اقتصاد

متحدو ایالاتو او فرانسې د شمال اوسېدونکیو سلګونو افغانانو ته کار او روزنه برابر کړل

د محمد قاسم راپور

ځوان افغانان د غوایي په ۷مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا د یوې تمویل شوې پروژې په لړ کې خیاطي زده کوي.

ځوان افغانان د غوایي په ۷مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا د یوې تمویل شوې پروژې په لړ کې خیاطي زده کوي.

کندوز -- متحده ایالات او فرانسه هڅه کوي چې د بې کاره ښځو او سړیو لپاره د یوه تخنیکي او حرفوي روزنیز پروګرام د تمویلولو له لارې د افغانستان په شمال کې د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته وکړي.

دغه پروژه، د تخنیکي همکارۍ او پراختیا اداره (اکتېد) په نامه یوې فرانسوۍ غیرحکومتي موسسې له خوا، چې د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) او د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلیږي، پلې کیږي.

اکتېد په شپږو شمالي ولایتونو؛ بلخ، جوزجان، کندوز، بغلان، تخار او بادغیس کې د شاوخوا ۳۵۰ غریبو ښځو او سړیو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

په مزارشریف کې د اکتېد سیمه ییز رییس نصرت الله حمیدي وویل، برخه وال کولی شي چې د موټرسایکلونو ترمیم، د برقي وسایلو ترمیم، فلزکاري، نجاري، خیاطي، عکاسي، کلچه پزي او ګلدوزي په ګډون هر کورس، چې د ځایي بازار د تقاضا په اساس رامنځته شوي دي، انتخاب کړي.

هغه وویل، «په دې پروژه کې نیول شویو سړیو او ښځو د خپلو غوښتنو او د ځایي مارکېټ د اړتیاوو په اساس د مهارتونو زده کړه انتخاب کړې ده.»

دغه کورس د وري په میاشت کې پیل شو او شپږ میاشتې به دوام ومومي. دغه راز، شاګردان به د پروګرام په دوران کې جیب خرڅ هم ترلاسه کوي.

حمیدي وویل، «برخه وال بې دندې ول او د اکتېد له خوا د دې لپاره په ګوته شوي ول چې د حرفې او مهارتونو روزنیز کورسونه واخلي. د کورس په پای کې به برخه والو ته اړوند وسایل ورکړل شي څو هغوی د خپلو زده کړو مهارتونو په برخه کې کار پيل کړي.»

هغه وویل، «د دې پروژې هدف دا دی چې ګاونډیو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي، کاري فرصتونه رامنځته او بې وزلي کمه کړي.»

هغه وویل، دغه راز د پروژې هدف دا دی چې ځوان افغانان د روزنې له بشپړولو څخه وروسته له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړي.

هغه وویل، «زموږ هدف دا دی چې له حکومت او ملګرو موسساتو سره همکاري وکړو څو د کم وسه خلکو لپاره زیات کاري فرصتونه رامنځته شي او هغوی وکولی شي چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.»

له اقتصادي پلوه پرځان بسیا

د دغه روزنیز پروګرام برخه والو په راتلونکي کې د خپلو عوایدو د احتمال په هکله هیله مندي وښودله.

د مزارشریف یوه اوسېدونکي اخترمحمد چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، هغه د خپلې کورنۍ او کلیوالو په غوښتنه د موبایل تلفونونو د ترمیم کار انتخاب کړ.‌

هغه وویل، «یوه میاشت کېږي چې زه په عملي توګه د موبایل تلفونونو ترمیم زده کوم. اوس د موبایل تلفونونو ترمیم ښه ګټه کوي. زه هیله لرم چې د راتلونکیو شپږو میاشتو په ترڅ کې اړتیاوړ مهارتونه زده کړم او وکولی شم چې په ښار کې یو دوکان پرانیزم.»

محمد وویل هغه له لېسې څخه فارغ شوی خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېد چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.‌

هغه وویل، «خو، زه غواړم چې یو مهارت زده کړم او له اقتصادي پلوه خپلواک شم.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي سلطان محمد ساپي وویل، «زه د فلزکارۍ له زده کولو سره مینه لرم، او له دې امله ما په مسلکي توګه د فلزکارۍ زده کول غوره کړل.»

هغه وویل، «زه به دا زده کړم چې څنګه یوه دروازه، کړکۍ،‌ فلزي کټاره او د فلزکارۍ اړوند نور توکي جوړ کړم. زه به هڅه وکړم چې دغه مهارتونه ژر تر ژره زده کړم او د یوه دوکان د پرانستلو له لارې د خپلې ټولنې خدمت وکړم.»

ساپي وویل، «د یوه مهارت یا مسلک زده کول د ځوانانو لپاره ډېر ښه دي ځکه وروسته له هغه چې هغوی یو مهارت زده کړي هغوی کولی شي چې یو تجارت پیل کړي او د حلال عاید له لارې ژوند جوړ کړي.»

د مزارشریف د حرفوي روزنې مرکز کې یو بل شاګرد سردار ولي خیاطي زده کوي.

هغه وویل، «اوس زه کولی شم چې د سړیو او هلکانو ډول ډول کالي وګنډم.»

هغه وویل، روزنه به برخه وال په دې وتوانوي چې پر ځان بسیا شي او یو بهتر راتلونکی جوړ کړي.

سردار وویل، «زما په څېر په سلګونو نور چې بېلابېل مهارتونه یې زده کړي دي، اوس د خپلو کورنیو او ماشومانو لپاره حلالې پیسې ګټي.»

د حرفوي روزنې لپاره تقاضا

بې کاري او په تېره بیا د ځوانانو تر منځ له تېر زمري میاشتې راهیسې زیاته شوې ده، او د زده کړو او حرفوي مهارتونو لپاره ډېره اړتیا ده.

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال ذبیح الله صدیقي وویل، په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ په زیاتېدلو سره، افغانان د خپل راتلونکي په هکله ډېر اندېښمن دي.

هغه وویل، «د حرفوي پروګرامونو تمویلول د راتلونکي په هکله د خلکو په هیله من کولو کې ډېره مرسته کوي. هغه کسان چې په دغو برخو کې مهارتونه ترلاسه کوي، هغوی به ډادمن شي چې کولی شي اقتصادي ستونزې له منځه وېسي او د خپلو ځانونو لپاره یو بهتر راتلونکی جوړ کړي.»

صدیقي په نړۍ والو مرستندویانو او غیرحکومتي موسسو باندې غږ وکړ چې په افغانستان کې راغلی ناورین جدي وګڼي او نورو ځوانانو ته، چې له بې وزلۍ او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي، حرفوي روزنه برابره کړي.‌

هغه وویل، «د فلزکارۍ، نجارۍ، خیاطۍ او د برقي وسایلو او موبایل تلفونونو د ترمیم په ګډون په ټولو مسلکونو کې مهارت لرونکیو کسانو ته سخته اړتیا ده، او هغه کسان چې له دغو مهارتونو څخه یې کوم یو په مسلکي توګه زده کړی وي، به وکولی شي چې زموږ د خلکو او ټولنې خدمت وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکا متحده ایالاتو او نورو اروپایی هیوادونو په افغانستان کی د خپل حضور پر وخت کولی شوای چې افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره جوړ کړی. د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه بودیجه ورکوله. د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پوهیده چې د متحده ایالاتو د حکومت له خوا افغان حکومت ته د ورکړل شویو پیسو ۵۰ سلنه به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د کابینې له خوا غلا یا لوټ کېدلې، خو بیا یې هم دا کار کاوه او کوم جدي اقدام یې ونه کړ. د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هیوادونو زموږ زده کوونکي د زده کړو په خاطر واېستل، خو د افغانستان لپاره یې هیڅ ونه کړل. یو لوی خیانت چې امریکا او اروپایي هیوادونو د افغانستان له خلکو سره وکړ، دا وو چې زموږ لوستي ځوانان یې له هیواده بهر و ایستل، په داسې حال کې چې دوی د افغانستان شتمني وه. تاسو ایله اوس پوه شوئ چې افغان ځوانان باید ګاونډیو هیوادونو ته د کار لپاره له افغانستان څخه ونه وځي. کاش هغو هیوادونو چې له افغانستان سره مرسته کوي څو کاله مخکې فکر کړی وای. د افغانستان حکومتونو هېڅکله د خپلو بې وزلو او اړمنو خلکو خدمت نه دی کړی او نه به یې راتلونکی حکومت وکړي. زه د یوه افغان په توګه د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومتونو او مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې خپلې مرستې د پرمختیايي کارونو او روزنیزو مرکزونو او فابریکو په جوړولو ولګوي او ستاسو مرستې به دې ته لاره هواره کړي چې زموږ ځوانان له افغانستان څخه ونه وځي، زده کړې وکړي او حرفوي روزنه ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ

زه د دې ډول خبرونو په لوستلو سره چې د افغاني ټولنې مخ پر ودې اړخ څرګندوي، خوښ او هیله من یم، او زه له سلام ټایمز څخه د داسې خبرونو د شریکولو له امله مننه کوم. په افغانستان کې د کافي شمېر مسلکي کارکوونکو کمښت یوه جدي ستونزه ده. زه د متحدو ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) او نورو نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کوم چې په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په سویلي، سویل لویدیځ او ختیځو ولایتونو کې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې خورا زیانمن شوي دي، کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

ځواب ورکړئ

زه ډېرې رسنۍ څارم/ګورک/لولم، خو داسې خبرونه مې واقعاً خوشاله کوي. مړې هیلې مې راژوندۍ کوي چې لا هم ژوند باید وشي. سړی ورته هیلې ولري. یعني انسانیت ژوندی دی، خو د ځینو انسانانو وجدانونه مړه دي. د داسې خبرو په اورېدو/لوستو ځان ته ډاډ ورکوم چې ژوند به ښه کېږي. هیله به مو پوره کېږي. که اوس کار نشته ښايي میاشتې وروته پیدا او په کې بوخت شو. تل خو به دا بدې ورځې نه وي. د سلام ټایمز ادارې هم مننه چې دغه ډول تفصیلي راپورونه خپروي او موږ ته هیلې راکوي.

ځواب ورکړئ