زده کړه

د هرات آنلاین ښوونځی افغان نجونو ته د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو فرصت برابروي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۴مه اخیستل شوی، د اقتصاد پوهنځي یوه محصله ذکیه چې له پوهنتون څخه محرومه شوې، او د کابل په لمنه کې په خپل کور کې له خپلې لور سره په یوه صوفه باندې ناسته ده، د خپل کمپیوټر په وسیله کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۴مه اخیستل شوی، د اقتصاد پوهنځي یوه محصله ذکیه چې له پوهنتون څخه محرومه شوې، او د کابل په لمنه کې په خپل کور کې له خپلې لور سره په یوه صوفه باندې ناسته ده، د خپل کمپیوټر په وسیله کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- که څه هم چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي، د هرات آنلاین ښوونځی په زرګونو افغان نجونو ته د زده کړو ترلاسه کولو لپاره یو فرصت برابروي.

انجیلا غیور چې ۳۷ کاله عمر لري، په افغانستان کې پیدا شوې ښوونکې ده او اوس په لندن کې ژوند کوي، دغه ښوونځی د تېر لړم په میاشت کې پیل کړ څو د هغو افغان نجونو لپاره د زده کړو ترلاسه کولو فرصتونه برابر کړي چې ښوونځي ته د بېرته تګ اسانتیاوې یې نه لرلې.

که څه هم نجونې اجازه لري چې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړي، لاکن د وري په میاشت کې، څو ساعته وروسته له هغه چې د زمري میاشتې راهیسې په لومړي ځل بیا پرانستل شوي ول، حکم وشو چې د نجونو ثانوي ښوونځي دې تړلي پاتې وي.‌

په ایران کې د مېشتو سلګونو کډوالو په ګډون، له ۳۰۰۰ څخه ډېرو افغان نجونو د دغه آنلاین ښوونځي لپاره نومونه ثبت کړي او هره ورځ بېلابېل مضمونونه لولي.‌

د وري په ۴مه په هرات ښار کې د ګوهرشاد بېګم ښوونځي په یوه ټولګي کې دوه د اوم ټولګي زده کوونکې لیدل کیږي. تر دې څو ساعته وروسته د افغان نجونو ښوونځي بېرته بند شول. [عمر/سلام ټایمز]

د وري په ۴مه په هرات ښار کې د ګوهرشاد بېګم ښوونځي په یوه ټولګي کې دوه د اوم ټولګي زده کوونکې لیدل کیږي. تر دې څو ساعته وروسته د افغان نجونو ښوونځي بېرته بند شول. [عمر/سلام ټایمز]

ښوونځی د غیور د پلرني ښار هرات په نامه نومول شوی، خو کورسونه یې په افغانستان یا په هر بل ځای کې چې هلته انټرنټ ته لاسرسی وي، موجود دي.

هغې وویل، له دغه ښوونځي سره شاوخوا ۷۰۰ ښوونکي په رضاکارانه توګه همکار دي، او ۲۵۰ یې له تېرو اوو میاشتو څخه را په دې خوا په وړیا ډول نجونو ته تدریس کوي.‌

ښوونکي د خپلو ټولګیو لپاره مخکې ریکارډ شوي ویډیو کلېپونه، سلایډونه، لوستونه او ژوندي لکچرونه استعمالوي. زده کوونکي مواد له انترنت څخه ښکته کوي او په کور کې یې لولي.

غیور وویل، د هرات آنلاین ښوونځی په ۸۵ بېلابېلو موضوعاتو باندې ښوونیز ټولګي وړاندې کوي.

هغې وویل، «په یوه برخه کې لیک، مدني ژورنالیزم، ابتکار او نوښت، او د ژوند مهارتونه شامل دي. په دویمه برخه کې، نجونې ۱۷ ژبې، ارواپوهنه (سایکالوجي)، ځاني خبرتیا،‌ انځورګري او روغتیایي ښوونه او روزنه زده کوي.»

انجیلا وویل، «د هرات د آنلاین ښوونځي په درېیمه برخه کې کوډ لیکنه، پروګرام جوړونه او د کمپیوټر درسونه شامل دي. دغه راز، نجونې سیاسي علوم، ادبیات، موزیک، تاریخ، ډیزاینینګ، سندرې ویل او د میناتورۍ هنر زده کوي.»

هغې زیاته کړه، «د هرات آنلاین ښوونځی ډېر عارضین لري. موږ په داسې یوه سیستم باندې کار کوو چې له لارې یې وکولی شو نورې نجونې هم قبولې کړو.»

له بې سرنوشتۍ څخه نجات

د هرات آنلاین ښوونځي له خوا وړاندې شویو فرصتونو هغو نجونو ته چې له ښوونځیو څخه ایسارې کړای شوي دي، هیلې ورکړي دي.‌

په هرات ښار کې د یوې لېسې د وروستي کال زده کوونکې فضیلې فرحت چې ۲۱ کاله عمر لري، وویل چې آنلاین درسونو هغه له نهیلۍ څخه وژغورله.‌

هغې وویل، «په داسې حال کې چې د ښوونځیو بندېدلو نجونې نهیلې کړي، د هرات آنلاین ښوونځي د نجونو تر منځ د زده کړو ترلاسه کولو لپاره روحیه او هیله پیاوړي کړي دي.»

فرحت وویل، «زه په اونۍ کې درې ورځې د هرات آنلاین ښوونځي کې په ټولګیو کې برخه اخلم، خو هره ورځ له ځان سره له درې څخه تر څلورو ساعتونو پورې مطالعه کوم ترڅو ټول مضامین تر پوښښ لاندې راولم.»

هغې وویل چې هغه د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې انګلیسي ژبه او څو نور مضامین زده کوي.‌

هغې وویل، «د هرات آنلاین ښوونځي زه له بې سرنوشتۍ او محرومیت څخه وژغورلم.»

هغې وویل، افغانې نجونۍ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوي ترڅو د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره کار وکړي او د هغو خلکو مخه ونیسي چې نجونې د زده کړو او پرمختګ له حق څخه محروموي.

په هرات ښار کې د یوې ۱۶ کلنې زده کوونکې فاطمې رحیمي لپاره د هرات آنلاین ښوونځي نورې ګټې هم لرلې.‌

هغې وویل، د ارواپوهنې (سایکالوجۍ) ټولګي په ځانګړې توګه د هغې دا اراده چې د محدودیتونو پر ضد مبارزه او مقاومت وکړي‌، پیاوړې کړله.

هغې وویل، «که د هرات آنلاین ښوونځی نه وای، زه به د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته واقعا په ژور خفګان اخته شوې وای. د هرات آنلاین ښوونځي له ما او نورو نجونو سره روحي او رواني مرسته وکړه.»

هغې زیاته کړه، «د پوهې له پلوه، زه اوس هغه شخص نه یم چې څو میاشتې مخکې وم. اوس زه د بېلابېلو مسایلو په هکله معلومات لرم.»

آنلاین بدیلونه

په هرات ښار کې یوې ښوونکې لطیفې همدرد وویل، آنلاین د زده کړو پروګرامونه محرومو او نهیلو نجونو ته نوې هیله او د هدف لرلو احساس ورکوي.

هغې وویل، د مخابراتو او ټکنالوجۍ په دې عصر کې، آنلاین ښوونځي کولی شي چې تر یوه حده د عامو ښوونځیو بدیل واوسي.

هغې زیاته کړه، «دا ډېره سخته ده چې په دې عصر کې نجونې له زده کړو څخه محرومې کړای شي. که د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړای شي، هغوی کولی شي چې د ټکنالوجۍ او انټرنټ له لارې د پوهې ترلاسه کولو نورې لارې ومومي.»

لطیفې وویل،‌ «د تدریس آنلاین پروګرامونه له نجونو سره مرسته کوي چې له کتابونو او زده کړو سره تړلې پاتې شي او د ښوونې او روزنې اراده وساتي.»

هغې وویل، که عام ښوونځي بیا پرانستل هم شي، بیا به هم آنلاین ښوونځيو ته اړتیا وي څو د عادي نصاب سربېره، نجونې وکولی شي چې بهرنۍ ژبې او عصري علوم زده کړي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې فخریې کاوش وویل، څومره چې د نجونو په زده کړو باندې ډېر محدودیتونه لګول کیږي، هومره به هغوی عصري ښوونې او روزنې ته د لاسرسي ډېرې لارې ومومي.

هغې وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې د نجونو پر مخ دا آنلاین ښوونځي بند کړي.»

کاوش وویل، دا ناشونې ده چې نجونې او ښځې په دې عصر کې د زده کړو له ترلاسه کولو څخه محرومې کړای شي.‌ که افغانې نجونې انټرنټ ته لاسرسی ولري، هغوی کولی شي چې له آنلاین ښوونې او روزنې څخه ګټه واخلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

14 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آنلاین ښوونځی هم د زده کړې لپاره ښه وسیله ده، خو له متعارف یا دودیز ښوونځي سره پرتله کیدی نشي. افغانان دومره پيسې نه لري چې موبايل واخلي او هره ورځ په کې انټرنېټ فعال کړي او انټرنېټ په دې بيه وي، په کور کې يوه نجلۍ نه وي، درې، څلور يا پنځه نجونې وي. تاسو باید د هر یو لپاره ګرځنده تلیفون واخلئ. په افغانستان کې انټرنیټ دومره چټک نه دی چې نجونې شپږ ساعته په کې زده کړې وکړي. پخوا افغان زده کوونکو د نورو هېوادونو په څېر د زده کړو ښې اسانتیاوې نه درلودې، خو اوس افغان نجونې حتی د ټیټې کچې له زده کړو څخه بې برخې دي. مونږ د افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د افغان نجونو حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

ځواب ورکړئ

زه واقعاً له دې سره علاقه مند یم چې له تاسو سره ملګری شم.

ځواب ورکړئ

سلام. لېنک چېرې دی؟ څنګه زه کولی شم چې د ادرس لېنک ترلاسه کړم؟

ځواب ورکړئ

سلام.مهرباني وکړي لينک چيرته دي؟ څنګه زه کولاي شم چي لينک ته لاسرسي ولرم

ځواب ورکړئ

ښاغلی/اغلې سلام هیله ده چې ښه او په امن اوسئ. که مهرباني وکړئ او راته ووایئ چې دې ښوونځي ته څنګه غوښتنلیک ورکولی شم؟ درناوی، ثنا سادات

ځواب ورکړئ

سلام هيله روغ و اوسی د مهربانۍ له مخې راته د په ښوونځي کې د داخليدو لار ښوونه وکړی

ځواب ورکړئ

د آنلاین درسي ټولګیو لېنک

ځواب ورکړئ

هیله ده ولیکئ چې د آنلاین ښوونځي لېنک څه دی؟

ځواب ورکړئ

دا د افغان نجونو، په ځانګړې توګه د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره چې له بده مرغه له زده کړو لرې ساتل کېږي، یو ښه او مهم ګام دی. موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې هرڅوک د ودې او پرمختګ په اړه فکر کوي او هغوی د زده کونکو او زده کړو لپاره پرمختللې ټیکنالوژي کاروي ځکه چې په زده کونکو باندې پانګونه د هغوی راتلونکي تضمینوي. له بده مرغه ښځينه زده کوونکي له دې کمو اسانتياوو څخه هم بې برخې دي. مونږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

ځواب ورکړئ

دا ښه کار دی خو بدبختانه چې په وطن کې د انټرنټ ستونزه شته. یو وخت کوم تجار ویلي وو چې داسې سټیلایټونه پورته کوي چې ټولې ځمکې ته به وړیا انټرنټ ورکړي. په دې هیله چې دغه کار وشي او زمونږ خلک به هم ترې استفاده وکړي. په افغانستان کې د انټرنټ موجود شرکتونه هسې د رزیل زامن دي،‌ انټرنټ یې کمزوری دی او پیسې پرې دومره اخلي چې حد نه لري. د سپي زامن

ځواب ورکړئ

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د ننګرهار پخواني والي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: (نن کابل ښار کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر موظفینو موټر کتل چې ښځو ححاب رعایت کړی که نه، محرم لري او کنه. زموږ مسلمانه ټولنه ده که څوک ووایي او که نه حجاب به رعایت کوي. کاش، داسې څوک هم وای چې له ښځو یې پوښتلی: یتیمان دې ډوډۍ لري او که نه؟ ماشومان دې ښونځي ته ځي او که نه؟)

ځواب ورکړئ

واقعاً چې په اوس وخت کې چې د طالبانو له لوري ښوونځي تړل شوي، آنلاین زده کړې ډېر مهم رول لوبوي او د هېواد راتلونکو (ماشومانو) په لاسونو کې د علم مشالونه روښانه ساتي. د والي ضیاءالحق امرخېل یې کور ودان چې تل یې د ولس ستونزې درک کړي دي.

ځواب ورکړئ

د مثبتو خبرونو د خپرولو له امله چې تاسو یې خپروئ مننه، لاکن زه غواړم یوه خبره اضافه کړم چې په افغانستان کې آنلاین ښوونځي د فرانسې د ملکې ماری انتونیت هغو خبرو ته ورته دي چې ویلي یې و، که خلک ډوډۍ نه لري، باید کیک وخوري. دا سمه ده چې آنلاین ښوونځي په ښارونو کې لږ تر لږه یو شمېر زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابروي، خو د افغان زده کوونکو لویه برخه له هغو ولایتونو څخه دي چې په کې انټرنټ نه شته او که شته هم، څوک یې نه شي اخیستی. نو په خواشینۍ سره باید ووایو چې دا نیک کار که څه هم له یوې ښې موخې سره سره بیا هم کافي نه دی او له بلې خوا د ښاري او کلیوالو زده کوونکو ترمنځ واټن لا پسې پراخوي. په دې هیله چې یوه ورځ به د ښوونځیو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې شي او یا به د کلیو نجونې د ښاري نجونو په څېر له اسانتیاوو برخمنې شي.

ځواب ورکړئ

لطفاً د ښو دښمن کیږئ مه. ولې هر کوچنی قدم غندئ. حتی که یوه نجلۍ وکولی شي چې له دې لارې زده کړو ته لاسرسی وکړي بیا هم غټه خبره ده.

ځواب ورکړئ