د ښځو حقوق

د هرات سوداګرو ښځو د کاروباري فرصتونو د پراختیا لپاره مارکېټ پرانست

د عمر راپور

له څو میاشتنۍ نهیلۍ او محدودیتونو څخه وروسته، په هرات کې ښځو سوداګرو یو ځل بیا خپلې سوداګرۍ نورمال حال ته رسولي دي. د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا او غوړېدلو لپاره په وروستي ګام کې، د غبرګولي په ۲۰مه په هرات ښار کې د ښځو په پارک کې یو دایمي مارکیټ، پرانست.‌ [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- له څو میاشتنۍ نهیلۍ او محدودیتونو څخه وروسته، په هرات کې ښځو سوداګرو یو ځل بیا خپلې سوداګرۍ نورمال حال ته رسولي دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا او غوړېدلو لپاره په وروستي ګام کې، د غبرګولي په ۲۰مه په هرات ښار کې د ښځو په پارک کې یو دایمي مارکیټ، پرانست.‌

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې نرګس هاشمي وویل، د دې مارکېټ‌ د جوړولو هدف دا دی چې سوداګرې ښځې وهڅول شي او د هغوی د لاسي صنایعو او نورو تولیداتو د خرڅلاو لپاره یو مارکیټ جوړ کړای شي.

هغې وویل، «ښځې په لوړه کچه انګېزه لري او په خپل کار باندې هېڅ محدودیتونه به قبول نه کړي. دا ښځې غواړي نړۍ ته وښیي چې افغانانې به خپل ژوند او کار کولو ته دوام ورکړي، لاکن هغوی مرستې ته اړتیا لري

یوه ښځه د غبرګولي په ۲۰مه په هرات ښار کې دودیزې افغاني جامې ګوري. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځه د غبرګولي په ۲۰مه په هرات ښار کې دودیزې افغاني جامې ګوري. [عمر/سلام ټایمز]

هاشمي وویل، «ښځو هیله له لاسه ورکړې وه، خو اوس هغوی ټولنې ته بېرته ورستنې شوي او د خپلو ځانونو لپاره یې فرصتونه رامنځته کړي دي.»

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې په رسمي توګه د سوداګرۍ په فعالیتونو کې ښکېلې دي، او د دې تر څنګ ۱۵۰۰ نورې په غیر رسمي تجارتي فعالیتونو کې بوختې دي.

دا ښځې لاسي صنایع او جامې تولیدوي، زراعتي تولیدات پروسیس کوي، هنرونه رامنځته کوي او په نورو سوداګریزو فعالیتونو کې لاس لري.

هاشمي زیاته کړه،‌ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه زیار باسي ترڅو بهر ته د افغانو ښځو د لاسي صنایعو صادرات بیا پیل کړي.

د افغان ښځو لاسي صنایع متحدو ایالاتو او اروپا ته صادرېدل خو په تېر کال کې سوداګري درېدلې ده.

د یوه ښه راتلونکي لپاره کار کول

هغه سوداګرې ښځې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ستر پرمختګ کړی دی هڅه کوي چې لاسته راوړنې وساتي.

د هرات ښار یوې ۲۳ کلنې اوسېدونکې فهیمې یوسفي وویل، له ټول فشار او محدودیتونو سره سره، ښځې پر شا تللي نه دي او د یوه ښه راتلونکي لپاره هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

دغه ځوانه سوداګره د ښځو د دودیزو جامو یو کارځای چلوي چې ۱۰ ښځې په کې په کار بوختې دي.‌

هغې وویل، په ښځو باندې سختو بندیزونو هغه وهڅوله چې له پخوا څخه په ډېره انګېزه کار وکړي.

هغې له نورو ښځو څخه وغوښتل چې په کورونو کې دناستې پر ځای په ټولنه کې فعالیت وکړي.

هغې وویل، «د کورنیو اقتصادي وضعیت له بد نه بدتر شوی، او په کور کې ناسته ګټه نه لري. ښځې باید په ټولنه کې کار وکړي څو خپلې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغوري. ښځې په خپل ابتکار سره، کولی شي کار وکړي او یو عاید ترلاسه کړي.»

یوسفي زیاته کړه،‌ «ځینې کړۍ هڅه کوي چې ښځې د هغوی له ټولو حقونو څخه محرومې کړي،لاکن موږ به دغو کړیو ته اجازه ور نه کړو چې موږ له کار او پرمختګ څخه راوګرځوي.»

په هرات کې یوې سوداګرې صادقې صادقیار چې ۴۷ کاله عمر لري، وویل، افغانانې هېڅکله هم د محدودیتونو پر وړاندې تسلیم شوي نه دي او نه به په راتلونکي کې ورته تسلیم شي.

هغې وویل، «زموږ تجارتي فعالیتونه څو میاشتې دریدلي وو، لاکن څلور میاشتې مخکې موږ بیا پیل کړل. زموږ خرڅلاو زیات شوي، او ښځې لیوالې دي چې داخلي تولیدات او لاسي صنایع وپېري.»

نوموړې وویل، «په داسې حال کې چې ښځې د حکومت لپاره او په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښکېلتیا له امله له کار کولو څخه ایسارې شوي دي، ښځینه سوداګرې د بندیزونو پر ضد مبارزه کوي او خپلو سوداګریو ته دوام ورکوي.‌ موږ به هیچاته هم اجازه ور نه کړو چې موږ مو تر کورونو پورې محدودې کړي او زموږ د پرمختګ مخه ونیسي

صادقیار وویل، اکثرې هغه ښځې چې په سوداګریزو فعالیتونو او لاسي صنایعو کې ښکېلې دي هغوی د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي او ډېر مسؤلیتونه ور له غاړې دي.

ښځې اړتیا لري چې کار وکړي

د ځینو اقتصادي شنونکو په وینا، له کار او اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو اېستل په افغانستان کې اقتصادي بحریان څو چنده کوي.

په هرات کې د اقتصادي چارو یوه پوه محمد یعقوب مصحوف وویل، ښځې د ټولنې د نفوس نیمایي برخه جوړوي او هغوی اړتیا لري چې د خپل اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کولو لپاره له خپلو اړتیاوو څخه کار واخلي.

هغه وویل، «په تېرو څو کالونو کې ډېرو ښځو ثابت تجارتونه لرل او کولی یې شوای چې د نورو ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.»

نوموړي وویل، «له حکومتي دوایرو څخه د ښځو اېستلو او په ټولنه کې د هغوی محدودولو غربت زیات کړی دي. دغو ښځو د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټله خو اوس د خپلو عوایدو د له لاسه ورکولو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.»

مصحوف وویل، په نننۍ نړۍ کې دا ناشونې ده چې ښځې له ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو څخه واېستل شي. په دې لاره کې هره هڅه به ناکامه شي.

په هرات ښار کې یوې اقتصادپوهې نجلا ستوده وویل، په سوداګریزو فعالیتونو کې د ښځو له فعال حضور څخه پرته به د افغانستان اقتصاد هېڅکله هم له خپل بحران څخه را ونه وځي.

هغې وویل، «د افغان ښځو له خوا تولید شوي لاسي صنایع په ګرده نړۍ کې پيرودونکي لري. که هغه په صحیح توګه حمایه او صادر شي، د افغانستان اقتصاد ته به لا نوره ګټه ورسوي.»

هغې وویل، «افغانانې په تېرو ۲۰ کالونو کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ شوي او اوس هم د سختو بندیزونو پر وړاندې په زړورتیا سره مبارزه کوي.»

نجلا وویل، «هېڅ ځواک هم نشي کولی چې ښځې له ټولنې څخه حذف کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښځې هم د نارینه و په څېر د ټولنې غړي دی. ښځې نه یواځې دا چې مجبوریتونه، ضرورتونه او د ژوند کولو حق لري، باید خپل عاید ولري تر څو خپلې اړتیاوې تر یو حده په خپله پوره کړي. ډېری داسې کورنۍ شته چې د جنګونو له امله یې خاوندان او ځوان زامن له لاسه ورکړي نو ښځې مجبورې دي چې د خپلو کوچنیو اولادونو او کورنۍ لپاره نفقه تر لاسه کړي. د همدې مشکل په نظر کې نیولو سره ښه به دا وي چې ښځینه قشر له تعلیم سره سره د کسب تر لاسه کولو ته هم پام وکړي خو دا هر څه هله کېږي چې مسولین ښځینه طبقې ته د ښوونځیو دروازې پرانېزي او دې سره جوخت بډایه هېوادونه په دې برخه کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ