کډوالان

په داسې حال کې چې د افغانانو لپاره د ایران د استوګنې د جوازونو ورکولو پروګرام پای ته رسېږي د کډوالو را اېستل دوام لري

د علي راپور

په ایران کې د افغان کډوالو د استوګنې د موقتو جوازونو لپاره د غوښتنلیکونو سپارلو نېټه پای ته رسېدلې ده.‌ په دغه پروګرام باندې د اېستنو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله انتقادونه کېدل. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

کابل -- په ایران کې د افغان کډوالو د استوګنې د موقتو جوازونو لپاره د غوښتنلیکونو سپارلو نېټه پای ته رسېدلې ده.‌ په دغه پروګرام باندې د اېستنو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله انتقادونه کېدل.

ایراني رژیم د وري په ۲۲مه بې اسنادو افغان کډوالو ته د استوګنې د شپږ میاشتنیو جوازونو ورکول پيل کړل څو هغوی دې ته وهڅوي چې په یوه سرشمېرنه کې برخه واخلي.

چارواکو وروسته دغه سرشمېرنه د چنګاښ تر لومړیو پورې اوږده کړله.‌

د ایراني چارواکو په وینا، په دغه هېواد کې د ۵ میلیونو افغان کډوالو له جملې څخه شاوخوا ۱ میلیون کسانو ته موقت جوازونه ورکړل شول.

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د چنګاښ په ۱۳مه په نیمروز ولایت کې د افغانستان - ایران په پوله کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د چنګاښ په ۱۳مه په نیمروز ولایت کې د افغانستان - ایران په پوله کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

که څه هم ایراني چارواکي وایي چې هغه کسان به چې د استوګنې جوازونه نه لري، په سملاسي توګه له دغه هېواد څخه واېستل شي، لاکن پخپله کډوال له ډېر وخت راهیسې وایي چې دغه کار اصلا د پیسو لوټلو لپاره ترسره شو.

له ایران څخه یوه را اېستل شوي افغان محمد جاوېد قرباني د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې وویل، «د استوګنې د جوازونو صدور په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کولو ته هېڅ ګټه نه ده رسولې.»

هغه د چنګاښ په ۱۳مه وویل، «ایراني پولیسو دې ته نه کتل چې څوک موقت جواز لري او څوک یې نه لري، له مخې یې کډوال نیول او را اېستل.»

قرباني وویل، «موږ د ۱۰ کسانو یوه ډله وو چې په مشهد کې مو په یوه ودانۍ کې کار کاوه. زموږ په ډله کې شپږو کسانو شپږ میاشتني جوازونه لرل، لاکن پولیسو موږ ټول ونیولو او را ویې اېستلو.»

هغه وویل، «په افغان کډوالو باندې د ایراني رژیم فشار تل شدید او زیات وو،» او زیاته یې کړه چې د دې فشار په پایله کې کډوال مجیور وه چې ځانونه همیش پټ کړي او فکري ارام ونه لري.

د هرات یوه اوسېدونکي خیرمحمد غلامي چې هغه هم په وروستیو کې را اېستل شوی دی، وویل، ټولې هغه ادارې چې د موقتو جوازونو د صادرولو مسؤلیت یې پر غاړه درلود، ټولې تړل شوي دي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې ایرانی رژیم ادعا کوي چې هغه کډوال چې د استوګنې معتبر جوازونه لري کولی شي چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې پاتې شي، ایراني پولیس په هر حال هغوی نیسي او راباسي.

هغه وویل، «د استوګنې د جوازونو توزیع یواځې یوه ډرامه وه، او له دې امله ما د جواز ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک ور نه کړ. یواځینی هدف دا وو چې له افغان کډوالو څخه پیسې ترلاسه کړي.»

بې ګټې جوازونه

د افغان کډوالو په وینا، د ایراني رژیم له خوا صادر شوي د استوګنې جوازونه په هغه هېواد کې قانوني وزن نه لري.

د نور رحمان په نامه یوه افغان کډوال چې اوس په زرنج ښار کې دی، وویل، ایراني پولیس د افغان کډوالو لټون او په زور اېستنې ته دوام ورکوي.

هغه وویل، «ما یوه میاشت مخکې د استوګنې جواز ترلاسه کړی وه. سره له دې چې ما جواز درلود، لاکن ایراني امنیتي ځواکونو زه ونیولم او را ویې اېستلم.»

هغه زیاته کړه، «ما د جواز په بدل کې ۴ میلیونه ایراني ریال (شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانۍ یا ۱۳۶ ډالر) ورکړل، لاکن ... هغه هېڅ ارزښت نه لري.»

هغه وویل، ډېرو هغو افغانانو چې په وروستیو کې را اېستل شوي شپږ میاشتنی جواز په لاس درلود.

یوه بل را اېستل شوي افغان کډوال داود وویل، خو د هغو کسانو تر منځ چې دا جواز یې درلود او هغه چې جواز یې نه درلود څه خاص توپیر نه وو.

هغه زیاته کړه، «که څه هم چې موږ معتبر جوازونه په لاس لرل، لاکن نانوایانو موږ ته ډوډۍ نه راکوله، او کله به چې کوم دوکاندار پوه شو چې موږ افغانان یو، هغه [هغې] به په موږ باندې خوراکي توکي نه خرڅول.»

هغه زیاته کړه، تر دې چې ایراني وګړو به د ایراني رژیم د فشار له امله افغانانو ته خپل کورونه په کرایه نه ورکول.

که څه هم چې د داود جواز د څلورو نورو میاشتو لپاره هم اعتبار لري، لاکن ایراني پولیسو هغه ونیو او افغانستان ته یې راواړاوه. هغوی هغه پرېنښود چې له خپل مستخدام څخه خپله د دوو میاشتو پاتې اجوره ترلاسه کړي.

بد ګاونډی

له ایران څخه یوه را اېستل شوي افغان عباس حسیني وویل، ډېر افغانان هڅه کوي چې په هېواد کې د موجودې بې کارۍ او بې باورۍ له امله ایران ته لاړ شي،لاکن رژیم د دې پر ځای چې هغوی ته پناه ورکړي هغوی بېرته راباسي او ژوند یې په یوه ستر خطر کې اچوي.

هغه وویل، «اروپایي هېوادونه او متحده ایالات اسلامي هېوادونه نه دي، خو بیا هم هغوی د افغانانو ښه راغلاست ته خپلې دروازې پرانستې دي. بل طرف ته، د ایران په څېر اسلامي هېوادونه د هغوی پر عکس کار کوي.»

هغه زیاته کړه، «افغان کډوال د دې لپاره ایران ته ځي چې په خپل هېواد کې له سختو ننګونو او بې وزلۍ څخه ځانونه په امن کړي، خو هغوی هلته له لا نورو ستونزو او سپکاوي سره مخامخ کیږي.»

حسیني وویل، کله چې یو هېواد له مصیبتونو او بحرانونو سره مخامخ کیږي، معمولا ګاونډیان یې وګوږ ته غېږ پرانیزي. د هغه پرځای، د افغانستان ګاونډیانو افغانانو ته شا ور اړولې ده.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال شفیع کامیار وویل، «افغان ځوانان د دې لپاره ایران ته ځي چې له بې کارۍ او بې وزلۍ څخه سترګې پناه کړي، لاکن ایراني ځواکونه په بې رحمۍ سره هغوی په نښه کوي او وژني. یو ښه ګاونډی باید تل د یوه داسې ګاونډي چې له سختو حالاتو څخه تېرېږي ملاتړ وکړي.»

هغه په اوکراین باندې د روسیې یرغل ته په اشارې سره وویل، «د افغانستان ګاونډیان لکه ایران باید د اوکراین له ګاونډیانو څخه زده کړه وکړي چې خپل سرحدونه یې د جګړه ځپلیو اوکراینیانو پر مخ پرانستي دي.»

کامیار وویل، «خو د افغانستان ګاونډیان دافغان کډوالو لپاره د خپلو دروازو په تړلو سره برعکس کار کوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې، د ایران له خوا د افغان کډوالو په را اېستلو کې هر ډول زیاتوالی به په افغانستان کې یواځې اقتصادي او ټولنیز بحرانونه ژور کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام ټایمز ژورنالیستیکو اصولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او نه یې په کیسه کې دی. ځکه نه دی چې هره ورځ پاکستان هم له افغانانو سره همداسې ظلمونه کوي؛ کوم چې ایران کوي. خو تر اوسه ما د سلام ټایمز په صفحه ونه لوستل چې حد اقل یو راپور/خبر دې پرې جوړ کړي او خلکو ته دې خپله ژورنالېستیک بې طرفه رسالت وښيي چې هو پاکستان هم له افغانانو سره ظلم کوي. ځوانان یې هره ورځ وهي ټکوي. ښځو ته یې په په دخولي او خروجي دروازو کې بې ادبي ور اړوي او نور ډېر ظلمونه چې پاکستان یې له افغانانو سره کوي. په اصل کې ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د یو سپي غوږونه دي . هېڅ توپیر د دواړو تر منځ نشته. دا دواړه یې هم په هر حال خو نړیوال چې ځانونه د حقوق بشر مدافعین بولي هم له افغانانو سره ناوړه چلند کړی/ کوي. د تازه راپورونو له مخې بي بي سي په خپله یوه تازه څېړنه کې ویلي چې د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړو جزوتامونو کومانډو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ترمنځ په هلمند ولایت کې لسګونه ملکیان د محکمې د حکم پرته وژلي دي. یعني اوس چې ایران او پاکستان افغانان په صحرايي ډول وژني/محاکمه کوي؛ هېڅ فرق یې د نړیوالو سره نشته. که ایران او پاکستان دا ظلمونه اوس کوي او راپورونه یې نشریږي خو نړیوالو په تېرو شل کلونو کې په افغانستان کې کړي دي او لا یې هم استخباراتي شبکې فعالې دي په بېلا بېلو نومونو افغانان شکنجه کوي/ وژني یې. زموږ غوښتنه داده چې هم په بې ګناه افغانانو اوسني او هم پخواني ظلمونه وڅېړل شي او د قربانیانو په برخه کې عدالت په ځای شي او د جنایت له عاملانو سره حساب وشي. هیله ده سلام ټایمز خپل رسنیز رسالت په سمه توګه ترسره کړي!

ځواب ورکړئ

ما په سلام ټایمز کې د ډیپورټ شویو کسانو په هکله یوه کیسه ولوستله چې د استوګنې د جواز پروګرام په حقیقت کې د افغان مهاجرینو د را ایستلو لپاره یو جال او بهانه ده. سربیره پردې، ایران د دې پروګرام لپاره د یو اېن اېچ سي آر او نورو مرستندویو موسسو څخه په ملیونونو ډالر ترلاسه کړي، او اوس چې دا پروګرام پای ته رسیدلی، یقیناً دوی د افغان مهاجرینو سره د ناوړه چلند او شکنجې سره مخامخ دي. زه ستاسو د وېبپاڼې له لارې د بشري حقونو پر سازمانونو او ملګرو ملتونو غږ کوم چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني رژیم د جنایتونو حساب ورکړي او اجازه ورنکړي چې نور د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي. هیڅوک خپل هیواد په یوه خوله نه پریږدي. بلکې هغوی مجبور دي چي بل هیواد ته مهاجر شي. که په هېواد کې دننه د افغانانو کړکېچن حالت ته پام وشي، ایران او نور هېوادونه مسؤل دي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي. شیرین علیزۍ

ځواب ورکړئ

که زما خپل جانان سړی وی، زه به د بل یارۍ ته ولې پسخېدمه؟

ځواب ورکړئ

د ایران رژیم تل له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو څخه د افغانستان پر حکومتونو باندې د فشار اچولو د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. د جمهوریت په دوره کې چې کله به د افغانستان او ایران اړیکې خرابېدې نو ایران به د افغان کډوالو په شړلو پیل وکړ. اوس هم ایران هڅه کوي چې له افغان مهاجرینو څخه په استفادې طالبان اړ کړي چې د کمال خان بند اوبه د ایران لوري ته ورخوشې کړي. ایران هیڅکله د افغانستان ښه ګاونډی نه دی پاتې شوی او تل یې هڅه کړې چې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره عام افغانان قرباني کړي. مرګ په وحشي او ظالمو انسانانو.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه هېڅ هېواد له افغانانو سره سم چلند نه دی کړی او نه یې کوي. که څه هم زه شخصاً له افغانانو سره د ایران او ایرانیانو د دښمنۍ له امله له هغوی څخه کرکه لرم، خو موږ باید پوه شو چې د بل هېواد د پنځو میلیونو وګړو کوربه توب اسانه کار نه دی. تاسو ګورئ چې پاکستان په منظم ډول د یو یا دوه میلیونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، یو اېن اېچ سي آر او نورو نړیوالو سازمانونو څخه په منظم ډول پیسې ترلاسه کوي، لاکن زه مطمئن نه یم چې آیا پورتني سازمانونه له ایران سره هم دا ډول مرستې کوي. په حقیقت کې، هرڅوک خپل کور د ځان لپاره جوړوي. د نړۍ لپاره غوره ده چې د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره جوړجاړی وکړي، مرستې وکړي او پرې نه ږدي چې افغانان له یوه هېواده بل هېواد ته هجرت وکړي.

ځواب ورکړئ

بي بي سي ویلي چې دا تحقیقات یې د محکمو، ایمیلونو او افغانستان ته د لېږلو خبریالانو د لیدنو – کتنو او پلټنو پر اساس کړي دي. دې تلویزیوني چاینل د بریتانیايي پوځیانو عمل جنګي جنایت ته ورته بللی دی. د څېړنې له مخې، د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړي جزوتام جګپوړي صاحب منصبان په هماغه مهال د ډېر شمېر افغانانو پر وژل کېدو حیران شوي وو او د خپلو پوځیانو دلایل ورته منطقي نه ښکاریېدل. په څېړنه کې ویل شوي چې بریتانیايي ځواکونو ته څو ځلي د خپلو صاحب منصبانو له لوري خبرداري هم ورکړل شول. خو له دې سره سره جګپوړو افسرانو د پوځ په داخل کې د ځانګړو ځواکونو په اړه د خپل شک خبر مطرح نه کړ چې وڅېړل شي. جنرال مارک کارلیټن سمیت، چې هغه مهال په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندان و، له دې وژنو خبر کړی شوی و خو د بي بي سي د راپور پله مخې هغه نه و توانېدلی چې په دې اړه د بریتانیا پوځي پولیسو ته راپور ورکړي. کارلیټن سمېت چې تېره میاشت د بریتانیا له پوځ ګوښه شو، په دې اړه د نظر له څرګندولو ډه ډه کړې. په راپور کې وړاندې ویل شوي، د بریتانیا د قوانینو په اساس، د پوځي پولیسو عمومي قومندان له خبرولو پرته، د پوځي عملیاتو ترسره کول جنايي سړغړونه بلل کېږي. د بي بي سي پر اساس، له یادو کلونو وروسته د هوايي ځواک د ځانګړي جزوتام د کومانډو په وسیله د څه باندې ۶۰۰ سرغړونو په باب د بریتانیا د پوځي پولیسو له لوري څېړنې پیل شوې خو بې له دې چې نتیجه یې څرګنده شي، دوسیه وتړل شوه. ډګروال اولیور لې، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو قوماندان و، د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل چې په داسي بوږنوونکې موضوع خبرې کېږي چې باید په اړه یې بشپړې څېړنې شوې وای.

ځواب ورکړئ

صحیح. ایران بد دی، خرس دی، مرتد دی. د افغانانو ازلي دښمن دی او دا ثابته شوې هم ده. تاسو زمونږ د نړۍ والو دوستانو چلند وګورئ چې د تاند په دې راپور کې ښه په تفصیل سره بیان شوي دي: تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۱ مه) د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انترنشنل په افغانستان کې د بریتانیايي پوخیانو له لوري د جنګي جنایتونو د ادعاوو په اړه د فوري څېړنو غوښتنه وکړه. د بي بي سي د نړیوال سرویس څېړنې، چې د شنبې په ورځ په یوه خپرونه کې خپرې شوې، ښيي چې د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړو جزوتامونو کومانډو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ترمنځ (۱۳۸۹ له مني څخه د ۱۳۹۰ تر دوبي پورې) په هلمند ولایت کې ۵۴ ملکي وګړي له قانوني مقرراتو او اصولو پرته وژلي دي، خو د بریتانیا پوځ حقیقت پټ کړی و. د بي بي سي د پانوراما پروګرام د څیړنو د پایلې پر اساس، بریتانیايي پوځیانو هغه افغان سړي او زلمکي چې فکر یې کاوه عمرونه یې جګړې ته مناسب دي، په بېلابېلو ماموریتونو کې په مشکوک ډول خو په ورته ډول وژلي دي. دا راپور چې د څلور کلنو څېړنو وروسته خپور شوی وايي، په ځینو مواردو کې له ولسي خلکو څخه د وسلې په زور اعتراف اخیستل شوی دی. د بخښنې د نړیوال سازمان، چې مرکز یې په لندن کې دی، د جنوبي اسیا څېړونکي زمان سلطاني د بي بي سي د راپور له خپرېدو وروسته وویل: «د بحښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو خلاف د لګولو شویو تورونو په اړه د اغېزمنو او رڼو څېړنو غوښتنه کوي څو قربانیانو په برخه کې عدالت په ځای شي او د جنایت له عاملانو سره حساب وشي.» نور په بله تبصره کې درلیږم دلته نه ځاییږي.

ځواب ورکړئ