بلخ -- په مزارشریف کې د غالیو د یوه تولیدي شرکت په جوړولو سره، حلیمه سید زاده د غالۍ اوبدلو په سکتور کې له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو ته روزنه او کاري فرصتونه برابروي.
د تاشګذر د غالیو د تولیدي شرکت مالکې او رییسې سید زاده چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، د هغې شرکت په لسګونو ښځې په کار ګومارلي چې کولی شي غالۍ واوبي خو دا فرصت یې نه درلود چې په دې برخه کې کار ومومي.
هغې وویل، «موږ غواړو چې د ښځو ملاتړ وکړو او په ټولنه کې د هغوی حضور پیاوړی کړو.»
سیدزاده وویل هغې دا ورکشاپ د ۱۴۰۰ د مرغومي په میاشت کې تاسیس کړ څو د هغو کورنیو لپاره چې مشرانې یې ښځې دي او د غریبو کورنیو نجونو ته یو فرصت برابر کړي چې د غالیو اوبدل زده کړي او په دې طریقه د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.
هغې وویل، «زه چې ۹ کلنه وم له خپلې مور سره مې د غالیو اوبدل پيل کړل. اوس د دې شرکت له لارې نورو ښځو ته د روزنې د برابرولو تر څنګ، زه هغوی ته کاري فرصتونه برابروم څو هغوی وکولی شي چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.»
هغې وویل، «له موږ سره دلته له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځې کار کوي، چې ۳۰ یې دا زده کوي چې څنګه غالۍ واوبي، په داسې حال کې چې نورې په ورکشاپ او کور کې غالۍ اوبي.»
هغې زیاته کړه، «مونږ د غالیو اوبدلو لپاره له ترکمنستان او ازبکستان څخه خام مواد اخلو او ښځینه غالۍ اوبدونکیو ته یې ورکوو.»
هغې وویل، «ښځینه غالۍ اوبدونکیو ته د خامو موادو له ور وېشلو څخه وروسته، موږ هغوی ته د غالیو طرحې او ډیزاینونه هم ورکوو.»
هغې وویل، اوبدونکیو ته د هرې میاشتې په پای کې د مربع مترو په حساب سره چې هغوی اوبدلي وي تادیات کیږي.
سیدزاده وویل چې هغه له لویو شرکتونو سره تړونونه لري چې د هغې د شرکت تولیدات په داخلي او نړۍ والو مارکېټونو کې خرڅ کړي.
له یواځې نفقه ګټونکیو سره مرسته
ډېرې هغه ښځې چې په بلخ کې غالۍ اوبي هغوی د خپلو کورنیو یوازنۍ نفقه ګټونکې دي او وایي چې هغوی د غالۍ اوبدلو په برخه کې د خپل کړي کار په حساب هره میاشت له ۴۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ افغانیو (۴۵ – ۱۱۴ ډالر) پورې ګټي.
عایشه چې ۴۲ کاله عمر لري له دوو میاشتو راهیسې په تاشګذر کې کار کوي او اوس د خپلې کورنۍ په مالي ملاتړ کې یو مهم رول لوبوي.
هغه څلور ماشومان لري او د غالۍ اوبدلو له درکه په میاشت کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ افغانیو (۴۵ – ۶۵ ډالر) ګټي.
هغې وویل، «زما مېړه د لیلامي کالیو دوکان لري، خو کار یې ښه نه دی. له هغه وخت نه چې ما کار پیل کړی دی زموږ اقتصادي ستونزې څه ناڅه کمې شوي دي.»
هغې وویل، «زه د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې د غالۍ اوبدلو په شرکت کې کار کوم. ما له خپلو خپلوانو څخه د غالیو اوبدل زده کړل، او اوس زه کولی شم چې هر ډول غالۍ واوبم. زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم د خپل مېړه او کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»
ماه ګل چې ۳۵ کاله عمر لري او د درې ماشومانو مور ده د هغو ۶۰۰۰ افغانیو (۶۵ ډالرو) پر مټ د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي چې هغه یې هره میاشت د غالۍ اوبدلو له لارې ترلاسه کوي.
هغې وویل، «زما مېړه یو کال مخکې ترکیې ته لاړ چې څه کار ومومي، او زه مجبوره یم چې د خپلو ماشومانو لپاره نفقه وګټم،» او زیاته یې کړه چې هغه له درې میاشتو راهیسې په کور کې غالۍ اوبي.
هغې وویل، «د دې کار له پیلېدلو څخه مخکې زه بې کاره او په کور ناسته وم. اوس زه خوشحاله یم چې غالۍ اوبم او یو عاید لرم.»
ماه ګل وویل، «زه په هغې تنخوا چې زه یې ترلاسه کوم داسې ترتیب کوم چې خپل لګښتونه پرې پوره کړم. زه کولی شم چې کتابونه، کتابچې او د ماشومانو لپاره د ښوونځي یونیفارم واخلم او په خپل ورځني ژوند کې نورې اړتیاوې پوره کړم.»
هغې زیاته کړه، «که ما دا کار نه درلودای، ډېره به سخته وای.»
د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکې ذکیې چې ۵۰ کاله عمر لري، وویل چې هغې په اوه کلنۍ کې د غالیو اوبدل زده کړل او اوس په تاشګذر کې غالۍ اوبي.
هغې وویل، «زما تنخوا د میاشتې ۶۰۰۰ افغانۍ (۶۵ ډالر) ده، او زه له سهار څخه تر ماښام پورې د غالۍ اوبدلو په شرکت کې غالۍ اوبم،» او زیاته یې کړه چې هغه د خپلې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې ده.
هغې وویل، «زما مېړه په یوه دولتي اداره کې امنیتي ساتونکی و... خو هغه له کاره ګوښه شو او څو میاشتې کېږي چې بې کاره دی.»
د صنعت وده او د صادراتو په برخه کې ستونزې
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې سرپرست رییس اسدالله اسد وویل، د افغانستان په شمال کې د غالۍ اوبدلو صنعت په تېرو کالونو کې ۶۲٪ زیات شوی او سوداګرو څه ناڅه خپلواکي ترلاسه کړې، خو د نړۍ والې مرستې په درېدلو سره سوداګري سسته شوه.
اوس دغه صنعت بیا د پرمختګ په لور روان شوی دی.
هغه وویل، «د هېواد په شمال کې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د غالۍ اوبدلو په سکتور کې تولید بیا وده کوي. مونږ هڅه کوو چې د بازار موندلو په برخه کې د غالۍ د سوداګرۍ ملاتړ وکړو او له هغوی سره مرسته کوو چې خام مواد ترلاسه کړي څو وکولی شي چې له ننګونو پرته د دې صنعت ودې ته دوام ورکړي.»
نوموړي وویل، «موږ هیله لرو چې نړۍ واله ټولنه له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي څو موږ وکولی شو چې دا سکتور له افلاس څخه وژغورو او سوداګر، صنعتکاران او هنرمندان وکولی شي چې د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»
هغه وویل، «په افغانستان کې د غالیو د صنعت غټې ننګونې د صادراتو کموالی او د خامو موادو د قیمتونو لوړوالی دی،» او زیاته یې کړه چې صادرات (د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې) د هوایي دهلېزونو د بندېدلو او د نړۍ والو الوتنو په شمېر کې د کمېدلو له امله ځنډېدلي دي.
په مزارشریف کې د حمیدالله روحاني په نامه یوه ۴۰ کلن غالۍ پلورونکي وویل چې ځینې افغاني غالۍ ایران او پاکستان ته په قاچاق وړل کیږي.
هغه وویل، «دودیزې غالۍ پخوا د هوا له لارې صادرېدلې، خو اوس په هوایي تګ راتګ کې د ستونزو له امله افغاني غالي ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي او بیا له هغه ځای څخه د هغو هېوادونو په نومونو نړۍ والو بازارونو ته صادرېږي.»
روحاني وویل، «که څه هم چې د افغاني غالیو کیفیت ډېر لوړ دی، له دې امله چې قیمته دي، افغانان د ټیټ کیفیت لرونکې ایرانۍ غالۍ اخلي چې څو میاشتې هم دوام نه کوي.»
هغه په مقاماتو باندې غږ وکړ چې د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني غالیو د ورود مخه ونیسي او د افغانستان د غالیو د صنعت ملاتړ وکړي.