روغتیا

د کروناوایرس د ګواښ له زیاتېدلو سره سره د فاطمیون غړي ډله ډله راټولېږي

سلام ټایمز

په دې عکس کې چې فاطمیون لوا د وري په ۱۰مه خپور کړی د یادې ډلې غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د فوزبال د مېز شاوخوا ته سره نږدې راټول شوي دي.‌ [آرشیف]

په دې عکس کې چې فاطمیون لوا د وري په ۱۰مه خپور کړی د یادې ډلې غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د فوزبال د مېز شاوخوا ته سره نږدې راټول شوي دي.‌ [آرشیف]

کابل -- فاطمیون لوا -- له افغانانو څخه جوړه یوه ملېشه چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یې مشري کوي -- له هغو خطرونو څخه ناخبره ده چې نږدې ټولنیز تماس یې د وژونکي کروناوایرس په انتقالولو کې، چې د نړۍ په لر او بل کې یې د ټولنو چارې ټکنۍ کړي دي، رامنځته کوي.‌

تر سې شنبې /د وري ۱۲مې/ پورې، په ګرده نړۍ کې د یادې ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۳۸۷۱۴ ته ورسېد، په داسې حال کې چې په وایرس د ککړو کسانو شمېر یو میلیون ته نږدې شوی.

لوا د یکشنبې په ورځ /د وري ۱۰مه/ د خپلو غړو یو شمېر عکسونه خپاره کړل چې په یو شمېر سپورټي سیالیو کې یې برخه اخیستې، او یو شمېر عکسونه ښیي چې اورپکي ډېر سره نږدې شوي او حتی پهلواني کوي.

د نړۍ په لرو اوبر کې حکومتونو بندیزونه لګولي او له خپلو وګړو څخه یې غوښتي چې یو له بل سره فاصله ونیسي. دا کار حتی په ایران کې چې وایرس سخت ځپلی دی هم شوی دی.

په دې عکس کې چې فاطمیون لوا د وري په ۱۰مه خپور کړی د یادې ډلې دوه غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې په خپلو کې سره غېږ نیسي او نور ملګري یې ننداره کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې فاطمیون لوا د وري په ۱۰مه خپور کړی د یادې ډلې دوه غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې په خپلو کې سره غېږ نیسي او نور ملګري یې ننداره کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې فاطمیون لوا د وري په ۱۰مه خپور کړی د یادې ډلې غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ولیبال لوبې ننداره کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې فاطمیون لوا د وري په ۱۰مه خپور کړی د یادې ډلې غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ولیبال لوبې ننداره کوي. [آرشیف]

د وایرس له پراخ خبري پوښښ سره سره، ښکاري چې د فاطمیون جنګیالي داسې فعالیتونه کوي لکه نړۍ چې له روغتیایي بحران سره مخامخ نه وي.‌

په یوه عکس کې، د یادې ډلې غړي د فوزبال مېز ته نږدې راټول شوي دي.‌ په یوه بل عکس کې، د ډلې دوه غړي په خپلو کې سره پهلواني کوي په داسې حال کې چې نور یې له نږدې څخه ننداره کوي. د یادې ډلې له خوا خپاره شوي ګڼ شمېر عکسونه د بحران په ترڅ کې روغتیایي اقداماتو ته نه پاملرنه په ګوته کوي.

په ورته وخت کې، تهران د توطیې تیورۍ خپروي او هڅه کوي چې له ځان څخه ملامتیا لرې کړي چې د ایران رژیم څنګه د کووېډ - ۱۹ د خپراوي په وړاندې مجادله کې تیرونتې کړي دي.

د ایراني رژیم له خوا خلکو ته د کووېډ - ۱۹ د ناروغانو او مړینو د شمېر په هکله د صحیح معلوماتو په رسولو کېد شفافیت نشتوالي نړیوالې اندېښنې زیاتې کړي دي.‌

د وري تر ۱۲مې پورې په دغه هېواد کې د ۲۸۹۸ کسانو مړینه تایید شوې، خو کېدای شي چې حقیقي شمېر تر دې ډېر زیات وي. د کب په میاشت کې د سټیلایټ له لارې اخیستل شویو عکسونو ښودله چې ایرانیانو غټ قبرونه اېستل.

د مړینو شمېر په ډېرېدلو دی

د فاطمیون لوا رسنیز چینل هم د ډېرو هغو جنګیالیو د جنازو عکسونه خپروي چې د سوریي دکتاتور بشارالاسد په ملاتړ کې وژل شوي دي.‌

په ایران کې د دغو پروګرامونو پوښښ د یادې ملېشې د فعالیتونو په هکله یو ځل بیا د افغانانو غوسه راوپاروله.

د کب په لومړیو کې، د ایران دولتي رسنیو په سوریه کې د وژل شویو افغانانو د جنازو د مراسمو راپورونه او عکسونه خپاره کړل.

کارپوهان وایي، اوس چې د سوریې حکومتي ځواکونه په سوریه کې کنټرول ترلاسه کوي او د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو ملېشو ته اړتیا په کمېدلو ده، ښایي تهران هڅه وکړي چې له فاطمیون څخه په افغانستان کې استفاده وکړي او لا نوره ویجاړتیا رامنځته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آیا دا افغانان چې په سوریه او عراق کې د ایران د ګټو د ساتنې لپاره جنګیږي او خپل سرونه قربانوي، په دې پوهېږي چې ایران د هغوی هېوادوالو سره څومره ناوړه چلند کوي؟ آیا هغوی پوهېږي چې د هغه هېواد روغتونونه په کرونا ناروغۍ اخته افغانان د بسترولو لپاره نه مني؟ فاطمیون ډله باید د شرم احساس وکړي. که زه د دغو احمقانو پرځای وای،‌ ما به په سملاسي توګه فاطمیون ډله پرېښې وای، افغانستان ته به راستون شوی او د هېواد له امنیتي ځواکونو سره به یوځای شوی وای.

ځواب ورکړئ

دا خلک چې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره جنګ کوي، ولې د افغانستان د خوندي کولو لپاره مبارزه نه کوي؟‌ اوس د افغانستان وضعه په نړۍ کې د هر بل هېواد په نسبت بدتره ده. هغوی باید د خپل هېواد د ګټو لپاره جنګ وکړي. هغوی باید له افغان ملي اردو او پولیسو سره یوځای شي او د ترهګرو ډلو پر ضد جنګ وکړي.

ځواب ورکړئ