کډوالان

افغانان د ایران او نورو هغو هیوادونو ترمنځ توپیر په ګوته کوي چې د کډوالو کوربه دي

د عمر راپور

له ایران سره په څرګنده توپیر، اکثرو غیر اسلامي هېوادونو تېر کال له هېواد څخه د افغانانو له وتلو وروسته له خطر سره مخامخ کسانو ته پناه ورکړله. په تازه ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، ایرانی سرحدي ساتونکي او ایراني لنډه غر په داسې حال کې لیدل کیږي چې افغان کډوال وهي او شکنجې ورکوي. [ټولنیزې رسنۍ/عمران/سلام ټایمز]

هرات -- هغه افغانان چې په ایران کې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې ناوړه چلند په غوسه کړي، د دغه هېواد او نورو هغو هېوادونو د سیاستونو تر منځ توپیر په ګوته کوي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې.

افغانانو، چې هغو ویډیوګانو په غوسه کړي ول چې په کې ایرانیان افغانان وهي، تېره اونۍ د ایران د قونسلګریو او د ایران سفارت څخه بهر لاریونونه ترسره کړل.

لاس انجلس ټایمز په تېره لیندۍ میاشت کې راپور ورکړ چې دا وخت له درې میلیونو څخه ډېر افغانان په ایران کې ژوند کوي، خو ډېر یې په ایران کې د خونديتوب احساس نه کوي، او د هغوی د ناوړه چلند له امله خفه دي.‌

د هرات یوه اوسېدونکي غونچه ګل کریمي وویل، افغان کډوال په ایران کې پټ او په وېره کې ژوند کوي.‌

په عکس کې چې د وري په ۲۱مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې له ایران څخه را اېستل شوي یو شمېر افغانان لیدل کیږي.‌ [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وري په ۲۱مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې له ایران څخه را اېستل شوي یو شمېر افغانان لیدل کیږي.‌ [عمران/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «په داسې حال کې چې افغانان د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې مجبور شوي چې له دغه هېواد څخه وځي، ایران له هغوی سره د مرستې کولو او هغوی ته د پناه ورکولو پر ځای هغوی شکنجه کوي او وهي.»

کریمي شکایت وکړ چې، «افغان کډوال د ایران د حکومت لپاره د پیسو جوړولو یو تجارت دی. هغوی له افغانانو څخه د وېزو په مقابل کې ډېرې زیاتې پیسې اخلي او بیا هره ورځ په ایران کې دننه په بېلابېلو نومونو له افغان کارګرانو څخه پیسې لوټي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحیم سروري وویل، له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند او د غیر اسلامي هېوادونو له خوا مرسته او پناه ورکول د دغه اسلامي رژیم لپاره یو غټ شرم دی.»

هغه زیاته کړه، «ایراني مشران تل په رسنیو کې ادعا کوي چې هغوی د افغانانو دوستان دي او تل حاضر دي چې له هغوی سره مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت به تر څو پورې په افغانانو باندې ظلمونو ته دوام ورکوي؟ په دا ۴۰ کالونو کې هغوی له موږ څخه هر څه اخیستي دي. نور نو بس دی.»

سروري وویل، په نوره نړۍ کې افغان کډوال په سوله کې ژوند کوي خو په ایران کې بیا داسې نه ده.‌

د افغانانو پر وړاندې ښکاره دښمني

د ایران په مشهد کې دوه قتلونو د افغان کډوالو پر ضد د ایرانیانو دښمني بربنډه کړه.

وروسته له هغه چې هلته د وري په ۱۶مه دوه ملایان ووژل شول، که څه هم چې ایراني مقاماتو یو مشکوک کس ونیو او هغه یې ازبک معرفي کړ، خو بیاهم په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد یو عام کمپاین پیل شو.

د افغانانو پر ضد د تعصب پر وړاندې د مقابلې پرځای، داسې راپورونه دي چې پولیس او ملکي خلک په ګرد هېواد کې افغان کډوالو پسې ګرځي او سم یې چې پیدا کړي، برید پرې کوي او افغانستان ته یې را اړوي.

په ایران کې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې له قتل څخه وروسته په ایران کې د افغانانو ځورول او تورنول ډېر زیات شوي دي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي مبین احدي وویل، د ایران له خوا د افغان کډوالو پر ضد کمپاین یو جنایت دی.

هغه زیاته کړه، «که څه هم چې افغانانو هېڅ جرم نه دی کړی، لاکن په ایران کې په افغان سړیو او ښځو، زړو او ځوانانو باندې بریدونه کیږي او شکنجې ورکول کیږي. دا د افغانانو پر ضد د دښمنۍ او توپیري چلند اوج دی.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد رفیع حسیني وویل، دا غیر انساني کار دی چې د یوه بل چا له خوا د دوو ملایانو د وژلو په بدل کې په زرګونو بې ګناه کډوالو ته سزا ورکړل شي.‌

هغه د کب په میاشت کې یوه غیر قاتلانه برید ته په اشارې سره چې، په متحدو ایالاتو کې یوې ایرانۍ کډوالې ښځې په یوه امریکایي سړي باندې د چاقو وار وکړ او ویې ویل چې دا کار یې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د مرګ په بدل کې کړی دی، پوښتنه وکړه چې، «آیا امریکایانو په متحدو ایالاتو کې په مېشتو ټولو ایراني کډوالو باندې بریدونه وکړل او شکنجې یې ورکړې؟»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت له لسیزو راهیسې له افغانانو سره د یوه ظالم دښمن په څېر چلند کوي، او دا کار له یوې خوا د افغان کډوالو د شکنجه کولو او بلې خوا ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له لارې کوي.»

حسیني زیاته کړه، «ملګري ملتونه او د بشري حقونو نور سازمانونه باید په ایران باندې فشار واچوي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ودروي.»

حقونه تر پښو لاندې کول

د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې له وروستي ناوړه چلند څخه وروسته، یو شمېر افغانانو ایران یو بد او ظالم ګاونډی نومولی دی.‌

د هرات یوه اوسېدونکي سید رحیم وویل، ایران تل له افغانانو سره ناوړه چلند کړی دی.‌

هغه زیاته کړه، «موږ ایران ته د دې لپاره ځو چې له هغوی سره مو ژبه او دین شریک دي، خو موږ ته د پناه راکولو پر ځای د ایران حکومت له موږ سره ناوړه چلند کوي.»

هغه وویل، «د افغانانو لپاره د ایران د وېزې فیس ۱۵۰۰۰ افغانۍ (۱۷۱ ډالر) دی. بل هېڅ ګاونډی هېواد هم له موږ څخه دومره ډېرې پیسې نه اخلي.»

سید رحیم وویل، افغانان مجبور دي چې ایران ته کډې وکړي ځکه چې هغه له افغانستان سره ګډه پوله لري.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد نادر مظفري وویل، په نړۍ کې کډوال مشخص حقونه لري، خو تهران د افغان کډوالو پر حقونو تېری کوي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ افغانان په داسې حال کې چې ایران ته د یوه اسلامي او دوست هېواد په سترګه ګورو، هلته د کار لپاره ځو، لاکن د ایران له خوا له موږ افغانانو سره چلند نه اسلامي دی نه انساني.»

مظفري وویل، «په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي ځینې عکسونه ښایي د افغانانو پر ضد د ایران د ظلمونو یوه فیصدي وښیي. که د ایران ټول جنایتونه مستند شي، نړۍ به ټکان وخوري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې تاسو ایران ته راځئ؟ سعودي عربستان، پاکستان یا چین ته لاړ شئ.‌

ځواب ورکړئ

نو ایران ته مه ځئ، هغو هیوادونو ته لاړ شئ چې ستاسو لپاره سره غالۍ هواروي! او یوه بې ځوابه پوښتنه! که ایرانیان له تاسو سره دومره بد چلند کوي، نو دا میلیونونه افغانان په ایران کې څه کوي؟ مهرباني وکړئ لږ انصاف وکړئ. که سبا په زرګونو ایرانیان وغواړي چې افغانستان ته مهاجر شي نو څه به وکړي؟ تاسو د خپل هېواد له نورو قومونو سره خونړی دښمن یئ او بیا نیوکې پر ایران کوئ؟ هر هیواد خپل سرحدونه لري؛ تاسو نشئ کولی پرته له کوم تخصص او سرمایې څخه بل هیواد ته لاړ شئ. په خپل ښکلي هیواد کې پاتې شئ، هیچا تاسو ته بلنه نه ده درلیږلې.

ځواب ورکړئ

سمه ده چې اوسمهال په ایران کې میلیونونه افغانان ژوند کوي چې ډېر هغه یې خوندیتوب نه لري. هلته ورسره د ایرانیانو له خوا زور زیاتی کېږي. وهل کېږي. سپکې سپورې ورته وايي. آن په دې وروستیو کې ایرانیانو ګڼ شمېر افغان کډوال ووژل چې هېچا یې پوښتنه ونکړه. خو زه د سلام ټایمز پالېسۍ ته حیران یم چې د افغانانو سره ایران څه کوي. که هر ډول کړنه وي خبري پوښښ ورکوي. خو چې پاکستان ټول افغانستان ګډوډ هم کړي. یو عادي خبر پرې نه جوړوي. نه یې تر خلکو رسوي. تاسو څه ډول پالېسي لرئ؟ ولې له افغانستان او افغانانو سره د پاکستان په ظلمونو چپ یاست؟ ولې پرې راپور/خبر نه جوړوئ؟ زه به یې دریاد کړم چې د تېرې شنبې په ورځ (۱۶ اپرېل) د پاکستان پوځ جېټ الوتکو د خوست او کونړ ولايتونو پر يو شمېر سيمو بمبارۍ وکړې چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله. بي بي سي پښتو وېبپاڼې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) په حواله په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په خوست او کونړ ولايتونو کې د یادو هوايي بريدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي چې ۱۵ یې نجونې او پنځه هلکان دي. په راپور کې د افغانستان لپاره د يونيسف د مشر محمد ايويا له قوله راغلي چې دغه ماشومان په خپلو کورونو کې په داسې حال کې وژل شوي چې په خوب ويده وو. طالبانو بیا ويلي چې په يادو دوو ولایتونو کې د پاکستان هوايي بريدونو په ترڅ کې نژدې ۵۰ ملکيان وژل شوي. نو زه اوس د سلام ټایمز پالېسۍ ته حیران یم چې ولې د افغانستان د یو کونج خبر رااخلي خو په بل کونج کې چې لویه غمیزه ده نه منعکس کوي. تر اوسه ما ستاسو یو خبر نه دی لیدلی چې پښتون مېشته سیمه باندې مو جوړ وي. که وي هم، نو په سلو کې دوه یا درې. آخر ولې؟ لطفاً د ابلیس پاکستان ظلمونو ته هم انعکاس ورکړئ.

ځواب ورکړئ

پرعکس، تل زما هدف دا دی چې د افغانستان اتباع په نجونو باندې جنسي تېری کوي یا ټولې کورنۍ وژني او پیسې یې وړي.

ولې دا ۵ میلیونه چې اکثریت یې سني مسلمانان او د افغانستان اتباع دي له ایران څخه نه وځي؟

له اروپا، هندوستان یا سعودي عربستان څخه وغواړئ چې هغوی ته ځای ورکړي.

البته، زه پوهېږم چې د دې ټولو تر شا د شیعه ګانو پر ضد د مذهبي تعصب بدرنګي پرته ده.

لاړ شئ له دیوبندیانو سره ژوند وکړئ او زمونږ هېواد پرېږدئ.

ځواب ورکړئ

درې ورځې وړاندې د پاکستان مرتد پوځ د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې په یوه ظالمانه بمبار کې په وحشیانه توګه په لسګونو پښتانه ووژل لاکن سلام ټایمز ورباندې یوه کلیمه هم نه ده لیکلې. که تاسو د پښتنو افغانانو لپاره خبرونه او راپورونه خپروئ بیا یو اړخیز کار مه کوئ. د افغانستان د ټولو دښمنانو او د هغوی د وحشیانه فعالیتونو په هکله لیکل وکړئ. دا صحیح ده چې ایران د افغانانو او افغانستان دښن دی، لاکن دا ستاسو یو مطلق جهالت دی چې په افغانستان کې د پاکستان د مرتد پوځ او استخباراتو په فعالیتونو باندې سترګې پټوئ. زمونږ اوله درجه دښمن پاکستان دی دویمه درجه ایران، بیا روسیه او چین دي.

ځواب ورکړئ

د حیرانۍ خبره ده. ایران دوهم دښمن دی؟ د امریکا واکمن لومړی دوست دی، انګریزان دویم او استرالیا ستاسو ګران ملګری دی، چې خپل عسکر یې د افغانانو د وژلو او په لسګونو بې ګناه خلکو د وژلو لپاره رالیږلي دي.
له جهل او ناپوهۍ څخه امان غواړم.

ځواب ورکړئ