اقتصاد

امریکایي خیریه موسسه په کندهار او هرات کې افغانانو ته حرفوي روزنه او هیله ورکوي

د عمر راپور

په هرات او کندهار ولایتونو کې له ۱۶۰۰ څخه ډېر افغان ځوانان د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوي پروګرام له لارې حرفوي مهارتونه زده کوي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د زمري په ۱۲مه د ظرفیت جوړونې او د وظیفو لپاره د روزنې پروګرام، چې په متحده ایالاتو کې مېشته خیریه موسسه مرسي کور یې تطبیقوي، پيل کړ. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات او کندهار ولایتونو کې له ۱۶۰۰ څخه ډېر افغان ځوانان د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوي پروګرام له لارې حرفوي مهارتونه زده کوي.

له نیمایي څخه ډېر برخه وال ښځې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د زمري په ۱۲مه د ظرفیت جوړونې او د وظیفو لپاره د روزنې پروګرام، چې په متحده ایالاتو کې مېشته خیریه موسسه مرسي کور یې تطبیقوي، پيل کړ.

دغه شپږ میاشتنی پروګرام په داسې حال کې مخ ته راځي چې افغانستان له ډیریدونکې بې کارۍ او د ځوانانو د کډوالۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ښځینه زده کوونکې د وږي په ۸مه په هرات ښار کې د لومړنیو مرستو په روزنیز کورس کې لیدل کیږی. [عمر/سلام ټایمز]

ښځینه زده کوونکې د وږي په ۸مه په هرات ښار کې د لومړنیو مرستو په روزنیز کورس کې لیدل کیږی. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د وږي په ۸مه په هرات ښار کې په یوه ټولګي کې ګلدوزي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د وږي په ۸مه په هرات ښار کې په یوه ټولګي کې ګلدوزي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دغې پروژې د تمویل لباره ۳ میلیونه ډالر ورکړي دي.

په افغانستان کې د مرسي کور موسسې رییس جک بیرن وویل، افغان ځوانان به په هرات او کندهار ولایتونو کې د شپږو میاشتو په بهیر کې په ۱۸ مسلکونو کې مهارتونه ترلاسه کړي.

هغه وویل، «موږ غواړو چې د اوږدې مودې لپاره یو ماهر کاري ځواک جوړ کړو،‌ او دا پروژه به لنډمهاله نه وي. موږ هیله لرو چې تر دې پروژې لاندې برخه وال ټول شاګردان په را روانو ۹ تر ۱۰ میاشتو کې د ماهرو کارکوونکیو په توګه د کار مارکېټ ته لاره ومومي.»

هغه زیاته کړه، «د دې پروژې اصلي هدف دا دی چې له ځوانانو سره د وظیفو په موندلو کې مرسته وشي او د هغوی د کورنیو ملاتړ وشي.»

بیرن وویل، مرسي کور به د متحده ایالاتو د حکومت په مالي ملاتړ څلور نورې پروژې هم ژر پيل کړي چې د هغو له لارې به د څښلو اوبه برابرې او په افغانستان کې په کلیوالو سیمو کې د کرهڼې په برخه کې مرسته وشي.

د یوه ښه راتلونکي لپاره هیله

د مرسي کور له خوا وړاندې کړای شوې روزنې برخه وال، په ځانګړې توګه افغانې ښځې یوه ښه راتلونکي ته هیله منې کړي دي.‌

بي بي ګل نبي زاده چې ۳۲ کاله عمر لري په هرات ښار کې د مرسي کور موسسې په یوه روزنیز مرکز کې د قالینو اوبدل زده کوي. هغې د تېرې میاشتې په ترڅ کې د اوبدلو اساسات زده کړي او هیله لري چې له شپږ میاشتني کورس څخه تر فراغت وروسته د ښه کیفیت قالینې جوړې کړي.‌

هغې وویل چې هغه د قالینو اوبدلو کورس کې له شمولیت څخه مخکې وزګاره وه خو اوس د خپل راتلونکي په هکله هیله منه شوې او خوشحاله ده.

هغې وویل، «زه غواړم چې د قالینو اوبدل په مسلکي شکل سره زده کړم څو وکولی شم چې د ښه کیفیت قالینې جوړې کړم، د خپلو خلکو خدمت وکړم او د افغانستان د قالینو صنعت کې مرسته وکړم.»

نبي زاده وویل، «زما مېړه بې کاره دی، او زموږ د کورنۍ اقتصاد کمزوری دی. زه غواړم چې یو عاید ترلاسه او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

صدف یوسفي چې ۲۴ کاله عمر لري، په هرات ښار کې د مرسي کور موسسې د حرفوي روزنې په یوه مرکز کې ګلدوزي زده کوي.‌

هغې وویل چې هغې خپل ژوند ته هیله بیا ترلاسه کړې او غواړي چې هره ورځ د زده کړې په ټولګي کې برخه واخلي.‌

هغې وویل، «تېر کال، زه د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د دویم کال محصله وم، خو ما ونشوای کړای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او د اقتصادي ستونزو له امله را نه زده کړې پاتې شوې. زه مجبوره شوم چې په کور پاتې شم او د پوهنتون له پرېښودلو څخه وروسته مې له ګڼ شمېر ستونزو سره مجادله وکړله.»

یوسفي وویل، «زما ذهني روغتیا بهتره شوې او اوس مې دا انګېزه ترلاسه کړې چې د ګلدوزۍ په ټولګیو کې برخه واخلم. زه غواړم چې په راتلونکي کې د ګلدوزۍ استاده شم او دا مهارتونه نورو ښځو او نجونو ته هم ور انتقال کړم.»

زهرا محمدي چې ۲۱ کاله عمر لري او د یوسفي په څېر په هرات ښار کې ګلدوزي زده کوي، وویل، په هېواد کې د سختو شرایطو په ترڅ‌ کې افغانو ښځو ته دا فرصت ورکول چې مهارتونه زده کړي ډېر اغېزمن او ګټور کار دی.

هغې وویل، «زه بې وظیفې او په کور کې ستړې ناسته وم، خو اوس چې زه ګلدوزي زده کوم، زه ځان پیاوړی احساسوم او هیله لرم چې په خپل ژوند کې بدلون راولم.»

هغې وویل، «زه له لېسې څخه فارغه شوې یم، خو د اقتصادي ستونزو له امله ما ونشوای کړای چې د کانکور ازموینې لپاره چمتووالی وکړم یا پوهنتون ته تګ پیل کړم.»

هغې زیاته کړه،‌ «زه خوشحاله یم چې کولی شم د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

د ځوانانو د کډه کېدلو مخه نیول

د مرسي کور موسسې تر ملاتړ لاندې حرفوي مهارتونو د کورسونو تقریبا نیمایي برخه وال ځوان سړي دي، او ډېر یې وایي چې هغوی په کورسونو کې له برخه اخیستنې څخه وروسته د کډه کېدلو پخواني پلانونه شاته غورځولي دي.‌

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قاسم حجتي چې ۲۹ کاله عمر لري، په وروستیو کې په هرات ولایت کې د مرسي کور د روزنیز مرکز په یوه ټولګي کې برخه اخیستنه پیل کړه ترڅو د موبایل تلفونونو ترمیم زده کړي.

هغه وویل، تېره میاشت د کورس له پیلولو راهیسې هغه وار له مخه د ځیرکو تلفونونو د ترمیم اساسات زده کړي دي.‌

هغه وویل، «زه له بې کارۍ څخه کړېدم او پرېکړه مې کړې وه چې په غیرقانوني توګه ایران ته کډه وکړم، خو وروسته له هغه چې په روزنیز کورس کې مې اشتراک پیل کړ، ما خپله پرېکړه بدله کړله.»

هغه وویل، «د حرفوي مهارتونو د کورس له پیلولو څخه مخکې، ډېرو ځوانانو پرېکړه کړې وه چې د کار کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.‌ دا یو د نه باور وړ نوښت دی او بهر ته د ډېرو افغانانو د تګ مخه یې نیولې ده.»

حجتي وویل چې هغه له خپلې کورنۍ سره د پاتې کېدلو په پرېکړه باندې ډېر خوښ دی او هیله من دی چې هغه به ژر یوه وظیفه پيدا کړي او د حرفوي کورس له بشپړولو څخه وروسته به پيسې وګټي.

ساجد حیدري چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل چې هغه په هرات ښار کې د مرسي کور په مرکز کې د استادکارۍ په ټولګي کې په داخلېدلو سره له بې کارۍ نه خلاص شو.‌

هغه وویل،‌ «پخوا ما د هرات د ګمرک ریاست کې کار کاوه خو تقریبا یو کال مخکې مې خپله وظیفه له لاسه ورکړله. زه د بې کارۍ له امله پوزې ته رسېدلی وم او پرېکړه مې کړې وه چې خارج ته لاړ شم. زه ډېر خوشحال یم چې په دې پروژه کې شامل شوم او مجبور نشوم چې مهاجر شم.»

حیدري وویل،‌ «زه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوم چې د افغان ځوانانو ملاتړ وکړي څو هغوی مجبور نشي چې د کار په لټه په غیرقانوني او خطرناکو لارو ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې، زموږ په زرګونو ځوانان مجبور شوي چې د بې کارۍ له امله له وطن څخه وځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د زده کړې مسلک ښه دی. هیله ده چې ټوله بشري مرسته په همدې لاره کې استعمال شي. هغه کسان چې بې کاره او له ژوند څخه ستړي دي هغوی به له خپلو ستونزو څخه د خلاصي لاره ومومي.‌

ځواب ورکړئ

دا یوه ښه پروژه ده، او مونږ د دې پروژې د تمویل لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کوو. په عېن حال کې، تاسو فکر نه کوئ چې د دې پروژې لپاره ۳ ملیون ډالر ډیر دي؟ ۳ میلیونه ډالره تقریباً له ۲۷۰ میلیونو افغانیو سره برابر دي، چې د شپږو مرکزونو د پرانستلو لپاره ډېر زیات دي. امریکا او متحدین یې باید له تېرو شلو کلونو څخه عبرت واخلي. نړیوالو مرستو د خپلې نه اغېزمنتیا له امله په خلکو کې شکونه راپورته کړي دي. د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په لګښت لسګونه ښوونیز مرکزونه جوړېږي. زه ډاډه یم چې که دا په دقیق ډول محاسبه شي، د دې پروژې ټول لګښت به له درې سوه زرو ډالرو څخه زیات نه وي، او پاتې پیسې تطبیقوونکیو غیر دولتي موسسو اختلاس او لوټ کړی دی. نړيواله ټولنه بايد شفافيت ته زياته پاملرنه وکړي. مننه

ځواب ورکړئ

ښه ده چې بالاخره دا مو ولیدل چې سلام ټایمزد هېواد له نورو سیمو هم خبرونه خپاره کړي دي. زه تر اوسه فکر کوم چې سلام ټایمز د دوه ګونو معیارونو پالیسي تعقیبوي او د ځانګړو اهدافو لپاره ځینې سیمې تر پوښښ لاندې راولي. خو ښه دا ده چې دغه خبري آژانس بالاخره د افغانستان له نورو ولایتونو څخه راپور خپور کړی. هیله لرو چې سلام ټایمز به د خپل پوښښ ساحه پراخه کړي، او له تاسو څخه مننه چې تل هڅه کوئ موږ ته د ستاینې وړ او باوري خبرونه وړاندې کړئ.

ځواب ورکړئ

که څه هم دا ښه خبر دی، خو زه او زما په څېر ډېر نور کسان د داسې پروژو پلوي نه یو، ځکه دا پروژې لنډ مهاله دي، او په اوږده مهال کې د افغانانو لپاره ګټورې نه دي. د دې پروژو ګټې باید لنډمهاله نه وي، ځکه چې افغانان ډېر زیانمن شوي دي. موږ داسې نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو چې موږ ترې د کلونو لپاره استفاده وکړو.‌

ځواب ورکړئ

ګوره وروره، دا کوچنی ملاتړ له هیڅ ملاتړ څخه ډیر ارزښتناک دی. خلک مړه کیږي. طالبان هم د دوی پروا نه لري. نو که دا خیریه موسسې شتون نه وای، خلک به د لوږې له امله مړه شوي وای. پر دې نادولتي مؤسسو د نیوکې پر ځای باید پر طالبانو فشار راوړو چې له نړیوالې ټولنې سره جوړجاړی وکړي تر څو دوی په رسمیت وپیژندل شي، ځکه تر څو چې نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت ونه پیژني هیڅ غیرحکومتي موسسه نشي کولی په هیواد کې پرمختیايي پروګرامونه پلي کړي. همدا لامل دی چې دا نادولتي مؤسسې نشي کولی پراختیایي پروګرامونه پلي کړي. هیله ده زما په خبرو خفه نشی. مننه

ځواب ورکړئ

زه شخصاً او که لږ نور هم وپوښتل شي نو ډېر کسان به ووايي چې د دغسې لنډمهاله پروژو طرفدار نه دي. ځکه دې کې د بهرنیانو نه په سوال راغلې پیسې په داسې شکل لګېږي چې راتلونکي ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي. هو دغسې خبرونه مو «د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوی د اوبو لګولو کانال به د بلخ له بزګرانو سره د اوبو د کموالي په له منځه وړلو کې مرسته وکړي» ډېر ښه دي. ځکه هم یې اوس او هم یې کلونه کلونه وروسته خلکو ته ګټه رسېږي.

ځواب ورکړئ