اقتصاد

د غالیو اوبدلو په برخه کې روزل شوې په زرګونو افغانانې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي

د عمر راپور

د غالۍ اوبدلو صنعت د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې مخ پر ودې ده، چې ښځو ته د عاید او د خپلو کورنیو د ملاتړ یو مهم فرصت په لاس ورکوي. د هرات د غالۍ پلورونکیو د اتحادیې د ارقامو په اساس، په لوېدیځه سیمه کې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ خلک غالۍ اوبي چې له ۷۰٪ څخه ډېر یې ښځې دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د غالۍ اوبدلو صنعت د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې مخ پر ودې دی، چې ښځو ته د عاید او د خپلو کورنیو د ملاتړ یو مهم فرصت په لاس ورکوي.

د هرات د غالۍ پلورونکیو د اتحادیې د ارقامو په اساس، په لوېدیځه سیمه کې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ خلک غالۍ اوبي چې له ۷۰٪ څخه ډېر یې ښځې دي.

د هغو ښځو له جملې څخه، نږدې ۳۰٪ په تېر کال کې غالۍ اوبدنه پیل کړې ده.

ماه ګل چې ۳۲ کاله عمر لري، تېرې شپږ میاشتې په انجیل ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو په ورکشاپونو کې کار کوي.

افغانانې د تلې په ۶مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یوه غالۍ اوبي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانانې د تلې په ۶مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یوه غالۍ اوبي. [عمر/سلام ټایمز]

ماه ګل چې د درې ماشومانو مور ده، وویل، چې هغه له غالۍ اوبدلو څخه د میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ (۴۵ ډالر) ترلاسه کوي.

هغې وویل، «زما مېړه د لیلامي توکو دوکان لري او د ورځې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو (خواوشا ۲ - ۳ ډالر) ګټي. له هغه وخته چې ما کار کول پیل کړی او عاید لرم، زموږ اقتصادي ستونزې یو څه اسانې شوي دي.»

هغې وویل، «زه د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې د غالۍ اوبدلو په دوکان کې کار کوم. په پیل کې زه له غالۍ اوبدلو سره بلده نه وم، لاکن اوس کولی شم چې هر ډول غالۍ و اوبم او ډېره خوشحاله یم چې کولی شم د خپل مېړه مالي ملاتړ وکړم.»

ماه ګل وویل چې په کور کې پاتې کېدل د هغې لپاره ډېر سخت وو، خو له هغه وخت نه چې هغې له کور څخه بهر کار پیل کړی دی د هغې روغتیایي او مالي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.

پری ګل چې ۲۴ کاله عمر لري او د یوه ماشوم مور ده، هم وویل چې هغه کولی شي په هغو ۵۰۰۰ افغانیو (۵۷ ډالرو) چې هغه یې میاشت په میاشت د غالیو اوبدلو له لارې ګټي، د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

پري ګل چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې په انجیل ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو په یوه دوکان کې کار کوي، وویل، «زما مېړه پنځه میاشتې مخکې ایران ته د دې لپاره لاړ چې کار پیدا کړي، خو په ایران کې هم کار نشته او هغه غواړي چې بېرته راشي.»

هغې وویل، «له دې وظیفې څخه مخکې زه بې کاره وم او په کور کې پاتې کېدلم. اوس ما غالۍ اوبدنه زده کړې او یو عاید هم لرم،» او زیاته یې کړه چې هغه خوشحاله ده چې کولی شي له خپل کور څخه بهر کار وکړي.

هغې وویل، «له تېرو پنځو میاشتو را په دې خوا د کور ټول لګښتونه زه له خپل عاید څخه ورکوم.»

بې وزلي له منځه وړل

اکثر هغه ښځې چې په هرات کې غالۍ اوبي د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې دي.‌

فاطمه محمدي چې ۱۵ کاله عمر لري او د هرات ښار اوسېدونکې ده، غالۍ اوبدلو ته مخه کړله او اوس د خپلې کورنۍ په معیشت کې غټ رول ترسره کوي.

هغې وویل،‌ د هغې پلار رکشا چلوي او د ورځې له ۲۰۰ افغانیو څخه لږې ګټي.

هغې وویل، «زموږ په کورنۍ کې ۸ کسان دي او زما د پلار عاید نشي کولی چې زموږ د کورنۍ ټول لګښتونه پوره کړي. د غالۍ اوبدلو په دوکان کې زما میاشتنۍ تنخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ده، چې زما د کورنۍ لپاره یو غټ ملاتړ دی.»

محمدي چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، وویل، «زه مجبوره شوم چې غالۍ اوبدل زده کړم ځکه ما نور نشوای کولی چې ښوونځي ته لاړه شم.»

هغې وویل، «اوس زه پوهېږم چې څنګه غالۍ واوبم او یو عاید ترلاسه کړم. کله چې ښوونځي بیا پرانستل شي، زه به نیمه ورځ ښوونځي ته ځم او نیمه ورځ نور به غالۍ اوبم چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

محمدي زیاته کړه هغه خوشحاله ده چې کولی شي له خپل پلار سره د هغه په مالي ملاتړ کې مرسته وکړي.

خدیجې رضایي چې ۳۸ کاله عمر لري او د شپږو ماشومانو مور ده، وویل، د هغې مېړه بې کاره دی، چې له امله یې د نفقې ګټل یواځې هغې ته ور تر غاړې دي.‌

هغې وویل، «زما میاشتنۍ تنخوا ۶۰۰۰ افغانۍ (۶۸ ډالر) ده او زه له سهار څه تر ماښام پورې د غالۍ اوبدلو په دوکان کې کار کوم.»

هغې وویل، «زما مېړه په تېر حکومت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره کار کاوه. هغه له کار څخه ګوښه کړای شو او څو میاشتې کېږي چې بې کاره دی.»

هغې وویل، «تر څه حده، موږ په هغې تنخوا باندې چې زه یې ترلاسه کوم ګوزاره کوو، خو موږ اقتصادي ستونزې لرو. که ما دا وظیفه نه لرله، ډېره به سخته وای.»

د صنعت وده او د صادراتو په برخه کې ستونزې

د افغانستان په لوېدیځ کې د غالۍ اوبدلو صنعت ۳۰٪ زیات شوی ځکه چې ډېرو خلکو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.

د هرات د غالۍ اوبدلو د اتحادیې رییس محمد عارف نادري وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱.۲ میلیونه مربع متره دودیزې غالۍ جوړې شوي دي.

هغه وویل، «اکثرې دودیزې غالۍ په کور کې ښځې جوړوي. د دودیزو غالیو اوبدل ډېر وخت نیسي. د ۱۲ مربع مترو غالۍ د اوبدلو بشپړول شپږ میاشتې وخت اخلي.»

هغه وویل، «غټې ستونزې چې د غالیو صنعت په افغانستان کې ورسره مخامخ دی د صادراتو نشتوالی او د خامو موادو د قیمت لوړوالی دی.»

نادري وویل، «تر تېر کال پورې، افغاني غالۍ اروپا، متحده ایالاتو، کاناډا، عربي نړۍ او اسیایي هېوادونو ته صادرېدلې.»

خو د هوایي دهلېزونو بندېدل او د نړۍ والو الوتنو کمېدل د صادراتو د نشتوالي سبب وګرځېدل.

په هرات ښار کې یوه غالۍ پلورونکي عزت الله یوسفي وویل، دا چې افغاني غالۍ نورې نه صادرېږي، ځینې یې اوس ایران او پاکستان ته قاچاق کیږي.

هغه وویل، «دودیزې غالۍ پخوا بېلابېلو هېوادونو ته صادرېدلې، لاکن اوس له دې امله چې هوایي لارې بندې دي، افغاني غالۍ ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي او بیا د هغوی په نامه نړۍ والو بازارونو ته صادرېږي.»

یوسفي وویل، که څه هم چې د داخلي په لاس جوړو غالیو کیفیت ډېر عالي دی، لاکن د مستقیمو صادراتو د نشتوالي له امله یې قیمتونه تر ۱۰٪ پورې رالوېدلي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم په مالیزیا کې د دې غالیو په پلورلو کې مرسته وکړم. زه څنګه دا کار کولی شم؟

ځواب ورکړئ

واه څومره ښه راپور! د غالۍ اوبدلو په تصدۍ کې پنځوس زره کسان په کار بوخت دي او عايد لري. دا پدې مانا ده چې پنځوس زره کورنۍ د عاید سرچینه لري. دا کار د افغانستان د غالۍ اوبدلو صنعت ژوندی ساتي او په عین حال کې د افغانستان شهرت ته ګټه رسوي، ځکه افغاني غالۍ په نړۍ کې تر ټولو غوره غالۍ دي او د بل هیڅ هیواد غالۍ د دوی ځای نه شي نیولی. په ښکلا سربیره ، دا غالۍ په بشپړ ډول د طبیعي خامو موادو څخه جوړې شوي ، چې د دوی ښکلا او دوام زیاتوي. د دې ترڅنګ له نړیوالو موسسو څخه غوښتنه کوم چې د دې صنعت د بازارموندنې او خرڅلاو په برخه کې مرسته وکړي تر څو دغه غالۍ اوبدونکي وکولای شي خپل تولیدات په مناسبه بیه وپلوري.

ځواب ورکړئ

د ښځو وجود ټولنه بشپړوي. هیڅ ټولنه د ښځو له فعال حضور پرته پرمختګ نشي کولای. هیڅ هیواد په ټولنه کې د ښځو د غږ په چوپ کولو سره پرمختګ نشي کولی او نه سوله ترلاسه کولی شي. څرنګه چې طالبان د ښځو د ګوښه کولو هڅه کوي، زه هره ورځ په رسنیو کې اورم چې ښځې په ټولو برخو کې پرمختګ کوي. طالبان به د یو یا دوو کلونو لپاره د نجونو د زده کړې مخه ونیسي، خو یوه ورځ به یې ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي. زه ډاډه یم چې طالبان به هیڅکله د ښځو په وړاندې په خپله ناوړه اجنډا کې بریالي نشي او د تل په څیر به افغان میرمنې د جهالت پر وړاندې مبارزه وګټي.

ځواب ورکړئ

که دې برخې ته بهرنۍ ادارې چې افغانستان کې فعالیت کوي او د بشري مرستو په نوم یو کیلو لوبیا، دال، غواړي ... په خلکو ویشي ښه به وي چې د غالۍ اوبدلو صنعت برخه کې پانکونه وکړي او د افغانستان په مختلفو ولایتونه کې د غالۍ اوبدلو منظم مرکزونه جوړ کړي چې هم هغه خلک د بشري مرستو په نوم له خیرات اخیستلو خلاص شي او هم په کار کې مصروف شي. بهرني مؤسسات تر اوسه یوازې په دې توانېدلي چې خلک سوال کولو ته مجبور کړي او بېلا بېلې طریقې ور زده کړي، که دوی په رښتیا له افغان بې وسه خلکو سره مرسته کوي نو دې برخې ته دې توجه وکړي او د غالۍ اوبدلو صنعت په وده کې دې همکاري وکړي، څو مېرمنې ښه په حیا او عزت کې ټاکلې اجوره ترلاسه کړي چې دې سره به وجداناً راحت وي او فکر به کوي چې کار یې کړی او معاش یې اخیستی دی. متاسفانه یوه یادونه به وکړم چې د افغانانو په لاس جوړې غالۍ تر ډېره حده لومړی پاکستان ته انتقالېږي او بیا له هغه ځایه د پاکستان په نوم او نښان بهرنیو هېوادونو ته صادرې چې هم یې له افغانانو د مارکېټ د قیمت څخه څو چنده ارزانه تر لاسه کوي او هم پرې خپل نوم او نښان لګوي.

ځواب ورکړئ

په دې هیله چې د غالۍ اوبدلو په برخه کې خارجي موسسات مرسته وکړي. که موسسات د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د غالۍ اوبدلو مرکزونه جوړ او مېرمنو ته په دې برخه ټرینګونه ورکړي، ښه به وي. دې کار سره به افغانې مېرمنې خپلو کورنیو ته د عاید منابع پیدا کړي.

ځواب ورکړئ