هرات -- په داسې حال کې چې بندیزونو په زرګونو افغانې ښځې مجبورې کړي چې خپلې وظیفې پرېږدي او په کور کېني، په هرات کې ښځې د یوه بازار په جوړولو سره د خپلو ځانونو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.
دا بازار چې د مرمر په نامه یادېږي، د هرات ښار په مرکزي برخه کې پروت دی او ډېره ګڼه ګوڼه په کې وي، چې ښځې په کې لاسي صنایع او نور تولیدات خرڅوي.
مرمر په هرات کې د ښځو لپاره دویم بازار دی چې دوه میاشتې وروسته له هغه جوړ شو چې د پرنسېس مارکېټ پرانستل شو.
د مرمر یوې دوکاندارې مهتاب احمدي چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل چې د بندیزونو او محرومیتونو په اوج کې، د ښځو له خوا د بازار جوړېدل «یوه معجزه» ده.
هغې وویل، ښځو دغه بازار د روانو محدودیتونو په غبرګون کې پرانست، څو دا پیغام ولېږدوي چې افغانې ښځې به هېڅکله هم تسلیم نشي.
هغې وویل، «موږ اړتیا لرو چې کار وکړو او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړو. دا یوه غټه بې انصافي ده چې موږ په کور پاتې کېږو او په نورو باندې تکیه کوو.»
احمدي وویل، «د مرمر بازار جوړېدل د نورو ښځو او نجونو لپاره چې غواړي له خپلو کورونو څخه وځي او کار وکړي، یوه انګېزه ده. ښځې او نجونې په روانو حالاتو کې ملاتړ ته اړتیا لري او لږ ملاتړ هم هغوی هڅوي چې ټولنیزو فعالیتونو ته ورستنې شي.»
د مرمر بازار یوې بلې دوکاندارې مرضیې غلامي چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل هغه خوشحاله ده چې کولی شي له خپل کور څخه بهر کار وکړي.
هغې وویل، «ما د دوکان د کار له پیلولو راهیسې بیا ژوند ته هیله پیدا کړې ده. په هغه عاید سره چې زه یې ترلاسه کوم، زه د خپلې کورنۍ ملاتړ کوم څو هغوی د خوراک لپاره خواړه ترلاسه کړي.»
هغې وویل، «ما خپل کاروبار په لوړ مورال او انګېزې سره پیل کړی او زه غواړم چې پراختیا ورکړم. څومره چې زه ډېر عاید ترلاسه کوم، هومره به زه ډېره خپلواکه یم او وبه کولی شم چې د خپل ځان لپاره یو بهتر راتلونکی جوړ کړم.»
غلامي زیاته کړه، که ښځو او نجونو ته فرصت ورکړل شي، د خپلو کورنیو په ملاتړ سربېره، هغوی کولی شي چې په ټولنه کې مثبت بدلونونه راولي.
د یوه ښه راتلونکي جوړول
مرمر بازار ۴۶ دوکانونه لري، چې ټول یې د ښځو او نجونو له خوا چلول کیږي.
هغو دوکاندارانو چې میاشتې میاشتې یې بې کاره تېرې کړي او په کور کې ایسارې وې، خپل کاروبار په قوي انګېزې او راتلونکي ته په هیلې سره پيل کړی دی.
د فرزانې نورزۍ په نامه یوې دوکاندارې وویل، کله چې هغه مجبوره وه چې په کور کې پاتې شي، هغې هیله له لاسه ورکړې وه او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وه.
هغې وویل، «موږ ښځې کولی شو چې د کار کولو له لارې خپل ځانونه له اقتصادي ستونزو څخه خلاص کړو او د خپلو ځانونو لپاره یو بهتر راتلونکی جوړ کړو.»
هغې وویل، «کار ته له راستنېدلو څخه وروسته، ما بیا هیله وموندله او داسې مې احساس کړه لکه یو نوی ژوند چې مې پیل کړی وي.»
نورزۍ وویل،افغانې ښځې او نجونې د افغانانو او نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري څو هغوی وکولی شي چې په خپلو پښو ودرېږي.
د مرمر مارکېټ یوې بلې دوکاندارې صدیقې تمسکي وویل، «ډېرې هغه ښځې چې په دې مارکېټ کې دوکانونه لري تر وروستیو پورې بې کاره او په کورونو ناستې وې، لاکن اوس یې هره یوه د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ګټي.»
هغې وویل، «له دغو ښځو څخه هره یوه له ۷ څخه تر ۸ کسانو پورې کورنۍ لري او که دوی کار ونه کړي هغوی به په لوږه پاتې شي.»
هغې وویل، «زه په خپله کورنۍ کې اوه کسان لرم چې باید ماړه یې کړم او زه یواځینۍ ګټیالۍ یم. که زه کار ونه کړم، زما د کورنۍ لګښت به څوک ورکړي؟»
تمسکي وویل، که څه هم چې مرمر بازار نوی جوړ شوی، کورنیو او ښځو ته تود هرکلی ویل کیږي، او خرڅون ښه دی.
له محدودیتونو څخه سرغړونه
په وروستیو میاشتو کې په افغانو ښځو او نجونو باندې له زیاتېدونکیو محدودیتونو سره سره، په هرات کې په سلګونو ښځو خپل تجارتي فعالیتونه پراخ کړي دي.
د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو لپاره د ښځو د تجارت او صنایعو خونې مرستیالې بهناز سلجوقي وویل، د محدودیتونو په له پامه غورځولو سره، هغوی ډېر سخت زیار باسي چې خپل هدفونه ترسره کړي.
هغې وویل، «لوړو مورالونو او انګېزې محدودیت او ننګونې بې اغېزې کړي دي.»
هغې وویل، «کله کې چې موږ مرمر بازار پرانست ډېرو زیاتو ښځو د ځای غوښتنه وکړله، او په دوو ورځو کې دننه دننه ټول دوکانونه ونیول شول، چې دا له کورونو څخه بهر په کار کولو کې د ښځو علاقه مندي ښيي.»
د مرمر بازار یوې دوکاندارې شکیلې محمدي وویل چې که هغه محدودیتونه مراعت کړي، هېڅکله به هم ونشي کړای چې کار وکړي او خپل خوبونه په حقیقت باندې بدل کړي.
شکیلې وویل، «په وروستیو میاشتو کې دا ثابته شوې چې ښځې به محدودیتونو ته تسلیم نشي او څومره چې دا زیاتېږي، هومره ښځې او نجونې ډېرې هوډمنې دي چې مخ پر وړاندې لاړې شي.»
طالبان باید د ښځو د زده کړو او کار کولو په تړاو د ایراني او پاکستاني مولایانو خبرې واوري، چې هغوی څه ډول مخته روان دي او د طالبانو حکومت څنګه مخته روان دی. د نړۍ لوی لوی عالمان او بیا د افغانستان په ګاونډ کې د ایران او پاکستان مولایان په دې باور دي چې ښځې د تعلیم مساوي حق لري او هېڅ حکومت یا چارواکی یې مخه نه شي نیولی. مولوي عبدالحمید چې د ایران د زاهدان ښار لوی امام دی په خپله تازنیو څرګندونو کې ویلي، "د ښځو تعلیم د نارینه و له تعلیم سره توپیر نه لري. علم لکه څنګه چې نارینه ته اړین دی ښځو ته هم لازمه ده. عصري او دیني علوم ټول د ښځو او سړیو لپاره مساوي دي او فرق نه لری. د هېڅ حکومت او نظام لپاره ښه نه ده چې د ښځو او یا نارینه وو د تعلیم مخه ونیسي." نو کله چې دغسې لوی لوی عالمان یا هم د مصر لوی لوی عالمان یا هم سعودي لوی لوی عالمان چې طالبان یې ډېر معزز ګڼي او درناوی ورته لري په کار ده چې دې برخه کې یې هم خبرو ته غوږ ونیسي چې هغوی ورته څه وايي. که مخامخ یې تر اوسه افغان اوسني حکومت ته نه وي ویلي، نو په کنایو کې خو یې ورته لس واري ویلي دي چې ښځو ته د کار کولو او زده کړو اجازه ورکړئ. افغانستان په سیمه او نړۍ کې یواځینۍ هېواد دی چې واکمنو چارواکو په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو د تعلیم او پوهنتونونو مخه نیولې ده او هم مهال یې په ډېرو برخو کې چې اړتیا ورته شته له کاره منعه کړي دي. طالبان چې په کومه ورځ واک ته رسېدلي په اکثرو سیمو کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې او تر اوسه چې شاوخوا پنځه سوه ورځې کېږي لا دا ښوونځي نه دي پرانیستل شوي. چې دا کار د یوه ملت په زوره په تیارو کې د ساتلو او له رڼا څخه د محرومولو ښکارندويي کوي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
عجبه دا چې ښځې د ښځو لپاره کار کول غواړي، خو موږ وایو نه ته په کور کېنه. او بیا دا هم اضافه کړو چې "ښځه یا د کور ده یا د ګور" دا متل نو اوس وخت کې بیخي زیات کېږي، خو که په دقت سره غور وکړو چې زموږ د مېرمنې، خور، مور، لور یا بلې خپلوانې د ضرورت وړ توکي له یوې ښځینه دوکاندارې پوره کېږي؛ نو ولې یې د ملاتړ پر ځای په کور کېنوو. موږ همېش د غیرت خبره کوو. نو دا بیا غیرت دی چې د خپلې مېرمنې، خور، مور ... لپاره د هغې دوکاندارې ملاتړ وکړو او ووایو چې د نارینه پر ځای دې له همدې توکي واخیستل شي او که چا پسې بد ویل یا یې مارکېټ وربنداوه باید مخه یې ونیسو. په کار خو دا ده چې دغه ډول مارکېټونه په نورو لویو او وړو ښارونو کې هم پرانیستل شي، څو ښځې او نجونې په ډاډه زړه ورشي او خپل د ضروت وړ توکي په کې وپېري. همدارنګه هغه ښځې چې په کور لاسي توکي جوړوي په همدې بازارونو کې یې وپلوري. دې سره به هم د اخیستونکو ښځو او هم د متشبثو ښځو اړیکې په خپل منځ کې وي. حکومت ته هم په کار ده چې د دې کار لپاره لاس په کار شي او په ټولو ولایتونو کې ورته مارکېټونه پرانیزي څو ښځې له ښځو سره په اړیکه کې شي او هسې هم حکومت وایي چې سوچه اسلامي نظام جوړوو؛ نو دغه بیا سوچه اسلامي نظام دی هههه
ځواب ورکړئ4 تبصره
په هرات ولایت کې د ښځو د مارکیټ پرانیستل یو ښه ګام دی. ښځې کولی شي خپل لاسي صنایع په دې مرمر مارکیټ کې وپلوري. د هرات ولایت نارینه باید هڅه وکړي چې د مرمر بازار له میرمنو سره ښه سلوک وکړي او د خپلو خویندو په څیر په ډیر درناوي چلند ورسره وکړي، ترڅو دا میرمنې په لوړه روحیه خپلو کارونو ته دوام ورکړي. نارینه دې له مرمر مارکېټ څخه د خپلو اړتیا وړ توکو په اخیستلو سره د ښځو روحیه پیاوړې کوي. لږ تر لږه، تاسو کولی شئ د مرمر مارکېټ څخه د خپل اړتیا وړ توکيو په پیرودلو سره مرسته وکړئ. له دې مېرمنو سره باید بد چلند ونه کړو او د دغو مېرمنو زړورتیا وهڅوو چې په دې شرایطو کې کار کوي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
دا خو د خوشحالۍ خبر دی. خدای دې وکړي چې د هرات تر څنګ، په مزارشریف، کندهار، جلال اباد، بغلان، کندوز، ... په څېر نورو ولایتونو او په ځانګړې توګه په مرکز کابل کې هم دې ته ورته مارکیټونه جوړ شي. څومره چې ښځې ترقي کوي، هومره د افغانانو او افغانستان نوم ورسره ښه کیږي. خو د دې معنی باید دا نه وي چې مونږ دې د ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړو. مونږ د سلام ټایمز له لارې د طالبانو حکومت څخه غواړو چې ژر تر ژره د ښځو لپاره د کار او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د لوستلو فرصتونه برابر کړي.
ځواب ورکړئ4 تبصره