د ښځو حقوق

د هرات ښار پرنسیس مارکېټ د ښځو او نجونو له خوا د ښځو او نجونو لپاره کار کوي

د عمر راپور

شاوخوا ۳۵ ښځو د افغانستان د هرات ښار په مرکز کې یو مارکېټ چې د ښځو له خوا چلېږي، پرانستی دی، او هدف یې دا دی چې په ټولنه کې فعالیت او له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي. دا مارکېټ چې د پرنسیس یا شهزادګۍ په نامه یادیږي د لړم په ۲۵مه پرانستل شو. هلته د ښځو ډول ډول جامې او توکي خرڅېږي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات ښار نوی پرنسیس مارکېټ د ښځو او نجونو له خوا د ښځو او نجونو لپاره کار کوي، او هغوی ته د جامو اخیستلو او پیسو ګټلو لپاره یو خوندي ځای برابروي.

د ښار د مرکز په نوي مارکېټ کې چې د لړم په ۲۵مه پرانستل شو، شاوخوا ۳۵ ښځو دوکانونه پرانستي چې جامې او سینګارتوکي خرڅوي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې نرګس هاشمي وویل، د ښځو د کالیو په خرڅولو سربېره به یو شمېر ښځې په دغه مارکېټ کې د خیاطۍ خدمتونه هم وړاندې کوي.

دغه راز، دا مارکېټ د ښځینه مشتریانو لپاره یو رسټورانټ هم لري.

یوه دوکانداره د لړم په ۲۵مه د هرات ښار په پرنسیس مارکېټ کې چې د ښځو له خوا د ښځو لپاره فعالیت کوي، یوه مشتري ته خپل توکي ورښیي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه دوکانداره د لړم په ۲۵مه د هرات ښار په پرنسیس مارکېټ کې چې د ښځو له خوا د ښځو لپاره فعالیت کوي، یوه مشتري ته خپل توکي ورښیي. [عمر/سلام ټایمز]

هاشمي د دغه مارکېټ پرانستل په موجودو شرایطو کې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، «دا مارکېټ‌ د دې لپاره پرانستل شوی چې ښځې کیدی شي عامو ځایونو ته لاړې نشي.»

هغې زیاته کړه، هغه ملاتړ چې سوداګرې ښځې یې له نړۍ والو ادارو څخه ترلاسه کوي مهم دی، او یادونه یې وکړه چې دا سوداګرۍ نشي کولی چې له هغو پرته وده وکړي.

هاشمي وویل، په هرات کې تر ۱۵۰۰ پورې ښځې او نجونې په بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو کې ښکېلې دي، چې شاوخوا ۳۵۰ ښځو د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې تجارتي جوازونه ترلاسه کړي او خپل تجارتونه یې پیل کړي دي.‌

د پرنسیس مارکېټ یوې دوکاندارې شګوفې امیني چې ۲۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل چې خوشحاله ده چې په دې سختو شرایطو کې هم کولی شي له خپل کور څخه بهر کار وکړي او ځان ته د ژوند څوری وګټي.

هغې وویل، «له هغه وخت نه چې دا مارکېټ‌ پرانستل شوی له ما سره هیله پيدا شوې ده.»

امیني زیاته کړه، که ښځې لاس په کار او سره متحدې شي، هېڅ شی هم نشي کولی چې د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي، او ژمنه یې وکړه چې هغه «به په ټولنه کې فعاله اوسي او خپل تجارت ته به دوام ورکړي.»

لګښت ترلاسه کول

د پرنسیس مارکېټ د جامو یوې پلورونکې شفیقې بارکزۍ چې ۳۴ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده سلام ټایمز ته وویل، هغه هیله منه ده چې خپل نوي پیل کړي کار ته وده ورکړي څو هغه او د هغې مېړه وکولی شي چې په ګډه د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

هغې وویل چې مېړه یې په هرات ښار کې دوکانداري کوي او د هېواد د ژورېدونکي اقتصادي بحران په ترڅ کې یې عواید ډېر کم شوي دي.

بارکزۍ وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم له خپل کور څخه بهر کار وکړم او په روانو سختو حالاتو کې یو عاید وګټم. زه غواړم چې خپلو تجارتي فعالیتونو ته پراختیا ورکړم او د نورو ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړم.»

هغې زیاته کړه، «په ننګونو باندې بریا ترلاسه کول تل د افغان ښځو د ژوند برخه وه او ده، او موږ خپلو پوره حقونو ته د لاسرسي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

د پرنسیس مارکېټ یوې بلې دوکاندارې پریسا اقبال چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، که ښځې په کور کې غلې پاتې شي او کار ونه کړي، ټولنه به تغیر یا پرمختګ ونه کړي.

هغې وویل، «زه پوره هڅه کوم چې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړم. زما هدف دا دی چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شم او د نورو ملاتړ وکړم. زه غواړم خلکو ته ثابته کړم چې ښځې نوښتګرې دي او کولی شي چې په ټولنه کې تغیر رامنځته کړي.»

هغې زیاته کړه، «ښځې د کورنۍ نه جلا کېدونکې برخه ده، او د هغوی شتون یوه کورنۍ بشپړوي. له دې امله، موږ باید څه وګټو. که موږ په دې برخه کې مرسته ونه کړو، موږ به د ټولنې او خپلې کورنۍ په اوږو بار شو.»

اقبال وویل ښځې ډېرې وړتیاوې لري او که هغوی ته فرصت ورکړل شي، کولی شي چې له خپلو کورنیو سره په هغو اقتصادي سختیو باندې بریالۍ شي چې ورسره مخامخ دي.‌

د ملیحې حبیبي په نامه د پرنسیس مارکېټ یوې دوکاندارې چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل، «زه غواړم چې پرمختګ وکړم او زه به هیچا ته هم اجازه ور نه کړم چې زما د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړ کړي. زه هیله لرم چې نورې ښځې هم زما په څېر کار وکړای شي.»

هغې وویل، «دا وضعیت ایجابوي چې ښځې د خپلو کورنیو او ټولنې ملاتړ وکړي. ما وکولی شوای چې د خپلې کورنۍ په ملاتړ کار وکړم. زه په نورو کورنیو باندې هم غږ کوم چې د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي څو هغوی وکولی شي چې خپلې هیلې پوره کړي.»

د کورنیو غښتلې مټې

د هرات ښار یوې اوسېدونکې ډاکتر عطیفې بارکزۍ چې ۳۶ کاله عمر لري او په پرنسیس مارکېټ کې یې سودا اخیستله، وویل چې هغو سوداګرو چې هلته یې دوکانونه پرانستي دي نورو ښځو ته الهام ورکړی دی.

دغې ډاکترې وویل، «دا ښځې د خپلو کورنیو قوي مټې دي. هغوی کولی شي چې په هغو سختو اقتصادي ننګونو باندې بریا ترلاسه کړي چې د هغوی کورنۍ ورسره مخامخ دي.»

هغې زیاته کړه، «کله چې زه وګورم چې ښځې تر دې شرایطو لاندې په غټ زړه او قوي هوډ سره کار کوي، زه د راتلونکي په هکله ډېر د هیله مندۍ احساس کوم.»

بارکزۍ وویل، «وروستیو بدلونونو د ښځو د انګېزې او پرځان د اعتماد په حس باندې سیوری غوړولی دی. هغوی په هرات ښار کې د غټو تجارتونو د پرانستلو او د خپلو تجارتي فعالیتونو د پراختیا لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.»

هغې زیاته کړه، غښتلې ښځې ټولنه جوړوي، او هغوی باید یو له بلې سره مرسته وکړي چې په ګډه سره ستونزې حل کړي او بریا ترلاسه کړي.

د هرات ښار اوسېدونکې مسعودې مؤحد چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل هغه خوشحاله وه چې ښایي ښځې په روانو حالاتو کې کار وکړي، او همدارنګه دا چې هغې وکولی شوای چې مارکېټ، «داسې ځای ته چې د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی له خپلو ملګرو سره راشي او په ارامه ساه سودا وکړي».

هغې وویل، «لایقې او با استعدادې ښځې باید راوځي او کار وکړي.»

مسعودې وویل، «ډېرې با استعدادې ښځې شته چې کورونو پورې محصورې دي، او دا به غټه خبره وي چې که هغوی راوځي، کار او د ټولنې په پرمختګ کې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په هرات ولایت کې د شهزادګۍ مارکیټ پرانیستل د ښځو لپاره یو ښه زیری دی. د شهزادګۍ مارکیټ کې، میرمنې کولی شي خپلو سوداګریو ته وده ورکړي. د هرات ښځې کولی شي د شهزادګۍ په بازار کې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ راوړي. د هرات ښځې باید متحدې شي او خپل د اړتیا وړ توکي له دغه بازار څخه واخلي. د هرات ولایت ښځینه سوداګرې باید هڅه وکړي چې د شهزادګۍ مارکېټ کې د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي برابر کړي. او دا سوداګرې میرمنې کولی شي وښیي چې میرمنې کولی شي په هر حالت کې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي. د هرات ولایت ښځې د نورو ولایتونو ښځو ته خپل ښه فعالیت ورښيي. د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ښځې کولای شي خپل بازارونه پیدا کړي.

ځواب ورکړئ