اقتصاد

په بغلان کې د حرفوي روزنې مرکز د فقر په له منځه وړلو کې مرسته کوي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان په بغلان ولایت کې یو نوی تخنیکي او د حرفوي روزنې مرکز به له سلګونو بې وزلو ښځو او سړیو سره مرسته وکړي چې پر ځان د بسیاینې لپاره د اړتیا وړ مهارتونه ترلاسه کړي. د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له اغاخان پرمختیایي شبکې (ای کی ډي اېن) سره په ګډه د تلې په ۲۵مه په پلخمري ښار کې دغه روزنیز مرکز جوړ کړ. [عکاس: محمود ظریفي]

بغلان -- په بغلان ولایت کې یو نوی تخنیکي او د حرفوي روزنې مرکز به له سلګونو بې وزلو ښځو او سړیو سره مرسته وکړي چې پر ځان د بسیاینې لپاره د اړتیا وړ مهارتونه ترلاسه کړي.

د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له اغاخان پرمختیایي شبکې (ای کی ډي اېن) سره په ګډه په پلخمري ښار کې دا روزنیز مرکز جوړ کړ چې د تلې په ۲۵مه پرانستل شو.

د ای کی ډي اېن د اقتصادي مشارکت د څانګې رییس محمد طاهر سلطاني وویل، «موږ یو تخنیکي او د حرفوي روزنې مرکز جوړ کړی چې په کې ۴۲۷ ښځې او ۷۳ سړي دا فرصت لري چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې د خیاطۍ، خامک کولو، په څرمنه باندې د ګلدوزۍ او د موټرسایکلونو د ترمیم په څېر ساحو کې مهارتونه زده کړي.»

هغه وویل، «ګټه اخیستونکې غریب ښځې او سړي دي چې د بغلان ولایت په مرکز کې له بېلابېلو ناحیو څخه په ګوته شوي دي.»

ښځې د لړم په ۱۷مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ډبلیو اېف پي له خوا تمویل شوي د ګنډلو کورس کې برخه اخلي. [عکاس: محمود ظریفي]

ښځې د لړم په ۱۷مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ډبلیو اېف پي له خوا تمویل شوي د ګنډلو کورس کې برخه اخلي. [عکاس: محمود ظریفي]

هغه زیاته کړه، «هغوی به د روزنې په ترڅ کې د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ (۸۰ ډالر)، د خوراکي توکو مرسته او د کار وسایل په وړیا توګه ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «د تخنیکي او حرفوي روزنې د مرکز د جوړولو هدف دا دی چې هغو ښځو ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، داسې یو مسلک ور وښودل شي چې له هغوی سره په راتلونکي کې د پرځان بسیاینې او د یوه عاید د ګټنې په برخه کې مرسته وکړي.»

سلطاني وویل، ای کی ډي اېن پلان لري چې د پروژې د لومړۍ مرحلې له بشپړېدلو څخه وروسته دویمه مرحله پیل کړي څو نورې منزوي شوط ښځې هم وکولی شي چې یو مسلک زده کړي او پر خپلو ځانونو بسیا شي.

د بې وزلۍ پر ضد مجادله

په بغلان ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرت الله پارسا وویل، «لومړی موږ دا ښځې سروې کړې، او له په ګوته کېدلو او بایومتریک کېدلو څخه وروسته، هغوی خپل عملي او نظري درسونه پیل کړل.»

هغه وویل، «ښځې په ټولنه کې یو مهم رول لوبوي، او دا موږ پورې تړاو لري چې د هغوی لپاره کاري فرصتونه برابر کړو څو هغوی وکولی شي چې د ژوند څوری وګټي.»

هغه وویل، دغه ډول روزنیز کورسونه به د فقر په راکمولو او د ښځو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

په بغلان کې د مدني ټولنې یوه فعال روح الله قرباني وویل، «که ښځو ته په بېلابېلو برخو کې فرصت ورکړل شي، هغوی کولی شي چې تغیر راولي او په اقتصادي ننګونو برلاسې شي.»

قرباني وویل، «له کار څخه د ښځو ایسارول نه یواځې اقتصادي ستونزې زیاتوي،‌ بلکې دغه راز د افغاني کورنیو تر منځ د بې وزلۍ کچه هم لوړوي.»

هغه زیاته کړه، «د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ښځو هم د سړیو په څېر زده کړې او پرمختګونه کړي دي. هغوی باید فرصت ولري چې بهر وځي او د دولتي او خصوصي سکتور په دوایرو کې کار وکړي.»

د ټولنې د اوږو بار نه کېدل

په دغه مرکز کې یو شمېر ګټه اخیستونکې، چې ډېرې یې د ښوونځي د عمر زده کوونکې دي، په روزنیز مرکز کې داسې یوه لاره ویني چې کولی شي د رواني فشارونو پر وړاندې، په ځانګړې توګه له دې امله چې هغوی ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي، مقابله وکړي.

په بغلان ولایت کې د بي بي عایشې صدیقې د لېسې د دولسم ټولګي یوې زده کوونکې نصیرې محمدي چې ۲۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل چې د مسلکي کاري فرصتونو د نشتوالي له امله، هغې پرېکړه وکړه چې ګنډل زده کړي او خیاطه شي.

هغې وویل، «زه سږ کال فارغېدم، خو دا چې ښوونځي بند پاتې شول، ما په مرکز کې د اوبدلو په یوه کورس کې ځان شامل کړ او دا زده کوم چې څنګه ډول ډول جامې جوړې کړم.»

محمدي وویل، د کورس له بشپړولو څخه وروسته به هغه وکولی شي چې له اقتصادي پلوه د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

په پلخمري کې د بي بي حوا د نجونو د لېسې د یوولسم ټولګي یوې زده کوونکې روهینې سروري چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل چې له دې امله چې ښایي هغه ښوونځي ته لاړه نشي، ګلدوزي زده کوي او دا مهارت د هغې ډېر خوښیږي.

هغې وویل، «که موږ ته صحيح فرصتونه راکړل شي، موږ کولی شو چې تر هر ډول شرایطو لاندې زده کړه او کار وکړو.»

زهره حقجو چې ۲۴ کاله عمر لري او په حرفوي مرکز کې یې شپږ میاشتې روزنه ترلاسه کړې ده، وویل، اوس چې هغې د خیاطۍ مهارتونه زده کړي دي، کولی شي چې له خپلو ترلاسه کړیو مهارتونو څخه داسې کار واخلي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ پرې وکړي.

هغې وویل، «هره ورځ زه له خپل کور څخه راوځم او دلته راځم یو دلیل لري؛ چې څه زده کړم او د ټولنې په اوږو باندې بار نشم.»

هغې وویل، «په اوسنیو شرایطو کې د ګنډلو زده کول، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره یواځینی انتخاب دی، او موږ یې باید زده کړو.»

هغې زیاته کړه،‌ «زما پلار ناروغ دی، او زما مور وظیفه نه لري. زه باید ګنډل وکړم او له خپل عاید څخه د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره کار واخلم.»

زهرې حقجو وویل، «دا د نجونو او ښځو لپاره یو غټ فرصت دی ترڅو په خپلو ځانونو باندې بسیا شي څو هغوی سره یوځای زده کړه وکړي او د یوه بهتر راتلونکي لپاره پلان ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سولې د نوبل جایزې يوازينۍ پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړيوالو مشرانو د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. نوموړې په لندن کې د يو شمېر مخکښو افغان ښځو په هڅو بلل شوي لاريون کې د ګډون او وينا پر مهال دا غوښتنه کړې ده او د افغان ښځو د وضعیت پر وړاندې یې د نړۍ د مشرانو پر چوپتيا نيوکه کړې او د طالبانو له حاکمې ادارې یې د بندي کړو ښځينه معترضانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه هم کړې ده. طالبانو څه موده مخکې ښځینه معترضانې له ځآن سره بېولي او تر اوسه یې نه دي خوشې کړي. که هر څوک د طالبانو په نظام نیوکه کوي نو ځای یې زندان او شکنجې دي. طالبان د بیان ازادۍ ته ژمن نه دي او نه پرېږدي چې خلک په ازاد ډول خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي. که کله کوم زیاتی کېږي او یو څوک وغواړي چې په سوله ییز ډول هم لاریون وکړي طالبان یې مخه نیسي. خو د دې سره سره چې طالبانو تر اوسه د خپل ځان له ګټې غیر لاریونونو او د خلکو غږ ته اجازه نه ده ورکړې، په دې اړه دا ادعاوې هم نه مني چې دوی دې خلکو ته اجازه نه ورکوي. طالبان له خارجیانو پیسې اخلي او په خپلو جېبونو یې ننباسي. دولتي سکتور خو فلج فلج دی، د خلکو د بد اقتصادي وضعیت له وجې خصوصي سکتور هم سکوت دی. د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر پرون یکشنبه/د نومبر ۲۷مه د اروپايي ټولنې له یوې لوړپوړې استازې سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې د اسلامي شريعت له مخې یې د ښځو ټول حقونه ورکړي. خو شواهد دادي چې دوی د یو پر ځای درې او څلور ودونه کوي او همدې ته د ښځو حقوق وايي نور نه د ښځې حق پېژني او نه د نر.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې د حرفوي روزنې له لارې کورنۍ عواید ترلاسه کوي. دا باید په پام کې ونیول شي چې په نوره نړۍ کې هغه کسان حرفوي زده کړو ته لیږل کيږي چې د طب، انجنیرۍ، حقوقو، ټکنالوجۍ او ... برخو کې یې نومرې ښې نه وي. داسې نه چې یوه نجلۍ په لسم، یوولسم، دولسم صنف کې اولنمره وي، ټاپ نومرې ولري او ته یې ولېږي خیاطي پرې زده کړې. خیاطۍ ته باید داسې کسان ولیږل شي چې په علمي برخه کې یې د پرمختګ چانسونه کم وي. ډېر خلک داسې شته چې په علمي برخه کې پرمختګ نشي کولی، لاکن هغوی کولی شي چې د تخنیک، نجارۍ، پخلي... په برخو کې ښه پرمختګ وکړي. نړۍ واله ټولنه دې د دغه ډول پروژو تر څنګ له اوسنیو واکمنو څخه دا هم وغواړي چې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي او اجازه ورکړي چې نجونې زده کړه وکړي.‌

ځواب ورکړئ

په بغلان ولایت کې د مسلکي زده کړو دا پروګرام چې د ډبلیو اېف پي او د اغاخان پرمختیایي شبکې په مرسته ترسره کیږي، په حقیقت کې له هر اړخه بشري مرسته ده. په بغلان ولایت کې د بې وزلو نارینه وو او ښځو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرام د راتلونکي د جوړولو کار دی. دا ښځې او نارینه کولی شي په شپږو میاشتو کې هره میاشت ۷۰۰۰ افغانۍ وګټي او د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او د سوداګرۍ خاوندان شي. په دې توګه په بغلان ولایت کې د بې وزلو ښځو او نارینه وو شمېر کمېږي. بې وزله ښځې او نارینه باید د ډبلیو اېف پي له دې پروګرام څخه ښه ګټه پورته کړي. په دې حساسو شرایطو کې چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه ده، دغه پروګرام ډېر اغېزمن دی. همدارنګه ډبلیو اېف پي باید د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د مسلکي روزنې پروګرام پیل کړي. یو ځل بیا له ډبلیو اېف پی موسسې او د اغاخان پرمختیایي شبکې څخه ډیره مننه کوم چې د افغانستان د خلکو سره مرسته کوي.

ځواب ورکړئ