کډوالان

ایران د افغانانو را اېستل چټک کړي او هغوی بېرته بې وزلۍ او بې کارۍ ته رالېږي

د عمر راپور

په افغانستان کې د قریب الوقوع بشري ناورین له خبرداریو سره سره، د ایران رژیم له ایران څخه د افغان کډوالو را اېستل چټک کړي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې د قریب الوقوع بشري ناورین له خبرداریو سره سره، د ایران رژیم له ایران څخه د افغان کډوالو را اېستل چټک کړي دي.

د ایران رژیم هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې افغان کډوال له خپل هېواد څخه راباسي چې ۱۷۰۰ - ۲۰۰۰ یې په هرات کې د اسلام کلا د بندر له لارې او ۲۰۰۰ - ۲۵۰۰ نور د نیمروز له لارې رالېږي.

د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) وویل، د هغو نږدې ۵۰۰۰۰۰ افغان کډوالو له جملې څخه چې د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې خپل هېواد ته راستانه شوي، نږدې ۴۰۰۰۰۰ یې په زور سره را اېستل شوي دي.‌

عبدالله حیدري چې ۲۹ کاله عمر لري او د سرپل ولایت اوسېدونکی دی، سلام ټایمز ته وویل چې ایراني ځواکونو هغه او د هغه مېرمن او دوه ماشومان په زور سره را واېستل.‌

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د لیندۍ په ۲۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې دننه لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د لیندۍ په ۲۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې دننه لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

هغه د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۵مه/ په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې وویل، ایراني مقامات د تهران په لمنه کې د هغه د کور په دېوالونو ور واوښتل ترڅو هغه او کورنۍ یې راوباسي.‌

حیدري اته میاشتې مخکې ایران ته تللی وو ترڅو د ساختماني چارو د یوه کارکوونکي په توګه کار وکړي.

هغه وویل، ایراني نظامیانو هغه او د کورنۍ یې مجبور کړل ترڅو خپل ټول د کور سامان پرېږدي او حتی دومره اجازه یې هم ورنه کړه چې خپل د ژمي جامې راواخلي.

هغه زیاته کړه، «ایراني ځواکونو افغانان ځورول... او هغوی له موږ څخه پیسې اخیستلې.»

حیدري وویل، «زه په افغانستان کې ژوند کولو ته ډېر وارخطا یم. دلته کار نشته. زه نه پوهېږم چې څه وکړم.»

هغه زیاته کړه، «افغانستان اوس د پخوا وخت په څېر نه دی، او کار په کې نشته. زه له ذهني پلوه ډېر نا ارام یم چې څنګه کار پیدا کړم او ډارېږم چې د کار د نشتوالي له امله خپل دوه ماشومان له لاسه ورنه کړم

ځینو نهیلو افغان کورنیو د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د خپلو پورونو د پرې کولو لپاره خپلې لوڼې خرڅې کړي دي.

د لوږې او بې کارۍ وېرې

له ایران څخه را اېستل شوي کسان اوس په افغانستان کې له لوږې او بې کارۍ سره مخامخ دي.

د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فضل احمد چې ۴۵ کاله عمر لري، د لیندۍ په ۲۵مه وویل چې هغه او د کورنۍ ۸ غړي یې خواړه نه لري چې ویې خوري.‌

احمد وویل چې هغه ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۹۷ ډالر) له خپلوانو څخه په پور واخیستلې ترڅو ایران ته لاړ شي او هلته کار وکړي لاکن د ایران نظامیانو هغه ونیو او بېرته یې راولېږه.

هغه په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ څخه په خبرو کې وویل، «ما غوښتل چې ایران ته لاړ شم او د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره څه نفقه وګټم، لاکن ایراني عسکرو زما ټولې پیسې واخیستلې او زه یې تش جیبونه افغانستان ته را واېستلم.»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې کار نشته،‌ او داسې څوک نشته چې له موږ سره مرسته وکړي. موږ په کور کې نه غوړي لرو، نه اوړه لرو، نه وريژې لرو... زه پیسې نه لرم چې د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي واخلم.»

هغه وویل، «زه هره ورځ کور ته تش لاس راستنېږم،» او زیاته یې کړه چې هغه نه پوهېږي چې له خپلو وږو ماشومانو سره څنګه مخامخ شي.

د جوزجان یوه اوسېدوکي او په کمپ کې یوه بل مهاجر محمد طاهر وویل، د ایران حکومت په دې سختو وختونو کې نهیلو افغانانو ته د ځای ورکولو پرځای، د هغوی پیسې اخلي او هغوی افغانستان ته راباسي.‌

هغه زیاته کړه، «ایران یو اسلامي هېواد دی، لاکن هغه موږ ته د مرستې لاس نه راکوي په داسې حال کې چې غیر اسلامي هېوادونه له موږ سره مرستې کوي.»

طاهر وویل، ایراني مقامات نه یواځې دا چې افغان کډوال راباسي بلکې شکنجې هم ورکوي.‌

هغه وویل، «زه بې کارۍ او بې وزلۍ مجبور کړم چې ۲۰ ورځې مخکې ایران ته لاړ شم، لاکن په نیمه لاره کې ایراني عسکرو ونیولم او بېرته یې افغانستان ته راوګرځولم.»

هغه وویل، «په افغانستان کې کار نشته، او حکومت کومه مرسته هم نه کوي.»

محمد طاهر وویل، «زه چې خپل ولایت ته لاړ شم زه د ژوند کولو کومه هیله نه لرم، او زه نه پوهېږم چې زما او زما د کورنۍ به څه حال شي.»

شکنجه او ناوړه چلند روان دی

له ایران څخه تازه راستانه شوي افغان کډوال د ایراني مقاماتو له خوا د ناوړه چلند د زیاتېدلو او سختېدلو ترخې کیسې لري.

د بدخشان یوه اوسېدونکي جلال الدین د لیندۍ په ۲۵مه په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې وویل چې ایراني عسکرو له هغه او نورو افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړ.

هغه وویل، «د ایراني عسکرو چلند انسانیت تر پوښتنې لاندې راولي. هېڅ انسان به له بل انسان سره داسې بد چلند ونه کړي لکه ایراني عسکر یې چې له افغانانو سره کوي.»

جلال الدین وویل، «موږ ۳۵ کسان وو او په یوه کوچنۍ یخه کوټه کې یې چې هېڅ فرش هم په کې نه وو، سره تخته کړو. زه مطمئن نه وم چې آیا موږ به دغه شپه ژوندي پاتې شو.»

هغه وویل، «هغوی موږ ته هېڅ خواړه را نه کړل، او د شپې هیچا هم د هوا د یخوالي له امله خوب ونه کړ.»

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام رسول چې تازه له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل،‌ د ایراني عسکرو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې چلند غیر انساني دی. هغوی د وهلو او شکنجو سربېره، د هغوی ټولې پیسې هم اخلي.

هغه زیاته کړه، «ایراني عسکرو به په موږ باندې د شپې په یخه هوا کې یخې اوبه را شیندلې.»

هغه وویل، «ایراني عسکرو به په متواتره توګه موږ په قمچین و او لغتو وهلو.»

رسول وویل چې هغه ایران ته د تګ او د ایراني مقاماتو له خوا د ناوړه چلند پر ځای دا غوره بولي چې په افغانستان کې له لوږې مړ شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500