بشري حقونه

یو د نه بښلو وړ جرم: کابل ژمنه وکړه چې د ایراني عسکرو له خوا د ډوبولو قضیه به وڅېړي

سلام ټایمز

افغان حکومت د ۱۳۹۹د غوایي په ۱۷مه د ایراني سرحدي ساتونکيو له خوا د افغان کډوالو ډوبول «د نه بښلو وړ جرم» بللی او ژمنه یې کړې چې د دې موضوع بشپړه څېړنه به وکړي. د راپورونو له مخې، ایراني عسکرو په لسګونو افغانان د غوایي په ۱۲مه شکنجه کړي او بیا یې مجبور کړي چې ځانونه سیند ته وغورځوي. دا کار وروسته له هغه شوی چې هغوی په ناقانونه توګه له هرات ولایت څخه هغه هېواد ته ور ننوتلي ول. [عمر]

کابل -- د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۷مه/ د ایراني سرحدي ساتونکیو له خوا د افغان کډوالو ډوبول «د نه منلو وړ جرم» بللی او ژمنه یې کړې چې د دې موضوع بشپړه څېړنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه وازرت هغه ادعاګانې څېړي چې وایي کډوال د غوایي په ۱۲مه وهل شوي او بیا مجبور شوي چې ځانونه سیند ته ور وغورځوي. دا کار وروسته له هغه شوی چې هغوی له هرات ولایت څخه یاد هېواد ته ور اوښتي ول.

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند صدیق صدیقي په ټوېټر لیکلي، «دا ظالمانه او غیرانساني کارونه چې په نتیجه کې یې زموږ یو شمېر مظلوم هېوادوال له ایران سره په پوله کې شهیدان شوي دي د نه بښلو وړ جرمونه دي.»

د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د غوایي په ۱۷مه ژمنه وکړه چې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به ټول هغه ګامونه واخلي چې په دې پېښه کې چې افغانان او نړۍ واله ټولنه یې په غوسه کړې دي، د انصاف په هکله ډآډ ترلاسه شي.

د ایران د پوځ قوماندان عبدالرحیم موسوي د غوایي په ۱۴مه په ایران کې له یوه حربي پوهنتون څخه لیدنه کوي. له پراخو شواهدو سره سره، د ایران پوځ په سیند کې د ډوبولو په پېښه کې له هر ډول مسؤلیت څخه انکار کړی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د پوځ قوماندان عبدالرحیم موسوي د غوایي په ۱۴مه په ایران کې له یوه حربي پوهنتون څخه لیدنه کوي. له پراخو شواهدو سره سره، د ایران پوځ په سیند کې د ډوبولو په پېښه کې له هر ډول مسؤلیت څخه انکار کړی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

په دې بې نېټې عکس کې چې په هرات ښار کې اخیستل شوی، د هغو دوه افغان کډوالو جسدونه لیدل کیږي چې د راپورونو له مخې د ایراني عسکرو له خوا مجبور شوي وو چې سیند ته ځانونه ور وغورځوي او ډوب شي. [محمد حنیف اتمر/ټوېټر]

په دې بې نېټې عکس کې چې په هرات ښار کې اخیستل شوی، د هغو دوه افغان کډوالو جسدونه لیدل کیږي چې د راپورونو له مخې د ایراني عسکرو له خوا مجبور شوي وو چې سیند ته ځانونه ور وغورځوي او ډوب شي. [محمد حنیف اتمر/ټوېټر]

اتمر په یوه ټویټ‌ کې وویل، «هغه ظلم او وحشت چې په نتیجه کې یې زموږ مظلوم خلک د افغانستان - ایران په سرحد کې شکنجه او شهیدان شول زموږ ملت په ژوره توګه خفه کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «موږ خپلو افغان هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې موږ به دا د نه بښلو وړ جرم د ټولو دپلوماتیکو چینلونو له لارې تر هغه وخته پورې تعقیب کړو څو عدالت یقیني شي.»

ترینګلی ملاقات

ولسي جرګې د غوایي په ۱۷مه جګپوړي حکومتي چارواکي احضار کړي وو چې هغوی ته د پېښې په هکله معلومات ورکړي.‌

د هغوی په ډله کې اتمر هم شامل وو. هغه قانون جوړوونکیو ته وویل چې له ایراني چارواکو سره د هغوی د سې شنبې /د غوایي ۱۶مې/ د ماښام بحث ترینګلی وو.

اتمر وویل، د ډوبو شویو کډوالو کارکونکو ۱۶ جسدونه موندل شوي او له ۱۸ څخه تر ۲۰ پورې ورک دي.‌

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت تلونکې مرستیالې الیس وېلز د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۵مه/ وویل، «له هغو کسانو سره چې د دغه ډول سپکاوي پړه پرې ورشي باید حساب وشي.»

تهران له مسؤلیت څخه انکار کړی او وایي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

یو شمېر افغانانو چې له پېښې څخه ژوندي پاتې دي د ایراني عسکرو د تاوتریخوالي څخه ډک چلند په هکله خبرې کړي دي.

د شاه ولي په نامه یوه ژوندي پاتې کس وویل، «موږ ۵۷ کسان وو، چې ۲۳ رانه ډوب شول. موږ ټولو ژړل او ایراني عسکرو ته مو زارۍ کولې چې په اوبو کې مو ونه غورځوي، خو هغوی دا کار وکړ.»

ولي وویل، په ډوبو شویو کسانو کې یو د ۱۳ کلونو ماشوم هم وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چې ریښتیا خبره وي، افغانان هره ورځ د خپل جهل او ناپوهۍ له امله وژل کیږي. که دوی هوښیار وای، دوی به د کرونا په دې اضطراري حالت کې ولې په ناقانونه توګه ایران ته تللی؟ حتی که ایران ته تللي هم وای، په ایران کې به یې د کرونا وایرس له امله ژوند له لاسه ورکړی وای ځکه چې په ایران کې وضعیت ډېر بحراني دی. په ایران کې هره ورځ‌ خلک د کرونا وایرس له امله مري، او که دا افغانان په کرونا وایرس ککړ شوي وای دوی ته به په ایراني روغتونونو کې د داخلې فرصت نه وای ورکړل شوای، ځکه چې دوی وېزې، پاسپورټونه یا کوم نور اسناد نه لرل. آیا دوی نه پوهېدل چې د نړۍ د ټولو هېوادونو خلکو په قرنطین کې ژوند کاوه؟ آیا دوی نه پوهېدل چې په داسې حال کې چې ټول خلک په قرنطین کې وو دوی به کار نه وای موندلی؟‌ آیا دوی نه پوهېدل چې که دوی هلته تللي وای، ډوډۍ به یې له کومه پیدا کولی؟ ځکه چې رسټورانټونه ټول بند دي. په لسګونو نورې داسې پوښتنې شته چې یو څوک یې باید یوه بل هېواد ته له تللو څخه مخکې ځواب کړي.

ځواب ورکړئ

هغه وحشیانه او غیرانساني کارونه چې په نتیجه کې یې زمونږ یو شمېر مظلوم هېوادوال د ایران په سرحد کې شهیدان شول د نه بخښلو وړ جرمونه دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت باید دا د افسوس وړ پېښه په جدي توګه تعقیب کړي چې عدالت تأمین شي.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت به هېڅکله هم د ایران پر ضد لاس په کار نشي ځکه چې د افغان حکومت سم نیمایي چارواکي او سیاسي مشران د ایران جاسوسان او مزدوران دي.‌ د محمد محقق او ډاکترعبدالله عبدالله په شمول ډېر داسې مشران شته چې د ایران جاسوسان دي. تاسو ولیدل چې د قاسم سلیماني له مړینې څخه وروسته، ډاکتر عبدالله د ایران سفارت ته لاړ او د سفارت چارواکو ته یې تسلي وویله.‌ زه حیران یم چې د افغانستان خلک ولې اوس هم د دغو جنایتکارو مشرانو ملاتړ کوي. عبدالله عبدالله، محمد محقق، کریم خلیلي، عبداللطیف پدرام او نور هره ورځ په کابل کې د ایران سفارت ته ورځي او د افغانستان د کورنیو چارو په هکله ورسره خبرې اترې کوي.‌ په لسګونو رسنۍ د ایران له خوا تمویلیږي، او په افغانستان کې د قومي تفرقې د تحریکولو لپاره کار کوي. هغوی په افغانستان کې ایرانی کلتور خپروي، خو له بده مرغه چې، حکومت د هغوی پر ضد هېڅ ګام نه پورته کوي.‌ که حکومت د افغانانو د شکنجه کولو او ډوبولو مسئلې ته پام ونه کړي،‌ خلک به له حکومت څخه خفه شي.

ځواب ورکړئ