هرات -- افغان حکومت د هغو ادعاګانو پلټنه کوي چې وایي افغان کډوالو هڅه کوله چې ایران ته ننوځي او وروسته له هغه ډوب شول چې ایراني سرحدي ساتونکو هغوی شکنجه او مجبور کړل چې ځانونه سیند ته وغورځوي.
ځایي رسنیو راپور ورکړ چې دغه پېښه د غوایي په ۱۲مه پېښه شوه.
د غوایي په ۱۳مه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغو راپورونو څېړنه یې پیل کړې ده.
ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې، افغان چارواکو د غوایي په ۱۴مه عملیات پيل کړل چې جسدونه پیدا او ترلاسه کړي.
د هرات د حوزوي روغتون رییس محمد عارف جلالي وویل، دغه روغتون ته د پنځو افغان کډوالو جسدونه راوړل شول، چې څلور یې په اوبو کې ډوب شوي ول.
د هرات د ولایتي شورا غړي احمد کروخي وویل، دولس تنو افغانانو ځانونه په لامبو وهلو سره ژغورلي، په داسې حال کې چې پلټونکیو په هرات ولایت کې له هریرود سیند څخه ۷ جسدونه ترلاسه کړي دي.
په هرات کې د ایران کونسلګرۍ دغه راپورونه رد کړل او ویې ویل چې په سیمه کې هېڅ افغان وګړي نه دی نیول شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده، او د ایران سرحدي ګزمې دا رد کړې ده چې زموږ د هېواد په خاوره کې دې داسې څه پېښ شوي وي.»
په تهران کې د افغانستان سفارت وویل، د ایراني نظامیانو له خوا د افغانانو وژنه «یوه تراژیدي» ده او پلټنه یې روانه ده.
«موږ ټولو ژړل»
یو شمېر افغانانو چې له دغې پېښې څخه ژوندي پاتې دي له سلام ټایمز سره د ایراني عسکرو د کرکجن چلند په هکله خبرې وکړې.
عبدالسلام چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل، «کله چې موږ ایران ته ننوتلو، د ایران سرحدي ځواکونو موږ ونیولو او یوې د تلاشۍ پوستې ته یې بوتلو. هلته هغوی موږ پر ځمکه څملولو او په شا یې په لغتو ووهلو. ایراني پولیسو موږ په قمچینو او بېلچو ووهلو.»
هغه وویل، «هغوی په داسې حال کې چې موږ یې په قمچینو وهلو سیند ته یې بوتلو او راته یې وویل چې ځانونه سیند ته ور وغورځوو. بیا هغوی ... موږ په اوبو کې ور وغورځولو او څو ډزې یې راباندې وکړې.»
سلام وویل، «زما ډېر ملګري غرق شول،» او زیاته یې کړه چې د هغه په وهل شویو ملګرو کې د ۱۱ او ۵۰ کالونو تر منځ کسان شامل ول.
د شېراقا طاهري په نامه یوه بل ژوندي پاتې کس هم د دې ته ورته شکنجې او وهلو کیسه وکړه.
هغه وویل، «هغوی هیڅوک هم پرېنښود، تر دې چې یو د ۱۱ کلونو ماشوم یې چې له موږ سره ملګری وو هم سخت شکنجه کړ.»
طاهري وویل، «ځینې افغانانو چې د سیند پر بله غاړه وو هڅه وکړه چې موږ وژغوري خو ایراني عسکرو په هغوی باندې دزې وکړې او پرې یې نښودل چې موږ وژغوري.»
د شاه ولي په نامه یوه بل ژوندي پاتې کس وویل، «موږ ۵۷ کسان وو، چې ۲۳ رانه ډوب شول. موږ ټولو ژړل او ایراني عسکرو ته مو زارۍ کولې چې په اوبو کې مو ونه غورځوي، خو هغوی دا کار وکړ.»
ولي وویل، یو زیانمن کس د ۱۳ کلونو ماشوم وو چې ډوب شو.
د بشریت پر ضد جنایت
چارواکو وویل، ایراني عسکرو په دې کار سره د بشري حقونو له ټولو اصولو او نړۍ والو قوانینو څخه سرغړونه وکړه.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالقادر رحیمي غوښتنه وکړه چې په دغه جرم تورن کسان دې په نړۍ والو محاکمو کې محاکمه کړای شي.
هغه وویل، «ایراني ځواکونه حق نه لري چې ملکي خلک چې د هغوی هېواد ته له وسلو پرته ورننوځي، ووژني، او دا کار د بشري حقونو د اساساتو او د کډوالۍ په هکله په نړۍ واله سطحه د پېژندل شویو قوانینو خلاف دی.»
هغه وویل، «هغوی [افغان کډوال] باید عدالت ته سپارل شوي او د حقوقي ادارو له لارې په قانوني توګه تعقیب شوي وای.»
رحیمي وویل، «ایراني نظاميانو قتل ترسره کړی دی، او دا د بښلو وړ نه دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې کار کوي چې دغه جرم له نړۍ والو ادارو سره په ګډه راوسپړي، څو د دغې وحشیانه پېښې مسؤلین په سزا ورسیږي.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه اعلامیه کې «د افغانانو په وړاندې د دغه ظالمانه، ټکان ورکوونکي او وحشیانه کار په هکله ژورې اندېښنې» څرګندې کړې.
یادې ادارې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر)، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او نورو نړۍ والو ادارو باندې غږ وکړ چې له افغان او ایراني حکومتونو سره کار وکړي چې د دغې پېښې یوه هراړخیزه څېړنه ترسره کړي.
د هرات د ولایتي شورا یوه غړي محمد سردار بهادري وویل، ایران ادعا کوي چې له افغانستان سره دوستي او ښه ګاونډیتوب پالي، خو په عمل کې هغوی د بې وزلو افغان کارکونکو پر وړاندې هېڅ رحم نه ښیي.
هغه وویل، «دغو خلکو یواځې دا غوښتل چې د خپلو کورنیو لپاره په دسترخوان باندې ډوډۍ کېږدي، خو هغوی په وحشیانه ډول ووژل شول.»
په ایران کې د ۱.۵ میلیون او ۳ میلیونو تر منځ افغانان ژوند او کار کوي، چې اکثر یې د تعمیراتي پروژو مزدورکاران دي.
په لسګونو زره یې وروسته له هغه افغانستان ته راستانه شول چې په ایران کې کووېډ - ۱۹ کروناوایرس ګډ شو، خو په دغه سخت ځپل شوي هېواد کې د محدودیتونو په نرمېدلو سره ډېر کسان بیا هڅه کوي چې لاړ شي او هلته کار وکړي.
د ایران د حکومت له خوا د کډوالو کارکونکو له ډوبولو څخه انکار د افغانانو له خوا په ټولنیزو رسنیو ریشخند شو.
مصدق پارسا، د تهران له خوا د مرغومي په میاشت کې د هغې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې له راغورځولو څخه انکار ته په اشارې سره چې ۱۷۶ ټول مسافر یې ووژل شول، په خپل ټوېټر لیکلي دي، «د ایران حکومت دا ادعاوې رد کړي چې هغوی افغانان سیند ته ورغورځولي دي. هغوی ریښتیا وایي ځکه چې هغوی اوکراینۍ الوتکه هم نه وه ویشتلې.» تهران څو ورځې وروسته په خپله غلطۍ اعتراف وکړ.