زده کړه

په داسې حال کې چې د کندوز په زرګونو زده کوونکي وروسته پاتې دي، دغه ولایت هیله لري چې ویجاړ شوي ښوونځي بیا پرانیزي

د محمد قاسم راپور

ځایي چارواکو او اوسېدونکیو وویل،‌ د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې له ۳۰۰۰۰ څخه ډېرو زده کوونکیو ښوونځی پرېښی ځکه چې په کندوز ولایت کې نږدې ۵۰ ښوونځي مجبور شوي چې خپلې دروازې بندې کړي. [حسیب حساس]

کندوز -- د کندوز چارواکي، زده کوونکي او مشران هڅه کوي چې په دغه ولایت کې ښوونځي بېرته پرانستل شي. د جنګونو او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په ترڅ کې د لګېدلو بندیزونو له امله، دغلته په لسګونو ښوونځي بند پاتې دي.‌

د کندوز د پوهنې ریاست کې د ښاري ښوونې او روزنې د څانګې آمر عبدالحفیظ کاکړ وویل، د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د ولایت په مرکز او د کندوز په شپږو ولسوالیو کې کې له ۵۰ څخه ډېر ښوونځي تړل شوي دي.‌

هغه وویل، د ښوونځیو بندښت، کووېډ-۱۹ او نورو ستونزو له امله له ۳۰۰۰۰ څخه ډېرو زده کوونکیو ونشوای کړای چې هغه وخت په کندوز کې ښوونځیو ته لاړ شي.‌

۵۰ ویجاړ شوي ښوونځي د دغه ولایت له ۵۰۰ څخه د ډېرو ښوونځیو یوه غټه برخه جوړوي، او شاوخوا ۳۸۰۰۰۰ زده کوونکي په فعالو ښوونځیو کې لوست کوي.‌

د څلورم ټولګي زده کوونکي د تېرې تلې میاشتې په ۲۷مه د کندوز ښار په کهندژ لېسه کې درس ولولي. [حسیب حساس]

د څلورم ټولګي زده کوونکي د تېرې تلې میاشتې په ۲۷مه د کندوز ښار په کهندژ لېسه کې درس ولولي. [حسیب حساس]

کاکړ وویل، «زموږ په ځینو ښوونځيو باندې د توپونو ګولۍ ولګېدلې، په داسې حال کې چې له نورو څخه نظامي پوستې جوړې کړای شوې.»

هغه وویل، «یو شمېر نور ښوونځي په داسې سیمو کې پراته وو چې هلته تل جنګونه روان ول.»

هغه زیاته کړه، «په جنګ او ناامنۍ سربېره د د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خپراوي هم ښوونه او روزنه اغېزمنه کړې ده.‌

هغه وویل، «دا وخت په هېواد کې د کووېډ -۱۹ پېښې په ډېرېدلو نه دي. موږ به صبر وکړو چې د وري په میاشت کې تعلیمي کال پیل شي او د کووېډ-۱۹ د خپرېدا په پام کې نیولو سره به تصمیم ونیسو.»

هغه وویل، هڅې روانې دي چې ویجاړ شوي ښوونځي بیا پرانستل شي، په زده کوونکیو باندې بندیزونه نرم کړای شي او هغه زده کوونکي بېرته راوستل شي چې له ښوونځي څخه پاتې دي.

وروسته پاتې

زده کوونکي او خلک هیله لري چې ویجاړ شوي ښوونځي بیاپرانستل شي.‌

د ولایت په مرکز کې د الچین لېسې د ۹م ټولګي یوه زده کوونکي امان الله عزیزي سلام ټایمز ته وویل هغه ونه توانېد چې د تېرو درې کالونو په ترڅ کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ځکه د هغوی ښوونځی د جنګ په لومړیو کرښو کې وو.

هغه وویل، «که جنګ او ناامني نه وای، زه به اوس وخته فارغ شوی وای او د پوهنتون د زده کړو لپاره به مې تیاری کاوه.»

هغه زیاته کړه، «ځینې وختونه زموږ له ښوونځیو څخه د نظامي پوستو په توګه کار اخیستل کېده او ځینې وختونه به د هاوان ګولۍ پرې لګېدلې چې موږ یې مجبور کړو ترڅو ښوونځی پرېږدو.»

عزیزي وویل، که د افغانستان ښوونځي بیرته پرانستل نشي، د زرګونو نورو زده کوونکیو ښوونه او روزنه به هم د هغه په څېر ټکنۍ شي.‌

د چار درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمان صمدي سلام ټایمز ته وویل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکیو ډېر جنګونه ولیدل چې دوی یې د ژوند له ټولو اړخونو څخه شاته پاتې کړل.

هغه وویل، «که څه هم چې د تېرو درېوو کالونو په ترڅ کې زموږ په ولسوالۍ کې نوي ښوونځي ورغول شول... لاکن جنګ او ناامنۍ نجونې او هلکان دې ته پرې نښودل چې ښوونځيو ته لاړ شي.»

هغه زیاته کړه، «څومره چې موږ په ښوونه او روزنه کې وروسته پاتې کېږو، هومره به زموږ ټولنه وروسته پاتې کېږي. حکومتونه باید د ځوانانو د زده کړو پر وړاندې خنډونه رامنځته نه کړي او باید هغوی پرېږدي چې د خپل هېواد راتلونکی بدل کړي.»

هغه وویل، «داسې ځواک نشته چې موږ د ښوونې او روزنې له ترلاسه کولو څخه ایسار کړي. زموږ ځوانان باید سره یو لاس شي او په ګډه د ناپوهۍ او تیارو پر ضد مبارزه وکړي.»

یو اساسي حق

د کندوز د ښوونې او روزنې د ملاتړ شورا یوه غړي عزیزالله عصمتي وویل، «شاوخوا ۲۰۰۰ زده کوونکي په الچین لېسه کې له زده کړو څخه محروم شوي، ځکه چې دغه ښوونځی له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې بند وو.»

هغه وویل، هغه له ښوونځي سره نږدې اوسېږي، لاکن د هغه کوچنیان نشي کولی چې ورشي ځکه له ښوونځي څخه د یوه نظامي مرکز په توګه کار اخیستل کېده او په منظمه توګه هدف ګرځول کېده.

هغه غوښتنه وکړه چې مرستندویې ادارې باید د ویجاړو شویو ښوونځیو په بیارغونه کې مرسته وکړي څو افغان کوچنیان له زده کړو څخه بې برخې پاتې نشي.

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال سید شمس الله میوندي وویل، په هر هېواد کې پرمختګ د هغه د وګړو د ښوونې او روزنې سویې پورې تړاو لري.

هغه زیاته کړه، له ښوونې او روزنې څخه پرته به ټولنه د تیارو خواته لاړه شي.

هغه وویل، د ځوانانو حقونه او په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې حق باید په بېلابېلو پلمو له هغوی څخه وانه خیستل شي.

میوندي وویل، «د وړیا زده کړو فرصتونه، حتی له لېسانس څخه پورته کچې پورې باید د ځوانانو لپاره چمتو کړای شي څو هغوی وکولی شي چې خپل هېواد جوړ کړي او موږ نور دې ته اړتیا ونه لرو چې کارپوهان له بهر څخه راولو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چېرې زه کولی شم د پیسو مرسته وکړم؟

ځواب ورکړئ

پوهه او زده کړه د اسلام له نظره علم د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د ډېر لوړ ارزښت او اهمیت لرونکی دی، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي: ۱.علم د الله تعالی له اووه ذاتي صفتونو څخه یو دی. الله تعالی پخپله عالم، علیم، بصیر، سمیع او د نورو سترو او ښکلو صفتونو خاوند دی. علم په قرآن شریف کې تر ټولو نورو ښو صفتونو زیات یعنې ۵۸۲ ځلې ذکر شوی دی. که تدبر، تعقل، حکمت او نور ورته لغتونه یې ولټول شي، نو دا شمېر نور هم زیاتیږي. الله د کامل او بشپړ علم خاوند ذات دی، چې په ښکاره، پټو؛ وروستیو، راتلونکو؛ لویو، وړو؛ لوړو، ټیټو؛ سرونو، رازونو؛ اذل، ابد، دنیا، اخرت، ژوند، مرګ، قبر، میعاد، برزخ، دوزخ، جنت؛ ځمکې، آسمانونو. بدنونو، نفسونو؛ نیتونو او عملونو او هر څه پوهیږي. د غیبو په خزانو، د بر، بحر؛ دانې، تخم؛ د پاڼې په لویدو او د ساګانو په اخیستو پوهیږي. د میندو په رحم کې د اولاد په حالت، د باران په وریدو، د وریځو په حرکت، د کایناتو په حرکت، د مرګ او ژوند په نیټه، د راتلونکو پیښو په پيښیدو او د انسان د مړینې په حالت او ځای پوهیږي. لنډه دا، چې الله تعالی پر هر څه پوهیږي او مکمل پرې پوهیږي. ۲. د قرآن کریم لومړنی آیت او د دغه آیت لومړنی توری د (اقرأ) یعنې (ولوله) په ټکي پیل شوی دی او یوه نړۍ حکمت پکې پروت دی، نو د علم د لوړتیا او اهمیت اندازه یې تر بل هر دین او مکتب او مسلک اوچت دی. ۳. قلم او لیکنه دومره مهمه ده، چې الله تعالی پرې قسم خوړلی دی. ۴. د اسلام له نظره انسانان د شرافت، کرامت، ښه تقویم او ارزښت له مخې برابر دي، خو څو شیان دي، چې انسان ته امتیاز او لوړتیا ورکوي. یو تر ټولو مهم پکې علم او پوهه ده. تقوا، خیر رسول، ایمان، او جهاد هم د لوړتیا او برترۍ نښې ښودل شوي دي. قرآن واضح کړې، چې عالم

ځواب ورکړئ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی. نوموړي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې د هېواد پر روانو حالاتو د خبرو اترو تر څنګ په راتلونکي پسرلي کې ښوونځیو ته د نجونو د بیا تګ سربېره د هېواد د مسلکي ځوانانو پر ګمارنه هم کلک ټینګار کړی دی. د یادونې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم په یوه مرکه کې ویلي وو چې د راتلونکي کال په پیل کې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل کېدل د افغانانو لومړۍ او اساسي غوښتنه ده او دوی دا حق غواړي.

ځواب ورکړئ

زمونږ ستونزه دا ده چې شعور وده نه ده کړې. دا مکتبونه چې وران ویجاړ پراته دي د دغو ټولو کارونو تر شا طالبانو او د پاکستان او ایران استخباراتو لاس درلود. په جنوب غرب حوزه کې د برق او اوبو د بندونو د ویجاړولو تر شا ایران لاس درلود.‌

ځواب ورکړئ