اقتصاد

د هرات سوداګرې ښځې کار ته ستنې شوې او په سوداګریز نندارتون کې یې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل

د عمران راپور

افغان سوداګرو ښځو په نږدې نهو میاشتو کې په لومړي ځل په هرات ښار کې په یوه لوی نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. په نندارتون کې چې د غوایي په ۶ - ۸مه د هرات ولایت په اختیارالدین کلا کې ترسره شو ۵۰ غرفې لګېدلې وې. په نندارې ته وړاندې شویو تولیداتو کې لاسي صنایع، صنعتي تولیدات او خوراکي توکي شامل ول. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- سوداګرو ښځو په روانه اونۍ کې د ښځو لپاره په یوه ځانګړي نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. دا په تقریبا نهو میاشتو کې لومړنی داسې پروګرام دی چې ترسره کیږي.

د ښځې په سوداګرۍ کې نندارتون کې چې د غوایي په ۶ - ۸مه په اختیارالدین کلا کې ترسره شو ۵۰ غرفې لګېدلې وې. په نندارې ته وړاندې شویو توکو کې لاسي صنایع، صنعتي تولیدات او خوراکي توکي شامل ول.

په هرات کې د ښځو تر مالکیت لاندې سوداګرۍ اکثر په لاسي صنایعو، د مچیو ساتلو، د مېوې او زعفرانو پروسیس او د خوراکي توکو، صابون او د قالینو په تولیدولو باندې متمرکزې دي.

د نندارتون برخه والو ښځینه سوداګرو وویل، له محدودیتونو او اقتصادي ننګونو سره سره، هغوی راستنې شوي چې د پخوا په پرتله لا ډېر قوي او لا ډېر له انګېزې سره کار وکړي.

یوه سوداګره ښځه د غوايي په ۶مه په هرات ښار کې د 'ښځې په سوداګرۍ کې' نندارتون په ترڅ کې یوه مشتري ته خپل تولیدات ورښيي. [عمران/سلام ټایمز]

یوه سوداګره ښځه د غوايي په ۶مه په هرات ښار کې د 'ښځې په سوداګرۍ کې' نندارتون په ترڅ کې یوه مشتري ته خپل تولیدات ورښيي. [عمران/سلام ټایمز]

ملالۍ حاجي زاده چې په نندارتون کې د خپلې وچې مېوې د پروسیس لپاره د یوې غرفې کوربنه وه، وویل چې د هغې سوداګري له تېرو ۸ میاشتو راهیسې تړل شوې چې په نتیجه کې یې د هغې عاید درېدلی دی.‌

هغې وویل، «ما خپله سوداګري بیا پیل کړې او زه د پخوا په پرتله ډیر کوښښ کوم. چوپتیا او کار درول د حل لاره نه ده، او زه باید خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړم.»

حاجي زاده وویل چې هغې د خپلې سوداګرۍ په پیلولو کې د پام وړ وخت او امکانات لګولي، له دې امله هغه نشي کولی چې خپله سخته خواري هېره کړي او په کور کې کېني.

هغې وویل، «موږ غواړو چې ... په سختو حالاتو کې په ژوندي پاتې کېدلو باندې ډېر تمرکز وکړو،» او زیاته یې کړه چې «مونږ د لګول شويو محدودیتونو پر ضد منطقي او مستدله مبارزه کوو

فاطمې محمدي چې کمپني یې په هرات ښار کې بیکونه جوړوي، وویل چې هغې خپل کار په هیله او هوډ سره بیا پیل کړی دی.

هغې ژمنه وکړه چې د خپلې سوداګرۍ د ساتنې لپاره مبارزې ته به دوام ورکړي او په ښځو باندې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کېدلو لپاره به لارې چارې ولټوي.‌

هغې وویل، «دا چې موږ نن دلته په دې نندارتون کې یو دا پخپله یوه مبارزه ده.‌ موږ ښځې غواړو چې په ټولنه کې خپل حضور وساتو او خپلو ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړو.»

محمدي زیاته کړه، «هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ پرمختګ ودروي. سوداګریز فعالیتونه د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې زموږ له لاسته راوړنو څخه دي، او موږ به هېڅکله هم اجازه ور نه کړو چې هغه ضایع شي.»

د ژوند د څوري ګټلو لپاره د ښځو حق

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکو وویل، د ښځو تر منځ په وروستیو کې له د سوداګرۍ سره لیوالتیا بیا مخ په ډیریدو شوې ده.‌

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې چې په تېر زمري میاشت کې یې خپل فعالیتونه درولي وو، د یو شمېر ښځو د فعالو هڅو له امله د وري په ۲۱مه تر ډېره خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.‌

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې نرګس هاشمي وویل، د خونې د فعالیتونو په بیا پیلېدلو سره، داسې هیله شته چې ښځې خپل سوداګریز فعالیتونه له اندېښنې پرته بیا پيل کړي.

هغې وویل، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې تېر کال ۱۵۰ ښځینه سوداګرې غړې لرلې، چې له هغه وخت راهیسې ۳۰ کسانې له هېواد څخه وتلي دي.‌

هاشمي وویل، په هرات ولایت کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرې سوداګرې ښځې موجودې دي، خو اکثره یې په غیر رسمي ډول فعالیت کوي.‌

هغې زیاته کړه،‌ «په وروستیو اونیو کې شاوخوا ۷۰ ښځو د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړیتوب اخیستی او په بېلابېلو سکتورونو کې یې خپلې سوداګرۍ پیل کړي دي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې نوې غړې روهینې سروري چې اوس تازه یې د خیاطۍ دوکان پرانستی دی، وویل چې هغه ډېره لېواله ده چې خپله سوداګري پیل کړي او غواړي چې په راتلونکي کې یوه سوداګره شي.‌

هغې وویل چې د هغې د خیاطۍ دوکان کې پنځه ښځې کار کوي او زیاته یې کړه چې هغه غواړي چې د سوداګرۍ په غوړېدلو سره یې د خپلو کارمندانو شمېر زیات کړي.‌

هغې وویل، «موږ ښځې غواړو چې په خپل هېواد کې کار وکړو او د نورو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړو څو هغوی مجبورې نشي چې په کور کې پاتې او په عصبي ناروغیو اخته شي.»

سروري وویل، «موږ حق لرو چې له کورونو څخه بهر کار وکړو او ځانونو ته نفقه وګټو. موږ به پرې نه ږدو چې نور زموږ په ژوند کې مداخله وکړي او زموږ حقونه وتروړي.»

هغې وویل، په افغانستان کې ښځې په کار کولو کې له ننګونو سره مخامخ دي، خو هغوی به په دغو ننګونو باندې برلاسې شي او د خپلو ځانونو لپاره به یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.

کورنۍ له بې وزلۍ څخه ساتل

په هرات کې ډېرې ښځینه سوداګرې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي. دغه راز، ډېرې یې په سلګونو نورو ښځو ته کاري فرصتونه برابروي، او په دې توګه د زرګونو خلکو د اقتصادي وضعیت په وده کې یو غټ رول لوبوي.

په هرات کې یوې اقتصاد پوهې بهناز سلجوقي وویل، ښځې په سوداګریزو فعالیتونو کې په ښکېل کېدلو سره هم خپلې کورنۍ ساتي او هم د هغو ښځو کورنۍ ساتي چې د بې وزلۍ له امله له هغوی سره کار کوي.

هغې وویل، «په افغانستان کې د دوو لسیزو د اوږده جنګ په ترڅ کې په زرګونو سړیو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې کورنۍ یې بې نفقه ګټونکو پاتې شوې. اوس په هغو کورنیو کې ښځې کار کوي او نفقه ورته ګټي.»

په وروستیو میاشتو کې د بې کارۍ په زیاتېدلو او د اقتصادي وضعیت په خرابېدلو سره، ډېرو نورو سړیو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او په یوه نامعلوم حالت کې ژوند تېروي.

سلجوقي وویل، «څومره چې ښځې ډېر کاري فرصتونه ولري، هومره هغوی ډېرې د خپلو کورنیو د معیشتونو په جوړولو کې مرسته کوي او له مالي پلوه خپلواکې کېږي.»

هغې زیاته کړه، که ښځو ته له کور نه بهر د کار کولو اجازه ورنه کړل شي، هغه اقتصادي ستونزې چې کورنۍ ورسره اوس مخامخ دي د اوس په پرتله ډېرې غټې وي.

۳۲ کلنه منیره صمدي چې د څلورو ماشومانو مور ده او مېړه یې په جنګ کې وژل شوی دی، په هرات کې د خوراکي توکو د پروسیس په یوه فابریکه کې کار کوي.

هغې وویل، هغه په میاشت کې د ۶۰۰۰ افغانیو (۶۹ ډالرو) په بدل کې په یوه کمپنۍ کې چې ټولې کارمندانې یې ښځې دي،‌ کار کوي، چې دغه عاید د هغې د اقتصادي اړتیاوو د پوره کېدلو لپاره کافي دی.

هغې پوښتنه وکړه، «هغه ښځې به چې نارینه سرپرست نه لري او کار ونه کړي هغوی به څه کوي؟ هغوی به څه خوري؟ ښځې مجبورې دي چې کار وکړي او هیڅوک هم باید هغوی له دې کار څخه منع نه کړي.»

صمدي وویل، یو هېواد به چې په هغه کې ښځې کار نه کوي، هېڅکله هم نېکمرغي ترلاسه نه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې خبرونه دې ډېر شي. له کابو شاوخوا ۷ میاشتو ځنډ وروسته بیا په افغانستان کې چاودنو او مرګونو زور اخیستی. خو چې داسې خبرونه وي سړی د ارامتیا حس وکړي چې ځه د هېواد په یوه کونج کې خو یو څوک په خپله کار کوي. پیسې ګټي. سوال نه کوي. او چې پیسوسته د وژنو، چاودنو، داعش او نورو بدبختیو خبرونه لولو/اورو زړه مو راتور شي. د داسې خبرونو په لوستلو/کتلو سړی ډاډ تر لاسه کړي چې ځه د وطن په یوه برخه کې هم خلک ژوند کوي او ژوند ته پرېښودل شوي دي. طالب چارواکو ته په کار ده چې په ښځو لګېدلي محدودیتونه ختم کړي. ژوند ته یې پرېږدي. پرمختګ ته یې پرېږديٍ. تر څو ټولنه کې هر څوک د ارام ساه واخلي او داسې فکر ونه کړي چې د یوه بندي په څېر ژوند لري. طالبان دې هڅه نه کوي چې ښځې په کور کېنوي، بلکې د هغوی ټولنیزو فعالیتونو ته دې اجازه ورکړي. او که بیا هم طالبان د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي، نو نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې په طالب چارواکو هم بېلا بېل محدودیتونه ولګوي. فشار پرې راوړي. څو افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې نه کړي.

ځواب ورکړئ

دا لیکنه می خوښه شوه. که څه هم په تېرو شلو کلونو کې ښځو د ځینو محدودیتونو سره سره د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي خو اوس مهال افغاني مېرمنې د طالبانو د رژیم د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. طالبان په ټول توان هڅه کوي څو ښځې د ټولنې د یو فعال قشر پر ځای په کورونو کې کېنوي او د ټولنیزو فعالیتونو مخه یې ونیسي. په دا ډول شرایطو کې د داسې خبرونو لیدل واقعا د خوښۍ ځای دی. نړیوالې ټولنې ته ښایي چې پر طالبانو فشار راوړي څو د افغاني مېرمنو په وړاندې شته بندیزونه ختم کړي او اجازه ورکړي څو ښځې خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی ولري. ددې سره د هیواد دننه مرستندویه ادارو ته هم په کار ده چې ددې ښځو ملاتړ وکړي څو په پښو ودریږي او ټولنه ورسره بسیا شي.

ځواب ورکړئ

دا ډیر ښه خبر دی. د جمهوریت له ړنګیدلو او د طالبانو له خوا د کابل له نیواک سره، دغې ډلې هڅه وکړه چې په هر ډول ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ګډون مخه ونیسي، خو دا ښځې په زړورتیا سره د طالبانو د ظلمونو په وړاندې مقاومت کوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل حقونه تامین کړي. په داسې حال کې چې د لسیزو اوږدو جګړو او بې ثباتۍ بې شمیره خلک وژلي او په زرګونو کونډې او یتیمان ترې پاتې دي، دېرې کونډې مجبورېږي چې هره ورځ د خپلو کورنیو د مړولو لپاره کار وکړي. له همدې امله په افغانستان کې د ښځو کار نه یوازې د ښځو د یو اساسي حق پوره کول دي، بلکې یو مهم لومړیتوب هم دی. په دې هیله چې یوه ورځ به طالبان د ښځو ټول اساسي حقونه په رسمیت وپېژني او د دې مظلومې طبقې د ودې په وړاندې به خنډونه لیرې کړي.

ځواب ورکړئ