کډوالان

تهران د افغانانو له خوا د ډوبو شویو کارکونکو لپاره د انصاف غوښتنې له غږ پورته کولو څخه ووسته د کډوالو اېستل چټک کړل

د عمر راپور

افغان چارواکو وویل، د افغانانو له خوا د هغو افغان کارکونکو لپاره د عدالت غوښتنې په غبرګون کې، چې د راپورونو له مخې ایراني سرحدي ساتونکیو د غوایي د میاشتې په نیمایي کې په سیند کې ډوب کړي ول، اوس د ایران رژیم د افغان کډوالو را اېستل په بې ساري توګه چټک کړي دي. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، د ایران رژیم، د هغو اعتراضونو په غبرګون کې چې د افغان کډوال کارکونکو لپاره، چې د راپورونو له مخې ایراني سرحدي ځواکونو تېره میاشت په سیند لاهو کړي ول، د عدالت غوښتنه کوله، په زیات شمېر د افغان کډوالو په را اېستلو سره د هغوی تصفیه پراخه کړې ده.

ادعا کیږي چې ایراني ځواکونو د غوایي په ۱۲مه، ۴۷ تنه افغانان په دهن ذوالفقار سیمه کې سیند ته ور وغورځول چې په پایله کې یې ۲۹ کسان مړه شول. دغې پېښې په افغانستان کې د ایران پر ضد پراخه غوسه راوپاروله.

د افغان حکومت پلټونکې کمېټې وویل چې افغان چارواکو د ۱۲ ډوبو شویو کارکونکو جسدونه موندلي دي. پاتې ۱۷ کسان اوس هم ورک دي.‌

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رییس احمد جاوېد نادم وویل، «له ایران څخه د افغانانو د را اېستلو بهیر په تېرو دو میاشتو کې زیات شوی دی.»

په عکس کې، له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر]

په عکس کې، له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر]

هغه وویل، «له ایران څخه د کډوالو د را اېستلو بهیر په چټکۍ سره زیات شوی دی. هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ کسانو پورې او ځینې وختونه ۷۰۰ کډوال له ایران څخه افغانستان ته را اېستل کیږي.»

نادم زیاته کړه، «د ۱۳۹۹ د وري د میاشتې له نیمایی څخه د غوایي تر نیمایي پورې له ۵۰۰۰ څخه ډېر کډوال په زور سره له ایران څخه را اېستل شوي دي، او د غوایي د میاشتې په وروستیو ۱۴ ورځو کې له ۲۸۰۰ څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته را اېستل شوي دي.»

نادم وویل، په هغو کډوالو کې چې ایران را اېستلي دي، ځوان کارکونکي، زاړه خلک، ښځې او ماشومان شامل دي.

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي عبدالله جلالي چې ایراني چارواکو را اېستلی دی، وویل، ایراني پولیس افغانې کورنۍ او کارکونکي په ښارونو او کلیو کې لټوي، او بیا یې نیسي او سمدلاسه یې افغانستان ته راباسي.

هغه وویل، «ایراني پولیس افغان کارکونکي په داسې حال کې چې په کار کې وي نیسي او کمپونو ته یې بیایي. ما په تهران کې کار کاوه او په داسې حال کې چې زه په کار بوخت وم -- د کار جامې مې په تن وې -- پولیسو ونیولم، او له هغه هېواد څخه یې راواېستلم. ما هلته یوه میاشت کار وکړ او خپله مزدوري مې هم لا نه وه ترلاسه کړې. ما هغوی ته عذر او زارۍ وکړې چې زما را اېستل تر هغه وځنډوي چې زه له خپل مستخدم څخه د خپلې مزدورۍ اجوره ترلاسه کړم، خو ایراني ځواکونو زما خبرې ته هېڅ غوږ ونه نیو.»

ظالمانه انتقام

په ایران کې د ۱.۵ میلیون او ۳ میلیونو تر منځ افغان کډوال ژوند او کار کوي چې اکثر یې په تعمیراتي پروژو کې د مزدورکارانو په توګه کار کوي.‌

یو شمېر افغان کډوالو او کارکونکو چې ایراني ځواکونو را اېستلي دي د ایراني رژیم له خوا د ترسره کېدونکيو ظلمونو کیسې وکړې او ویې ویل چې هغوی په افغانستان کې د افغانانو له خوا له ترسره شویو اعتراضونو څخه وروسته انتقام اخیستنې ته مخه کړې ده.‌

په یوه پېښه کې، ایراني ځواکونو د غبرګولي په ۱۴مه په یوه موټر باندې چې د یزد ولایت په مهرېز ښار کې یې افغان کډوال وړل، ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې رامنځته شویو لمبو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

د علي حسین ابراهیمي په نامه د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکي چې په وروستیو کې له ایران څخه راستون شوی دی، وویل، ایراني پولیس د ایران پر ضد د افغانانو د اعتراضونو له امله له افغان کډوالو څخه غچ اخلي.‌

هغه وویل، «له هغه وخت نه چې په سیند کې د افغان کډوالو د غورځولو د غندلو لپاره په افغانستان کې اعتراضونه پيل شوي، ایراني سرحدي ځواکونو په خپل هېواد کې په افغان کارکونکو باندې فشار اچول پیل کړي او په زور سره یې راباسي. تر دې چې هغوی افغانان دې ته نه پرېږدي چې د خپلې مزدورۍ اجوره ترلاسه کړي او راشړي یې.»

هغه زیاته کړه، «کله چې ایراني پولیسو موږ کمپونو ته بوتللو، هغوی موږ ووهلو او موبایلونه یې راته مات کړل، راته یې وویل چې هیڅوک هم نشي کولی چې د دې صحنو ویډیوګانې واخلي ځکه چې دا صحنې باید افشا نشي. پولیسو وویل چې دغسې ویډیوګانې ډېر ځلې رسنیو ته وتلي او بیا د دوي پر ضد استعمال شوي دي.»

ابراهیمي وویل، کله چې ایراني ځواکونو دی له ځینې ملګرو سره یوځای ونیو،‌ هغوی افغانان سخت ووهل او امر یې ورته وکړ چې د حیواناتو غږونه وباسي.

هغه زیاته کړه، «ایراني ځواکونه د کډوالو پر ضد ډېر ناوړه چلند کوي. هغوی موږ ته شکنجې راکړې. په کمپ کې، هغوی موږ ته وویل چې د خره او سپي اوازونه وباسو، او موږ مجبور وو چې دغسې کار وکړو.»

د محمد عظیمي په نامه د هرات ولایت یوه اوسېدونکي چې هغه هم له ایران څخه را اېستل شوی وو، وویل، ایراني ځواکونو هغه او نورو را اېستل شویو کسانو ته وویل چې کله افغانان د ایراني پالیسیو پر ضد اعتراضونه کوي، هغوی باید په ایران کې د پاتې کډوالو لپاره د عواقبو په هکله فکر وکړي.

هغه زیاته کړه، «کله چې ایراني ځواکونو موږ ونیولو، هغوی زموږ پیسې واخیستلې او سخت یې ووهلو.‌ موږ چې درې ورځې په توقیف کې وو، هغوی موږ ته هېڅ خواړه یا اوبه رانه کړل او کالي یې هم رانه واخیستل.»

هغه وویل، «ایراني پولیسو افغان کډوالو ته سختې شکنجې ورکولې. هغوی له افغانانو څخه پیسې اخستلې او موبایل تلفونونه یې ورته ماتول. تر دې چې هغوی ښځې او ماشومان هم ووهل او د هغوی سپکاوی یې وکړ.»

د عبدالباقي په نامه د غور ولایت یوه اوسېدونکي او له ایران څخه را اېستل شوي کس وویل، «ایراني امنیتي ځواکونه په کډوالو باندې هېڅ رحم نه کوي، او هرکله یې چې ومومي،‌ وهي یې او کمپ ته یې بیایي. هغوی ډېرې ښځې او ماشومان ونیول،‌ له خپلو سرپرستانو څخه یې جلا کړل، او افغانستان ته یې را واېستل.»

هغه زیاته کړه، «زه د کار لپاره ایران ته لاړم ځکه چې ما په افغانستان کې وظیفه نه لرله او غریب وم. ما هلته درې میاشتې کار وکړ، خو مخکې له دې چې له خپل مستخدم څخه خپله اجوره واخلم، پولیسو ونیولم او دا فرصت یې رانه کړ چې خپل مزد ترلاسه کړم.»

پلټنې روانې دي

د هرات والي سید وحید قتالي د غبرګولي په ۸مه په هرات ښار کې وویل، افغان حکومت ژمن دی چې په دهن ذوالفقار کې د ډوبو شویو افغان کارکونکو قضیه وڅېړي، او هغوی به هېڅکله هم د بې ګناه کارکونکو وژنه هېره نه کړي.‌

قتالي وویل، «د افغان کارکونکو د ډوبېدلو قضیه به ناروښانه پاتې نشي، او موږ به خپل کار ته تر هغه دوام ورکړو څو چې یو څوک د دغې پېښې مسؤلیت ومني.»

هغه زیاته کړه، «اسناد او مدارک ډېر روښانه دي، خو موږ ایران ته فرصت ورکړی چې په پلټنه کې برخه واخلي چې یقیني شي. د دواړو هېوادونو له خوا ترسره شوې پلټنې د ګاونډي هېواد د امنیتي چارواکو له لومړنیو څرګندونو سره فرق لري. هغوی په لومړنیو څرګندونو کې په دې برخه کې له لاس لرنې څخه انکار کړی وو.»

جان محمد میرزایي چې په دې پېښه کې یې خپل زوی له لاسه ورکړی دی، وویل، د ډوبو شویو قرباني افغانانو کورنۍ د هغوی په مرګ ویر کوي.‌

په سیند کې اچول شویو او ډوبو شویو کسانو کې دوه ماشومان چې ۱۱ او ۱۲ کاله عمرونه یې لرل هم شامل ول. افغان لټونکیو د هغوی جسدونه وموندل.‌

هغه وویل، «هغه ایراني سرحدي ځواکونه چې دغه جرم یې ترسره کړی دی باید په نړۍ واله محکمه کې محاکمه شي او سزا ورکړل شي.‌ هغوی بې ګناه کارکونکي ووژل، او هغوی باید معاف نه شي. د ایران حکومت باید مسؤل ونیول شي.»

هغه وویل، «موږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې د دغو کارکونکو وژنه هېره نه کړي او زموږ د خلکو د دفاع په لاره کې له اړتیا سره سم ګامونه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د قران لپاره، مسلمانان مه وژنئ. د قران په کوم ځای کې یې لیکلي چې تاسو باید وږي کارګران چې خپل ګاونډي هېواد ته د خوراک د خرڅ د پیدا کولو لپاره ځي، ووژنئ. ‌ لږ فکر وکړئ،‌ انسان د الله غوره مخلوق دی. آیا کوم څوک کولی شي چې خپل بچیان نهر وګوري؟ هغوی باید خپل ژوند قرباني کړي او نورو هېوادونو ته لاړ شي چې پیسې وګټي. د خدای لپاره، د هر انسان وینه چې بې له دلیله تویېږي خدای به یې هېره نه کړي. د جګړه ځپلیو افغانانو په حال باندې رحم وکړئ.‌ زه د یوه ایراني په توګه له خپلو معززو ایراني مشرانو څخه غواړم چې پرېږدي چې افغانان په ایران کې ژوند وکړي او ځانونو ته د ژوند څوری وګټي.‌ مننه.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک وږي او جګړو ځپلي دي. د ایران حکومت مسلمان دی. ښه نو مسلماني څه معنی؟ آیا ستاسو اسلام تر نورو لوړ دی؟ که امام مهدي راشي،‌ هغه به له ټولو انسانانو سره عین چلند کوي.‌ خدای دې له ظالم نه، د مظلومانو چې هر مذهب پورې تعلق لري، حق واخلي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان په غریبو خلکو باندې هیڅوک زړه سوی نه لري، هر چا یا هرهېواد په هغوی باندې ظلم کړی دی، خو هیچا هم ترې پوښتنه نه ده کړې چې ولې هغوی په افغانانو باندې ظلم کوي؟‌ د هغه پلټونکي پلاوي د پلټنې نتیجه څه شوه چې افغان حکومت توظیف کړی وو چې د افغان کډوالو د ډوبېدلو پلټنه وکړي؟‌ آیا د پلټنې له بشپړېدلو څخه وروسته کوم څوک محاکمه کړای شو؟ آیا د ایران حکومت له افغانانو څخه بخښنه وغوښتله؟‌ د یوه افغان وینه تویول هېڅ ارزښت نه لري. کله چې مونږ پخپله د خپلو هېوادوالو د وینې درناوی نه کوو او هره ورځ خپل ورونه وژنو، آیا کوم بل څوک په مونږ باندې رحم کوي؟‌ آیا مونږ افغانان سره متحد یو؟ آیا مونږ ټول د خپل حکومت ملاتړ کوو؟‌ نه، مونږ دا کار نه کوو. په مونږ کې ځینې د جنګسالارانو په لاره روان دي، ځینې مو د طالبانو په لاره روان دي، ځینې مو د داعش په لاره روان دي، ځینې مو د اشرف غني ملاتړ کوي، او ځینې مو د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. دا هېواد به په دې طریقه جوړ نشي. مونږ ټول باید د نظام ملاتړ وکړو، نه د افرادو. که حکومت فاسد وي، مونږ ټول باید نقد پرې وکړو. څو چې مونږ په خپل هېواد کې یو قوي نظام ونه لرو، مونږ به هره ورځ د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیانو له خوا په وحشیانه توګه شکنجه کیږو او وژل کیږو.

ځواب ورکړئ

که افغان حکومت لږ درک او غیرت ولري، هغه باید ژر تر ژره له ایران څخه ټول افغان کډوال راستانه کړي او له ایران سره په ټولو سرحدي نقطو کې امنیتي پوستې جوړې کړي چې نور افغانان په ناقانونه لارو ایران ته داخل نشي. هره ورځ مونږ د ایران په حکومت او نظامیانو باندې تور لګوو چې افغان کډوال یې شکنجه کړي، سوزولي، او په سیند کې ډوب کړي دي.‌ کله چې د ایران حکومت او خلک په هغه هېواد کې زمونږ په خلکو باندې ظلم کوي، نور دې ته اړتیا نشته چې مونږ هغوی ته اجازه ورکړو چې یا هلته پاتې شي یا له افغانستان څخه ایران ته سفر وکړي. داسې ښکاري چې د ایران حکومت او د هغه هېواد خلک نور د افغانانو دوستان نه دي، نو مونږ باید ایران ته نور د یوه دوست په سترګه ونه ګورو او نه هغه هېواد ته ورشو.‌ هره ورځ، د دې پرځای چې یو هیئت ټاکل کیږي چې په ایران کې د افغان کارګرانو د وژنو پلټنه وکړي، افغان حکومت ته په کار دي چې ګڼ شمېر فابریکې جوړې کړي او کارګرانو ته کاري فرصتونه په لاس ورکړي او په ناقانونه لارو ایران ته زمونږ د بې کاره خلکو د سفر مخه ونیسي.‌ دا څه رقم حکومت دی چې د میلیونونو بې کاره ځوانانو په هکله فکر نه کوي؟ هر کال په زرګونو ځوانان له هېواد څخه وځي او په ناقانونه توګه ایران، ترکیې، یونان او نورو هېوادونو ته ځي. ډېر یې یا ایران او ترکیې ته په لاره کې وژل کیږي یا د یونان په سمندر کې ډوبیږي. ځوانان د یوه هېواد پانګه ده. هغوی د یوې ټولنې بشري ځواک دی. ‌ چې رالنډه یې کړو، زه غواړم ووایم چې د بدبختۍ اصلي عامل په دې هېواد کې جنګ او بې کاري دي، او دا چې افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات ملامت دي چې ویې نشوای کولی چې د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې په افغانستان کې د بې کارۍ او د فقر د له منځه وړلو لپا

ځواب ورکړئ