بشري حقونه

متحده ایالاتو د ایران په سرحد کې د افغان کډوالو د ډوبېدلو د ټکان ورکوونکو راپورونو په هکله اندېښنه وښودله

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی په سیند کې د ډوبو شویو درې افغان کډوالو جسدونه ښیي. د راپورونو له مخې، هغوی د غوایي په ۱۲مه ایراني عسکرو مجبور کړل چې یوه سیند ته ځانونه ور وغورځوي.

دا عکس چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی په سیند کې د ډوبو شویو درې افغان کډوالو جسدونه ښیي. د راپورونو له مخې، هغوی د غوایي په ۱۲مه ایراني عسکرو مجبور کړل چې یوه سیند ته ځانونه ور وغورځوي.

کابل -- په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ د هغو ادعاوو په هکله اندېښنه وښودله چې وایي څو تنه افغان کډوال وروسته له هغه په سیند کې ډوب شول چې ایراني سرحدي ساتونکیو تېره اونۍ هغوی مجبور کړل چې سیند ته ځانونه وغورځوي.

افغان حکومت د هغو ادعاوو په هکله څېړنه پيل کړې چې وایي کډوال د غوایي په ۱۲مه هغه وخت غرق شول چې له هرات ولایت څخه په غیرقانوني لاره ایران ته اوښتل.

سفارت په ټوېټر لیکلي، «موږ د ایران د سرحد په اوږدو کې د افغان کډوالو د وژلو او سپکولو د راپورونو په هکله د افغان حکومت، مدني ټولنې، او خلکو په اندېښنو کې شریک یو.»

د امریکا سفارت د کابل د دې پرېکړې ملاتړ کړی چې له ایران څخه پلټنه ترسره شي.

د سلام ټایمز یو کارټون ایراني سرحدي ساتونکي په داسې حال کې ښیي چې افغان کډوال سیند ته ور غورځوي په داسې حال کې چې د سیند بلې غاړې ته افغانان هڅه کوي چې هغوی وژغوري.

د سلام ټایمز یو کارټون ایراني سرحدي ساتونکي په داسې حال کې ښیي چې افغان کډوال سیند ته ور غورځوي په داسې حال کې چې د سیند بلې غاړې ته افغانان هڅه کوي چې هغوی وژغوري.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت تلونکې مرستیالې په ټوېټر زیاته کړه، «په دې راپورونو کې د شویو ادعاوو له مخې د افغان کډوالو پر ضد د ایران ظالمانه چلند او سپکاوی ټکان ورکوونکی دی.»

هغې زیاته کړه، «له هغو کسانو سره چې د دغه ډول سپکاوي پړه پرې ورشي باید حساب وشي.»

ماشوم قربانیان

په هرات کې د ایران کونسلګرۍ دغه راپورونه رد کړي دي.

یوه افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي له پېښې څخه وروسته هرات ته د راستنو شویو ژوندیو پاتې کسانو له قوله وویل چې ۷ تنه کډوال مړه شوي او ۳۰ نور ورک دي.‌

یو شمېر افغانانو چې له پېښې څخه ژوندي راوتلي وویل چې ایراني عسکرو هغوی ووهل او بیا یې سیند ته ور وغورځول.

هغوی وویل، په ډوب شویو قربانیانو کې ماشومان هم شامل ول.

په ایران کې د ۱.۵ میلیون او ۳ میلیونو تر منځ افغانان ژوند او کار کوي، چې اکثر یې د تعمیراتي پروژو مزدورکاران دي.

په لسګونو زره یې وروسته له هغه افغانستان ته راستانه شول چې په ایران کې کووېډ - ۱۹ کروناوایرس ګډ شو، خو په دغه سخت ځپل شوي هېواد کې د محدودیتونو په نرمېدلو سره ډېر کسان بیا هڅه کوي چې لاړ شي او هلته کار وکړي.

دوشنبه ناوخته /د غوایي ۱۵مه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تهران څخه وغوښتل چې خپلې څېړنې ترسره کړي او نتایج له کابل سره شریک کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، «دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده، او د ایران سرحدي ګزمې دا رد کړې ده چې زموږ د هېواد په خاوره کې دې داسې څه پېښ شوي وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایرانیان دومره غیرت هم نه لري. د طالبانو په وخت کې ایرانیانو ګواښونه کول چې غواړي په مزار کې د هغوی د وژل شویو جاسوسو دپلوماتانو انتقام واخلي، طالبانو ۳۰۰ ډاټسنې ودرولې او ویې ویل چې په ایران حمله کوو زمونږ وطن هسې هم وران دی پرېږده چې معلومه شي چې جنګ چاته تاوان ور رسوي، هماغه وو چې ایرانیان وډار شول او ایسته په ځای کېناستل. اوس چې افغانستان د ناټو او امریکا ملاتړ هم لري، باید چې له نړۍ وال ایتلاف نه وسلې واخلي او د ایران له کثیف رژیم نه د دغو شهیدانو پوښتنه وکړي.‌

ځواب ورکړئ

د دغو بې وزلو افغانانو د عکسونو په لیدلو د هر چا زړه دانه دانه کیږي.‌ د ایران حکومت د دغو ځوانانو پر ضد د نه بخښلو وړ جنایتونه ترسره کړي دي. که زه د افغان حکومت پرځای وای، ما به سمدلاسه له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې وای او له ایران څخه به مې غوښتي وای چې ټولو هغو عسکرو ته چې د دغو ځوانانو په وژنه کې ښکېل وو په دوه ورځو کې دننه په یوه علني محکمه کې سزا ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

زه په خدای قسم کوم چې د ایران پر ضد به هېڅ اقدام هم ونشي ځکه چې زمونږ حکومت بې کفایته دی. حکومت به نه اړیکې پرې کړي، نه به د دغو مړو پوښتنه وکړي. زمونږ افغانانو او مسلمانانو وینه تویول د پسونو د وینې تویولو په څېر دي.‌ هغه غربي هېوادونه دي چې د خپل ۱۰۰ کلن تبعه ملاتړ هم کوي، او د ځینې طبي موسساتو د معلوماتو په اساس هغوی د یوه طبیعي افت په وړاندې د تاوان په توګه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي، خو مونږ دا کار نشو کولی ځکه چې مونږ تر اوسه هم دا وړتیا نه لرو چې داسې کار وکړو.‌

ځواب ورکړئ

ایران خو ټولو ته معلوم دی چې ان د میرویس هوتک له زمانې نه پخوا وخت راهیسې د افغانستان دښمن او د بشري حقونو ناقض هېواد دی، خو آیا امریکایي ځواکونو چې د یوه پرمختللي او دیموکرات ولس استازیتوب یې کاوه په افغانستان کې په مړو باندې میتیازې ونه کړې؟ د پاکستان له خوا حمایه کېدونکو طالب ملېشو په افغانستان کې په روغتونونو، جوماتونو، مکتبونو، ... باندې بریدونه ونه کړل؟ ښځې او نران او ماشومان یې ونه وژل؟ د ناټو ځواکونو د ننګرهار په شینوارو، هلمند ولایت، د هرات ولایت په عزیزاباد، او لغمان ولایت کې د ودونو په وراګانو باندې بمبارونه ونه کړل؟ څومره خلک یې ووژل!!! له عادي الوتکې نه چې سړی وګوري لاندې پر ځمکه انسانان اوچته ښکاري خو د ناټو الوتکو په شینوارو کې د ناوې په شمول د واده میلمانه داسې ووژل لکه کمپیوټري ګېم چې کوي. په جلال اباد کې د کابل بانک دننه یوه پاکستاني ترهګر له ۴۰ نه ډېر افغانان داسې ووژل لکه کمپیوټري ګېم چې کوي. هدف مې دا دی چې په افغانانو باندې هیچا هم رحم نه دی کړی، ټولو وژلي دي.

ځواب ورکړئ