امنیت

د مړینو په زیاتېدو سره، د اسلامي انقلابي ګارډ فاطمیون لوا په افغانستان کې د خلکو غوسه بیا راوپاروله

د سلیمان راپور

ویر کوونکي د کب په ۱ د ایران په مشهد ښار کې د یوې جنازې په ترڅ کې د فاطمیون لوا د یوه غړي تابوت ته، چې په سوریه کې وژل شوی، ژاړي.‌ [آرشیف]‌

ویر کوونکي د کب په ۱ د ایران په مشهد ښار کې د یوې جنازې په ترڅ کې د فاطمیون لوا د یوه غړي تابوت ته، چې په سوریه کې وژل شوی، ژاړي.‌ [آرشیف]‌

کابل -- شنونکي وایي، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ له بې وزلو کډوالو څخه په سیمه کې د خپلو سیاسي او مذهبي غوښتنو د پوره کولو لپاره د یرغملو په توګه استفادې ته دوام ورکوي.

خو د فاطمیون لوا د هغو جنګیالیو لپاره چې د ایران له خوا د دروغو وعدو په نتیجه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دا صرف د جیوپولیتیک یوه ساده لوبه نه ده.‌

د یادې ډلې غړي چې سوریې ته د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په ګټه د جنګېدلو لپاره لېږل شوي وو، په ایران کې دننه د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د افغان کډوالو او مهاجرینو له ټولنو څخه استخدام شوي ول.

د ځایي پولیسو د عمومي ریاست پخواني مرستیال او په کابل کې د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «ایران له کالونو راهیسې له بې وزلو او غریبو افغان کډوالو څخه ناوړه استفاده کوي، او اوس ځوان کډوال -- چې ځینې یې ان تنکي ځوانان دي -- د سوریې په جګړه کې د جنګېدلو لپاره استخدام کړي دي.»

ویر کوونکي د کب په ۱ د ایران په مشهد ښار کې راټول شوي څو د فاطمیون لوا دوه غړي چې په سوریه کې وژل شوي وو، خښ کړي. [ارشیف]

ویر کوونکي د کب په ۱ د ایران په مشهد ښار کې راټول شوي څو د فاطمیون لوا دوه غړي چې په سوریه کې وژل شوي وو، خښ کړي. [ارشیف]

هغه وویل، «له بده مرغه چې د هغوی دیری یی د کافي پوځي روزنې او د سوریې له اراضۍ سره د نه بلدتیا له امله وژل شوي دي.»

د کب په میاشت کې، د ایران دولتي رسنیو د هغو افغانانو چې په سوریه کې وژل شوي وو عکسونه او د هغوی د مرګ په هکله راپورونه خپاره کړل.

اوس، چې د سوریې حکومتي ځواکونو په سوریه کې ځمکه لاندې کړې او د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو ملېشو ته لږ اړتیا لري، ښایي چې تهران له فاطمیون څخه په افغانستان کې استفاده وکړي، چې دا کار به لا نوره ویجاړتیا رامنځته کړي.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي یوسف امین ځاځي وویل، «کیدی شي چې هغوی [تهران] فاطمیون لوا منظمه او حمایه او په افغانستان باندې یې نفوذ زیات کړي او په دې توګه خپل امنیتي موخې ترلاسه کړي.»

د لوړو تلفاتو پټول

د فاطمیون لوا د غړو د تلفاتو شمېر مخ په ډېرېدلو دی، خو دقیق شمېر یې د تهران له خوا د پټ ساتنې له امله پټ پاتې دی.

خو د ازادې اروپا / ازادۍ راډېو د کب په میاشت کې په واشنګټن کې د اسلامي انقلابي ګارډ د څارونکي علي الفوني له قوله راپور ورکړ چې، د ۱۳۹۰ له مرغومي څخه د ۱۳۹۸ تر وږي پورې، شاوخوا ۹۱۷ تنه افغانان په سوریه کې وژل شوي دي.‌

الفوني دغه اټکلي شمېر د خپلې معلوماتي ذخیرې په اساس ښودلی دی.

اصغري وویل، «هغه راپورونه چې ایرانۍ رسنۍ یې د فاطمیون لوا د جنګیالیو د مرګ په هکله ورکوي، ښیي چې، ایران له افغان کډوالو څخه په سوریه کې په خپل نیابتي جنګ کې ناوړه استفاده کوي.‌»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي اکبرجان پولاد وویل، اسلامي انقلابي ګارډ افغان کډوال په خپلو دروغجنو وعدو غولوي چې په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جنګ وکړي.

هغه وویل، «دا چې د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندانان پوهیږي چې د فاطمیون لوا نهیلي جنګیالي به خپل هېواد ته ستانه نشي، هغوی یادو جنګیالیو ته د سوریې په جنګ کې له استخدام څخه مخکې د ایران د دایمي استوګنې د اسنادو، اپارتمانونو او لوړو تنخاګانو دروغجنې وعدې ورکوي.»

هغه وویل، «دا نهیلي کډوال چې وظیفو او پیسو ته سخته اړتیا لري د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د چلونو ښکار ګرځي -- او په دې نه پوهیږي چې ایرانی رژیم هغوی د خپل نیابتي جنګ او په سوریه کې د ستراتیژیکو موخو د ترسره کولو لپاره د سون د توکو په توګه استعمالوي.»

هغه وویل، «داسې ثبوتونه او اسناد شته چې د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندانانو د فاطمیون لوا ټپي شوي جنګیالي د جنګ په میدان کې پرېښي چې هلته هغوی د سخټو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.»

هغه وویل، هغوي د فاطمیون لوا د هغو جنګیاليو په راخلاصیدو کې چې د داعش له خوا اسیر شوي دي هېڅ هم نه دي کړي.

فاطمیون د افغانستان سوله ګواښوي

شنونکي وایي،تهران نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او یو قوي حکومت واک ترلاسه کړي، له دې امله، هغوی د فاطمیون لوا له جنګیالیو او نورو هغو ملېشو څخه چې د اسلامي انقلابي ګارډ‌ تر نفوذ لاندې دي د سولې د پروسې د ټکنۍ کولو لپاره استفاده کوي.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه کارپوه او د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد تورن جنرال ظاهر عظیمي وویل، «ایران غواړي چې متحده ایالات په افغانستان کې ښکېل پاتې شي، تلفات ورکړي، پیسې ولګوي، او خپله سیاسي او پوځي انرژي ولګوي او ونشی کولی چې په ایران باندې حمله وکړي.»

هغه وویل، «له دې امله، ښایي چې هغوی د خپلو ژمنو افرادو او ګروپونو په مرسته په افغانستان کې د امریکا ګټو ته زیان ورسوي.»

عظیمي وویل، «څلوېښت کلنې جګړې په سیمه کې هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران ته فرصت برابر کړی چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي، او که د سولې پروسه د ایران په خوښه نه وي، هغه به له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې سره په افغانستان کې د عراق، سوریې، لبنان او یمن په څېر د سولې پروسه ټکنۍ کړي.»

د افغانستان د خلکو د ازادۍ د اتحاد ګوند مشر عمر نزهت وویل، د مالي تشویقیو سربېره، تهران د فرقه پالنې له پارونې څخه د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

هغه وویل، «هغوي له مذهبي لارښوونو څخه ناوړه استفاده کوي او افغان کډوال له شیعه سپیڅلیو ځایونو څخه د دفاع په نامه جنګ ته لېږي.»

نزهت وویل، «ایران په افغانستان کې نفوذ لري. تر دې چې ځینې جګپوړي حکومتي چارواکي په ښکاره له فاطمیون لوا څخه دفاع کوي او دغه د ایران ګوډاګیان به د فاطمیون لپاره لاره هواره کړي چې د سولې پروسه ګډه وډه کړي.»

له بشري حقونو څخه سرغړونې

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکی عبدالصبور یفتلي چې ۳۹ کاله عمر لري او په کابل کې په تعمیراتي برخه کې کار کوي نږدې ۱۳ کاله د ایران په بېلابېلو برخو کې اوسېدلی دی.‌

هغه وویل، «ما لیدلي چې ایرانیانو د افغان کډوالو پر ضد بد چلند کاوه او هغوی ته یې شکنجې ورکولې. هغوی افغان کډوال ځورول. ایرانیانو هغوی په ډېرو سختو کارونو کې استخدامول چې له بشري وقار څخه یې سرغړونه کوله او بیا یې ډېره لږه اجوره ورکوله.»

هغه وویل، «په ایران کې ډېر افغان کډوال له بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ول، او ځینو له بدې ورځې د ایران د پوځ وړاندیز مانه او د پیسو په بدل کې په سوریه کې د جنګ لپاره لاړل.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي نبي مصداق وویل، «د ایران له خوا د سوریې په جنګ کې د افغان کډوالو استخدام له بشري قوانینو او اساساتو څخه سرغړونه ده. دا روښانه ده چې ایران افغانان د سوریې جنګ ته لېږي چې هلته هغوی وژل کیږي.»

هغه وویل، «موږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې پوره هڅې وکړي او د سوریې جنګ ته د افغان کډوالو لېږل ودروي.»

«که هغوی نشي کولی چې په یواځې سر یې ودروي، په کار ده چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو ته د مرستې لاس ور وغځوي یا د جرمونو نړۍ والو محکمو ته د ایران له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله شکایت وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغو افغانانو د وژنې اصلي مسؤلین محمد محقق، طاهر زهیر او نور هزاره مشران دي. هغوی ټول باید د دغو قربانیانو کورنیو ته ځواب ورکړي چې ولې هغوی دا ځوانان سوریې ته لېږلي وو؟‌

ځواب ورکړئ