روغتیا

د ایران ماهان ایر هوایي شرکت په ګرده نړۍ کې د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ مهم انتقالوونکی بلل کیږي

سلام ټایمز

عراقیان، چې ځینو یې خوندي کوونکي ماسکونه لګولي دي، له تهران څخه چین ته د ماهان ایر له الوتنو څخه وروسته د کروناوایرس د ککړتیاوو د یوې څپې په ترڅ کې، د کب په ۲مه له ایران څخه د نجف نړۍ وال هوایي ډګر ته په رسېدلو سره له یوې الوتکې څخه وځي. [حیدر حمداني/ای اېف پي]

عراقیان، چې ځینو یې خوندي کوونکي ماسکونه لګولي دي، له تهران څخه چین ته د ماهان ایر له الوتنو څخه وروسته د کروناوایرس د ککړتیاوو د یوې څپې په ترڅ کې، د کب په ۲مه له ایران څخه د نجف نړۍ وال هوایي ډګر ته په رسېدلو سره له یوې الوتکې څخه وځي. [حیدر حمداني/ای اېف پي]

د زیاتېدونکیو شواهدو پر بنسټ، ماهان ایر، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په کې شریک دی، په ایران کې د کروناوایرس د پراخ خپراوي یو مهم عامل دی چې په نتیجه کې یې دغه مرګونی وایرس په ټوله سیمه او آن له سیمې بیرون هم خپورشوی دی.

ګڼو رسنیو د تېرو اونیو په ترڅ کې راپورونه ورکړي چې د ایران له خوا په الوتنو باندې له رسمي بندیز سره سره، او د روغتیایي پاملرنې د عامو ګامونو په له پامه غورځولو سره، ماهان ایر د کب او وري تر منځ د کروناوایرس د خپراوي د عروج په ترڅ کې د ایران او چین تر منځ په لسګونو الوتنې ترسره کړي دي.‌

د رادیو فردا یوې پلټنې «وښودله چې ماهان ایر د سلواغې له ۱۵مې څخه د کب تر ۳مې پورې، د تهران له امام خمیني هوایي ډګر څخه بیجینګ، شانګهای، ګوانګ ژو او شینژین ته او بیا بېرته ایران ته لږ تر لږه پنځه پنځوس ځلې الوتنې کړي دي.»

د کب د ۶مې په راپور کې د فلایټ رادار۲۴ (Flightradar24) په څېر د الوتنو معلوموونکو ویبپاڼو څخه ترلاسه شوي معلومات شامل دي، چې ښیي ماهان ایر چین ته خپل عملیات نه دي ځنډولي.

یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی دی د هوایي کرښې کارکوونکي په داسې حال کې ښیي چې د کروناوایرس پر ضد د خوندیتابه لپاره یې د پوره بدن پټوونکي طبي لباسونه اغوستي، او د روان کال په لومړیو کې په ایران کې د ماهان ایر د یوې الوتنې پلټنه کوي. [آرشیف]

یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی دی د هوایي کرښې کارکوونکي په داسې حال کې ښیي چې د کروناوایرس پر ضد د خوندیتابه لپاره یې د پوره بدن پټوونکي طبي لباسونه اغوستي، او د روان کال په لومړیو کې په ایران کې د ماهان ایر د یوې الوتنې پلټنه کوي. [آرشیف]

یو ایرانی روغتیایي کارکوونکی هڅه کوي چې د مسافرو له ورختلو څخه مخکې یوه الوتنه عفوني ضد وګرځوي. [حسین تواهوري/تسنیم]

یو ایرانی روغتیایي کارکوونکی هڅه کوي چې د مسافرو له ورختلو څخه مخکې یوه الوتنه عفوني ضد وګرځوي. [حسین تواهوري/تسنیم]

افغان کډوال چې له ایران څخه را اېستل شوي ، او په ډېرو کې یې د کووېډ – ۱۹ د موجودیت شک کیږي یا تایید شوی دی، د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې افغانستان ته د بېرته راننوتلو لپاره انتظار کوي. [عمر]

افغان کډوال چې له ایران څخه را اېستل شوي ، او په ډېرو کې یې د کووېډ – ۱۹ د موجودیت شک کیږي یا تایید شوی دی، د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې افغانستان ته د بېرته راننوتلو لپاره انتظار کوي. [عمر]

د کب میاشت په ایران کې د کرونا وایرس (کووېډ - ۱۹) د خپراوي په حساب یوه مهمه میاشت وه چې د میاشتې تر نیمایي پورې دا څرګنده شوه چې وایرس په دغه هېواد کې اغېز پیل کړی دی.

د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د کب په میاشت کې د روغتیا وزارت د مرستیال علي رضا رییسي له قوله راپور ورکړ چې،‌ په قم کې چې په ایران کې د وایرس د خپراوي مرکز وو،‌ د وایرس خپرېدا «په ښکاره او مشخص ډول» له چینایي کارکوونکیو او زده کوونکیو سره تړاو درلود.

د سلواغې په ۳۰مه، یواځې دوه ورځې وروسته له هغه چې رژیم په هېواد کې د کووېډ - ۱۹ د لومړۍ پېښې په موجودیت اعتراف وکړ، ایراني کارکوونکي په داسې حال کې ولیدل شول چې په قم کې یې له ۱۰۰ مترو څخه اوږده ډله ییز قبرونه کیندل.

د میاشتې په پای کې، په دې هکله نړۍ واله اندېښنه په ډېرېدلو وه چې د ایران رژیم په داسې حال کې چې د نه کنټرول وړ کروناوایرس په هېواد کې ګواښ رامنځته کړ، او بالاخره ګاونډي هېوادونه او اخوا دې خوا سیمه یې ککړه کړه، د ایران رژیم د صحیح معلوماتو په وړاندې کولو کې شفافیت نه درلود.

د ماهان ایر الوتنې روانې دي

د بي بي سي فارسي د یوه راپور په اساس، د کووېډ -۱۹ د ښکاره ګواښ او له دې امله د مړینو د شمېر له زیاتېدلو سره سره، ماهان تر کب پورې د تهران او چین تر منځ دوه طرفه الوتنو ته دوام ورکړ.

بي بي سي د کب په ۱۵مه راپور ورکړ چې د ماهان الوتکو د سلواغې له ۱۴مې راهیسې د ایران او په چین کې د څلورو ځایونو تر منځ ۳۲ ځلې الوتنې کړي دي.

د ایران او چین تر منځ د ماهان ایر د الوتنو د دوام په هکله راپورونو د ایران د پارلمان د غړو او عامو خلکو سخته غوسه او انتقاد راپارولي دي.

د ایران د پارلمان غړي بهرام پارسایي ماهان ایر ته په اشارې وویل، «د هغوی جرم د هغو کسانو په نسبت ډېر لوی دی چې د ماسکونو احتکار کوي.» هغه زیاته کړه، هوایي شرکت او د ایران د ملکي هوانوردۍ موسسه باید د وایرس په خپرولو کې د هغوی د رول لرلو له امله وپلټل شي.

رادیو فردا راپور ورکړ چې، ماهان ایر چین ته د تجارتي الوتنو له ترسره کولو څخه انکار کوي او ادعا کوي چې دغه الوتنې یې د کرونا وایرس د ټېسټ کېټونو او نورو طبي وسایلو په ګډون «بشری مرستو» د انتقالولو لپاره ترسره کړي دي.‌

د ملکي هوانوردۍ موسسې د دغو ادعاوو ملاتړ کړی او وایي چې یاد شرکت یواځې د توکو د انتقال الوتنې ترسره کوي.

خو ایرانیان په دغو وضاحتونو باندې قانع نه دي او په ټولنیزو رسنیو باندې یې خپلې اندېښنې راپورته کړي دي.‌

په ایران کې د ټېسټ کېټونو، د مخ ماسکونو او پاکوونکیو موادو په ګډون د درملو او طبي وسایلو د کموالي په پام کې نیولو سره، احتمال نه لري چې دغه هېواد په داسې حال کې چې په ایران کې ناروغي په چټکۍ سره په خپرېدلو وه، چین ته دې په روغتیایي مرستو بار الوتکې لېږلې وي.

ماهان ایر نشوای کولی چې د ولسمشر حسن روحاني له حکومت څخه د پورته یوه مقام -- یعنې اسلامي انقلابي ګارډ چې یواځې لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ته مسؤل دی، له اجازې پرته چین ته خپلو الوتنو ته دوام ورکړي.

له انقلابي ګارډ سره تړاو

د ماهان ایر د الوتنو له دوام سره ګومانونه موجود دي، خو شواهد د اسلامي انقلابي ګارډ مالي لاسته راوړنو او د ایراني رژیم سیاسي ضرورت ته اشاره کوي.‌

رویداد ۲۴ (Roudad 24) راپور ورکړ چې، د راپورونو له مخې یو شمېر ذکر شوې الوتنې وروسته له تهران څخه کرمان او عسلویه ته والوتلې.‌

ایراني خبري وېبپاڼې لیکلي چې دغې هوایي کرښې د موټرو پرزې کرمان موټر ته چې په کرمان کې د موټرونو د جوړولو یو شرکت دی، او په عسلویه کې، چې د ازاد تجارت ساحه او ساوت پارس د تېلو او ګازو دستګاوې او تصفیه خونې په کې فعالیت کوي، نورو سوداګریزو شرکتونو ته انتقالولې.‌

په راپور کې راغلي چې مولی المؤحدین خیریه انسټیټیوټ هم په کرمان کې واقع دی. دا خیریه اداره د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا کنټرولیږي او د ماهان ایر ۱۰۰٪ او د کرمان موټر ۵۰٪ مالکیت لري.

همدارنګه، ډېر کتونکي په ټوله سیمه کې د ملېشو او ترهګرۍ د تمویل او اتومي وسلو د ترلاسه کولو له چارې څخه د نه په شا کېدلو له امله د تهران زیاتېدونکې انزوا ته اشاره کوي.‌

دغه تجرید د دې سبب شوی چې روسیه او چین د ایران د اقتصادي نجات سترې لارې وګرځي. له دې نه، ډېر شنونکي دا نتیجه اخلي چې اسلامي انقلابي ګارډ دې ته تیار نه وو چې د خطر له موجودیت سره سره له چین سره اړیکې خرابې کړي.

ایران د خپراوي د ثقل مرکز کې

د ایراني رژیم له خوا د ناروغۍ د خپراوي په هکله غټو غلطو ګامونو دغه هېواد د کووېډ - ۱۹ د نړۍ نیوونکې ناروغۍ د ثقل له مهمو مرکزونو څخه وګرځاوه او د هغه ګاونډیانو ته یې بې اندازې ډېر تاوان ور ورساوه.

په داسې حال کې چې په ګرده نړۍ کې د مړینو شمېر چې له ۱۰۰ زرو څخه اوښتی دی په چټکۍ سره زیاتېږي، د جمعې تر ورځې /د وري ۲۲مه/، ایران د ۴۱۱۰ مړینو په شمول ۶۶۲۲۰ تایید شوې پېښې لرلې، خو بهرني شنونکي شک لري چې حقیقي شمېرې ډېرې لوړې دي.

له پولې پورې غاړه په پاکستان کې، د کووېډ - ۱۹ د موجودو پېښو ډېر شمېر ایران پورې تړل کیږي.

د لومړي وزیر عمران خان د روغتیایي چارو ځانګړي مرستیال ډاکتر ظفر مرزا د وري په ۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، «په پاکستان کې د کووېډ - ۱۹ د تایید شویو ناروغانو ۸۰٪ اصلا له ایران څخه، چې د عامې روغتیا د نړۍ وال اضطراري حالت په وړاندې د چلند ظرفیت یې نه درلود، منشأ لرله.»

په افغانستان کې، چارواکي هڅه کوي چې هغو په لسګونو زرو افغان کډوالو ته چې هره ورځ په جبر سره له ایران څخه را اېستل کیږي ورسیږي. د هغوی له ډلې څخه په ډېرو باندې شک کیږي چې کرونا وایرس لري یا په کې تایید شوی دی.

هرات ولایت، چې د ایران او افغانستان تر منځ د تګ راتګ اصلي دروازه ده، اوس د مرګوني وایرس له امله د افغانستان د بحران مرکز دی. ترکمنستان، چې له ایران سره شریکه پوله لري، له ایران سره خپلې پولې تړلي دي.

په سیمه کې په نورو هېوادونو لکه عراق، ترکیه، کوېټ او متحده عرب اماراتو کې په وایرس د ککړ شویو کسانو شمېر چې له هغو خلکو سره یي تماس درلود چې ایران ته یي سفر کړی یا په کې اوسېدلي دي، زیات شوی دی.

د اورپکو هوایي شرکت

د کووېډ - ۱۹ په سر جنجال لومړی ځل نه دی چې ماهان ایر په کې په خبري سرلیکونو کې راغلی دی.

ماهان ایر چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت پرې له ۱۳۹۰ کال راهیسې د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک ته د ملاتړ برابرولو له امله بندیزونه لګولي دي، د ډېرو خلکو له خوا د یوه «اورپکي هوایي شرکت» په نامه پېژندل کیږي.

اسلامي انقلابي ګارډ‌ له څو کالونو راهیسې له ماهان ایر څخه په استفادې سره له افغانستان، پاکستان، عراق، یمن، لبنان او نورو ځایونو څخه د سوریې په څېر د جګړې ډګرونو ته غیرمنظم جنګیالي لېږدوي چې هلته هغوی د ایراني رژیم په نیابتي جنګونو کې جنګ کوي.

د هغو منسوبینو له جملې څخه په ځینو کې د فاطمیون لوا او ذینبیون غونډ جنګیالي شامل دي چې په ترتیب سره له افغانانو او پاکستانیانو څخه تشکیل شوي دي.

په همدا وروستیو کې، داسې ښکاره شوه چې د فاطمیون جنګیالي د روغتیا د نړۍ والې ستونزې په وړاندې بې پروا چلند کوي.

یادې لوا د وري په ۱۰مه د خپلو غړو یو شمېر عکسونه خپاره کړل چې په ورزشي سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، او یو شمېر عکسونو داسې ښودله چې اورپکي سره نږدې غونډ شوي وو او حتی غېږې یې سره نیولې او په دې توګه یې د دغه بحران په ترڅ کې خوندي کوونکي ګامونه تر پښو لاندې کول.

په ورته وخت کې، تهران د وایرس د منشاوو په هکله د توطیې تیورۍ خپروي او هڅه کوي چې د ایران رژیم څخه د کوویډ - ۱۹د خپراوي په برخه کې د غلطیو له مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کرونا وایرس د خپراوي سبب ماهان ایر نه دی، بلکې پخپله تهران او بیجینګ دي. تهران او بیجینګ ولې دغه ایرلاین ته اجازه ورکوله چې د کرونا د افت په ترڅ کې د یادو دواړو ښارونو تر منځ الوتنې ترسره کړي؟ چین او ایران واقعاً د کروناوایرس د مخنیوي په برخه کې غفلت کړی دی.‌ چین په نړۍ کې د کرونا د خپراوي اصلي سبب دی. چین باید له ټولې نړۍ څخه د کرونا وایرس د خپراوي له امله بخښنه وغواړي. په راتلونکي کې د وایرسونو د مخنیوي لپاره، په کار دی چې د نړۍ هېوادونه سره یوځای شي او په دې هکله ګډ تصمیم ونیسي چې انسان څنګه باید له طبیعت څخه استفاده وکړي؟ څه وخوري او څه نه؟ د هوا د ککړتیا د کنټرولولو لپاره باید څه وشي؟ د نړۍ والې تودوخې پر ضد د هېوادونو مسؤلیت څه دی؟ ځکه چې کرونا وایرس ثابته کړه چې په یوه هېواد کې د یوه انسان تېروتنه کولی شي چې په نورو هېوادونو کې د میلیونونو نورو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي. یوه کس د چین په ووهان ښار کې د ښاپېرک ښوروا وخوړله، چې نه یوازې خپل ځان یې وواژه، بلکې همدارنګه په زرګونو نور یې هم ووژل. زه غواړم چې خپله تبصره د سعدي د دې شعر په تکرار سره پای ته ورسوم چې وایي: بني ادمان یو د بل اعضا دي خلقت یې له یوه جوهر څخه دي که یوه عضوه دردمنه شي نورې اعضا هم ورسره د ناارامۍ احساس کوي که تاسو له انسان سره زړه خوږی ولرئ تاسو نشئ کولی چې د انسان په نوم واوسئ

ځواب ورکړئ