د ښځو حقوق

په کابل کې د خیاطۍ وړیا کورس له افغانو ښځو سره مرسته کوي چې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي

د نجیب الله راپور

د کابل یوې اوسېدونکې او د درخانم ورکشاپ زده کوونکې نجمې حسیني چې ۱۸ کاله عمر لري، د چنګاښ په ۱۰مه د ښځو هغه کمیسونه په لاس کې نیولي چې شاګردانو د روزنې په دوره کې جوړ کړي دي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

د کابل یوې اوسېدونکې او د درخانم ورکشاپ زده کوونکې نجمې حسیني چې ۱۸ کاله عمر لري، د چنګاښ په ۱۰مه د ښځو هغه کمیسونه په لاس کې نیولي چې شاګردانو د روزنې په دوره کې جوړ کړي دي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

کابل -- درخانم د خیاطۍ ورکشاپ په کابل کې نجونو او ښځو ته فرصت برابروي چې په وړیا توګه د خیاطۍ په روزنیزو کورسونو کې برخه واخلي.

سمیرا سادات چې ۳۶ کاله عمر لري او دغه ورکشاپ یې جوړ کړی دی، یو کال مخکې په کابل کې د صفاکارۍ د یوه شرکت مشري پر غاړه لرله.

د هغې ډېرې کارمندانې بې تعلیمه او غریبې ښځې وې چې د خپلو کورنیو لپاره یې نفقه ګټله.

سادات وویل، د زمري په میاشت کې له افغانستان څخه د شتمنو خلکو په وتلو سره د هغوی کار ته تقاضا له منځه لاړه، او د هغې کارمندانې له بې ساري اقتصادي ننګونو سره مخامخ شوې.‌

هغې وویل، «د وږي په میاشت کې ما د درخانم په نامه د خیاطۍ ورکشاپ جوړ کړ څو د هغو غریبو ښځو ملاتړ وکړم چې د خپلو کورنیو مشري ور لاغاړې وه.»

دغه پروګرام د هغې د دوستانو او بهر مېشتو افغانانو په مرستو چلېږي.‌

سادات وویل، «په پیل کې ۲۰ ښځې وې چې د خیاطۍ زده کول یې پیل کړل. دغه راز موږ یوه ښوونکې مقرره کړه.‌ لومړۍ ډله د دوه میاشتنۍ روزنې له بشپړولو څخه وروسته فارغه شوه.»

هغې زیاته کړه، په دویمه ډله کې ۲۳ ښځې برخه لري.

سادات دغه ورکشاپ په داسې نازک وخت کې جوړ کړ چې اکثرو پانګوونکیو په افغانستان کې خپل عملیات یا ځنډولي یا یې محدود کړي دي.

فاطمه محمدي چې ۴۵ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې ده، یوه له هغو ښځو څخه ده چې په دغه روزنیز کورس کې برخه لري.‌

هغې وویل، «زه بې سواده یم او نشم کولی چې کوم بل کار وکړم.‌ ما د صفا کارۍ په شرکت کې کار کاوه او له هغه نه مخکې مې ډوډۍ پخوله.»

فاطمې وویل هغه هیله لري چې د خیاطۍ د مهارتونو له زده کولو څخه وروسته به وکولی شي چې کافي اندازه پیسې وګټي او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

هغې وویل، «ما د خیاطۍ له پیلولو راهیسې ډېر څه زده کړي دي.»

حرفوي روزنه

نورې برخه والې چې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي، هیله لري چې د خیاطۍ په زده کولو سره به یوه عایداتي سرچینه ومومي.

که څه هم نجونې اجازه لري چې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړي، لاکن د نجونو پر مخ ثانوي ښوونځي چې په لومړي ځل د زمري په میاشت کې تړل شوي وو، د وري په میاشت کې له څو ساعته پرانستې څخه وروسته بېرته وتړل شول.

حبیبه چې ۱۹ کاله عمر لري او د کابل اوسېدونکې او د ۱۲ام ټولګي زده کوونکې ده، له تېر کال راهیسې نشي کولی چې ښوونځي ته لاړه شي.

هغې وویل، «زه له تېرو پنځو میاشتو راهیسې خیاطي زده کوم. تر اوسه پورې،‌ ما د قیچي کولو او د بېلابېلو جامو د ګنډلو په ګډون مهارتونه زده کړي دي.»

لومړۍ ډلې زده کوونکیو د دوه میاشتو په مخه زده کړه وکړه، خو وروسته د پروګرام جوړونکې سادات د روزنې موده شپږو میاشتو ته اوږده کړله.‌

حبیبې هیله لرله چې د زده کړو له بشپړولو څخه وروسته ژورنالسته شي. د نجونو په زده کړو باندې له بندیز سره سره، هغه اوس هم هیله لري چې ښوونځي به ژر بیا پرانستل شي.

هغې وویل، «موږ هیله لرو چې ښوونځي به ژر پرانستل شي، او موږ به وکولی شو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو. که نه، زه مجبوره یم چې خیاطه شم.»

نجمې حسیني چې ۱۸ کاله عمر لري د کابل اوسېدونکې او د دغه ورکشاپ یوه زده کوونکې ده، وویل، هغې د دې لپاره زده کړه وکړه چې د ښځو ډول ډول کالي جوړ کړي.

هغې وویل، «ما په پیل کې د یادښتونو په اخیستلو سره زده کړه کوله، خو اوس کولی شم چې د استاد په لارښوونې سره کالي وګنډم.»

نجمې وویل چې هغې د خپل ځان لپاره تر اوسه پورې څو جوړې جامې ګنډلي او هیله لري چې وبه کولی شي په لنډ وخت کې په یواځې سر کالي وګنډي.

نجمې چې د ۱۱ ټولګي زده کوونکې ده، وویل، «اوس چې زه نشم کولی ښوونځي ته لاړه شم، غواړم چې یوه مسلکي خیاطه شم او وکولی شم چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. زما په کورنۍ کې ۶ کسان دي او زه تر ټولو مشره یم.»

د ورکشاپ یوې بلې زده کوونکې زهرا چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل چې د درخانم ورکشاپ کې له داخلېدلو څخه مخکې هغه ښوونځي ته تلله او په ۱۱ ټولګي کې یې زده کړې کولې.‌

هغې وویل چې په دې هیله یې د خیاطۍ زده کړه پیل کړه ترڅو له خپل پلار سره چې اوس د کار لپاره په ایران کې دی، مرسته وکړي او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

هغې هغو نویو مهارتونو ته په اشارې چې زده کړي یې دي، وویل، «اوس زه کولی شم چې هم ساده کالي او هم دودیز افغاني ګلدوزي جامې وګنډم.»

زهرا زیاته کړه، «که ښوونځي پيل نشي، زه غواړم چې د خیاطۍ د مسلک زده کولو ته دوام ورکړم څو وکولی شم چې دودیزې افغاني جامې د صادرولو لپاره جوړې کړم.»

کاري ننګونې

د ورکشاپ بنسټګرې سادات وویل، له ښځو او نجونو څخه د کار کولو حق او د زده کړو ترلاسه کولو حق اخیستل شوي دي.‌

هغې وویل، «له ډېرو محدودیتونو او ننګونو سره سره، درخانم ورکشاپ توانېدلی چې په افغانستان کې د یوه کوچني ګروپ ډېرې کمې ستونزې حل کړي،خو که موږ نور مالي ملاتړ ترلاسه کړو، کولی شو چې دا پروګرام پراخ کړو.»

سادات وویل، ورکشاپ په پیل کې د شاګردانو لباره د غرمې ډوډۍ تیاروله چې له امله یې هغوی کولی شوای چې د اوږدې مودې لپاره کار وکړي،‌ خو اوس د بودجوي ستونزو له امله په روزنه کې د غرمې پر وخت دمه اخیستل کیږي.‌

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییسې افسانې رحیمي وویل، ښځې سوداګرې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي.‌

رحیمي وویل،‌ په دغو ننګونو کې په نورو سربېره د صادراتي لارو بندېدل، د ښځو له خوا چلېدونکو مارکېټونو شاړېدل، مالي منابعو او کورنیو مارکېټونو ته د لاسرسي محدودیت، او د بانکي خدمتونو او د پیسو د انتقال په برخه کې ستونزې شامل دي.‌

هغې وویل، «په تدریج سره او ګام په ګام او د سوداګرۍ وزارت په ګډون له اړوندو او معتبرو ادارو سره په همغږۍ کې، موږ داسې مناسبې حل لارې لټوو څو هغه ننګونې حل کړو چې سوداګرې ورسره مخامخ دي او ښځې بیرته خپل پخواني حالت ته راوګرځوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه دی.

ځواب ورکړئ

ستاسو کورس چېرې دی؟

ځواب ورکړئ

که څه هم زه فکر کوم چې دا یو ښه نوښت دی، د افغان میرمنو ستونزو او اقتصادي ننګونو ته په کتو سره، دا هیڅکله کفایت نه کوي. کاش ښځو ته په دولتي ادارو کې پراخه ونډه ورکړل شوې وای.

ځواب ورکړئ

دا پروګرام که څه هم ښه اقدام دی خو د افغاني ښځو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو ته په کتو هیڅکله هم کفایت نه کوي. په کار داده چې مرستندویه سازمانونه دې خپلې هڅې ګړندۍ او د کار ساحې پراخې کړي. څو وکولای شي ډېرې ښځې په ډېرو سیمو کې تر خپل خدماني پوښښ لاندې راولي. دغه راز اړتیا ده چې دا سازمانونه دې د مارکیټنګ یا بازاز موندنې په برخه کې هم د ښځو لاسنیوی وکړي ځکه کله چې بازار او مارکیټ نه وي نو د ښځو په لاس حوړ کړل شوي وسایل به بېرته پر هغوی تاوان وي او دې سازمانونو به د هغوی سره د مرستې پر ځای لا نور تاوانونه ور رسولي وي.

ځواب ورکړئ

همدا یو کال وړاندې افغان مېرمنې په کابینه کې وزیرانې وې. هغوی د حکومت په مهمو پوستونو کار کاوه. هغوی په ټولنه کې د بدلون لپاره یو هدف او لید ساتلی و. هغوی د ولسمشر کیدلو خوبونه لیدل. هغوی هیلې او خوبونه لرل. او اوس؟ افغان میرمنې د خپلو ماشومانو د خوړلو لپاره د یوې ډوډۍ د موندلو په هڅه کې دي. هغوی هره دروازه ټکوي ترڅو د خپلو ماشومانو د تغذیې لپاره څه ومومي. ما ډیری باعزته میرمنې لیدلي چې په سړکونو کې سوال کوي. هغه ښځې چې اوس په کوڅو کې سوال کوي او ټوله ورځ په کوڅو کې ارزانه محصولات پلوري، پرون د پوهنتون استادانې وې. د یوې ادارې مشرې په ټولنه کې کردار، عزت، کرامت او درنښت درلود. د هغوی ځینې په داسې پروژو کې هم کار کوي چې د نړیوالو موسسو له خوا اجرا کیږي. افغان ښځې شاته ولاړې دي او د کار او ژوند چاپېریال یې ورځ تر بلې تنګېږي. خدای دې وکړي چې دا شپه ژر روښانه سهار شي. مننه. شیرین علیزۍ

ځواب ورکړئ

ولې نړیوال سازمانونه په ټول افغانستان کې یوازې د ګنډلو په ښه والي او پراختیا باندې تمرکز کوي؟ کله چې خلک د خوړلو لپاره کافي مواد ونه لري، څنګه به د جامو اخیستلو لپاره پیسې ورکړي؟ زه ډېر خیاطان پېژنم چې د اختر په ورځو کې هم پېرېدونکي نه لري، ولې؟ ځکه چې د خلکو اقتصادي حالت دومره ښه نه دی چې نوې جامې واخلي. نو مرستندویه ادارې باید د دا ډول پروګرامونو پر ځای نورو ته وده ورکړي. دوی باید ګنډل، نجاري او ګلدوزي بل وخت ته پریږدي، دوی باید دا پیسې د نورو وړو شرکتونو لپاره مصرف کړي او محتاجو خلکو ته واړه شرکتونه جوړې کړي. حقیقت دا دی چې دا سازمانونه یوازې د دوی تمویل کونکي غولوي او له دوی څخه پیسې اخلي. بې وزله افغانستان ته هیڅوک وفادار او صادق نه دی.

ځواب ورکړئ

دا د ناچارو ښځو لپاره ښه پروګرام دی چې په کار په کې بوختې دي او حلاله نفقه ګټي. خو ای کاش چې په لویه کچه په حکومتي ادارو کې هم ښځو ته ونډه ورکول شي. ځکه د درخانم په څېر واړه کاروبارونه لنډمهالي وي او کله چې له یوه هېواد په ډېر شمېر شتمن خلک ووځي نو له داسې ورکشاپونو/کورسونو فارغېدونکي نجونې/ښځې به چاته کار وکړي. په داسې کال کې چې د ټولنې پاتې برخه هم غریبه طبقه خلک دي. په کار خو داده چې داسې ورکشپاپونه هم جریان ولري او تر څنګ یې په حکومتي چوکاټ کې ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړل شي، چې یوه برخه ښځې دولتي معاش ترلاسه کوي نو حتمي ده چې ځانته به جامې ګنډي چې هغوی بیا داسې ښځو ته مراجعه کوي. نو د دې لپاره چې د ژوند ځنځیر تاو شي ښه ده چې خلک (نارینه او ښځینه) په مختلفو کارونو بوخت شي.

ځواب ورکړئ