اقتصاد

په فاریاب کې پخوانیو حکومتي کارکوونکو د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړې

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د لړم په ۳۰مه اخیستل شوی، افغانان د هرات ولایت په لمنه کې په یوه کور کې یوه غالۍ اوبي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لړم په ۳۰مه اخیستل شوی، افغانان د هرات ولایت په لمنه کې په یوه کور کې یوه غالۍ اوبي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

کندوز -- د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، په فاریاب ولایت کې ځینو پخوانيو حکومتي کارکوونکو خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

د عبدالله قرقین په نامه یوه پخواني چارواکي چې د فاریاب ولایت په امنیه قوماندانۍ کې یې کار کاوه سلام ټایمز ته وویل چې هغه د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ځکه هغه نه غواړي چې ماشومان یې دې ته مجبور شي چې په لارو او کوڅو کې سوال وکړي.

قرقین د لیندۍ په ۱۵مه وویل، «تقریبا څلور میاشتې وشوې چې زه بې کاره یم. زه عاید نه لرم او نه کار شته.‌ ما د خپلې کورنۍ د مړولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړه. ما غالۍ اوبدل زده کړل او اوس کولی شم چې هر ډول غالۍ واوبم.»

قرقین وویل چې هغه له تلې میاشتې راهیسې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د غالیو اوبدلو په یوه فابریکه کې کار کوي او د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ګټي.‌

د فاریاب ولایت د مستوفیت یوه پخواني کارمند محمد علي بیهقي وویل چې په پخواني دفتر کې یې د هغه ځای له وږي میاشتې راهیسې یوه بل کس نیولی او هغه نور نشي کولی چې د حکومت لپاره کار وکړي.‌

هغه د لیندۍ په ۱۶مه سلام ټایمز ته وویل، هغه د لړم په میاشت کې د غالیو اوبدلو ته مخه کړه.‌

هغه وویل، «انسان باید هیله له لاسه ور نه کړي. د دندې له لاسه ورکولو څخه وروسته زه نه پوهېدم چې خپلو بچیانو ته نفقه څنګه پیدا کړم. ما د غالیو اوبدلو ته مخه کړه، او اوس زه راتلونکي ته هیله من یم.»

بیهقي وویل، «زه د ورځې ۵۰۰ - ۶۰۰ افغانۍ (۴.۸۱ - ۵.۷۷ ډالر) ګټم، او خوښ یم چې کولی شم چې خپل روزګار چلوم.»

د صنعت په برخه کې ننګونې

دغه ګټور کار له ګوښ سره مخ دی او د غالیو سوداګر وایي چې دغه صنعت د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې له سختو ننګونو سره مخامخ دی.

د عبدالنظر نظري په نامه د غالیو یوه سوداګر سلام ټایمز ته وویل، په فاریاب ولایت کې د غالیو صنعت مخ پر ځوړي روان دی، او زیاته یې کړه چې په وروستیو میاشتو کې تولید او پلور دواړه رالوېدلي دي.

هغه وویل، «ما د ورځې له درې څخه تر څلورو پورې غالیو سوداګري کوله، لاکن اوس زه نشم کولی چې په دوه میاشتو کې هم هومره کار وکړم. په هر دوکان کې د لسګونو زرو ډالرو په ارزښت غالۍ پرتې دي، لاکن پېرودونکي نشته چې وایې خلي.»

هغه وویل، که وضعیت همداسې روان وي، د غالیو صنعت به ویجاړ شي.

په فاریاب ولایت کې د غالیو اوبدونکي او سوداګر وایي چې د رنګ د کیفیت ټیټوالي او د افغانستان په بازارونو کې د ارزانو ایراني غالیو ډېرښت په څېر فکټورونه د غالیو د صنعت تر شا مهم دلایل دي.‌

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د غالیو اوبدلو د یوې فابریکې مدیر خداداد افندي وویل، د دغې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰٪ خلک خپل معیشت د غالیو له صنعت څخه ترلاسه کوي،‌ خو ځینې کورنۍ مجبورې شوي چې د اقتصادي ستونزو له امله دغه صنعت پرېږدي.

له اندخوی څخه هر کال په سلګونو غالۍ پاکستان ته صادرېدلې چې هرې غالۍ تر ۱۰۰۰ ډالرو (۱۰۴۰۰۰ افغانیو) پورې قیمت درلود، لاکن اوس صادرات له ۹۰٪ څخه ډېر رالوېدلي او د هرې غالۍ قیمت ۴۰۰ ډالرو (۴۱۶۰۰ افغانیو) ته راښکته شوی دی.

هغه وویل، مشتریان غریب دي او دا غوره بولي چې بهرنۍ غالۍ په ټیټو قیمتونو واخلي.‌

افندي وویل، «په بازار کې د یوې ایرانۍ غالۍ د یوه مربع متر قیمت ۱۰۰ - ۱۵۰ افغانۍ (۰.۹۶ - ۱.۴۴ ډالر) دی، لاکن د یوې افغاني غالۍ یو مربع متر تر ۲۰۰۰ افغانیو (۱۹.۲۳ ډالرو) پورې قیمت لري.»

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د بوستان باغ کلي یوه اوسېدونکي مینګ مراد سلام ټایمز ته وویل چې د هغه د کورنۍ د اتو غړو له جملې څخه څلور غړي غالۍ اوبي.

هغه وویل، «پخوا د غالیو بازار ډېر ښه وو. د ښځو په ګډون ډېرو خلکو په دغه صنعت کې کار کاوه، لاکن اوس را وغورځېد چې سوداګر یې د راتلونکي په هکله اندېښمن کړي.»

هغه خبرداری ورکړ چې، «که دا وضعیت روان وي، په فاریاب کې به د افغاني غالیو د پېړیو زوړ کلتور له منځه لاړ شي.»

د صنعت د ژوندي ساتلو هڅې

په فاریاب کې د غالیو د صادروونکیو اتحادیه وایي هغوی هڅه کوي چې د دغه صنعت په ژوندي ساتلو کې مرسته وکړي.‌

د فاریاب ولایت د غالۍ اوبدونکیو د اتحادیې یوه غړي محمد صالح قالینباف سلام ټایمز ته وویل، د غالیو صنعت اوس د غفلت، زیاتېدونکي فقر او بې کارۍ له امله له خطر سره مخامخ دی.‌

هغه وویل، د دغه صنعت د ملاتړ لپاره هېڅ اقدامات نه دي شوي چې له رکود څخه یې بېرته راپورته کړي.

هغه زیاته کړه، «د غالۍ اوبدونکیو د اتحادیې غړو څو مجلسونه وکړل ترڅو د غالیو د تولید او صدور د انکشاف له لارې د دغه صنعت ملاتړ وکړي.»

قالینباف وویل، «موږ ډیر کوښښ کوو ترڅو په فاریاب کې د غالیو د صنعت او د غالیو د تولید ملاتړ وکړو او په دې توګه په زرګونو بې کاره افغانانو ته د پخوا په څېر بیا کارونه برابر کړو.»

هغه د بازار د سړښت په هکله اندېښنې څرګندې کړې او زیاته یې کړه چې د غالیو قیمت د پخوا په پرتله ۷۰٪ رالوېدلی او د غالیو اوبدونکي یې زړه توري کړي او ځینې یې دې ته جوړ کړي چې دغه صنعت پرېږدي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه ده چې د پخواني حکومت کارکوونکي د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي. حلال رزق ګټل هم عبادت دی. د پخواني حکومت کارمندان دې په کار کې د بوخت پاتې کېدو لپاره ډېره هڅه وکړي څو خپلو کورنیو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

ځواب ورکړئ

پخوانيو دولتي کارمندانو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده. په کور کې د ناستې پرځای، دا غوره ده چې غالۍ و اوبي. بازار نه یوازې د غالیو، بلکې د نورو کاروبارونو هم اغیزمن شوی دی. صبر وکړئ، هر څه به ښه شي، ان شاالله.

ځواب ورکړئ

د غالیو اوبدلو پروژه د جمهوریت په دوره کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام تر سیوري لاندې پر مخ وړل کېده چې د ۲۰۱۷ م کال د مې په میاشت کې د افغانستان په ۸ ولایتونو کې پیل شوه او د افغانستان د مالیې وزارت له لوري تمویلېده چې موخه یې بیرته راستنیدونکو کډوالو ته کارموندنه او د هیواد لاسي صنایعو ته وده ورکول و. د هغه وخت د شمېرو له مخې د دې پروژې په ترڅ کې د غالۍ اوبدلو ۱۰۰۰ کارګاوې په ننګرهار، ۳۷۰ په لغمان، ۱۰۰۰ په کابل، ۵۰۰ په پروان، ۵۰۰ بغلان، ۶۳۰ په بلخ، ۷۲۰ په هرات او ۲۸۰ په کندهار ولایت کې ویشل شوې وې چې په ټوله کې ۵۰۰۰ دستګاوې کیدې. دا د پورتنیو ۸ ولایتونو په ۳۵ ولسوالیو کې پر ۵۰۰۰ کورنیو سره د غالیو د اومو توکیو ویشل شوي وې. دې پروژې ۷۲٪ ښځې او ۲۸٪ سلنه نارینه تر پوښښ لاندې راوستي و. چې ښځو ته د کار موندنې په برخه کې یو پرمختیا وه، مګر د طالب په راتګ سره چې دلته د غالۍ اوبدلو په مرکزونو کې یې عزت خوندي و برباد شو هر څه خراب شول، د حیا او عزت ګڼ شمېر مېرمنې په لارو کوڅو کې سوال ته ناستې وي، چې طالب راته اسلامي نظام راوړي حال دا چې خپله د اسلام په مانا نه پوهېږي. په هر حال اوس طالب مسؤل دی چې د غالۍ او بېلا بېلو صنعتونو ودې ته ملا وتړي او په داسې انداز کې کارونه وکړي چې پرېمانه کاري فرصتونه هم نرو او هم ښځو ته برابر کړي ځکه همدوی و چې د خلکو یوه مړۍ ډوډۍ یې پرې ودروله او اوس یې د ژوند هر ډول ستونزو سره مخامخ کړي دي..

ځواب ورکړئ

دا ډېر ښه خبر دی چې بېرته د غالۍ اوبدلو صنعت ته مخ اړول کېږي بلخصوص هغه هېوادوال چې اوسمهال کاري فرصتونه کم دي او یا هم بیخي نشته نو په داسې یو حالت کې پر ځای د دې چې سوال او ګدايۍ ته مخه کوي بهتره ده چې په یو نه یو ډول دغسې کارونو ته مخ واړوي او ځان او د کورنۍ نور غړي پرې بوخت کړي او د حکومت وظیفه بیا داده چې ورته نړیوال مارکېټ پیدا کړي. یو خو به د وطن صنعت مخه وکړي بل به بې رزوګاره خلکو ته کاري فرصتونه پیدا شي. دغه کسان چې تاسو غږولي ریښتیا وايي د دوی ځایونه خو ملایانو ونیول چې په طریقه یې هم نه پوهېږي چې څه ډول یې مخته یوسي خو یوازې د څوکۍ اشغال دی نور که پوهېږي یا نه د دوی یې څه خو خلک او هېواد یې په ستونزو کې اخته کړی دی. خو چې وجدان ته په کې یو څوک ملامت نه وي او وشي کولی چې خپله دنده په ښه ډول مخته یوسي په عبادت کې حسابېږي نو دا چې د مدرسې چڼی ځانته د اسلام ټېکه دار وايي او بیا هم د هغه کار اهل نه دی خو ده په کې ځان بوخت کړی عبادت نه چې د خلکو ازار اخلي او بس.

ځواب ورکړئ

په دفتر کې کار کول،‌ غالۍ اوبدل یا دې ته ورته نور کارونه چې په دین او قانون کې منع نه وي ټول عبادت کې حسابیږي. الله تعالی پرې راضي کیږي او د انسان د پرمختګ سبب کیږي. ضرور نه ده چې ټول خلک دې په دفترونو کې کار وکړي، بلکې د قالینو په څېر په نورو کسبونو کې هم کار کول خپل رول لري. البته زما هدف دا نه دی چې تالبان دې مسلکي خلک له کاره ګوښه کړي او د ټولو پر ځای دې یوازې ملایان مقرر کړي.

ځواب ورکړئ