نیمروز -- د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د نیمروز ولایت په لیرې پرتو او هغو ولسوالیو کې چې لږ خدمتونه ورته شوي دي، شاوخوا ۵۰۰ ټولګي جوړ کړي څو کوچنیانو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي.
تر دغه پروګرام لاندې، یونیسف ښوونکي کلیو ته لېږي او ځایي کورونه په کرایه نیسي چې د ټولګیو د خونو په توګه ترې کار واخیستل شي.
د نیمروز ولایت لپاره د یونیسف یوه چارواکي محمد همایون وویل، دا ټولګي چې له ۱ څخه تر ۶ ټولګي زده کوونکیو لپاره وړاندې کېږي، د وږي په ۱۰مه پیل شول او تر ۱۸۰۰۰ پورې هلکان او نجونې په کې نیول شوي دي.
هغه وویل، «دا ماشومان د ښوونځیو د نشتوالي له امله له زده کړو څخه محروم پاتې شوي ول. پخوا ناامنۍ او جنګونو د ښوونځیو د جوړېدلو مخه نیولې وه.»
همایون وویل، «جنګ او د ښوونځیو د جوېدلو پر وړاندې مخالفت دوه هغه دلایل دي چې له امله یې په نیمروز کې ډېر ځوانان له زده کړو څخه محروم پاتې شوي دي.»
هغه وویل، یونیسف ۵۰۰ ښځینه ښوونکې مقررې کړي چې د نیمروز په بېلابېلو کلیو کې ماشومانو ته تدریس وکړي.
هغه زیاته کړه، دا پروګرام داسې جوړ شوی چې ۸ کاله به روان وي، او ښایي چې لا نور اوږد کړای شي.
د نیمروز ولایت د ښوونې او روزنې رییس یارمحمد حقیار وویل، د یونیسف ټولګي په زرګونو کوچنیانو ته د زده کړو فرصتونه وړاندې کوي چې بدون له دې به یې دا فرصت نه وای ترلاسه کړی.
هغه وویل، «دا پروګرام داسې امکانات نه لري چې په کلیو کې د ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي. د یونیسف له خوا جوړو شویو ټولګیو د نیمروز په لیرې پرتو سیمو کې ځایي ماشومان دې ته جوړ کړي چې له ښوونې او روزنې څخه پاتې نشي.»
نوموړي وویل، «د تېرو څو کالونو په ترڅ کې، په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د امنیتي ننګونو له امله ښوونځي نه دي جوړ شوي.»
هغه زیاته کړه، «د دې ستونزې له امله ځوان نسل نالوستی پاتې دی. د نیمروز په ډېرو ولسوالیو کې یواځې د ولسوالیو په مرکزونو کې ښوونځي پرانستي ول.»
هغه یادونه وکړه چې، د نړۍ والې ټولنې ملاتړ او د یونیسف له خوا تطبیق د افغانستان د نوي نسل لپاره دا شونې کړې چې زده کړه وکړي او خپل هېواد جوړ کړي.
د کوچنیانو هیلې پوره کول
ډېر ماشومان، چې ځینې یې ان تر ۱۵ کالونو پورې عمرونه لري، په لومړي ځل ښوونځي ته ځي.
صفورا چې ۱۱ کاله عمر لري د چخانسور ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ده.
هغې خپله لومړۍ ورځ په ټولګي کې د دری الفبا په زده کولو سره پیل کړله، خو هغه سترې هیلې لري او غواړي چې ډاکتره شي.
هغې وویل، «موږ په خپل کلي کې د ښوونځي پرانستو ته انتظار کاوه څو موږ وکولی شو چې زده کړه وکړو. اوس چې ښوونځی پرانستل شوی دی، زه غواړم چې له خپلو ملګرو سره ملګرې شم او د زده کړو تر لاسه کولو لپاره په خپلو ټولګیو کې برخه واخلم.»
صفورا وویل، «زما مور او پلار، خویندې او ورونه ټول نالوستي پاتې دي. هغوی اوس غټ دي او نشي کولی چې نور ښوونځیو ته لاړ شي، خو زه کولی شم زده کړه وکړم، او کله چې زه ډاکتره شم، زه به له هغوی سره مرسته وکړم.»
احمد بلال چې ۱۳ کاله عمر لري او د چخانسور ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی، وویل، کله چې هغه غوښتل چې په تېرو کالونو کې ښوونځي ته لاړ شي، هغه نشوای کولی ځکه چې جنګ وو او د هغه له کور څخه ښوونځي ته ډېره لاره وه.
هغه وویل، «له داسې اوږده انتظار څخه وروسته زما هیلې په پوره کېدلو دي. زه غواړم چې د ښوونځی له بشپړولو څخه وروسته پوهنتون ولولم او انجنیر شم.»
هغه زیاته کړه، «موږ انتظار کاوه چې زموږ په کلي کې یو ښوونځی پرانستل شياو موږ زده کړه او بیا د خپل هېواد خدمت وکړو.»
د یونیسف له خوا مقررې شوې یوې ښوونکې مریم اڅکزۍ چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، هغه کوچنیان چې د زده کړو تر لاسه کولو هیله یې نه لرله اوس د نیمروز په کلیو کې د زده کړو ترلاسه کولو ته لاسرسی لري.
هغې وویل، «ښوونځيو یواځې د نیمروز په ولسوالیو کې فعالیت کاوه، او د فاصلې د لیرې والي له امله د لیرې پرتو کلیو ماشومانو نشوای کولی چې زده کړې ترلاسه کړي.»
هغې زیاته کړه، «له بده مرغه چې ډېر ماشومان، په ځانګړې توګه کوچنۍ نجونې پخوا ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې وې.»
هغې وویل، په زرګونو نجونو او هلکانو ته د زده کړو برابرول د افغانستان لپاره د یوه روښانه راتلونکي د جوړولو معنی لري.
یو لا روښانه راتلونکی
د نیمروز ولایت اوسېدونکیو په خلاصه غېږه د ښوونځیو د پرانستل کېدلو هرکلی کړی دی.
امان الله چې ۷۰ کاله عمر لري او د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل هغه په دې خوښ دی چې څلور لمسیان یې اوس کولی شي چې ښوونځي ته لاړ شي.
هغه وویل، «د فاصلې د لیرې والي له امله زموږ ماشومانو نشوای کولی چې ښوونځي ته لاړ شي. اوس موږ ډېر خوښ یو چې زموږ په کلي کې ښوونځي پرانستل شوی دی.»
هغه زیاته کړه، «کله چې زموږ په کلي کې ښوونځی نه وو، زموږ د ماشومانو راتلونکی تیاره وو، لاکن اوس زمونږ ماشومان دا فرصت لري چې زده کړې وکړي.»
امان الله له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل چې په کلیو کې د مشرانو او لویانو خلکو لپاره د زده کړو د پروګرام حمایه کول په پام کې ونیسي.
د چخانسور ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي خداداد وویل چې د هغه دوه زامن او لور خوښ دي چې په ښوونځي کې داخل شوي دي.
هغه وویل، «کله چې ما په لومړي ځل واورېدل چې زموږ په کلي کې یو ښوونځی پرانستل کیږي، ماته له خوشحالۍ نه د شپې خوب نه راته. زه ډېر زیات هیله من یم چې زما ماشومان به د زده کړو فرصت ترلاسه کړي، او زه د هغوی راتلونکی روښانه وینم.»
هغه زیاته کړه، «موږ په یوه لیرې پراته کلي کې ژوند کوو چې د ولسوالۍ مرکز څخه لیرې دی. که یونیسف زموږ په کلي کې ښوونځی نه وای پرانستی، زموږ ماشومانو به هېڅکله هم د زده کړو فرصت ترلاسه کړی نه وای.»
د کلي ماشومان باید د روښانه راتلونکي لپاره زده کړه وکړي. ماشومان که په کلي کې وي او که په ښار کې، د زده کړې حق لري، ځکه هر ماشوم حق لري چې زده کړه وکړي او د ښه راتلونکي حق لري. له نېکه مرغه، یونیسف په نیمروز ولایت کې ۱۸۰۰۰ ماشومانو ته د لومړنیو ښوونځیو درسونه چمتو کړي دي. په دې توګه د ۱۸۰۰۰ هلکانو او نجونو هیلې پوره شوې.
ځواب ورکړئ3 تبصره
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په اوسني وضعیت کې افغانان نه غواړي خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي. په مقابل کې، دا ډول راپورونه د وحشي طالبانو او د پوهنې د دښمنانو پر مخ یو کلک ګوزار دی. دا راپور یو ځل بیا په ډاګه کوي چې افغانان زده کړو ته څومره لېوال دي او غواړي چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي ترڅو په راتلونکي کې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي. طالبان هڅه کوي چې د خلکو (نجونو) لپاره د ښوونځیو د بندولو موضوع په کلتوري او مذهبي مسله باندې بدله کړي. په هرصورت، دا ریښتیا نه ده. په اسلام کې زده کړه حرامه نه ده او افغانان هم غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستوي. د جاهلانو له خوا د افغانستان تر اشغال مخکې په میلیونونو نجونې په خپله خوښه ښوونځیو ته تللې او هیچا نه وې مجبورې کړې چې ښوونځیو ته لاړې شي. دا ثابتوي چې خلک او افغاني ټولنه د نجونو د تعلیم مخالفه نه ده، بلکې طالبان غواړي خلک په تیارو او جهالت کې وساتي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
د دې نوښت له امله له یونیسف څخه مننه. برعکس د طالبانو جاهل حکومت د هرې ورځې په تېرېدلو سره له علم او پوهنې سره خپله دښمني څرګندوي. ويل کيږي چې طالبانو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د څو ورځو لپاره د ځايي خلکو او د ټولنې د مشرانو تر فشار لاندې د نجونو د ښوونځيو له پرانيستل کېدلو څخه وروسته، د نجونو د ښوونځيو دروازې بېرته وتړلې. د طالبانو د ملايانو يو پلاوى د پاکستان په لارښوونه ګردېز ته لاړ او د هغو ښوونځيو دروازې يې وتړلې. نړيواله ټولنه بايد پر دغې وحشي ډلې زيات فشار راوړي او د افغان نجونو ملاتړ وکړي. پاکستان د نجونو د ښوونځیو په تړلو سره غواړي له نړۍ سره د طالبانو اړیکې کمزورې کړي او افغان نسلونه له زده کړو څخه محروم کړي. نړیواله ټولنه باید د طالبانو په پرتله پر پاکستان ډیر فشار راوړي، ځکه طالبان یوازې د پاکستان اجیران او غلامان دي او د هغوی امرونه تعقیبوي. لعنت په پاکستان
ځواب ورکړئ3 تبصره