګرهار چې د علم او ادب په زانګو یادېده/یادېږي، یو وخت ترې د پرمختګ د خبرو ترڅنګ ګڼ شمېر نور خبرونه هم خپرېده، خو ستاسو په سایټ کې ما تر اوسه ونه لوستل چې د افغانستان د نوي حکومت په راتګ سره په یادو ولایتونو کې څه تغیرات راغلي، خلک یې په کوم حالت کې دي، ستونزې لري، نه یې لري، پرمختګ یې کړی، د نورو ولایتونو په څېر مجبور دي...؟ داسې نه ده چې زه تعصب کوم خو د سلام ټایمز د لوستونکي په حیث دا حق لرم چې د ختيځو ولایتونو له حاله هم خبر شو. افغانستان مجموعا درې ولایته نه دی چې همېش یې خبر/راپور ولولو، وګورو! افغانستان له ختیځ تر لویدیځ او بیا له شمال تر جنوب ۳۴ ولایتونه دي چې باید وخت په وخت یې معلومات خپاره کړل شي. موږ مو له وړاندې منندوی یو!
ځواب ورکړئد کندهار په رابطه هم څه نه لیکي. زه فکر کوم چې په قصدي ډول نه غواړي چې د پښتنو د سیمو د ستونزو په هکله لیکل وکړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره