سوداګري

د بغلان ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل او په چینایی تولیداتو باندې یې د بندیز غوښتنه وکړه

د محمد قاسم راپور

په بغلان ولایت کې په لسګونو ښځینه سوداګرو او هنرمندانو د سلواغې په ۱۸ – ۲۰مه یو نندارتون ترسره کړ چې خپل لاسي صنایع یې په کې نندارې ته وړاندې کړل او په ورته وخت کې یې له چارواکو څخه وغوښتل چې د چینایي توکو په ګډون د ټیټ کیفیت لرونکیو توکو د ورود مخه ونیسي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

بغلان -- په بغلان ولایت کې په لسګونو ښځینه سوداګرو او هنرمندانو یو نندارتون ترسره کړ چې خپل لاسي صنایع یې په کې نندارې ته وړاندې کړل او په ورته وخت کې یې له چارواکو څخه وغوښتل چې د چینایي توکو په ګډون د ټیټ کیفیت لرونکیو توکو د ورود مخه ونیسي.

دغه نندارتون د سلواغې په ۱۸ – ۲۰مه د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په بالا دوري سیمه کې ترسره شو. سړیو او ښځو دواړو اجازه لرله چې له نندارتون څخه لیدنه وکړي.

د نندارتون ۳۶ واړو غرفو د دودیزو افغاني کمیسونو (افغاني ګنډ)، ګلدوزي او چرمه دوزي کمیسونو، د ورېښمو په وسیله ګلدوزي شویو کمیسونو، بلوچي او افغاني واسکټونو او په بېلابېلو ډیزاینونو کې اوبدل شویو کالیو په څېر لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

په نورو تولیداتو کې دستکولونه، خولۍ، دستکشې او دغه راز خوراکي توکي شامل ول.

ښځې د سلواغې په ۲۰مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه نندارتون کې لاسي صنایع ګوري. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

ښځې د سلواغې په ۲۰مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه نندارتون کې لاسي صنایع ګوري. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

د بغلان یوې اوسېدونکې او هنرمندې ثریا احمدي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «زموږ خلک باید د ټیټ کیفیت لرونکیو چینایي ... کالیو د اخیستلو پرځای د ښځو لاسي صنایع استعمال کړي. له همدا اوس څخه، ښځې باید لا نورې زړورې شي، لا نور توکي تولید او په بازارونو کې خرڅ کړي.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «موږ باوري یو چې د ښځو له خوا تولید شوي توکي او لاسي صنایع د وارد شویو توکو په پرتله ډېر لوړ کیفیت لري، ځکه چې دا له بهترو موادو څخه جوړ کړای شوي دي.»

هغې زیاته کړه، «که موږ یو بل ته لاسونه سره ورکړو، خپل داخلي تولیدات حمایه کړو او د چین او نورو هېوادونو د ټیټ کیفیت لرونکیو تولیداتو ته نه ووایو، د هغوی واردات به په اتومات ډول ودرېږي.»

د بغلان یوې سوداګرې نفیسې عیار چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «افغاني جامې او تولیدات زموږ د کلتور استازیتوب کوي.»

هغې وویل، «که موږ د وارد شویو جامو، په ځانګړې توګه چینایي جامو استعمال ودروو، زه باوري یم چې د ښځو لاسي صنایع به وده ومومي او هغه ورځ به راشي چې موږ خپل داخلي لباسونه صادر کړو.»

هغې زیاته کړه، «موږ لا هم له وارداتي توکو سره سیالي نشو کولی. حکومت باید په وارداتي توکو باندې تعرفې او مالیات زیات کړي څو عام خلک له داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي.»

د بغلان د اطلاعات او کلتور ریاست رییس اسدالله مصطفی هاشمي وویل، «هغو کورنیو ته چې کولی شي لاسي صنایع تولید کړي خو نشي کولی چې بازار ته یې وړاندې کړي، زما پیغام دا دی چې موږ ډېر زیار باسو ... ترڅو له ښځو سره د هغوی د توکو لپاره په بازار موندنه کې مرسته وکړو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې نندارتون هدف دا دی چې لاسي صنایعو ته وده ورکړي، د کورنیو عواید لوړ کړي، د ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارونه ومومي او مشتریان وهڅوي چې وایې خلي.»

هغه په افغانانو باندې ټینګار وکړ چې د وارداتي جامو پر ځای وطني جامې واخلي.

د یوه بهتر راتلونکي لپاره هڅې

له دې سره سره چې ښځې لا هم له بندیزونو سره مخامخ دي، دغه ډول نندارتونونه د ښځو د لاسي‌ صنایعو د خرڅلاو لپاره یو ښه فرصت وړاندې کوي.

په بغلان کې د لیلا کاظمي په نامه یوې ۳۵ کلنې صنعتکارې وویل، «دا نندارتون له هغو ښځو سره چې غواړي پر ځانونو بسیا شي مرسته کوي. موږ د ښځو تولیدات نندارې ته وړاندې کوو څو زموږ ښځې او نجونې وکولی شي استفاده ترینه وکړي.»

کاظمي وویل هغه په دې خوشحاله ده چې د جامو او دستکولونو په ګډون تولیدات یې په درې ورځنۍ نندارتون کې خرڅ شول.

هغې د سلواغې په ۲۰مه سلام ټایمز ته وویل، «د دغه ډول نندارتونونو ترسره کول د ښځو د سوداګریو ملاتړ کوي او هغوی دې ته هڅوي چې لا نور کار وکړي.»

هغې وویل، «زه نن ډېره خوشحاله یم چې په نندارتون کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کوم. زه د یوه بهتر راتلونکي لپاره هڅه کوم څو وکولی شم چې د خپلې کورنۍ عاید لوړ کړم.»

د نندارتون یوې کتونکې نادیې محمدي چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، «په اوسني وضعیت کې چې ښځې نشي کولی کار وکړي یا درس ولولي، د داسې نندارتونونو ترسره کول د هغو ښځو لپاره چې غواړي فعالې واوسي د تازه هوا تنفس کول او یو ښه فرصت دی.»

هغې وویل، «دا نندارتون به د ښځو د کار و بار او سوداګریو ملاتړ وکړي، او د دې لپاره چې د داخلي تولیداتو خرڅلاو ته وده ورکړي او زیات یې کړي، موږ غواړو چې د دې نندارتون له لارې د ښځو سوداګریو ته د عامو خلکو توجه راواړوو.»

هغې په مقاماتو باندې غږ وکړ چې د ښځو لپاره د لا نورو نندارتونونو د ترسره کولو لپاره د اسانتیا په برابرولو کې مرسته وکړي.

ټیټ کیفیت لرونکي چینایي توکي

په مزارشریف کې د ضياءالله سالارزي په نامه یوه ۳۳ کلن دوکاندار وویل، د هرې ورځې په تېرېدلو سره، له چین څخه را وارد شوي توکي په ډېرېدونکي ډول په دغه ښار کې په بازارونو کې ځای ترلاسه مومي او په ډېرو کمو قیمتونو خرڅېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په بازارونو کې خرڅېدونکي لباسونه اکثر چینایی دي. له بده مرغه چې مشتریان د هغو اخیستلو ته ترجیح ورکوي ځکه چې د ښه کیفیت لرونکي وطني جامو په پرتله ډېر ارزان دي.»

هغه وویل، «په بازار کې خرڅېدونکي د سړیو، ښځو او ماشومانو ډول ډول جامې او حتی لوبتکې په چین کې جوړ شوي دي.»

سالارزي وویل، «دا چې زموږ خلک غریب دي او نشي کولی چې د ښه کیفیت لرونکي شیان واخلي، له دې امله هغوی مجبور دي چې د ټیټ کیفیت لرونکي چینایي جامې وپېري.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي صفت الله محبوبي چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، دا چې افغانان بې وزله دي او اکثریت یې نشي کولی چې قیمتي جامې واخلي، هغوی وارد شوي چینایي توکي پېري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یو مشهور افغاني متل دی چې وایي، قېمته بې حکمته نه دی او ارزان بې علته نه دی، او دا د هغوی چینایي جامو لپاره چې اوس د افغانستان په بازارونو کې ترلاسه کیږي، صدق کوي.»

هغه وویل،‌ «په داسې حال کې چې د چینایي جامو کیفیت ټیټ دی، د ځینو لپاره جالب دي. که څه هم چې هغه ډېر دوام نه کوي، اخیستونکي دې ته حاضر وي چې ایسته یې وغورځوي او نوي لباسونه واخلي.»

محبوبي وویل، «اوس تمایل، په ځانګړې توګه د ښځو تر منځ، دا دی چې په دوو بېلابېلو مراسمو کې عین ډول کالي وانه غوندي. له دې امله، هغوی نه غواړي چې لوړ کیفیت لرونکي قیمتي لباسونه واخلي او پر ځای یې وارد شوي چینایي لباسونه اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نن ورځ لاسي صنایع د ښځو لپاره غوره وظیفه او د کورنیو لپاره د عاید ښه سرچینه ده. له یوې خوا د دوی کورنۍ ته د عاید یوه سرچینه اضافه کیږي او بلې خوا ته دوی له رواني پلوه ژغوري. مرستندوی سازمانونه باید د ښځو لپاره دې ډول لاسي صنایعو ته ډیره پاملرنه وکړي. دا د حاکم حکومت دنده ده چې د بازارموندنې په برخه کې ورته هڅې وکړي او له بهر څخه په وارد شویو توکو دومره درنه مالیه وضع کړي چې خلک د وارداتي توکو اخیستلو ته پاتې نشي.

ځواب ورکړئ

چین د نړۍ ټول بازارونه نیولي دي. چین د نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره د خپلو مشتریانو د غوښتنې سره سم توکي تولیدوي. افغان مېرمنې هم باید د خپل هېواد د پېرودونکو له غوښتنې سره سم د جامو جوړولو په اړه فکر وکړي، ځکه زموږ د ۹۰٪ خلکو اقتصاد د قیمتي جامو د پېرودلو لپاره برابر نه دی. افغان سوداګرې ښځې یا پانګوال کولی شي په اسانۍ سره له چینايي مارکېټ سره سیالي وکړي، کولی شي په ارزانه بیه رخت وپېري او هغو مېرمنو ته یې ورکړي چې په کورونو کې بې روزګاره ناستې دي او مېرمنو ته د ارزانه چینايي جامو نمونه وړاندې کړي او ورته ووایي چې هغو ته ورته جامې جوړې کړي. هیڅ شی ناممکن نه دی. لږ کار ته اړتیا ده، هر څه چې څوک وغواړي هغه کولی شي. افغان مېرمنې باید د هېواد د اقتصاد له مخې خپلې جامې جوړې کړي. افغانې مېرمنې یو بل دود هم لري، دوی په یوه پروګرام کې یو ډول کالي اغوندي، چې په بل پروګرام کې یې نه اغوندي او خاوند ته یې وايي، په هر صورت چې ممکنه وي، نور کالي راته واخله. که مېړه يې سل ځله ووايي چې زه نورې جامې نه اخلم، ښځه به يې ونه مني. د هغې میړه مجبور دی چې ارزانه جامې واخلي، او د خپلې میرمنې غوښتنې پوره کړي. تاسو ښځو نارینه دې ته اړ کړي، په داسې حال کې چې شکایت هم تاسو کوئ. هغه ښځې چې لاسي صنايع جوړوي بايد د خپل هېواد د بازار او اقتصاد له مخې جامې چمتو او بازار ته وړاندې کړي.

ځواب ورکړئ

دا چې حکومت د ښځو په کار بندیز لګولی او کار ته یې نه پرېږدي، نو حد اقل د دغو ښځو غږ دې واوري او په چینايي توکو دې بندیز ولګوي چې تجاران یې وارد نه کړي. ښځې لاسي صنایع ښه په حیا او عزت په کور کې جوړوي او بیا یې بازار ته وړاندې کوي چې متاسفانه بازار نه لري او که ولري هم نو ډېر په ارزانه بیه به پلورل کېږي چې حتی مصارف چې پرې راغلي هغه به هم ډېر په سختۍ پوره کوي. نو په داسې یو حالت کې چې ښځې نه د باندې پرېښودل کېږي او نه په کور دننه چې کار وکړي ورته مارکېټ جوړيږي اخر به څه کوي؟ ایا دا انسان نه دی، حقوق نه لري چې ورته ورکول شي. په کار داده چې د ښځو غږ واورېدل شي او په لویه کچه یې انساني او اسلامي حقوق ورکول شي.

ځواب ورکړئ

بلکل یې حق جوړېږي چې پردي جوړ توکي بند شي. ځکه افغان ښځې او نجونې په خپلو نازکو ګوتو لاسي صنایع جوړوي خو کله چې یې بازار ته وړاندې کوي خریدار یې نه وي. حکومتي چارواکو نه چې بغلانۍ مېرمنو کومه غوښتنه کړې باید په ورین تندي یې غوښتننه ومنل شي او نه یوازې دا چې د چینایي توکو په وارداتو بندیز ولګول شي؛ بلکې په ټولو هغو توکه بندیزونه ولګول شي چې د هېواد په داخل کې یې موږ لرو.

ځواب ورکړئ