د ښځو حقوق

تجربه لرونکې ښځینه اوبدونکې په بلخ کې حرفوي روزنه وړاندې کوي

د محمد قاسم راپور

ښځې د وږي په ۶مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې په وړیا ډول ګنډل زده کوي. [عکاس: شعیب همدرد]

ښځې د وږي په ۶مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې په وړیا ډول ګنډل زده کوي. [عکاس: شعیب همدرد]

کندوز -- د اوبدلو په برخه کې تجربه لرونکو ښځو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په یوه ورکشاپ کې د اوبدلو دستګاوې لګولي او هلته هغوی ښځو ته د دې لپاره روزنه ورکوي چې کالي او نور توکي جوړ او د خرڅلاو لپاره برابر کړي.

د هغوی هڅو د یوې روزنې او د لاسي صنایعو د ورکشاپ د جوړولو له لارې، د شاوخوا ۴۰۰ نورو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي.

شکریې محمدي چې په مزارشریف کې د ښځو د پیاوړتیا د مرکز مشري پر غاړه لري، وویل، د مرکز د اوبدلو په هر ماشین باندې تر ۶۰ پورې ښځې روزنه ترلاسه کوي، چې ورسره ۴۰۰ ښځې د نویو مهارتونو له ترلاسه کولو څخه ګټه پورته کوي.

د دغه مرکز، چې د کب په میاشت کې پرانستل شو، هدف دا دی چې له ښځو سره مرسته وکړي څو هغوی د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

محمدي سلام ټایمز ته وویل، «په ګنډلو سربېره،په دې حرفوي مرکز کې ښځې د ګلدوزۍ، مرۍ ګنډلو او نورو برخو کې کار کوي.»

هغې وویل، «په هېواد کې له وروستیو بدلونونو څخه وروسته ډېرې ښځې مجبورې شوې چې په کورونو کېني. د دې پروګرام له لارې، موږ وکولی شوای چې ډېرې ښځې په کار وګومارو او له هغوی سره مرسته وکړو چې پر ځان بسیا شي.»

محمدي وویل، اکثرو ښځو بېلابېلې حرفې زده کړي او کولی شي چې په خپلو کورونو کې ډول ډول کالي او نور لاسي صنایع جوړ کړي.

د مرکز یوې روزونکې سمیرا قادري وویل، په دغه پروګرام کې ښځې لومړی عملي مهارتونه زده کوي، «او بیا خپل تجارت شروع کوي یا له خپلو کورونو څخه کار کوي.»

هغې وویل، «اوس موږ یواځې ښځو ته روزنه ورکوو. په یوه کال کې به هغوی د مهارت لرونکیو اوبدونکیو په توګه کار کوي.»

هغې زیاته کړه چې، «موږ به هڅه وکړو چې په راتلونکي کې نورې ښځې هم دې ته جوړې کړو چې د دې پروګرام له لارې پر ځانونو بسیا شي او د خپل ژوند ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي،» او یادونه یې وکړه چې تر اوسه پورې یواځینۍ ننګونه د یوه مناسب روززنیز ځای نشتوالی دی.‌

د پر ځان بسیاینې په لور

د مرکز یوې روزونکې نرګس صمیمي وویل چې هغه له تېرو شپږو میاشتو راهیسې توکي اوبي، او هڅه کوي چې تل په سوداګرۍ کې له نویو غوښتنو سره برابره واوسي.

هغې وویل، «زه به سږ کال د مزارشریف د نجونو له لېسې څخه فارغه شوې وای، خو دا چې ښوونځي بند دي، زه مجبوره شوم چې د اوبدلو روزنه پیل کړم.»

هغې وویل، «په دې دوره کې ما د هر ډول کالیو ګنډل زده کړي دي. زه به په کور کې اوبدل پیل کړم، او کله چې فارغه شم د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ به وکړم.»

هغې د لاسي صنایعو د تولیدولو لپاره د عصري وسایلو، په ځانګړې توګه د اوبدلو د ماشینونو د نشتوالي یادونه وکړه، او دا داسې مسئله ده چې په مرکز کې ورته ډېره اړتیا ده، او وړاندیز یې وکړ چې که دا مسئله حل شي ډېرې زیاتې ښځې به له دې پروګرام سره ملګرې شي.

هغې وویل، «موږ ډېر زاړه او ابتدایي وسایل کاروو، په داسې حال کې چې مشتریان داسې د ورځې موډ کالي غواړي چې دا ماشینونه یې نشي جوړولی.»

دا وخت دودیز افغاني کمیسونه (ګنډ افغاني) چې د خوښۍ په محفلونو کې اغوستل کیږي د مشتریانو لپاره په زړه پورې دي.

ځایي خیاطان وایي، د دغو کمیسونو قیمت د هغوې د کار په اساس تعینیږي چې په هغوې باندې کېږي. ساده کمیسونه د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ افغانیو (۵۶ او ۱۱۲ ډالرو) تر منځ جوړوي، په داسې حال کې چې ښه جوړ شوي یې تر ۲۵۰۰۰ افغانیو (۲۸۱ ډالرو) پورې خرڅول کیږي.

خالدې محسني چې په دغه مرکز کې یې شپږ میاشتې روزنه اخیستې ده، سلام ټایمز ته وویل، هغه خوشحاله ده چې خیاطي زده کوي، او وبه کولی شي چې په دې مهارت سره د خپلې کورنۍ مالي مرسته وکړي.

هغې وویل، «زه هره ورځ د ګنډلو لاسي ماشینونه کاروم،» او له حکومت او خیریه موسسو څخه یې غوښتنه وکړه چې له دغه پروګرام سره مرسته وکړي او عصري او برقي د ګنډلو ماشینونه ورته برابر کړي.

هغې وویل، «د خیاطۍ روزنه او د دې ورکشاپ جوړول د ښځو د پر ځان بسیاینې لپاره یو ښه فرصت دی.»

د فقر له منځه وړل

د مزارشریف ښاروال قدرت الله طارق سلام ټایمز ته وویل، ځایي چارواکي اراده لري چې دوکانونه جوړ کړي او داسې تعین شوې خوندي ساحې رامنځته کړي چې هلته ښځې کولی شي لاسي صنایع تیار او خرڅ کړي.

هغه وویل، «د مزارشریف ښاروالي له ښځو سره په دې کار کوي چې د هغوی ستونزې حل کړي. موږ هڅه کوو چې هغوی ته له مرستندویو ادارو سره په همکارۍ کې، لا نورې اسانتیاوې برابرې کړو.»

هغه زیاته کړه، «په هغه مارکېټ کې به چې موږ غواړو د ښځو لپاره یې جوړ کړو، یواځې ښځې وکولی شي چې لاسي صنایع تولید او خرڅ کړي.»

د مزارشریف یوه اوسېدونکي هجرت الله عاصم سلام ټایمز ته وویل، که ښځو او نجونو ته د پخوا په څېر په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي، کېدی شي چې هغوی خپل ژوند ته وده ورکړي او د کورنیو فقر له منځه وېسي.

هغه زیاته کړه، «که ښځو په بېلابېلو برخو کې د کار کولو فرصتونه لرلای، کېدی شي چې تغیر یې راوستی وای. هر چېرې چې ښځو کار کړی دی، د هغوی اجرأت ستایل شوي دي.»

عاصم وویل، «له کورونو څخه بهر د ښځو د کار کولو مخنیوی نه یواځې د هېواد لپاره اقتصادي ستونزې زیاتوي، بلکې دغه راز د کورنیو فقر هم زیاتوي.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو دوو لسیزو کې ښځو د سړیو په څېر پرمختګ وکړ او زده کړې یې وکړلې. هغوی باید دا فرصت ولري چې له خپلو کورونو څخه بهر په دولتي او خصوصي سکتورونو کې کار وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له ډېرې مودې راهیسې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د غالۍ اوبدلو دود روان دی چې مختلف ډولونه لري. له بده مرغه پاکستانیان له افغاني غالیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پاکستان یې په خپل لیبل بهرنیو هېوادونو ته صادروي. پاکستان د افغانستان تر ټولو ستر دښمن دی او هر افغان باید په دې پوه شي. په دې اساس، د غالۍ اوبدلو کار باید یوازې د هېواد په شمال کې پاتې نشي. دا باید نورو ولایتونو ته هم وغځول شي ځکه چې د غالۍ اوبدلو کار فکري کار دی نه فزیکي. نارینه، ماشومان او ښځې کولی شي دا کار وکړي.

ځواب ورکړئ

افغانې ښځې تر دې ډېرې مستحقې دي. اوبدل او ګنډل د افغان ښځو لپاره مناسب نه دي. د نارینه وو په څیر، افغان میرمنې باید وزیرانې، ولسمشرانې، ډاکټرانې، انجینرانې او ښاروالانې شي او په ټولنه کې فعال رول ولوبوي. دا کارونه ګټور دي او باید وستایل شي، لاکن دوی هیڅکله کافي ندي. دا کړنې ممکن د یو څه وخت لپاره د ښځو خېټې ډکې کړي لاکن د دوی شخصیت ته زیان ورسوي. دا په دفترونو کې د کار کولو لیوالتیا له منځه وړي. دا د طالبانو مسؤلیت کموي او په حقیقت کې د دوی (ښځو) اصلي کرکټر له دوی څخه اخلي. نړۍ باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند بدل کړي. که نړۍ واقعاً مرسته کول غواړي، باید اصلي مسلې په ګوته کړي.

ځواب ورکړئ

څومره احمق واکمنان دي. ښځې یې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي خو په دې ورته څه نه وایي چې قالینې اوبي. د دې معنی دا ده چې مونږ سل دوه سوه کاله پخواني وخت تللي یو. هغه وخت چې خلکو په ښځو باندې تعلیم کول شرم ګاڼه. د افغانستان اوسني واکمنان باید د جهالت سیاست پرېږدي، او اجازه ورکړي چې نجونې تعلیم وکړي، ښځې په دفترونو کې کار وکړي. دغه باید له پاکستان او ایران څخه پرته نورو هیوادونو ته فرصتونه برابر کړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. البته، یوه بل ټکي ته هم باید پام وکړي چې چین ډېر وږی هیواد دی او په هر ډول معامله کې چې ورسره کیږي باید لس ځلې فکر وشي.

ځواب ورکړئ

وګورئ چې طالبانو له ولس سره څه کړي دي. د خدای شکر دی چې ۴۰۰ ښځې په دندو بوختې شوي دي او دا شمېره په رښتیا هم ډېره ده، خو ایا تاسو دې ته پام کړی چې دا ښځې څه وايي؟ نرګس صمیمي وايي، شپږ میاشتې وړاندې له ښوونځي فارغه شوې ده. له دې امله چې طالبانو د ښوونیزو مرکزونو دروازې د ښځو پر مخ تړلې دي، هغه له مجبوریت نه دغه روزنیز ورکشاپ ته راغلله. ویل کیږي طالبان په پام کې لري چې سږ کال په دولتي پوهنتونونو کې د کانکور په ازموینو کې د ښځو د شمولیت لپاره ستونزې جوړې کړي. دوی د جنسیت پر بنسټ درجې ټاکي او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له ښوونې او روزنې او طب پرته په نورو برخو کې شاملې شي. نړیواله ټولنه باید د سږني کال د کانکور ازموینه له نږدې څخه وڅاري او اجازه ورنه کړي چې د افغان میرمنو ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخامخ او هغوی مجبورې شي چې په لنډ مهالو کورسونو کې کار وکړي.

ځواب ورکړئ