د ښځو حقوق

د بدخشان روزنیز مرکز د خیاطۍ د کورسونو له لارې ځوانې ښځې پیاوړې کوي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان په بدخشان ولایت کې د زندګي په نامه یو بنسټ ۷۰ نجونو او ښځو ته د ګنډلو، بازار موندلو او توکو خرڅولو په برخو کې وړیا روزنه ورکوي. محلي چارواکي وایي، دغه بنسټ له ۱۳۹۸ کال راهیسې د ولایت په بېلابېلو برخو کې ښځو او نجونو ته وړیا روزنه ورکوي. [اصغر قاري زاده]

کندوز -- زندګي (ژوند) بنسټ په بدخشان ولایت کې ۷۰ نجونو او ښځو ته د ګنډلو، بازار موندلو او د توکو د خرڅولو په برخو کې وړیا روزنه ورکوي.

د دغه بنسټ رییس مسیح الله محمدي وویل، زندګي له ۱۳۹۸ کال راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ښځو او نجونو ته وړیا روزنه ورکوي.

روان پنځه میاشتنی کورس د کب په میاشت کې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې پيل شو چې ۷۰ تنه په کې برخه لري.‌

محمدي وویل، برخه والې چې ډېرې یې یتیمانې دي یا د کور نارینه سرپرست نه لري، له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او له دغه کورس څخه به ګټه واخلي.‌

ځوانې ښځې د چنګاښ په ۲۲مه د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد په زندګي بنسټ کې په داسې حال کې چې وړیا ګنډل زده کوي، لیدل کیږي. [اصغر قاري زاده]

ځوانې ښځې د چنګاښ په ۲۲مه د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد په زندګي بنسټ کې په داسې حال کې چې وړیا ګنډل زده کوي، لیدل کیږي. [اصغر قاري زاده]

هغه وویل، «موږ برخه والو ته میاشتنی خرڅ ورکوو. دغه راز، موږ هڅه کوو له هغوی سره مرسته وکړو چې کارونه ومومي او خپل لاسي صنایع په محلي بازارونو کې خرڅ کړي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو مرستندویې ادارې (یو اېن ویمن)، اکسفام، جي آی زیډ او نورو په څېر نړۍ والې مرستندویې ادارې د زندګي په تمویلولو کې مرسته کوي.‌

هغه وویل، «دغو نجونو اکثرو خپل پلرونه د دوو لسیزو د جګړې په ترڅ کې له لاسه ورکړي، او له جدی اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دا پروګرام له هغوی سره له اقتصادي پلوه مرسته کوي چې ګنډل وکړي او خپل جوړ کړي توکي خرڅ کړي.»

د خیاطۍ تیوري او عملي زدکړې سربېره، هغوی د خرڅانه او بازار موندنې په برخو کې هم مهارتونه ترلاسه کوي.‌

راتلونکي ته هیله

په بدخشان کې د خیاطۍ د کورس یو شمېر ځوانو برخه والو ښځو وویل چې هغوی ډېرې د هیله منۍ احساس کوي او د خپل راتلونکي په هکله لږ وارخطا دي.

د یوې لېسې زده کوونکې حلیمې چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل چې هغه او نورې نجونې نیمه ورځ په ټولګي کې خیاطي زده کوي او د ښځو د لباسونو د ټولو ډولونو ګنډل یې زده کړي دي.

هغې وویل، «زما پلار په ۱۳۹۸ کې په فیض اباد ښار کې په یوه چاودنه کې مړ شو، او اوس زما د کور سرپرستي زما پر غاړه ده.»

هغې روښانه کړه چې،‌ «زما مور ناروغه ده او کار نشي کولی، او ورونه مې کوچنیان دي. زه باید خیاطي په مسلکي توګه زده کړم څو په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.»

د خیاطۍ د کورس یوې بلې برخه وال منیژې احمدي وویل چې هغه او د هغې دوه خویندې او ورور د هغوی د تره له کورنۍ سره اوسېږي.

هغې وویل، «ما د خپل مور او پلار له مړینې څخه وروسته په ژوند کې هیله له لاسه ورکړې وه او زموږ د راتلونکي په هکله وارخطا وم.»

هغې زیاته کړه، «په پيل کې ما دومره نشوای کولی چې ستنه صحیح ونیسم، خو په تېرو درې میاشتو کې ما د کالیو پرې کولو او ګنډل زده کړي دي.»

منیژې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې په دې روزنه کې برخه اخلم ځکه دې کار زه د خپل راتلونکي په هکله څه ناڅه هیله منه کړې یم.»

شریفه اکبري چې د یوه ۱۵ کسیز ټیم د روزنې مشري پر غاړه لري،‌ وویل، د ټولګي برخه والې په څلورو ټیمونو باندې وېشل شوي او ګام په ګام د پرې کولو، ګنډلو، او بازار موندلو په څېر مهارتونه زده کوي.

هغې وویل، «د روزنې له بشپړولو څخه وروسته، مونږ کولی شو له هغو وسایلو څخه چې مونږ ته راکول کیږي، په استفادې سره د ښځو جامې وګنډو، د ښار په دوکانونو کې یې وپلورو او له پیسو څخه د خپلو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار واخلو.»

زده کړو ته عاجله اړتیا

په بدخشان کې یوه ټولنپوه سید احمد بیژنپور وویل، په دې وخت کې د نجونو زده کړو ته عاجله اړتیا ده، او په دې برخه کې باید لا نورې هڅې وشي.

هغه وویل، دا وخت اکثرې افغانانې ښځې او نجونې په کورونو ناستې دي.

نوموړي وویل، «د دې لپاره چې هغوی پر ځان متکي شي، د هغوی لپاره باید د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د مریو د کار او قالین اوبدنې په برخو کې روزنیز پروګرامونه جوړ شي څو هغوی وکولی شي چې په راتلونکي کې کارونه پيدا کړي.»

هغه وویل، په تېرو دوو لسیزو کې افغانې ښځې ډېرې فعالې وې او ډېر څه یې ترسره کړل، لاکن نن «هغوی تر ټولو ډېر محروم ګروپ دی».

بیژنپور وویل، افغانې ښځې زده کړو او پیاوړتیا ته اړتیا لري، او زیاته یې کړه چې، «غیر حکومتي موسسې او نورې موسسې باید لاس په کار شي او له هغوی سره یو ځل بیا مرسته وکړي چې په خپلو پښو ودرېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟