اقتصاد

د کندوز سوداګرو ښځو په نندارتون کې لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل او د لا ښه کار کولو هوډ یې څرګند کړ

د محمد قاسم راپور

په افغانستان کې له کورونو څخه بهر د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې له ستونزو او محدودیتونو سره سره، د ښځو تر مالکیت لاندې په لسګونو شرکتونو په کندوز ولایت کې د لاسي صنایعو یو نندارتون ترسره کړ. دغه نندارتون، چې د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) له خوا ترتیب شوی او د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوی و، د لیندۍ په ۱۶مه د علاقه مندو ښځو او نجونو لپاره لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. [عکاس: عبیدالله احمدي]

کندوز -- له کورونو څخه بهر د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې له ستونزو او محدودیتونو سره سره، د ښځو تر مالکیت لاندې په لسګونو شرکتونو تېره اونۍ د کندوز میډیوتیک ټولنیز مرکز کې د لاسي صنایعو یو نندارتون ترسره کړ.

دغه نندارتون، چې د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) له خوا ترتیب شوی او د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوی و، د لیندۍ په ۱۶مه د علاقه مندو ښځو او نجونو لپاره لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

د نندارتون منتظمې شیلا انوري چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، «اکتېد ۲۶ ښځې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، کرشنېل او نورو برخو کې د ۶ میاشتو په مخه وروزلې. دغو ښځو په کندوز کې له نورو سوداګرو ښځو سره په همکارۍ کې خپل تولیدات او لاسي صنایع په نندارتون کې وړاندې کړل.»

هغې وویل، د ښځو د کالي ګنډلو او ډیزاینونو، ګلدوزۍ، پشمینه ګنډلو، بټوو، شالونو، بنیانونو او جرابو په ګډون ډول ډول لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړای شول.

دوه ښځینه سوداګرې د لیندۍ په ۱۶مه په کندوز ښار کې د یوه نندارتون په ترڅ کې خپل لاسي صنایع یوه کتونکي ته ورښيي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

دوه ښځینه سوداګرې د لیندۍ په ۱۶مه په کندوز ښار کې د یوه نندارتون په ترڅ کې خپل لاسي صنایع یوه کتونکي ته ورښيي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

انوري وویل، د دې نندارتون هدف دا و چې د ښځو د لاسي صنایعو سره اشنایي زیاته او د وطنیو تولیداتو په پېرودلو کې دافغانانو علاقه مندي زیاته کړای شي.

هغې وویل، «دا نندارتون د دې لپاره ترسره شو چې د ښځو د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ته وده ورکړي،او د دغو نندارتونونو له لارې موږ غواړو چې د ښځو پخوانۍ لاسته راوړنې خوندي کړو.»

هغې زیاته کړه، «موږ د ښځو تر مالکیت لاندې هغو وظایفو په بیا راژوندي کولو باندې تمرکز کوو چې هغوی د اقتصادي محدودیتونو او د بازار د نشتوالي له امله پرېښې وې.»

هغې وویل، «د دې هدف د ترسره کولو لپاره، موږ د اړوندو موسساتو او نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو. له دې امله، موږ په هغوی باندې غږ کوو چې د هغو ښځو ملاتړ وکړي چې د نورو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.»

د ښځو اقتصادي پرمختګ

په لاسي صنایعو سربېره، د کندوز سوداګرو ښځو د ښځو د لاسي صنایعو د ودې لپاره خپل هوډ څرګند کړ، څو د خپلو حقونو ملاتړ وکړي او اقتصاد ته وده ورکړي.

الاهې بارکزۍ چې د ښځو جامې تولیدوي، وویل، «دا لومړی نندارتون دی چې د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه وروسته په کندوز کې ترسره شو. دغه ډول نندارتونونه کارونکي دې ته هڅوي چې افغاني تولیدات وپېري

هغې وویل، «زه له دوو کالونو راهیسې د لاسي صناعیو د تولید کار کوم. د تېرو میاشتو په پرتله، تجارت په نسبي توګه ښه شوی او زموږ خرڅلاو وده کړې ده.»

بارکزۍ ژمنه وکړه چې که ملاتړ یې وشي، هغه به خپل تولید زیات کړي.

هغې وویل، «موږ غواړو چې زموږ لپاره داسې نور فرصتونه هم برابر کړای شي څو موږ وکولی شو چې خپل تولید زیات کړو او په نندارتونونو کې یې وښیو.»

معصومې احمدي چې ۳۴ کاله عمر لري او په نندارتون کې یې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کول، وویل چې هغه د اقتصاد د خرابۍ له امله له ګڼ شمېر ننګونو سره مخامخ ده.

هغې وویل، «زه ډول ډول کالي تولیدوم، او زه دلته د دې لپاره راغلې یم چې خرڅ یې کړم. زه هیله لرم چې زما سوداګري به بیا وغوړېږي او زه به وکولی شم چې خپله کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغورم.»

احمدي وویل چې د هغې پنځه کسیزه کورنۍ په هغه عاید باندې ولاړه ده چې دا یې د لاسي صنایعو له خرڅلاو څخه ترلاسه کوي.

هغې وویل، «خو له بده مرغه چې د ښځو د لاسي صنایعو مارکېټ د غریبۍ او بې کارۍ له امله خراب شوی دی.»

راتلونکي ته هیله مندي

د کندوز ډېرو هغو اوسېدونکیو چې له دغه نندارتون څخه یې لیدنه کوله، وویل، دا ډول پروګرامونه د وطنیو تولیداتو په هکله د خبرتیا زیاتولو او د هغو د پېرودلو لپاره د خلکو په ه‍څولو کې یو مهم رول لوبوي.‌

یوه نندارچي عبدالغفور هاشمي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «زه له ټولو افغانانو څخه غواړم چې وطني تولیدات واخلي او د وارداتي توکو له اخیستلو څخه ډډه وکړي، څو اقتصاد او د هر چا اقتصادي وضعیت وده وکړي.»

هغه وویل، «ډېری نارینه په کورونو ناست او بې وظیفې دي. په دې حالاتو کې په کار ده چې ښځې په کار کولو او له بې وزلۍ او اقتصادي تنګسو څخه د خپلو کورنیو په ژغورلو کې خپل رول ترسره کړي.»

هاشمي وویل، «له ښځو سره باید د پخوا په پرتله ډېر ملاتړ وشي.»

د نصرت محمدي په نامه یوې بلې نندارچۍ چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل، ښځې او نجونې باید اقتصادي ازادي او د کار کولو حق ولري.‌

هغې وویل، زه ډېره خوشحاله یم چې د ښځو په لاس اوبدل شوي تولیدات ګورم. که ښځو ته له کورونو څخه بهر د وتلو او کار کولو اجازه ورکړل شي، هغوی کولی شي چې د لاسي صنایعو او وطنیو تولیداتو په وده کې مرسته وکړي.»

نصرت وویل، «نن ډېرې ښځې راغلي ترڅو لاسي صنایع وګوري او وایې خلي. ډېره ښه ورځ ده. زه ډېره خوشحاله یم چې نورې ښخې وینم چې په داسې سختو حالاتو کې کار کولی شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کندوز ولایت سوداګرو ښځو خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د کندوز ولایت د ښځو دا کار کولی شي د دوی ورځنی ژوند بدل کړي او دوی کولی شي د لاسي صنایعو په پوهیدلو سره د ځان او خپلو کورنیو لپاره خواړه چمتو کړي. د کندوز ولایت سوداګرې ښځي ښایي ډیر هغه شیان نندارې ته وړاندې کړي چې په خپلو لاسونو یې جوړوي. په کندوز ولایت کې له کلونو راهیسې لاسي صنایع په کلیو کې جوړېږي او ښځې په لاسونو کار کوي. غالۍ اوبدل هم د لاس په واسطه ترسره کیږي. د کندوز هغه غالۍ چې د ښځو په لاسونو اوبدل شوې تر ټولو مشهورې غالۍ دي چې په نړیوال بازار کې شهرت لري. دکندوز ولایت سوداګرې میرمنې کولی شي چې دخارجي موسسو پام ځانته جلب کړي چې د لاسي صنایعو په برخه کې مرسته کوي. دوی کولی شي په نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي او ورو ورو دغه نندارتون د لاسي صنایعو په بازار بدل کړي. د بېلګې په توګه د هرات ولایت ښځو د ښځو بازار پرانیست. تاسو هم هڅه وکړئ چې په خپل ولایت کې د ښځو بازار پرانیزئ او پرېږدئ چې د کندز ولایت ښځې په همدې بازار کې په ازادانه توګه سودا وکړي.

ځواب ورکړئ