بشري حقونه

د ډوبو شویو کډوالو په ترلاسه شويو جسدونو باندې د شکنجې نښې لیدل کیږي

ای اېف پي

په دې بې نېټې عکس کې چې په هرات ښار کې اخیستل شوی، د هغو دوه افغان کډوالو جسدونه لیدل کیږي چې د راپورونو له مخې د ایراني عسکرو له خوا مجبور شوي وو چې ځانونه سیند ته ور وغورځوي او ډوب شي. [محمد حنیف اتمر/ټوېټر]

په دې بې نېټې عکس کې چې په هرات ښار کې اخیستل شوی، د هغو دوه افغان کډوالو جسدونه لیدل کیږي چې د راپورونو له مخې د ایراني عسکرو له خوا مجبور شوي وو چې ځانونه سیند ته ور وغورځوي او ډوب شي. [محمد حنیف اتمر/ټوېټر]

هرات -- یوه جګپوړي افغان چارواکي د جمعې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ وویل، افغان چارواکو د هغو کډوالو ۱۸ جسدونه ترلاسه کړل چې ادعا کیږي ایراني سرحدي عسکرو تېره اونۍ هغوی وهلي او شکنجه کړي او بیا یې مجبور کړي وو چې ځانونه سیند ته ور وغورځوي.

افغان چارواکي د هغو ادعاوو پلټنه کوي چې وایي کډوال هغه وخت په سیند کې ډوب شول چې غوښتل یې له هرات ولایت څخه ګاونډي هېواد ایران ته په ناقانونه لاره واوړي. ځایي رسنیو وویل چې دغه پېښه د غوایي په ۱۲مه وشوه.

له ایران سره په پوله د پرتې ګلران ولسوالۍ ولسوال عبدالغني نوري ای اېف پي ته وویل، «د هغو ۵۵ افغان کډوالو له جملې څخه چې سیند ته په ټوپ وهلو مجبور شوي ول موږ یواځې ۱۸ جسدونه موندلي دي.»

نوري وویل، شپږ تنه کډوال اوس هم ورک دي، په داسې حال کې چې نور ژغورل شوي دي.

نوري وویل، په جسدونو باندې «د وهلو او شکنجې نښې لیدل کیږي.»

هغه وویل، «د ژوندیو پاتې شویو کسانو له خوا د ورکول شویو معلوماتو او د قربانیانو په جسدونو باندې د موجودو نښو په اساس، لومړی د ایران سرحدي عسکرو هغوی د سيمي کېبلونو په وسیله وهلي او بیا یې د وسلې په زور مجبور کړي چې ځانونه سیند ته وغورځوي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ وویل، ایراني عسکرو کډوال مجبور کړي چې د هریرود سیند دې غاړې ته په لامبو واوړي، چې «په نتیجه کې د هغوی یو شمېر ډوب شوي دي.»

ایراني چارواکو دغه ادعاوې رد کړي او وایي چې دغه پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه پېښه شوې ده.

متحده ایالاتو د کابل د حکومت د دې پرېکړې ملاتړ کړی چې د پېښې پلټنه کوي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت تلونکې مرستیالې الیس وېلز د روانې اونۍ په لومړیو کې په ټوېټر وویل، «د افغان کډوالو په وړاندې د ایران ظالمانه چلند او سپکاوی چې په دې راپورونو کې یې ادعا شوې ده ټکان ورکوونکی دی.»

هغې زیاته کړه، «له هغو کسانو سره چې د دغه ډول سپکاوي پړه پرې ورشي باید حساب وشي.»

په ایران کې د ۱.۵ میلیون او ۳ میلیونو تر منځ افغانان ژوند او کار کوي، چې اکثر یې د تعمیراتي پروژو مزدورکاران دي.

په لسګونو زره یې وروسته له هغه افغانستان ته راستانه شول چې په ایران کې کروناوایرس ګډ شو، خو په دغه سخت ځپل شوي هېواد کې د محدودیتونو په نرمېدلو سره ډېر کسان بیا هڅه کوي چې لاړ شي او هلته کار وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله تعالی نن د بې ګناه افغانانو انتقام له کثيفو او ناولو ايرانيانو نه واخيست او خپل پوځيان يې پخپله ووژل. خو په عين وخت کې په کار دی چې د افغان جنرال دولت وزيري دا وړانديز له پامه ونه غورځول شي چې وايي: "پاملرنه: نړیوالو ته کلکه پاملرنه په کار ده، ځکه ایرانیان کله په خپلو راکټونو ملکي الوتکې ولي او د بې ګناه انسانانو د وژلو باعث کیږي او بیا کله خپلې کښتۍ په نښه کوي او په لسګونه خپل بېوزلي سرتیري وژني. د افغانانو وژل خو لا خیر، ځکه هغوی خو هر څوک وژني. دوه لارې دي، یوه دا چې ایرانیانو ته باید د راکټونو د جوړولو اجازه ور نه کړل شي او یا دوی ته په سمه توګه د راکټونو د ويشتلو درس ورکول شي. (( د افغانانو وژل او سیند ته اچول خو نښې نيوو ته اړتیا نه لري!!!))"

ځواب ورکړئ

دا ښکاره خبره ده چې ایران دغه افغانان شکنجه کړي او وژلي دي. ایران او ایرانیانو په ټول تاریخ کې له افغانانو سره ناوړه چلند کړی دی. ایران او ایرانیان د افغانانو سخت دښمنان دي او تل یې له افغانانو سره د حیواناتو په څېر چلند کړی دی.‌ مرګ په دغو جنایتکارانو. مرګ د ایران په ظالم حکومت.‌

ځواب ورکړئ