بشري حقونه

تهران د رژیم د ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د ډوبولو له ادعا څخه انکار ته دوام ورکوي

د عمر راپور

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات یو شمېر اوسېدونکيو د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۸مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته په یوه اعتراض کې په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په سازمانونو باندې غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ډوبېدلو پېښه چې د ایراني ځواکونو له خوا ترسره شوه، په جدي توګه وڅېړي. [عمر]

هرات -- تهران د افغان کډوالو کارکونکو په وهلو او سیند کې ډوبولو کې د خپلو نظامیانو له ښکېلتیا څخه، چې تېره میاشت پېښه شوه، انکار ته دوام ورکوي، او تر اوسه پورې دې ته نه دي حاضر شوي چې دا مسئله له افغان حکومت سره حل کړي.‌

د څو اونیو له اوږدو انکارونو او ځنډونو څخه وروسته، یو ایرانی هیئت د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۶مه/ کابل ته راورسېد چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر سره وګوري.

ایراني هیئت وویل چې هغوی د پېښې په هکله د افغانستان موندنې ترلاسه کړي او خپل لوري ته به هم څېړنې ترسره کړي. د لیدنې په هکله نور جزیات نه دي ورکول شوي.

د ژوندیو پاتې شویو کسانو او عیني شاهدانو په وینا، د ایران سرحدي ساتونکیو د غوایي په ۱۲مه ۵۷ تنه افغان کارکوونکي له وهلو او شکنجه کولو څخه وروسته په هرات ولایت کې هریرود سیند ته ور وغورځول.

د هرات یو شمېر اوسېدونکيو د غوایي په ۲۸مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته په یوه اعتراض کې په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په سازمانونو باندې غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ډوبېدلو پېښه چې د ایران د سرحدي ساتونکو له خوا ترسره شوه، په جدي توګه وڅېړي. [عمر]

د هرات یو شمېر اوسېدونکيو د غوایي په ۲۸مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته په یوه اعتراض کې په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په سازمانونو باندې غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ډوبېدلو پېښه چې د ایران د سرحدي ساتونکو له خوا ترسره شوه، په جدي توګه وڅېړي. [عمر]

د هرات ولایت یوه معلول اوسېدونکي د غوایي په ۲۸مه د ایران پر ضد د یوه اعتراض په ترڅ کې یوه لوحه پورته کړې چې پرې لیکلي، «که موږ د کډوالۍ لاره نیسو، په لاره کې وژل کیږو؛ که په هېواد کې پاتې کېږو، د ترهګرو په لاس وژل کېږو، موږ چېرته لاړ شو؟» [عمر]

د هرات ولایت یوه معلول اوسېدونکي د غوایي په ۲۸مه د ایران پر ضد د یوه اعتراض په ترڅ کې یوه لوحه پورته کړې چې پرې لیکلي، «که موږ د کډوالۍ لاره نیسو، په لاره کې وژل کیږو؛ که په هېواد کې پاتې کېږو، د ترهګرو په لاس وژل کېږو، موږ چېرته لاړ شو؟» [عمر]

افغان چارواکو ۱۸ جسدونه وموندل په داسې حال کې چې شپږ تنه کډوال اوس هم ورک دي او داسې ګڼل کیږي چې مړه شوي دي.

له ایران سره نښتې، د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ ولسوال عبدالغني نوري ای اېف پي ته وویل، «د ژوندیو پاتې شویو کسانو د ویناوو او د قربانیانو په جسدونو باندې د موجودو نښو په پام کې نیولو سره، لومړی هغوی د ایراني سرحدي ساتونکو له خوا د سیمي کېبلونو په وسیله وهل شوي او بیا د ټوپک په زور مجبور شوي چې ځانونه سیند ته ور وغورځوي.»

یو شرموونکی او د نه بښلو وړ جرم

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د غوایي په ۱۷مه دغه پېښه «یو د نه بښلو وړ جرم» وبلله او ژمنه یې وکړه چې د دې موضوع بشپړه څېړنه به ترسره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد د غوایي په ۲۸مه په یوه ثبت شوې مرکه کې چې له رسنیو سره شریکه شوې وه، وویل، تهران تر اوسه پورې د افغانستان د څېړنو د کمېټې موندنې نه دي قبولې کړي او له دې څخه انکار کوي چې نظامي ځواکونو یې سیند ته د افغانانو په غورځولو کې لاس درلود.

هغه وویل، «د افغانستان د څېړنو کمېټې د پېښې په ځای کې څېړنې ترسره کړې، د قربانیانو د هویت په ګډون ټول شواهد او اسناد یې مستند کړل، او خپلې موندنې یې د افغان حکومت له مشرانو سره شریکې کړې.»

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو د څېړنو کمېټو خپلې څېړنې ترسره کړي دي.

هېواد وویل، «افغان کمېټې خپل اسناد او شواهد له ایراني لوري سره شریک کړي، خو له بده مرغه چې ایراني لوري نه دي منلي.»

د افغانستان د څېړنو د کمېټې او د ولسي جرګې یوه غړي عبدالستار حسیني وویل، دا د شرم خبره ده چې د ایران حکومت خپل مسؤلیت نه مني.‌

هغه وویل، «د ایران سرحدي ساتونکیو په قصدي توګه افغان کارکوونکي سیند ته ورغورځولي چې هیڅوک هم ترې انکار نشي کولی.»

هغه وویل، «څېړونکې کمېټې داسې شواهد مستند کړي چې د افغان کارکوونکیو په ډوبولو کې د ایراني ځواکونو ښکېلتیا ثابتوي، او هغه یي له ایراني لوري سره شریک کړي دي.»

د ملګرو ملتونو له خوا د څېړنو غوښتنې

د هرات اوسېدونکیو د یادې پېښې په اعتراض کې ګڼ شمېر لاریونونه ترسره کړي دي.

د هرات اوسېدونکیو د غوایي په ۲۸مه په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته اعتراض وکړ او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو په سازمانونو باندې یې غږ وکړ چې دغه جرم وڅېړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وکیل احمد نېکزاد وویل، «ایراني ځواکونو په سیند کې د کارکوونکیو په غورځولو سره یو غټ جنایت ترسره کړی دی. موږ په ملګرو ملتونو باندې غږ کوو چې دا پېښه وڅېړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد ناصر ولي زاده وویل، د ایران رژیم په بې شرمۍ سره د کارکوونکیو په وژلو کې له لاس لرنې څخه انکار کوي.

هغه وویل، اعتراض کوونکي له ملګرو ملتونو څخه، د یوه بې طرفه لوري په توګه، غواړي چې پېښه په بشپړ ډول وڅېړي.

هغه وویل، «دا پېښه یوه بشري فاجعه ده. دا بې ګناه او بې دفاع کارکوونکي ایران ته تللي وو چې هلته کار وکړي او د خپلو کورنیو د مړولو لپاره لږه مزدوري وکړي، خو د ایران سرحدي ځواکونو هغوی شکنجه کړل او په سیند کې یې وغورځول.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالقادر جمشېدي وویل، «د ایران حکومت باید د افغان کارکوونکیو د وژلو حساب ورکړي، او موږ په ملګرو ملتونو باندې غږ کوو چې د ایران په حکومت باندې فشار واچوي چې حقیقت ومني.»

تر دې مخکې د غوایي په ۲۲مه، د ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون له ۲۰۰ څخه ډېرو اعتراض کوونکیو په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړ.

هغوی د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او په رژیم باندې یې تور ولګاوه چې د بشریت پر ضد جرمونه ترسره کوي. همدارنګه، په لسګونو معترضینو په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته لاریون ترسره کړ.

د بښنې او تاوان غوښتنه

بي بي سي پارسي راپور ورکړ چې د ایران خلک د هغو افغانانو تر څنګ ولاړ دي چې د پېښې پر ضد اعتراض کوي.

د پوهنتونونو د استادانو او د مدني ټولنې، سیاسي او بشري حقونو د فعالانو په ګډون شاوخوا ۲۵۰ ایرانیانو د غوایي په ۲۷مه په یوه ګډه اعلامیه کې د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کارکونکو ډوبول یو شرموونکی کار وباله.

په اعلامیه کې راغلي، «دا د خفګان خبره ده چې هغو ظلمونو چې ډېر وختونه زموږ په لویدیځ سرحد کې د ایراني کردي کارګرانو پر ضد ترسره کېږي دا ځل زموږ په ختیځ سرحد کې غریب افغان کډوال په نښه کړي دي.»

اعلامیه وایي، «موږ، چې لاندې مو لاسلیکونه کړي، هیله لرو چې د ایران حکومت د قربانیانو کورنیو، افغان حکومت او د افغانستان خلکو څخه په رسمي توګه بښنه وغواړي. همدارنګه، موږ د ایران حکومت څخه غواړو چې د دې جرم د ټولو اړخونو په را برسیره کولو کې پوره همکاري وکړي، د مړو پاتې جسدونه پیدا کړي، د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي، جنایتکارانو ته سزا ورکړي او بیا د داسې تراژیدۍ د پېښېدلو مخه ونیسي.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه کارپوه محمد رفیق شهیر د جرم ترسره کوونکیو ته د سزا ورکولو او قربانیانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې غبرګې کړې.

هغه وویل، «ایران باید پېښه پټه نه کړي او نه د کارکونکو د حقونو په ورکولو سترګې پټې کړي. دا یو فجیع جرم دی چې باید خاورې پرې وانه اړول شي.»

هغه وویل، «افغان حکومت باید د خپلو وګړو له حقونو څخه دفاع وکړي او ګاونډي هېواد ته اجازه ورنه کړي چې شیان پټ کړي. د جرم ترسره کوونکیو ته په سزا ورکولو سربېره، باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وویل، افغان حکومت خپل لوري ته قربانیانو او د هغوی کورنیو ته تاوان ورکوي.‌

هغه وویل، «افغان حکومت د هر قرباني کورنۍ ته یوه د استوګنې نومره او ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ (۱۳۰۵ ډالر) ورکوي. هر ژوندي پاتې کس ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ (۶۵۲ ډالر) او د کار موندلو په برخه کې مرسته ورکول شوې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته چې ایران او د هغه سرحدي پولیسو د افغانستان د مظلومو خلکو پر ضد غټ ظلمونه ترسره کړي او هغوی یې سیند ته ورغورځولي او وژلي دي، خو د ایران حکومت به هېڅکله هم دا ونه مني چې د هغوی پوځیانو دا کار کړی دی، او افغان حکومت به ونشي کولی چې له ایران څخه انتقام واخلي. که په کابل کې حکومت وای، هغه به سمدلاسه له ایران سره سیاسي اړیکې شکولې وای، له هغه هېواد څخه به یې ټول کډوال راغوښتي وای، له ایران سره به یې خپلې پولې تړلې وای، او هېڅ افغان ته به یې اجازه نه وای ورکړې چې هغه هېواد ته داخل شي. افغانانو غریبانو له څلوېښتو کالو راهیسې په ایران کې ډېر سخت کارونه وکړل، او دا افغانان وو چې تعمیراتي کارونه یې وکړل او د ایران په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. که هغوی دا کار په یوه بل هېواد کې کړی وای، هغوی به د افغانانو د سخت کار له امله ترې مننه کړې وای، خو له هغوی څخه د مننې پرځای، ایران هره ورځ په ظالمانه توګه هغوی وژني. د ایران حکومت د افغان کډوالو له مجبوریتونو څخه استفاده کړې او سوریې، عراق او یمن ته یې لېږي چې هلته جنګونه وکړي، او هغوی په هغو هېوادونو کې د ایران د ګټو د خوندي کولو لپاره جنګیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. ایران په زرګونو افغانان په عربي هيوادونو کې وژلي، د هغوی کورنۍ بې سرپرسته پاتې دي، او ښځې یې کونډې او ماشومان یې یتیمان، او اوس د افغانستان د حکومت په اوږو بار دي، او خلک هره ورځ افغان حکومت په دې ملامتوي چې نشي کولی په دې هېواد کې د فقر او لوږې د له منځه وړلو لپاره کار وکړي او له جګړې څخه راپاتې یتیمانو سره مرسته وکړي. همدارنګه، د ایران حکومت غواړي چې د متحده ایالاتو – طالبانو د سولې هوکړه نتیجه ورنه کړي او افغان حکومت له طالبانو سره سوله ونه کړي.

ځواب ورکړئ

سره له دې چې پاکستان له څلور لسیزو ډېر وخت راهیسې د افغانستان پر ضد ترهګر تربیه کوي او افغانستان ته یې د خلکو د وژلو او د افغانستان د ورانولو لپاره رالېږي، لاکن د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتيژیک او امنیتي تړون د پاکستان پر ضد د افغانستان حکومت او ولس سره هېڅ مرسته ونه کړه.‌ اوس په کار دی چې امریکا د افغانستان حکومت ته داسې وسلې ورکړي چې د ایران ستراتیژيک مرکزونه وولي او موجود فرعوني نظام یې چې د افغانستان د خلکو وینې تویوي، ور ړنګ کړي.‌ بله خبره دا ده چې امریکایان باید له ترهګرو سره د پاکستان د پوځ او آی ایس آی مرستې او ټریننګونه هم هېر نه کړي او په پاکستان باندی داسې بندیزونه ولګوي چې د پاکستان په نامه جوړ شوی مصنوعي هیواد په کې د پنجابي، پښتون، بلوڅ او سندي لپاره په څلورو ملکونو تجزیه شي او دا د سرطان دانه د ځمکې له مخ نه ورکه شي.

ځواب ورکړئ