روغتیا

په ایران کې په کرونا وایرس ککړ شوي افغانان په روغتونونو کې د تداوۍ لپاره نه منل کیږي

د نجیب الله راپور

له ایران څخه را اېستل شوي کډوال افغانان د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې افغانستان ته د بېرته راننوتلو لپاره انتظار کوي. [عمر]

له ایران څخه را اېستل شوي کډوال افغانان د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې افغانستان ته د بېرته راننوتلو لپاره انتظار کوي. [عمر]

کابل -- وګړي او چارواکي وایي، په ایران کې روغتونونه په کرونا وایرس ککړو افغانانو ته د خدمت له وړاندې کولو څخه انکار کوي.‌

د ملګرو ملتونو په وینا، په ایران کې اټکل درې میلیونه افغان کډوال او کارکونکي ژوند کوي.

عبدالله چې ۳۵ کاله عمر لري او د کب په ۲۵مه له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی دی، وویل، هغه له دې امله بېرته راستون شو چې اندېښنه یې لرله چې که په وایرس ککړ شي درملنه به ورته برابره نشي. هغه لیدلي چې د هغه هېوادوالو ته څنګه روغتیایي خدمتونه نه ورکول کېدل.

هغه وویل، «زه څو تنه افغانان پېژنم چې په وایرس ککړ شوي ول. هغوی یو شمېر روغتونونو ته لاړل چې هلته یې ازموینه ونشوه او نه هم داخل کړای شول، هغوی ته وویل شول چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.»

یوه ایرانۍ ښځه په تهران کې په یوه روغتون کې د کرونا وایرس پر ضد د ډاکترانو له خوا تداوي کیږي، په داسې حال کې چې په عین روغتون کې د افغان کډوالو له بسترولو څخه انکار کیږي. [حسن شیرواني/اېرنا]

یوه ایرانۍ ښځه په تهران کې په یوه روغتون کې د کرونا وایرس پر ضد د ډاکترانو له خوا تداوي کیږي، په داسې حال کې چې په عین روغتون کې د افغان کډوالو له بسترولو څخه انکار کیږي. [حسن شیرواني/اېرنا]

هغه زیاته کړه، «د روغتونونو چلند ښه نه وو، او موږ فکر کاوه چې که موږ ته کروناوایرس راورسیږي او روغتونونه موږ داخل نه کړي، دا بهتره ده چې موږ بېرته افغانستان ته لاړ شو.»

عبدالحکیم چې ۳۷ کاله عمر لري او هغه هم د کروناوایرس له خپرېدلو څخه وروسته له ایران څخه راوتلی، وویل، په ایران کې روغتونونه افغانانو ته روغتیایي خدمتونه نه برابروي.‌

حکیم وویل، «زموږ یوه هېوادوال ته چې په تهران کې یې په یوه فابریکه کې کار کاوه د هغه د کار له مالک څخه کروناوایرس ورانتقال شوی وه.»

هغه وویل، «د هغه ایرانی د کار مالک په روغتون کې بستر شو، خو افغان کارکونکی په روغتون کې ونه منل شو. هغه مجبور شو چې په کور کې پاتې شي، او د یوې میاشتې په مخه یې بې نسخې دوا واخیستله او بالاخره مړ شو.»

د تداوۍ لپاره د افغانانو په نه منلو سربېره، ایراني چارواکي په زرګونو هغه کډوال چې د کروناوایرس د ور رسېدلو شک پرې کېږي یا په کې تایید شوی وي راټولوي او افغانستان ته یې را خارجوي.

د افغانانو پر ضد توپیري چلند

ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د کرونا وایرس پېښې او مړینې په کې ډېرې دي.د سې شنبې تر ورځې /د وري ۱۲مه/ پورې په دغه هېواد کې د ۲۸۹۸ کسانو مړینه تایید شوې ده، خو حقیقي شمېر کېدی شي تر دې ډېر زیات وي.

ایراني رژیم د هغو افغان کډوالو او کارکونکو په هکله، چې د کرونا وایرس پېښې په کې مثبتې راوتلي دي، خاص معلومات نه دی ورکړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وویل، په ایران کې د کروناوایرس له امله لږ تر لږه ۶ تنه افغانان مړه شوي، په داسې حال کې چې یو زیات شمېر نور یې له دې امله ناروغان شوي دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت د وري په ۱۰مه دغه شمېر لوړ وښود او ویې ویل چې لږ تر لږه ۵۰ تنه افغانان چې په وایرس ککړ شوي وو تر اوسه په ایران کې مړه شوي دي.‌

بي بي سي په تهران کې د سفارت د کډوالو د چارو د آتشه ابراهیم حجازي له قوله راپور ورکړ چې دغه معلومات یې د مړو شویو کسانو له خپلوانو څخه ترلاسه کړي دي.

حجازي وویل، د افغانستان سفارت نشي کولی چې دا شمېر له پوره ارزونې څخه پرته تایید کړي.

افغان چارواکو وویل چې هغوی له ایراني چارواکو څخه غوښتي چې د هغو افغانانو په هکله معلومات ورکړي چې په دغه وایرس ککړ شوي دي خو تر اوسه یي کوم معلومات ندي ترلاسه کړي.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل، «که څه هم چې موږ په ایران کې له اړوندو ادارو څخه څو ځلې معلومات غوښتي، لاکن ایراني چارواکي سفارت ته په ایران کې د ککړ شویو افغانانو د صحیح یا تقریبي شمېر په هکله معلومات نه دي ورکړي.»

په کابل کې د ایران سفارت په دې هکله د سلام ټایمز پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

د بي بي سي د راپور پر بنسټ، لېوال وویل چې په ټولنیزو رسنیو داسې شکایتونه موجود وو چې ایراني روغتونونه افغانان نه بستروي، او زیاته یې کړه چې افغان سفارت دا مسئله له نږدې څخه څاري او دا شکایتونه یې له اړوندو ایراني ادارو سره شریک کړي دي.

ایرانیانو ته لومړیتوب ورکول

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د وزارت مرستیالې ډاکترې عالمه وویل، د کب له ۱ راهیسې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له ایران څخه د اسلام کلا بندر له لارې او ۵۱ زره نور د نیمروز د بندر له لارې راستانه شوي دي.

هغې وویل، «ډېر افغانان چې له ایران څخه راستانه شوي دي شکایت کوي چې له بده مرغه په ایراني روغتونونو کې د هغوی طبي درملنه نه کېږي، او هغوی هلته له توپیري چلند سره مخامخ دي.»

په ولسي جرګه کې د نیمروز یوه استازي ګل احمد نورزاد وویل، دا واضح خبره ده چې ایراني روغتونونه افغان ناروغانو ته هغسې درملنه نه برابروي چې ایراني وګړو ته یې برابروي.‌

نورزاد وویل، «حتی د کروناوایرس له خپرېدا څخه مخکې، افغانان په ایران کې له توپیري چلند سره مخامخ ول. اوس چې پخپله ایرانیان په کروناوایرس ککړ شوي دي، دا روښانه ده چې هغوی له افغانانو سره ښه چلند نه کوي او خپلو وګړو ته لومړیتوب ورکوي.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال عزیز رفیع وویل، «د طب د اخلاقو او نړۍ والو کنوانسیونونو په اساس، په کار دی چې ایران د هغو افغانانو پر ضد چې کرونا وایرس وهلي دي توپیري چلند ونه کړي او هغوی ته له اړتیا سره سمه طبي درملنه برابره کړي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې د ایران حکومت تل زموږ له کډوالو سره توپیري چلند کړی دی، او په دې حالاتو کې هم ورسره ښه چلند نه کوي.»

رفیع په افغان حکومت باندې غږ وکړ چې دا مسئله د قانوني چینلونو له لارې حل کړي. هغه تاکید وکړ چې په ایران کې په افغان کډوالو باندې طبي درملنه باید ونه درول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خدای دې په افغان مشرانو چې دا ملت یې داسې بدبخت کړ لعنت ووروي. مرګ د افغانستان په سیاستوالو. عبدالقهار بابا د سرپل ولایت له ګوسفندي ولسوالۍ څخه.

ځواب ورکړئ

لعنت په دغه جنګ چې افغانستان ویجاړوي! که په افغانستان کې جنګ نه وای، ولې به افغانان مجبورېدل چې په چټل ایران کې ژوند وکړي؟ که دلته سوله وای، خلکو به یو ښه هېواد درلودلی. هم به د خلکو اقتصاد ښه وای او هم د حکومت. خلک به نه مجبورېدل چې ایران ته لاړ شي او د اوس په څېر ستونزو سره مخامخ شي. جنګ ګډوډي رامنځته کوي، جنګ بې وزلي رامنځته کوي، جنګ بدبختي رامنځته کوي، او جنګ خلک خرابوي، نو راځئ چې دې هېواد ته سوله راولو او شپه او ورځ هڅه وکړو چې خپل هېواد د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص کړو.

ځواب ورکړئ

تر اوسه خو مې په ایرانیانو باندې زړه سوزیده خو اوس وایم چې خدای دې یې له یوې مخې سټ کړي چې بل ته اوبه ورنه کړي. دا د رزیل زامن له یهودو نه هم ډېر په زړه سخت او د انسانیت دښمنان دي. ډاکتر که مسلمان وي که کافر باید په دې کې فرق ونه کړي چې مریض یې مسلمان دی که کافر دی که عیسوی دی که یهودی باید د ټولو یو ډول علاج وکړي. بل دا چې نړۍ واله ټولنه بالخصوص ډبلیو ایچ او، سور صلیب او یونیسف باید په افغانستان کې دننه لږ تر لږه د زونونو په کچه داسې روغتونونه جوړ کړي چې افغان ناروغان دې ته محتاج نشي چې نورو هیوادونو ته د علاج لپاره لاړ شي.

ځواب ورکړئ

دا چې په کرونا وایرس ککړ شوي افغانان په ایران کې نه تداوي کیږي او د هغه هېواد روغتونونه هېڅ افغان نه بستر کوي، دا کډوال له مجبورې ورځې افغانستان ته راستنیږي، او دغه حالت په هرات او د هېواد په نورو ولایتونو کې د یادې ناروغۍ د خپراوي سبب شوې دی. افغان حکومت باید ټول هغه خلک چې له ایران څخه غربي ولایتونو ته راستنیږي قرنطین کړي چې ناروغي نورو ولایتونو ته خپره نشي.‌

ځواب ورکړئ

که څه هم چې دا ناروغي نړۍ شموله ده او د هر چا تداوي باید په مساوي توګه وشي، ښایي چې په ایران کې د کرونا وایرس د ډېر شتون له امله د افغانانو تداوي په صحیح توګه ونشي نو مونږ تمه لرو چې د اړتیا په صورت کې راته پاملرنه وشي.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت پخپله اعلان وکړ چې هغوی د کرونا د ناروغانو تر منځ فرق نه کوي، خو د دغه هېواد روغتونونه د حکومت بیان نه تعقیبوي. په ایران کې د افغانستان سفارت باید دا ستونزه د ایران له حکومت سره شریکه کړي او له هغوی څخه وغواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.‌

ځواب ورکړئ

زه تاسو ته په صراحت سره وایم چې په ایران کې هیڅوک د افغانانو په غم کې نه دی.‌ هیڅوک هم د افغانانو پروا نه کوي، او هغوی تداوي نه ترلاسه کوي. ایرانیان افغانانو ته حتی د حیواناتو په سترګه لا نه ګوري. د افغانستان حکومت باید ژر تر ژره په ایران کې د اوسېدونکیو افغان کډوالو ستونزو ته ځان ورسوي.

ځواب ورکړئ

درې ورځې مخکې، زمونږ د خپلوانو له جملې څخه یوه، چې په ایران کې ژوند کوي، د کرونا نښې لرلې.‌ هغه د معاینې لپاره امام خمیني روغتون ته،‌ چې په ایران کې یو له ښو مجهزو روغتونونو څخه دی، بوتلل شو، خو د روغتون مسؤلینو ورته پاملرنه ونه کړه او داخل یې نه کړ.‌ اوس هغه په یوه ډېر جدي حالت کې دی.‌ خدای دې رحم ورباندې وکړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د کرونا د خپرېدونکې ناروغۍ اصلي عامل ایران دی، او افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدلو له دلایلو څخه یو دلیل دا دی چې په ایران کې د هغوی تداوي نه کیږي. له دې امله، هغوی خپل هېواد ته راستنېږي. که ایران په خپل هېواد کې د افغان کډوالو تداوي کړې وای، افغان کډوال به هېڅکله هم په دومره غټ شمېر کې افغانستان ته راستانه شوي نه وای، او کرونا وایرس به په افغانستان کې خپور شوی نه وای. مرګ په جنایتکار ایران.‌ خدای دې د ایران په حکومت باندې خپل غضب او عذاب نازل کړي.

ځواب ورکړئ

دا لیکنه له دروغو څخه پرته نور څه نه ده. دا وخت، زما نیکه په قم کې په یوه روغتون کې په بستر دی.

ځواب ورکړئ