بشري حقونه

اعتراض کوونکیو د ایراني ځواکونو له خوا د ډوبو شویو کډوالو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د هرات په سلګونو اوسېدونکي د ۱۳۹۹ د غوايي په ۲۲مه په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي ول، څو د هغو افغان کډوالو د مړینې پر ضد اعتراض وکړي چې د ادعاوو له مخې ایراني سرحدي ساتونکیو تېره اونۍ شکنجه کړي او بیا سیند ته ورغورځولي ول. [عمر]

هرات -- د هرات په سلګونو اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي ول څو د هغو افغان کډوالو د مړینې پر ضد اعتراض وکړي چې ایراني سرحدي ساتونکیو تېره اونۍ شکنجه کړي او بیا سیند ته ورغورځولي ول.

د ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون له ۲۰۰ څخه ډېرو معترضینو د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او په رژیم باندې یې تور ولګاوه چې په وژنو کې د بشر پر ضد جرمونه ترسره کوي. په کابل کې هم په لسګونو معترضینو د ایران د سفارت مخې ته لاریون وکړ.‌

افغان چارواکي د هغو ادعاوو څېړنه کوي چې وایي ایراني سرحدي ساتونکو په لسګونو هغه کډوال چې د غوایي په ۱۲مه له هرات ولایت څخه په ناقانونه توګه ایران ته اوښتي ول وهلي او بیا یې مجبور کړي چې ځانونه سیند ته ور وغورځوي.

ایراني مقاماتو دغه ادعاګانې رد کړي او وایي چې پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.‌

لاریونوال د غوایي په ۲۲مه په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته د یوه اعتراض په ترڅ کې د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي. [عمر]

لاریونوال د غوایي په ۲۲مه په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته د یوه اعتراض په ترڅ کې د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي. [عمر]

د مدني ټولنې فعالانو د غوایي په ۲۲مه په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته د یوه اعتراض په ترڅ کې بینرونه پورته کړي او د ایران د رژیم پر ضد شعارونه ورکوي. یوه جګپوړي افغان چارواکي وویل، افغانستان د هغو کډوالو ۱۸ مړي ترلاسه کړي چې ادعا کیږي د ایران سرحدي ساتونکیو د غوایي په ۱۲مه وهلي او شکنجه کړي او بیا یي مجبورکړي وو چې ځانونه سیند ته وغورځوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مدني ټولنې فعالانو د غوایي په ۲۲مه په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته د یوه اعتراض په ترڅ کې بینرونه پورته کړي او د ایران د رژیم پر ضد شعارونه ورکوي. یوه جګپوړي افغان چارواکي وویل، افغانستان د هغو کډوالو ۱۸ مړي ترلاسه کړي چې ادعا کیږي د ایران سرحدي ساتونکیو د غوایي په ۱۲مه وهلي او شکنجه کړي او بیا یي مجبورکړي وو چې ځانونه سیند ته وغورځوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د هرات ښار یوه اوسېدونکي او معترض فیصل افغان وویل، د افغان کډوالو وژل یو د نه بښلو وړ جرم دی.

هغه وویل، «د ایران حکومت تل له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي چلند کړی، خو هیچا هم د هغوی د ظلمونو پر ضد خپل غږ نه دی پورته کړی. موږ غواړو چې د بې ګناه افغان کډوالو پر ضد د ایرانیانو ظلمونه پای ته ورسیږي.»

یوې معترضې او د هرات ښار اوسېدونکې شبنم سلحشور وویل، تهران له ډېرې مودې راهیسې د افغان کډوالو پر ضد وحشیانه عملونو کې ښکېل وو او بې ګناه ملکي خلک یې وژلي دي، خو د ایران د رژیم له خوا ترسره شوي دا جنایتونه باید ودریږي.

هغې وویل، «موږ غواړو چې دا کارونه په جدي توګه وڅېړل شي. که د دې جنایت ترسره کوونکیو ته سزا ورنه کول شي، دا کار به هغوی تشویق کړي چې نور جرمونه هم ترسره کړي او نور کارکوونکي هم ووژني. موږ په ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار اداره او نورو نړۍ والو ادارو باندې غږ کوو چې د ایران د حکومت په دغه جرم باندې سترګې پټې نه کړي.»

قانع کوونکي شواهد

یوې حکومتي کمېټې چې د افغان کډوالو د راپور ورکول شوې ډوبېدنې او د افغان کډوالو د وژنې د څېړنې لپاره توظیف شوې ده د غوایي په ۲۰مه کار پیل کړ.‌

د څېړونکې کمېټې رییس عبدالحمید طهماسي د غوایي په ۲۱مه په هرات ښار کې خبریالانو ته وویل، «اسناد او شواهد ښیي چې د ایران پوځي ځواکونو افغان کارکوونکي سیند ته غورځولي دي.»

طهماسي وویل، «د افغانستان څېړونکې کمېټه په ساحه کې کار کوي چې نور اسناد او شواهد هم راټول کړي. د ایران حکومت ژمنه کړې چې یوه کمېټه جوړه کړي څو دغه پېښه وڅېړي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.»

هغه زیاته کړه، «هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي دي ښيي چې ایران ته ۴۴ تنه کارکوونکي ننوتي ول، چې ټول یې سیند ته غورځول شوي دي. د ۱۰ کسانو جسدونه موندل شوي، په داسې حال کې چې ۱۷ نور اوس هم ورک دي. پاتې ۱۹ کسان توانېدلي وو چې ځانونه وژغوري.»

هغه وویل، «ایران نه ده منلې چې دا پېښه د هغوی په خاوره کې شوې ده، خو موږ داسې قانع کوونکی اسناد او شواهد لرو چې کولی شو د ایران د حکومت له څېړونکې کمېټې سره یې شریک کړو چې ښیي چې دغه پېښه د هغوی په هېواد کې شوې ده.»

د ۱.۵ میلیون او ۳ میلیونو تر منځ افغان کډوال په ایران کې ژوند او کار کوي، چې ډېر یې په تعمیراتي پروژو کې د مزدورکارانو په توګه کار کوي.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال جوا ظریف سره د ټیلیفون له لارې په دې موضوع خبرې وکړې.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب وویل، «د سیاسي لاسته راوړنو لپاره باید د دې پېښې د قربانیانو په وینه باندې سودا ونشي.»

هغه زیاته کړه، «موږ غواړو چې کمېټه دا پېښه په بشپړ ډول وڅېړي او د دې پېښې مرتکبین ژر تر ژره عدالت ته وسپاري. د پېښې مرتکبین باید د ایران د قوانینو او د نړۍ والو بشري قوانینو په اساس محاکمه کړای شي.»

اعتبار له لاسه ورکول

چارواکي او د هرات اوسېدونکي وایي، تهران یو ځل بیا هڅه کوي چې، له دې حقیقت څخه په انکار کولو سره چې د افغان کارکوونکیو په شکنجه کولو او ډوبولو کې پوځي ځواکونه ښکېل وو، په دغه جنایت کې خپله ګناه پټه کړي.

هغوی یادونه وکړه چې د ایران حکومت د مرغومي په میاشت کې د اوکراینۍ الوتکې د ویشتلو په پېښه کې له لاس لرلو څخه هم انکار کاوه.

د مرغومي په میاشت کې، له ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې وه، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه د دوی یوه میزایل راغورځولې ده.

له زیاتېدونکي نړۍ وال او داخلي فشار سره په مخامخ کېدلو، د ایران ولسمشر حسن روحاني بالاخره په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه د ایران پوځ په «یوه غمجنه غلطۍ» کې ویشتې ده.

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، پخوانۍ پېښه ثابتوي چې د تهران له خوا د افغان کډوالو په ډوبولو کې له لاس لرنې څخه انکار د باور وړ نه دی.‌

قتالي د غوایي په ۲۱مه په خپل دفتر کې په یوه خبري کانفرانس کې خبریالانو ته وویل، «موږ هڅه نه کوو چې ثابته کړو چې آیا دا پېښه د ایران د پوځ له خوا شوې... خو موږ څیړو ترڅو ومومو چې دا پېښه ولې وشوه. ایران نشي کولی چې په دې پېښه کې له لاس لرنې څخه انکار وکړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال آرش بشریار وویل، کله چې خبره په داسې جنایي فعالیتونو کې له ښکېلتیا څخه انکار ته رسیږي، تهران خپل ټول اعتبار له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل، «کله چې ایراني پوځي ځواکونو اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه وویشتله، په سر کې د هغوی حکومت په پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ، او ویې ویل چې دغه پېښه د هوا د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده، خو وروسته له هغه چې له نړۍ وال فشار سره مخامخ شو، څو ورځې وروسته د ایران حکومت په شرمېدلي ډول اعتراف وکړ چې الوتکه یې په تصادفي ډول ویشتلې ده.»

«اوس چې ایراني عسکرو زموږ له ۴۰ څخه ډېر هېوادوال سیند ته غورځولي او وژلي دي، د ایران حکومت په پېښه کې د ایراني ساتونکو له ښکېلتیا څخه انکار کوي چې دا ښیي چې ایراني مقامات دروغ وایي او غواړي چې ځانونه له ملامتیا څخه خلاص کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان کډوالو په مقابل کې د ایران جنایتونه د بخښلو وړ نه دي. په داسې بې رحمه ګاونډي باندې دې لعنت وي.

ځواب ورکړئ

د ایران رژیم په ګرده نړۍ کې تر ټولو ډېر دکتاتور او ظالم رژیم دی. کله چې هغوی یوه مسافر وړونکې الوتکه چې خواوشا سل ایراني اتباع په کې ول وویشتله او ټوله عمله یې ورسره ووژله، بیا نو د افغانانو وژل ورته عادي خبره ده.‌ هغوی حتی په خپلو خلکو باندې ظلم کوي. تر دې چې د ایران خلک نشي کولی چې د ایراني حکومت پر ضد یوه خبره هم وکړي، او خلک وایي چې فېسبوک په ایران کې بند دی. رسنۍ نشي کولی چې د حکومت د ګټو پر ضد خبرونه خپاره کړي یا په حکومت باندې د ناکامۍ او بې کفایتۍ له امله انتقاد وکړي.‌ که د ایران حکومت ته معلومه شي چې یو څوک د ایران د حکومت پر ضد غږ پورته کوي، هغه به په سملاسي توګه د ایراني پولیسو له خوا ونیول شي او د جاسوسۍ په تور به زندان ته واچول شي، او تر دې چې ښایي په پټه ووژل شي، البته، دغه هېواد په افغانستان کې په لسګونو رسنۍ او اخبارونه تمویلوي چې د افغانستان د ګټو پر ضد راپورونه خپاره کړي، او د ایران چټل فرهنګ ته تبلیغ وکړي.‌ تاسو کولی شئ وګورئ چې په مزدورو رسنیو کې د دری پرځای، ایرانۍ ژبه استعمالیږي، او د رسنیو ټول خبریالان په ایرانۍ لهجه خبرې کوي، په داسې حال کې چې مونږ په افغانستان کې د دری غوره لهجه لرو.‌ که حکومت په افغانستان کې د ایرانیو رسنیو مخه ونه نیسي، زه باوري یم چې په راتلونکې یوه یا دوه لسیزو کې به د افغانستان په لویو ښارونو کې د اصلي دری لهجې ځای ایرانۍ پارسي لهجه ونیسي، او اصلي افغاني کلتور به په بشپړ ډول له منځه وېوړل شي.‌

ځواب ورکړئ

سلام وروره! زه د ایران، پاکستان او نورو په ظلمونو او جنایتونو چې زمونږ د خلکو په مقابل کې یې ترسره کړي دي هېڅ شک نه لرم. له بده مرغه، زه دا منم چې هغه غوره درناوی یا حیثیت چې یو افغان تبعه یې په ایران کې لري هغه «چټل افغان» دی. راځئ چې اصلي موضوع ته راشو.‌ ولې مونږ په دغسې حالت کې یو؟ ولې باید یو ایرانی، پاکستانی یا د یوه بل هېواد شخص مونږ ته چټل ووایي؟‌ آیا تر اوسه مونږ له ځانونو نه پوښتنه کړې ده؟ وروره، زمونږ ستونزه په لهجه یا د اواز په ټون نه حل کیږي. هرکله چې زمونږ پوهه، استدلال او علم زیات شي، بیا مونږ کولی شو چې د پوهنتون د نوم په هکله پرېکړه وکړو چې پوهنتون یې وبولو که دانشګاه؟‌ بیا زمونږ پوهه دا تصمیم نیسي، نه جهل او بې ځایه یا نامناسب غرور.‌ له هغو رسنیو سره څه کولی شئ چې د پوهنتون پر ځای دانشګاه لفظ استعمالوي؟ آیا تاسو کولی شئ چې دا ستونزه د نفاق د تخم په کرلو سره حل کړئ چې بل ته د نورو هېوادونو جاسوس ووایئ او نور داسې نومونه پرې کېږدئ چې د نن ورځې په سیاست کې معمول دي؟‌ نه، تاسو نشئ کولی چې دا مسئله حل کړئ، بلکې تاسو د وینو تویولو سبب کېږئ. په عمومي توګه، له ژبني، سیمه ییز، فرقه یي او مذهبي توپیري چلند څخه پرته، زه غواړم چې د سزا او جزا قانون عملي شي.‌

ځواب ورکړئ