اقتصاد

ملګري ملتونه په سرپل کې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ روزنه، وسایل او خرڅ ورکوي

د محمد قاسم راپور

شاوخوا ۲۰۰ ښځې د خیاطۍ په یوه نهه میاشتني کورس کې چې ډبلیو اېف پي یې په سرپل کې د دغو ښځو د خیاطۍ د مهارتونو د پیاوړي کولو او د نفقې ګټلو په برخه کې د مرستې په موخه برابروي، برخه اخلي. [په سرپل کې د افغانستان د بیارغونې او د کلیو د پراختیا موسسه]

شاوخوا ۲۰۰ ښځې د خیاطۍ په یوه نهه میاشتني کورس کې چې ډبلیو اېف پي یې په سرپل کې د دغو ښځو د خیاطۍ د مهارتونو د پیاوړي کولو او د نفقې ګټلو په برخه کې د مرستې په موخه برابروي، برخه اخلي. [په سرپل کې د افغانستان د بیارغونې او د کلیو د پراختیا موسسه]

سرپل -- د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په روانه میاشت کې یو نوښت پیل کړ چې په سرپل کې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ په یوه نهه میاشتني کورس کې روزنه ورکړي څو د هغوی د ګنډلو مهارتونه پياوړي کړي او د ژوند خرڅ د ګټلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دا پروګرام هرې برخه والې ته د روزنیز کورس په اوږدو کې د میاشتې ۷۷۰۰ افغانۍ (۸۸ ډالرو) خرڅ ورکوي.

په سرپل کې د افغانستان د بیارغونې او د کلیو د پراختیا ریاست رییس عبدالواحد نبي یار وویل، «د یوې وروستۍ سروې په اساس، موږ د سرپل ښار له ۳۶ محلو څخه ۲۰۰ غریبې ښځې انتخاب کړې چې په کورس کې برخه واخلي او د ګنډلو مهارتونه زده کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا پروژه د لړم په ۶مه پيل شوه، او موږ شاګردان په پنځو مرکزونو کې تنظیم کړل چې هلته به هغوی د روزل شویو ښځینه روزونکیو له خوا عملي او تیوریکي روزنه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، د دې نوښت هدف دا دی چې د استخدام فرصتونه برابر کړي، له ښځو سره مرسته وکړي ترڅو پر ځانونو بسیا شي او د فقر او بې کارۍ پر ضد مبارزه وکړي.

هغه وویل، «د پروژې ټولې ګټه اخیستونکې غریبې دي، او ځینې کونډې دي. موږ د هغوی هرې یوې ته یو د ګنډلو ماشین ورکړ څو هغوی وکولی شي چې په کور کې پرې تمرین وکړي او دا زده کړي چې څنګه ګنډل وکړي او یو څه عاید وګټي چې په راتلونکي کې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.»

نبي وویل، ډبلیو اېف پي به برخه والو ته د کورس له بشپړولو څخه وروسته د ګنډلو نور وسایل ورکړي.

هغه زیاته کړه، «موږ هیله لرو چې هغوی به په کورونو کې د ماشومانو او ښځو کالي وګنډي، او خپل تولیدات به په بازار خرڅ کړي او پر خپلو ځانونو به بسیا شي.»

نبي یار وویل، د خیاطۍ په مهارتونو سربېره، شاګردان به د بازارموندنې داسې مهارتونه ترلاسه کړي چې هغوی ته به د دې وړتیا ورکړي څو خپل تولیدات خرڅ کړي.

د یوه ښه راتلونکي لپاره هیله

د کورس برخه والې ښځې چې د ډبلیو اېف پي له نوښت څخه خوښې او راتلونکي ته هیله منې دي، وایي، هغوی پلان لري چې خپل کاروبارونه پیل کړي.

نیاز بي بي چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، هغه هیله لري چې ژر به وکولی شي چې ډول ډول د ښځو جامې جوړې کړي.

هغې وویل، «زما مېړه ناروغ دی او کار نشي کولی. زه باید ګنډل زده کړم ترڅو خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته پرې نفقه وګټم.»

هغې وویل، «ما په خپل هغه عاید سره چې د کالیو وینځلو او ډوډۍ پخولو له لارې مې ترلاسه کاوه، د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کاوه، خو هغه کافي نه و،» او زیاته یې کړه چې د ګنډلو کار به له هغې سره مرسته وکړي چې د خپلې کورنۍ لپاره یو ښه ژوند برابر کړي.

د عالیې حیدري په نامه یوې بلې برخه والې چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل، هغه د روزنیز کورس له پیلولو څخه مخکې له مالي ستونزو سره مخامخ وه.‌

حیدري چې په سرپل کې یې له یوه خصوصي شرکت سره کار کاوه، وویل، «وروسته له هغه چې ما وظیفه له لاسه ورکړه، زه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوم. زما پلار څو کاله مخکې وفات شو. زه له خپلې مور او دوو خویندو سره ژوند کوم، او د نفقې ګټل یواځې ماته را ترغاړې دي.»

حیدري وویل، اوس چې هغې روزنیز کورس پیل کړی، د راتلونکي په هکله ډېره هیله منه ده.‌

هغې وویل، «ما په تدریجي توګه د ګنډلو، بازار موندلو ... په څېر مهارتونو زده کول پیل کړي دي. زه هیله لرم چې زه به وکولی شم په هغو وسایلو، چې زه به یې د روزنیز کورس له بشپړولو څخه وروسته ترلاسه کړم، د ښځو کالي وګنډم.»

هغې زیاته کړه، «دغه راز، زه باید وکولی شم چې خپل تولیدات په محلي بازار کې وپلورم. بالاخره، زه باید وکولی شم چې له هغه عاید څخه د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره کار واخلم.»

د ښځو ملاتړ کول

په سرپل کې یوه اقتصادپوه قدرت الله سیدزاده وویل، هغو ښځو چې د خپلو کورنیو د عوایدو په برخه کې به یې ډیره مرسته کوله د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې خپلې وظیفې له لاسه ورکړلې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د حرفوي کورسونو برابرول له ښځو او نجونو سره په مرسته کولو کې ډېر مهم دي څو نوي مهارتونه زده کړي او ... هغوی په خپلو پښو ودرېږي.»

هغه وویل، «د دې لپاره چې له ښځو سره مرسته وشي چې پر ځانونو بسیا شي، روزنیز فرصتونه لکه ګنډل، ګلدوزي، د مریو کار او د قالینو اوبدل باید تنظیم شي.»

سید زاده وویل، په داسې حال کې چې افغانې ښځې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په ټولنه کې ډېرې فعالې وې او غټ هدفونه یې ترلاسه کړل، اوس هغوی په ټولنه کې تر ټولو ډېر څنګ ته شوی ګروپ دی.

هغه وویل، غیرحکومتي موسسې او نورې ادارې باید اوس د بل هر وخت په پرتله ډېر د هغوی ملاتړ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه. مخ پر وړاندې د یوه پرمختللي او له اقتصادي پلوه بسیا افغانستان په هیله!

ځواب ورکړئ

زه غواړم له ډبلیو اېف پي څخه مننه وکړم چې د بې وزلو ښځو لپاره یې دا پروګرام جوړ کړ. دا د غریبو ښځو لپاره ډیر ښه کار دی. د سرپل ولایت بې وزله ښځې هم د دغه ۹ میاشتني کورس له لارې روزل کیږي او د خپلو ماشومانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کوي. د ډبلیو اېف پي دا کار د دغو بې وزلو ښځو راتلونکی جوړوي. په راتلونکي کې به دوی وکولی شي د ګنډلو له دغه ماشین څخه د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ چمتو کړي.

ځواب ورکړئ