ديپلوماسي

د ایران له خوا ان د قانوني اسنادو لرونکیو افغانانو په ورننوتلو باندې لګېدلي بندیز هغوی په یوه نامعلوم حالت کې ایسار کړي دي

د عمر راپور

په زرګونو افغانان چې قانوني دخولي وېزې لري د ژمي په سخته یخنۍ کې په سرحد کې ایسار دي چې نه ایران ته د ننوتلو لاره لري او نه دومره پیسې لري چې بېرته پرې کورونو ته ستانه شي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د کووېډ-‍۱۹ د نوي ډول د ناروغۍ په پلمه، د ایران رژیم له خوا له افغانستان سره د ټولو سرحدونو د بندولو پرېکړې په زرګونو افغانان چې ایران ته د ور ننوتلو قانوني وېزې لري په سرحدي نقطو کې په سخت یخ ژمي کې ایسار کړي دي.

د دغو افغانانو زیات شمېر له لیرې پرتو ولایتونو څخه راغلي ترڅو د افغانستان د لوېدیځو سرحدونو له لارې په قانوني توګه ایران ته داخل شي، لاکن د ایران سرحدي ساتونکیو هغوی له ورننوتلو څخه منع کړي دي.

د مرغومي په ۵مه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغانان چې معتبرې دخولي وېزې یې لرلې د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې دې ته په انتظار وو ترڅو له سرحد څخه تېر شي، لاکن هغوی ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

هغوی په سرحد کې په یخه یخنۍ کې چې هېڅ ډول لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري څو ورځې انتظار کړی او د سې شنبې تر ورځې /د مرغومي ۱۴مې/ پورې ایسار پاتې ول.‌

د ایران رژیم له خوا په یو اړخیز ډول له افغانستان سره د سرحدونو له بندولو څخه وروسته په سلګونو افغانان چې با اعتباره پاسپورټونه او ایرانۍ وېزې لري د مرغومي په ۵مه په هرات ولایت کې د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې ایسار پاتې دي. [عمر/سلام ټایمز]

د ایران رژیم له خوا په یو اړخیز ډول له افغانستان سره د سرحدونو له بندولو څخه وروسته په سلګونو افغانان چې با اعتباره پاسپورټونه او ایرانۍ وېزې لري د مرغومي په ۵مه په هرات ولایت کې د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې ایسار پاتې دي. [عمر/سلام ټایمز]

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي یوسف میاخېل وویل، د ایران رژیم خپلو صادر کړیو وېزو ته هم درناوی نه کوي.‌

هغه د مرغومي په ۵مه په اسلام کلا سرحد کې وویل، «ما ۱۸۰۰ افغانۍ (۱۷.۱۶ ډالر) تادیه کړې ترڅو دلته راورسېږم، او اوس هره شپه له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ افغانیو (۹.۶۰ تر ۱۴.۴۰ ډالرو) پورې لګوم

هغه وویل، «زه مطمئن نه یم چې هغوی تر کوم قانون لاندې موږ ته وېزې راکړي دي، لاکن هغوی موږ ته اجازه نه راکوي چې ایران ته ورداخل شو.»

هغه وویل، اکثر مسافر دلته له لیرې ځایونو څخه راغلي او که په سرحد کې ډېر انتظار ته مجبور شي دوی به بې پیسو شي.

د کاپیسا ولایت یوه اوسېدونکي شاغي عمري ایران ته په ننوتلو باندې لګېدلی بندیز ظلم وباله.‌

هغه وویل، «ما قانوني دخولي وېزه ترلاسه کړه او ۵۰۰۰ افغانۍ (۴۸ ډالر) مې ورکړې چې له خپل ولایت څخه تر دې ځای پورې را ورسېږم، لاکن اوس هغوی ماته اجازه نه راکوي چې ایران ته داخل شم.»

هغه وویل، «ما پیسې قرض کړې چې د وېزې فیس پرې ورکړم او وکولی شم چې په قانوني توګه ایران ته لاړ شم، لاکن داسې ښکاري چې زه مجبور یم د یوه قاچاقچي په ډول له سرحد څخه تېر شم. زموږ لاسونه او پښې له یخنۍ څخه رپېږي، او منتظر یو چې هغوی موږ ته څه وایي.»

عمري وویل، ایراني رژیم باید مسافرو ته د سرحد د بندېدلو په هکله معلومات ورکړي وای څو هغوی نه وای مجبور شوي چې پیسې ولګوي او تر دې ځایه راشي.‌

په غیرمنصفانه ډول د وېزې فیسونه اخیستل

د هر افغان غوښتونکي لپاره د ایران وېزه په اوسط ډول له ۲۰۰۰۰ افغانیو (۱۹۲ ډالر) څخه په لوړه بیه تمامیږي.

ډېری مسافر وایي چې په کابل کې د ایران سفارت او په یو شمېر ولایتونو کې یې کونسلګرۍ له غوښتونکیو څخه، د بیمې او د کووېډ-۱۹ د ازموینو د تادیاتو په ګډون په بېلابېلو بهانو ډېرې پیسې اخلي، خو په مقابل کې یې هغوی هېڅ خدمتونه نه وړاندې کوي.

د هرات یوه اوسېدونکي جمعه ګل رحماني وویل هغه له ۳۰۰۰۰ افغانیو څخه ډېرې ولګولې ترڅو د ایران وېزه ترلاسه کړي او تر سرحد پورې د سفر مصارف وکړي.

هغه د مرغومي په ۵مه وویل، «څلور شپې کېږي چې موږ له مناسبو خوړو، اوبو یا استوګنځي څخه پرته په یخه یخنۍ کې وخت تېروو. کله چې سرحد ته نږدې ورشو، ایراني ساتونکي وایي چې سرحد بند دی.»

هغه وویل، «که د ایران رژیم داسې نیت لرلی چې سرحد بند کړي، بیا یې ولې له موږ څخه پیسې اخیستلې؟ دا په ښکاره توګه په زور د پیسو اخیستل دي. موږ به حتما او په هر ډول چې کېږي له ایران څخه خپل حق وغواړو.»

رحماني وویل،‌ که ایسار شویو مسافرو ته ایران ته د ورننوتلو اجازه ور نه کړل شي، د هغوی د وېزو تاریخ به تېر شي او پیسې او وخت به یې ضایع شي.

د اسلام کلا په سرحد کې ایسار د تخار ولایت اوسېدونکي سراج الدین رحیمي وویل چې هغه په کابل کې د ایران سفارت ته درې میاشتې انتظار واېست ترڅو هغه ته وېزه ورکړي.

هغه وویل، اوس د ایران رژیم له خوا هغه هېواد ته د ورننوتلو د اجازې په ردېدلو سره هغه نه یواځې دا چې پیسې له لاسه ورکړې بلکې دغه راز یې خپل ډېر وخت هم ضایع کړ.‌

هغه وویل، «ما خپل د کور سامان او نور شیان خرڅ کړل ترڅو د وېزې فیس او د اسلام کلا بندر پورې د سفر لګښت پرې وکړم، لاکن اوس زه مجبور یم چې بیرته کور ته ستون شم.»

رحیمي وویل، «زما په څېر په سلګونو نور خلک دلته ایسار دي او دومره پیسې نه لري چې خپلو ولایتونو ته پرې ستانه شي.»

د میدان وردک ولایت یوه اوسېدونکي میرویس نادري وویل چې هغه د خپلې او د خپلې مېرمنې د وېزو د ترلاسه کولو په بدل کې له ۵۰۰۰۰ افغانیو (۴۸۰ ډالر) څخه ډېرې پیسې لګولي.

هغه وویل، «ما ۴۰۰۰ افغانۍ (۳۸ ډالر) د اسلام کلا تر سرحد پورې د سفر لګښت ورکړ. اوس زه پیسې نه لرم چې په میدان وردک ولایت کې خپل کور ته پرې ستون شم.»

د ایراني رژیم له خوا هغه هېواد ته په ورننوتلو باندې له بندیز سره به هغه خپلې پیسې، چې ډېرې یې په قرض اخیستي دي، له لاسه ورکړي.‌

نادري وویل، د ایران رژیم باید هر هغه کس ته چې معتبره وېزه لري اجازه ورکړي چې هغه هېواد ته ورننوځي او یا هم د وېزو فیسونه بېرته ورکړي.‌

دوامدار وحشت او شکنجه

دغه راز، د ایران رژیم په وروستیو کې د کډوالو افغانانو را اېستل ګړندي کړي دي.

په افغانستان کې د خپرو شویو رسمي ارقامو په اساس، افغانستان ته هره ورځ د ۲۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ افغانان د اسلام کلا سرحد له لارې راننوځي چې ډېری یې له ایران څخه په زور را اېستل کیږي.

هر را اېستل شوی کس د ایران د نظامیانو او ایراني مستخدمینو له خوا د ورکړل شوې شکنجې او ناوړه چلند یوه جلا او له وحشت نه ډکه کیسه لري.‌

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي ضیاءالحق ضیأ چې ایران په وروستیو کې را اېستلی دی، وویل، په هغو ځایونو کې چې ایراني پولیس را اېستل شوي افغانان ساتي، شکنجې او ځورونې ورځنۍ چاره ګرځېدلې ده.

هغه د مرغومي په ۵مه په اسلام کلا کې وویل، «هلته ۴۰ بسونه له افغانانو څخه ډک ول.»

هغه وویل، «ایراني پولیسو د افغانستان سرحد ته په لاره څو ځایه موټرونه ودرول او موږ یې مجبور کړو چې له ایراني دوکانونو څخه شیان واخلو. ما دوه مالټې په ۵۰۰ زره ایراني ریالو (۱.۹۰ ډالرو) واخیستلې او کله چې ما وویل چې زه نه غواړم مالټې واخلم یوه ایراني عسکر راته وویل چې فورا پیسې ورکړه او خوله دې بنده کړه.»

ضیأ وویل، «ما په اصفهان کې څلور میاشتې د اوسپنې په یوه شرکت کې کار وکړ، خو زما مستخدم ماته پیسې را نه کړې. کله چې ما د خپلې اجورې غوښتنه وکړه، مستخدم د پیسو را کولو څخه انکار وکړ. وروسته زه ونیول شوم... او افغانستان ته را واړول شوم.»

هغه وویل، ایراني عسکر د لارې په اوږدو کې په بېلابېلو بهانو له را اېستل کېدونکو افغانانو څخه په زور پیسې اخلي،او که څوک یې ورنه کړي، هغه سخت وهل کیږي او شکنجه کیږي.‌

د فرزاد عظیمي په نامه د کابل یوه اوسېدونکي وویل چې ایراني ځواکونو هغه په تهران کې د کار کولو پر وخت ونیو.‌

د بې اسنادو کډوالو لپاره جوړ شوي یوه کمپ کې په سختو شرایطو کې له یوې اونۍ وخت تېرولو څخه وروسته هغه په زور سره افغانستان ته راستون کړای شو.‌

هغه وویل، «په کمپ کې له افغانانو سره ډېر بد چلند کیږي. په هره کوټه کې له ۳۰ څخه ډېر افغانان د څو شپو په مخه ساتل کیږي.»

هغه وویل، «حتی ښځې او ماشومان په ډېره سخته یخنۍ کې او له کومو مناسبو ترتیباتو څخه پرته چې هغوی تاوده وساتي، په توقیف کې وخت تېروي. هلته مناسب خواړه نه وو، او که ایراني مقاماتو به خواړه راوړل، د بازار د نرخ څلور برابره ډېر قیمته بیه یې پلورل.»

عظیمي وویل، ایراني عسکرو به چې هر څوک به یې زړه وغوښتل بیوه او وهل به یې ورکول او د هغه کس له جیب نه به یې ټولې پیسې اخیستلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ایران او پاکستان مستقیما لاسوهنه کوي، وسله وال تربیه کوي او افغانستان پرې ورانوي او افغانان پرې وژني. افغانستان د همدغو ایرانیانو او پاکستانیانو د وحشي سیاستونو له لاسه ویجاړ پروت دی او امنیت په کې نه راځي. افغانان باید پخپلو کې لاسونه سره یو کړي، د امریکا، اسراییلو او نورو هغو هیوادونو څخه چې د ایران پر ضد فکر لري مرستې ترلاسه کړي او په ایران باندې یرغل وکړي او خپل د تېرو څلویښتو کالونو بدل ترې واخلي. دغه راز، افغانان باید هرې اونۍ، هرې ورځې او هرې دقیقې ته چې د هندوستان او پاکستان تر منځ اختلافات او د جنګ امکانات برابریږي تیارسۍ اوسي، له هندوستان څخه امکانات ترلاسه کړي او هر کله چې د هند او پاکستان تر منځ حالات ترینګلي کیږي فورا په پاکستان باندې حمله وکړي او له دغه چټل هېواد څخه د خپلو تېرو څلویښتو کالونو بدل واخلي.

ځواب ورکړئ

ایران زمونږ ګاونډی او دوست نه دی، بلکې زمونږ یو بزدل او قسم خوړلی دښمن دی. که زما خلک یې راسره ومني، ولې اوس هم زمونږ ځوانان هڅه کوي چې هغه چټل او مردار هېواد ته لاړ شي؟ ولې زمونږ خلک له خپل دښمن څخه د ښو او مهربانۍ تمه کوي؟‌ ولې زمونږ خلک اوس هم خپل دوستان او دښمنان نه پېژني؟ ولې زمونږ خلک نه په دې نه پوهېږي چې په ایران کې زمونږ لپاره له توهین او تحقیر څخه پرته بل هېڅ هم نشته؟ ایرانیان مونږ له حیواناتو او کوڅه ډبو سپیانو سره مقایسه کوي او مونږ ته د انسانانو په سترګه نه ګوري، او چې داسې ده بیا نو ولې باید مونږ هلته لاړ شو؟ او که مونږ په دې ټولو خبرو له پوهېدلو سره سره بیا هم هلته ځو، بیا نو په کار ده چې مونږ د نورو پر ځای له خپلو ځانونو څخه شکایت وکړو.‌

ځواب ورکړئ