د ښځو حقوق

د بلخ سوداګرو ښځو په سوداګریز نندارتون کې توکي نندارې ته وړاندې کړل

د محمد قاسم راپور

له دې سره سره چې له کورونو څخه بهر د ښځو په فعالیتونو باندې محدودیتونه لګېدلي او هغوی له سختو ننګونو سره مخامخ دي، د افغانستان په شمال کې د زمري په ۱۱مه د بلخ ولایت په لسګونو ښځینه سوداګرو په مزارشریف کې د لاسي صنایعو یو نندارتون ترتیب کړی وو څو افغانان وهڅوي چې په هېواد کې دننه جوړ شوي تولیدات واخلي او د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې د افغان ښځو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي. [عکاس: نصیر الماس]

مزارشریف -- له دې سره سره چې له کورونو څخه بهر د ښځو په فعالیتونو باندې محدودیتونه لګېدلي او هغوی له سختو ننګونو سره مخامخ دي، د بلخ ولایت په لسګونو ښځینه سوداګرو تېره اونۍ په مزارشریف ښار کې د لاسي صنایعو یو نندارتون ترتیب کړ.‌

د دغه نندارتون چې د زمري په ۱۱مه ترسره شو، هدف دا وو چې افغانان وهڅوي څو په هېواد کې دننه جوړ شوي تولیدات واخلي او د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې د افغان ښځو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي.

دغه نندارتون د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا او د ملګرو ملتونو د کارګر نړۍ وال سازمان په مالي ملاتړ ترتیب شوی وو.،

په نندارتون کې شاوخوا ۷۰ وړو او لویو کمپنیو برخه اخیستې وه څو خپل وطني جوړ توکي معرفي او بازار ته وړاندې کړي او د ښځو مهارتونه او وړتیاوې او د خصوصي سکتور وده نندارې ته وړاندې کړي.

یوه سوداګره د زمري په ۱۱مه په مزارشریف کې د یوه سوداګریز نندارتون په ترڅ کې په خپله غرفه کې لیدل کیږي. [عکاس: نصیر الماس]

یوه سوداګره د زمري په ۱۱مه په مزارشریف کې د یوه سوداګریز نندارتون په ترڅ کې په خپله غرفه کې لیدل کیږي. [عکاس: نصیر الماس]

د نندارتون ترتیبوونکیو د نندارتون ۴۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې کړې وې.

په مزارشریف کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رییسې شکېبا شکېب وویل، «د نندارتون هدف دا وو چې د افغان ښځو تر ملکیت لاندې وړو او لویو سوداګریو ته وده ورکړي او د هغو ښځو لپاره چې خپلې وظیفې یې له لاسه ورکړي دي کاري فرصتونه رامنځته کړي.»

هغې وویل، «موږ د هغو ښځینه سوداګرو تر مالکیت لاندې سوداګریو په بیارغونه باندې تمرکز کوو چې د اقتصادي محدودیتونو او د بازار د نشتون له امله یې خپل کاروبارونه پرېښي دي.»

هغې وویل، «د دغه کار د ترسره کولو لپاره، موږ د اړوندو موسساتو او نړۍ والې ټولنې له خوا ملاتړ ته اړتیا لرو. له دې امله، موږ په هغوی باندې غږ کوو چې د ښځو سوداګرو ملاتړ وکړي.»

شکېبا وویل، «موږ پوهېږو چې ننګونې وېروونکې دي او په ټولنه کې یې په هر چا باندې اغېز کړی ځکه چې نه بازارونه شته او نه کاري فرصتونه، او فقر او بې کارۍ په ټولو طبقو او په ځانګړې توګه ښځو باندې اغېز کړی دی.»

نوموړې وویل، «له دې امله، موږ د کاري فرصتونو په رامنځته کولو باندې کار کوو څو افغانان وکولی شي چې حلال عواید وګټي.»

هغې وویل، سوداګرې ښځې د کالیو او نورو لاسي صنایعو د ډیزاین او جوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د نورو ملاتړ کوي، څو ډاډمنه کړي چې د هغوی تولیدات نړۍ وال معیارونه پوره کړي او په بهرنیو مارکېټونو کې د خرڅلاو لپاره برابر شي.

هغې زیاته کړه، «د داسې نندارتونونو په ترسره کولو سره، موږ نیت لرو چې د ښځو لاسته راوړنې خوندي کړو.»

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رییس اسدالله اسدي وویل، افغانو ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د سوداګرۍ، پانګونې او لاسي صنایعو په ګډون په بېلابېلو برخو کې تاریخي او بې ساري لاسته راوړنې کړي لرلي.‌

هغه وویل، «دغه نندارتون د دې لپاره ترتیب شوی وو چې کوچنۍ سوداګرۍ وهڅوي. هلته ۷۰ غرفې وې چې د جوړوونکیو کمپنیو استازي په کې موجود ول او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کول.»

هغه زیاته کړه، د داخلي تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې د ترسره کولو یواځینۍ لاره ده.‌

د ښځو اقتصادي وده

په مزارشریف کې د بي بي حوا صوفي زاده په نامه یوې سوداګرې چې د ښځو لپاره کالي جوړوي، وویل، «د نندارتونونو ترتیبول به د خلکو خبرتیا زیاته کړي او مصرفوونکي به وهڅوي چې افغاني تولیدات وپېري. موږ ژمنه کوو چې که موږ نور ملاتړ ترلاسه کړو، موږ به خپل د لاسي صنایعو تولیدات زیات کړو.»

هغې وویل، «ښځې په ټولنه او اقتصادي وده کې یو مهم رول لوبوي.»

هغې وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د افغان ښځو د پیاوړتیا ملاتړ وکړي.»

صوفي زاده وویل، «له بده مرغه چې د زیاتېدونکي فقر او بې کارۍ او د بازار په عمومي ثبات کې د روانې ګډوډۍ له امله د ښځو د لاسي صنایعو بازار خراب شوی دی.»

هغې زیاته کړه،‌ څو میاشتې مخکې د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه وو او خرڅون بهتر وو.

تمنا صاحبي چې خپل لاسي جوړ جامې یې نندارتون ته راوړي وو، وویل چې هغه د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د کموالي له امله له ډېرو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شوې ده.‌

هغې وویل، «زه بېلابېل ډول جامې جوړوم او دلته راغلې یم چې ویې پلورم. زه هیله لرم چې زما سوداګري به یو ځل بیا وغوړېږي او زه به وکولی شم چې خپله کورنۍ له لوږې څخه وژغورم.»

هغې وویل، «زه د کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې یم،او زما د کورنۍ پایښت زما د لاسي صنایعو خرڅلاو پورې تړلی دی.»

هغې وویل، «افغانانې د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ تقریبا پر ځان بسیا کېدونکې وې. موږ هیله لرو چې هغه لاسته راوړنې وساتل شي او خوندي کړای شي.»

راتلونکي ته هیله

ډېرې هغه ښځې چې په کور کې له میاشتو میاشتو ډار او پرېشانۍ څخه وروسته کارونو ته ستنې شوي دي اوس هم له ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي.‌

په مزارشریف کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم مزاري وویل، ښځې او نجونې باید د کار او له اقتصادي پلوه د پرځان بسیاینې په برخه کې د سړیو په څېر حقونه ولري.

هغې وویل، «موږ په بېلابېلو برخو کې تجربه کارې او پیاوړې ښځې لرو، او هغوی کولی شي چې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، خو هغوی د موجودو محدودیتونو له امله په خپلو کورونو کې پاتې کېدلو پورې محدودې شوي دي.»

هغې وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې په ټولنه کې د افغان کاري ځواک په برخه کې د ښځو همکارۍ ته په کمه سترګه وګوري. هغوی اړتیا لري چې بهر وځي او کار وکړي څو خپله کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغوري.»

د مزارشریف ګڼ شمېر اوسېدونکیو چې له نندارتون څخه یې لیدنه کړې وه وویل چې د داسې پروګرامونو ترتیبول د وطنیو تولیداتو په هکلله د خلکو د خبرتیا زیاتولو او د هغوی د پېرودلو په موخه د مشتریانو د هڅولو لپاره ضروري دی.

د نندارتون یوه کتونکي محمد ظاهر سلیمي وویل، «زه خوښ یم چې وینم چې په نندارتون کې داخلي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. د ښځو خوشحالي د راتلونکي لپاره موږ ته هیله راکوي.»

هغه وویل، که ښځو ته اجازه ورکړل شي چې بهر وځي او کار وکړي، هغوی به وکولی شي چې لاسي صنایعو او داخلي تولیداتو ته د ودې ورکولو په برخه کې همکاري وکړي.‌

هغه زیاته کړه، اکثر سړي بې وظیفو دي او دې ته اړتیا ده چې ښځې د کار کولو په برخه کې خپل رول ولوبوي او خپلې کورنۍ له فقر څخه وژغوري.‌

سلیمي وویل، «زه له ټولو افغانانو څخه غواړم چې وطني تولیدات واخلي او د وارداتو مخه ونیسي او په دې توګه زموږ مخ پر ځوړ اقتصاد ته وده ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یوه کس په توګه چې خپل مسلک یې له لاسه ورکړی او د پیرودونکو د نشتوالي او د نرخونو د لوړېدلو له امله یې خپل دوکان بند کړی، زه پوهیږم چې په افغانستان کې نن ورځ کار څه معنی لري. تاسو به پوه شئ چې په دې ورځو کې څومره سخته ده چې تاسو ټوله ورځ کار وکړئ، خپل دوکان خلاص کړئ او د ورځې په پای کې تاسو پرته له دې چې نورو خلکو ته پور ورکړئ نور هیڅ ګټه ترلاسه نه کړئ. زه دغو میرمنو ته د دوی زړورتیا او هڅو له امله سلام کوم. دوی ثابته کړې او هره ورځ ثابتوي چې دوی څومره ثابت اوژمن دي. کاش موږ د افغان ښځو په رښتیني ارزښت پوهیدلای. کاش چې د دغو ښځو له توان او ظرفیت څخه کار واخلو. کاش چې په کابل کې مو داسې نظام او حکومت درلودای چې له ښځو سره د دښمنۍ پر ځای دوی ته د کار کولو او ځان ثابتولو موقع ورکړې وای. افغانان واقعاً بدبخته دي. دوی د خپل هیواد په ارزښت نه پوهیږي، دوی د خپلو خلکو په ارزښت نه پوهیږي او حتی د ځان په ارزښت نه پوهیږي. افغانان د هغو ټولو بدبختیو پړه پر غاړه لري چې دوی ته پیښیږي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه د لاسي صنايعو لپاره د بازار نشتوالي د دغه ډول نندارتونونو تاثیر له ننګونو سره مخامخ کړی دی. د هېواد خلک له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دي او په سختۍ سره د خپل ځان او کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي. په هیواد کې د سوالګرو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي. ډیری خلک غواړي خپل کورني وسایل وپلوري. خلک ستړي او مایوس دي. دوی د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. په داسې حالت کې د لاسي صنایعو بازار تر ټولو سخت زیانمن شوی دی، ځکه چې اکثر دغه لاسي صنایع نفیس او د سینګار توکي دي چې خلک نشي کولی په داسې شرایطو کې یې واخلي. په هرصورت، دا ډول نندارتونونه لږ تر لږه د سوداګرو میرمنو د رواني تشویق او تسلۍ لپاره ګټور دي. مننه

ځواب ورکړئ

ډېرعالي! زه په دې ډېر خوشحالېږم چې ګورم چې په کورنۍ او ټولنه کې له ډیرو ستونزو سره سره، د ډیرو محدودیتونو او د بشري حقونو د سازمانونو او د نړۍ له خوا پریښودل شوي افغان میرمنې ژوند ته دوام ورکوي او د بې کفایتۍ پر ضد مبارزه کوي. خدای دې د دې زړورو میرمنو په کارونو کې برکت واچوي. د ملګرو ملتونو څخه مننه چې ښځو ته یې دا فرصت برابر کړ ترڅو دوی وکولی شي خپلې وړتیاوې او لیاقتونه وښیي. زه هیله من یم چې یوه ورځ به ښځې د نارینه وو په څیر په ټولنه کې د کار کولو جوګه شي او د خپل هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې به ونډه واخلي.

ځواب ورکړئ