زده کړه

روزنیز کورس د هرات ښځو ته هیلې ورکوي او حرفوي مهارتونه ورښیي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې یوې ښځې له ۸۰ څخه ډېرو نورو نجونو او ښځو ته چې یا یې تر اوسه خپلې زده کړې نه دي بشپړې کړي یا یې وظیفې له لاسه ورکړي دي، د حرفوي روزنې یو کورس جوړ کړی دی. دغه ښځې چې د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي، اوس خیاطي، ګلدوزي، د کمپیوټر مهارتونه او انګلیسي ژبه زده کوي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ولایت کې یوې ښځې له ۸۰ څخه ډېرو نورو نجونو او ښځو ته چې یا یې تر اوسه خپلې زده کړې نه دي بشپړې کړي یا یې وظیفې له لاسه ورکړي دي، د حرفوي روزنې یو کورس جوړ کړی دی.

دغه ښځې چې د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي، اوس خیاطي، ګلدوزي، د کمپیوټر مهارتونه او انګلیسي ژبه زده کوي.

په هرات ښار کې د الهام بخش ټولنې رییسې شکریې احمدي وویل چې هغې دا هڅې د دې لپاره پیل کړي ترڅو له ښځو سره مرسته وکړي چې له خپلو کورونو څخه بهر وځي، د ټولنې ګټورې غړې شي او خپلې ذهني روغتیا ته وده ورکړي.

هغې وویل، د روزنیز کورس په پیل کې ډېرو برخه والو ښځو د شدیدو ذهني روغتیایي ستونزو علایم لرل.‌

ښځې زده کوونکې چې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي د غوایي په ۱۴مه په هرات ښار کې په الهام بخش ټولنه کې خیاطي زده کوي. [عمران/سلام ټایمز]

ښځې زده کوونکې چې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي د غوایي په ۱۴مه په هرات ښار کې په الهام بخش ټولنه کې خیاطي زده کوي. [عمران/سلام ټایمز]

هغې وویل، «د هغوی اکثرې په ډیپریشن او اضطراب باندې اخته دي. لومړی، موږ د ارواپوهانو یا سایکالوجستانو په مرسته د دماغي روغتیا ناستې ترسره کوو، او له هغه وروسته بیا زده کوونکي کولی شي چې د زده کړې مهارتونه پیل کړي.»

هغې وویل، «اکثرې هغه ښځې چې موږ ته راځي وایي چې هغوی له خپل ژوند نه ډېرې ستړې دي او هیله یې له لاسه ورکړې ده.»

په زرګونو هغو افغانو ښځو چې د دولتي او خصوصي سکتورونو په موسساتو کې یې کارونه کول خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې هېڅ عواید نه لري.‌

په ورته وخت کې، د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زرګونو ښځینه زده کوونکیو زده کړې ټکنۍ شوي او د ښوونځیو د بندښت له امله مجبورې شوي چې په کورونو پاتې شي.

د پوهې ترلاسه کولو لپاره کلک هوډ

ډېرو ښځینه زده کوونکیو چې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي، د علم ترلاسه کولو لپاره بدیلې لارې موندلي او خپل اکاډمیک ظرفیت زیاتوي.

د هرات ښار اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې سمیعې احمدي چې په کورس کې زده کړه کوي، وویل وروسته له هغه چې هغه ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شوه، پرېکړه یې وکړه چې د خیاطۍ مسلک زده کړي.

هغې وویل، «زه له خیاطۍ سره مینه نه لرم، او زه غواړم چې د دې پرځای ډاکتره شم.»

هغې زیاته کړه، خو «سره له دې چې زموږ ښوونځي تړلي دي موږ خپلو زده کړو ته دوام ورکوو... او هغه څه چې موږ زده کړي هغه به نورو نجونو ته انتقال کړو.»

احمدي وویل د ښوونځیو بندېدل په دې معنی نه دی چې کتابونه په الماریو کې کیښودل شي، بلکې د هغه پرځای د نجونو هوډ پیاوړی کوي ترڅو خپلې هڅې زیاتې کړي او لا ډیرې زده کړې وکړي.‌

هغې وویل افغانې ښځې او نجونې به هېڅکله هم تسلیمې نشي او د زده کړو ترلاسه کولو او د باسواده کېدلو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

سمیعې وویل، «زه ژمنه کوم چې که ۱۰ یا ۲۰ کاله وروسته هم وي زه به خپل دولسم ټولګی بشپړوم.»

د خاطرې افضلي په نامه د هرات ښار د ۱۰م ټولګي یوې زده کوونکې چې هغه هم په کورس کې برخه لري، وویل چې ډېرو ښځینه زده کوونکیو د ښوونځیو له تړل کېدلو څخه وروسته د هیلو له لاسه ورکولو سره سره، حرفوي کورسونو ته مخه کړې ده.‌

هغې وویل، «موږ هیله لرو چې د ښوونځیو دروازې بیا پرانستل شي او موږ وکولی شو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»

په ټپه ولاړ خوبونه

د حرفوي روزنې د کورس ډیری برخه والو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او د ژوند د څوري پوره کولو لپاره بدیلې لارې لټوي.

سهیلا هاشمي چې له مسلکي پلوه انجنیره ده، پخوا د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کې کار کاوه.

هاشمي چې اوس د خیاطې په توګه کار کوي، وویل، «زه د خپل هېواد او هېوادوالو له خدمت څخه په محرومېدلو سره ډېره زیاته ځورېږم. کاش چې ما کولی شوای چې د خپل هېواد د جوړولو او پرمختګ په لاره کې له خپلې پوهې څخه کار واخلم.»

خو هغې وویل چې مېړه یې وظیفه نه لري او نوموړې د هغه عاید له لارې چې د خیاطۍ له لارې یې ترلاسه کوي خپله څلورکسیزه کورنۍ حمایه کوي.

هاشمي وویل، «زه نه غواړم چې په کور کې ایساره شم او وګورم چې کورنۍ مې له لوږې ومري. زه باید کار وکړم او خپلو بچیانو ته نفقه برابره کړم.»

فاطمه غلامي چې پخوا یې د هرات ولایت د زراعت او اوبو لګولو ریاست کې کار کاوه، اوس د یوې خیاطې په توګه کار کوي.‌

هغې وویل، وروسته له هغه چې په هغې باندې حکومتي تنخوا ودرېدله، کورنۍ یې له سختې بې وزلۍ سره مخامخ شوه.

اوس هغه د میاشتې د ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ افغانیو تر منځ (۳۴ - ۴۶ ډالر) ترلاسه کوي او په وسیله يې خپله کورنۍ چلوي.

هغې وویل، «زه پنځه میاشتې په کور کې ایساره وم او د محدودیتونو له امله بهر ونه وتلم، خو ما له بهر وتلو او کار کولو څخه پرتله بله لاره نه لرله. اوس زه په یوه ورکشاپ کې له نورو ښځو سره یوځای ګلدوزي کوم او یوه عایداتي سرچینه مې پیدا کړې ده.»

غلامي وویل، «زما ټول خوبونه او ۱۶ کاله زده کړې په سیند لاهو شول. زه دعا کوم چې د الله تعالی په مرسته داسې یوه معجزه وشي چې زه وکولی شم خپل کار ته بېرته ورستنه شم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات د دغه روزنیز کورس خبر ما ولوست، د خوښۍ خبره ده. لږ مخکې مې په بي بي سي پښتو ویب سایټ کې لاندې خبر ولوست. زه د داسې خبرونو په لوستلو له یوې خوا خوشحالیږم او بلې خواته راته اندېښنه پیدا کیږي چې کېدی شي د ښوونځیو دغه چلوونکي له ستونزو سره مخامخ شي.‌ ((د افغانستان په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د نجونو لپاره یو پټ ښوونځی - د طالبانو بندیزونو پر وړاندې د مبارزې یو ځواکمن هوډ. له لسو ډېرې نجونې د ریاضي په یوه ټولګي کې تدریس ته سره ټولې شوي. "موږ له ګواښونو خبر یو او په اړه یې اندېښنه لرو" - د دغه ښوونځي یوازینۍ ښوونکې راته دا خبره وکړه او زیاته یې کړه چې د نجونو تعلیم په "هر ډول خطر" ارزي. د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي تړلي. دغه پټ ښوونځي ته چې موږ ورغلي وو، ډېر زیار یې ایستی وو چې ریښتیني ټولګي ته ورته واوسي - مزونه او څوکۍ یې په کتار ايښې وې. ښوونکې راته وویل: "موږ هڅه کوو چې دا هر څه پټ وکړو خو ان که زه یې ونیولم او ویې وهلم - بیا هم دا هر څه په دې ارزي".))

ځواب ورکړئ

تېر کال همدا ورځ (مۍ، ۱۸، ۲۰۲۱) د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غذایي موادو درې کارخونو په فعالیت پیل وکړ. مسؤلینو یې هغه مهال ویلي وو چې په دې کارخونو لس میلیون امریکايي ډالر لګښت راغلی او ۵۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره کړل شي. نن (مۍ، ۱۸، ۲۰۲۲) د دې خبر یو کال پوره شو، مګر له هرات، خوست، کندهار، ننګرهار ... مو بیا هیله بښونکی خبر وانه ورېده. اوس زړونه مات دي. خلک له ژونده ستړي دي. ناهیلي دي. داسې چاته پاتې شول چې نه خپله د وطني مینې حس لري او نه بل څوک وطني حس ته پرېږدي. زه د دې هراتۍ مېرمنو مجبوریتونه ښه درک کوم. پاک خدای دې همت ورکړي چې حلاله ډوډۍ وګټي او د وخت واکمنان دې په دې بې وسه قشر محدودیتونه ختم کړي. د بندي مرغیو غوندې دې نه ازاروي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر په یوه هېواد کې چې څومره ادارې رامنځته کېږي د اړتیا له مخې وي او د ټولنې خلک هغو ادارو ته مراجعه کوي یا هم هغه ادارې په خپله داسې کارونه لري چې ترسره یې کړي. د افغانستان په تېر شل کلن نظام کې ګڼ شمېر ادارې د اړتیا له مخې رامنځته شوې وې چې هم ورسره په یوه برخه کې پرمختګ شوی و، هم د خلکو ستونزې هوارې وې او هم یې څو لوستو او مهارت لرونکو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه. خو د طالبانو په راتګ سره ځيني ادارې لغوه کړل شوې چې دې سره نه یوازې خلک وزګار شول، بلکې په ورځني ژوند کې له ګڼ شمېر ستونزو سره یې مخامخ کړي دي. دا څو ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو کمېسیون، د ملي امنیت شورا تشکیلات، پر اساسي قانون د نظارت کمیسیون، د افغانستان د ملي شورا دارالانشاء او ملي روغې جوړې عالي شورا تشکیلات منحل کړل. د دې ادارې له منحل سره یې نور اړخونه پرېږدو، یوازې په زرګونه کسان یې بې دندو کړل چې دې کې هم ښځې او هم نارینه وو، خو طالبان یې هېڅ پروا نه لري چې خلک کار لري که یې نه لري. د کلیدي بنسټونو لغو کول بشري حقوقو، د قانون حاکمیت او سولې ته یوه بله ضربه ده. تر لسیزو نښتو او جګړو وروسته، دغه ټول بنسټونه په افغانستان کې یوه اړتیا ده چې باید په خپل ځای پاتې وی! طالب مشران یوازې او یوازې په دې سوچ کوي چې څنګه په ښځو محدودیتونه ولګوي. تعلیمي او تحصیلي بنسټونه یې وتړي. د کار مخه یې ډپ کړي. د اسلامي امارت مشران دې کم تر کمه دغه راپور ولولي او له دې ښځو دې زده کړي چې څنګه خلکو ته د کار فرصتونه ایجاد کړي.

ځواب ورکړئ

د اسلامي امارت مشران چې ټوله ورځ لګیا دي پر ښځو محدودیتونه وضعه کوي، ښوونځي یې تړي، د سفر مخه یې نیسي او په دفترونو کې یې له کار کولو منع کوي باید ددې ښځې نه یو څه زدکړه وکړي. طالبان چې په خپله یې زرګونه ښځې کونډې کړي د افغانستان د اوسنیو واکمنانو په توګه مسؤلیت لري چې د حجاب او پړوني ورهاخوا د ښځو، کونډو او یتیمانو د خېټې غمه وخوري چې ورځ تر بلې د روان اقتصادي بحران له امله ځپل کېږي. کله چې مېرمنې بې روزګاره کړل شي، له دفترونو وشړل شي او له بلې خوا یې د کورنۍ سرپرست هم نه وي دا خپله د فساد پیل دی. دا ښځې مجبورې دي چې یا ځان پلورلو ته مخه کړي او یا هم خپل ماشومان کار کولو ته اړباسي چې په دواړو حالاتو کې دا په خپله فساد ته زمینه برابروي. طالبان باید خپل له تېر څخه زدکړه وکړي او د افغاني مېرمنو له ځورولو دې لاس واخلي.

ځواب ورکړئ

زه د هیواد زړورو او میړنیو میرمنو ته سلام کوم چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره یې په هره برخه کې هڅې کړې دي. د ښځو په نوم د میلیونونو ډالرو د ترلاسه کولو سره سره نړۍ او په ځانګړې توګه د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو مدافعینو او نړیوالو سازمانونو تر اوسه د هیواد له ښځو سره د یوې بورۍ اوړو او غنمو له مرستې پرته بل څه نه دي کړي. تش په نامه اسلامي امارت تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې د حجاب له اغوستلو او پر افغانو ښځو د بندیزونو له لګولو سره د خپل فعالیت ساحه پراخه کړي. نو په دې صورت کې د آغلې احمدي په شان د متشبثو ښځو شتون واقعاً یو لوی نعمت دی او موږ ټول باید د هغوی قدر وکړو.

ځواب ورکړئ