اقتصاد

ملګرو ملتونو په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو د یوه مرکز د رغونې چارې پیل کړې

د محمد قاسم راپور

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي د لړم په ۱۰مه د پټۍ پرې کولو مراسم ترسره کوي څو په دغې ولسوالۍ کې د غالیو د پروسیس د لومړني مرکز د رغونې کار پیل کړي. [ټولنیزې رسنۍ]

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي د لړم په ۱۰مه د پټۍ پرې کولو مراسم ترسره کوي څو په دغې ولسوالۍ کې د غالیو د پروسیس د لومړني مرکز د رغونې کار پیل کړي. [ټولنیزې رسنۍ]

جوزجان -- د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې په موخه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په اقچه ولسوالۍ کې د جوزجان ولایت د غالیو اوبدنې د لومړني مرکز د رغونې چارې پيل کړې.

په جوزجان کې د عابد افغان شرکت اجرائیه رئیس ذبیح الله زاهد وویل، کار د لړم په ۱۰مه پیل شو او تمه ده چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا په جوزجان کې د غالۍ اوبدونکیو یو خوب و، چې له نېکه مرغه په حقیقت باندې بدل شو.»

هغه وویل، «په اقچه ولسوالۍ کې په لسګونو سړي او ښځې د غاليو په اوبدلو او تولیدولو کې ښکېل دي، او دا د هغوی له لویو اړتیاوو څخه وه چې د پروسیس یو مرکز ورته جوړ کړای شي.»

زاهد وویل، دا مرکز به په بشپړېدلو سره ۱۲۰۰ کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي.

هغه وویل،‌ «په دې مرکز به چې په اقچه کې په ۲۰۰۰ مربع متره ځمکه کې جوړېږي، ۱۳ میلیارده افغانۍ (۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالر) ولګول شي... چې تولید، قیچي او بسته بندي به په همدې مرکز کې ترسره کیږي.»

هغه زیاته کړه، د مرکز په بشپړېدلو سره به د غالۍ اوبدنې په صنعت کې ټول ګامونه په جوزجان کې ترسره کیږي، او په افغانستان کې تولید شوې غالۍ به له دې ځای څخه صادرېږي.

تر دې مخکې به په افغانستان کې جوړې شوې غالۍ د پروسیس لپاره پاکستان یا ایران ته وړل کېدلې.‌

اوبدونکیو د نوي مرکز هرکلی وکړ

ځایي غالۍ اوبدونکي او سوداګر وایي، د وروستیو کالونو د ناامنۍ له امله په جوزجان کې د اوبدلو صنعت کمزوری شوی و، او ډېرو اوبدونکیو دغه صنعت پرېښی و.

په جوزجان ولایت کې یوه غالۍ اوبدونکي سفرمحمد ترکمن چې ۵۸ کاله عمر لري، وویل، «د پروسیس مرکز به مرسته وکړي چې په جوزجان کې د غالیو صنعت یو ځل بیا وغوړېږي، او هغه غالۍ اوبدونکي به چې دا صنعت یې پرېښی دی بېرته راستانه شي.»

ترکمن وویل، «موږ به په میاشت کې یوه غالۍ اوبدله او د اقچې ولسوالۍ په بازاز کې به مو خرڅوله.»

افغاني غالۍ په عمومي توګه ۵ متره اوږدې او ۳ متره پلنې دي.‌

هغه وویل، د اوبدونکیو عاید ډېر ښه و.

هغه وویل، «په تېر کال کې، زموږ ژوند ښه نه و، او ما خپل ځان د غالیو له صنعت څخه لیرې کړ، خو زه خوښ یم چې اوس یو مرکز رغول کیږي او زه به خپل کار بیا پیل کړم

په جوزجان کې د غالیو یوه سوداګر ربیع الله خالقي وویل، شریکباڼې موسسې باید د صنعتي پارکونو په جوړولو،‌ د خامو موادو او د وړۍ وینځلو د وسایلو په برابرولو او د غالیو او نورو اړتیاوړ موادو د خرڅولو او اخیستلو لپاره د یوه مارکېټ په جوړولو سره د سوداګرو ملاتړ وکړي.‌

هغه وویل، «زموږ اکثر غالۍ اوبدونکي او سوداګر د خامو موادو او د غالیو د صادرولو لپاره د اسانتیاوو د کموالي له ستونزې سره مخامخ دي. که موږ په یادو برخو کې ملاتړ ترلاسه کړو، افغاني غالۍ به خپل پخوانی مقام بېرته ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «له ایران او پاکستان څخه د وړیو او مصنوعي رنګ وارداتو، چې په دروغو د بلجیمي موادو په نامه خرڅیږي، د غالیو کیفیت متاثر کړی او د هغو ارزښت یې کم کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «هغه ډیزاینونه چې اوس په افغاني غالیو کې کارول کیږي په نړۍ والو مارکېټونو کې ډېر مینه وال نه لري، چې دا د افغاني غالیو د صادراتو په کمولو کې یو بل فکتور دی.»

د کورنیو تولیداتو لپاره ملاتړ

غالۍ اوبدل په افغانستان کې یو زوړ او ارزښتناک صنعت دی. البته، هغه غالۍ چې ځانګړي ډیزاینونه لري او د هېواد په شمالي برخه کې تولیدیږي، د مینه والو د کمولي او د اقتصادي ستونزو له امله خپل شهرت څه ناڅه بایللی دی.

د جوزجان یوه غالۍ اوبدونکي محمد شاکر اختري چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل ټول هغه سخت کار چې ده او د ده همکاران یې کوي، د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني غالیو د وارداتو له امله بې ګټې شوی دی.

هغه وویل، «هغه غالۍ چې موږ یې په لاسونو جوړوو او غټ لګښتونه پرې کېږي، د ایرانیو وارداتي غالیو په نسبت لوړ کیفیت لري، لاکن مشتریان ایرانۍ غالۍ اخلي ځکه هغه ارزانې دي.»

هغه زیاته کړه، «که د ایراني غالیو واردات ونه درول شي، د افغاني غالیو صنعت به سقوط وکړي. حکومت باید ټولې هغه ستونزې چې د غالیو صنعت ورسره مخامخ دی، حل کړي ترڅو یې دوام ډاډمن شي.»

اختري وویل، «افغاني غالۍ تر تېر کال پورې اروپا، متحده ایالاتو،‌ کاناډا،‌ عربي نړۍ او اسیا ته صادرېدلې، لاکن اوس یې صادرات کم شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ورځې تر ټولو عالي راپور دی. د یو ان اچ سي ار یې کور ودان چې دغسې یو پروګرام یې د خلکو لپاره جوړ کړی دی. دې سره نه یوازې ځایي خلک په کار بوخت شول؛ بلکې هغه تولیدات چې دې مرکز کې کېږي او بیا بهر ته صادریږي د افغانستان او افغانانو نوم ژوندی ساتي. دېته پښتو کې متل لرو چې هم ثواب هم خرما.

ځواب ورکړئ

افغانان باید هڅه وکړي چې د منځنۍ اسیا له لارې له اروپا سره خپل هېواد ونښلوي. تر هغه چې د افغانستان د مالونو لپاره نړۍ وال بازار پیدا نشي، په داخل کې په ډېر زحمت سره تولید شوي توکي به په مناسب قیمت خرڅ نشي. افغانان باید دا په کاڼي ولیکي چې پاکستان د افغانستان دښمن دی. دا ادعا هسې هوایي نه ده. په لسګونو او سلګونو دلایل شته چې ثابتوي چې پاکستان د افغانستان دښمن دی. یو مثال یې دا دی چې، کله چې د افغانستان د مېوو او ترکاریو وخت راورسیږي او مېوې پاکستان ته صادرېږي، د پاکستان حکومت ورته د ډیورنډ کرښه باندې جوړې شوې دروازې بندې کړي. د افغانستان مېوې او ترکارۍ په لاریو کې ورستې شي چې افغان سوداګرو ته په میلیونونو ډالر تاوان ور واوړي. دغسې، افغانستان ته جعلي دواګانې او نور مواد راليږي.‌ ایران هم همداسې کارونه کوي لاکن څومره منافقت چې پاکستان کوي د ایران په نسبت ډېر زیات دی.

ځواب ورکړئ

د‌ بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي چې ترکیه له افغان پناه غوښتونکو سره غیر انساني چلند کوي. د‌ یاد شوي سازمان د ترکېې د برخې مشر «اما سینکلر وب» وايي ترکي پولیس په دغه هېواد کې افغان پناه غوښتونکي له را ټولولو وروسته په زوره د وتو د اسنادو لاسليک ته مجبوريږي او بيا د ترکېې له خاورې شړل کېږي. دغه سازمان د خپل راپور عنوان هم په دې ډول ټاکلی، چې د یوه افغان پناه غوښتونکي نقل قول دی:« هیچا ونه پوښتلم، چې ولې مې افغانستان پريښود؟» افغان پناه غوښتونکو له دغه سازمان سره په خبرو کې شکایت کړی، چې هیڅکله په ترکیه کې د پناه غوښتنې لپاره فرصت نه دی ورکړل شوی. ترکي چارواکو ويلي وو، چې په روان میلادي کال کې یې څه باندې ۵۰ زره افغان کډوال د الوتکو په وسیله افغانستان ته لېږلي او خپلې خاورې يې د ۲۰ زرو افغان پناه غوښتونکو د ننوتو مخه نیولې ده. د ترکیې ترڅنګ پاکستان، ايران او تاجيکستان هم د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته بيا -بیا افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او طالبان خو بیا د پناه غوښتونکو د حقونو لپاره لږ تر لږه هغسې چې لازمه ده غږ هم نه دی پورته کړی. بس افغانستان د پاکستان په واک کې دی. ترکيه، ایران او پاکستان درې واړه په افغانستان کې لوړپوړي دیپلوماتان لري، خو يوازې پاکستاني لوري سره یې ځینې وخت د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړي. که طالبان خودمختاره وی نو ولې یې له دوی سره نه شریکوي او ولې طالبان د افغان مسافرو پوښتنه نه کوي؟

ځواب ورکړئ

د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو د مرکز د جوړولو پیل د ملګرو ملتونو له غوره کارونو څخه ګڼل کېږي. غالۍ اوبدل د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو پخوانی صنعت دی. په هغو کلونو کې چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جګړې روانې وې، زموږ د هېواد د غالۍ اوبدلو صنعت او غالۍ اوبدونکي ګاونډي هېواد پاکستان ته کډه شول. د پاکستان حکومت د غالۍ اوبدونکو هرکلی وکړ او هغوی یې په غیږ کې ونیول. د دغو غالۍ اوبدلو لپاره يې کاري چاپېريال برابر کړ او ځمکې يې ورکړې، څو د ځانونو لپاره کورونه جوړ کړي. زموږ غالۍ د پاکستان له لارې اروپايي، امریکايي او عربي هېوادونو ته صادرېدې او دا کار د پاکستان لپاره د ګټې لامل شو. د ملګرو ملتونو د دغې پروژې په جوړیدلو سره موږ افغانان کولی شو چې د خپل هېواد جوړې شوې غالۍ د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړو او د خپل هېواد اقتصاد پیاوړی او خپل او د کورنۍ اقتصاد ته وده ورکړو. په احترام مدثر

ځواب ورکړئ