امنیت

امریکایي قوماندان وایي د ایران زیاتېدونکې تخریبي لاسوهنه «د اندېښنې وړ کار» دی

د سلیمان راپور

دا عکس چې د سلواغې په ۱ خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې د روزنې اخیستلو پر وخت ښیي. ایرانی رژیم له څو کالونو راهیسې د خپلو پیسو او وسلو په کارولو سره د طالبانو ملاتړ کوي. کتونکي وایي چې دغه ملاتړ د ډېرېدلو په لور روان دی. [آرشیف]

دا عکس چې د سلواغې په ۱ خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې د روزنې اخیستلو پر وخت ښیي. ایرانی رژیم له څو کالونو راهیسې د خپلو پیسو او وسلو په کارولو سره د طالبانو ملاتړ کوي. کتونکي وایي چې دغه ملاتړ د ډېرېدلو په لور روان دی. [آرشیف]

کابل -- یو جیګپوړی امریکایي قوماندان وایي، په افغانستان او سیمه کې د ایران زیاتېدونکې ویجاړونکې لاسوهنه «د اندېښنې وړ حرکت» دی.‌

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت فرانک مکینزي د سلواغې له ۹مې څخه تر ۱۱مې پورې په یوه نا اعلان شوي درې ورځني سفر افغانستان ته راغلی وو.

مکینزي خبریالانو ته وویل، «ایران تل په افغانستان کې څه ناڅه لاسوهنه کړې ده، خو ښایي هغوی دا یو فرصت ویني چې موږ او ایتلاف د خپلو اجیرو ډلو له لارې زوبل کړي. نو، موږ د راتلونکې لپاره دلته ډېر اندېښمن یو.»

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ تل هغو ملېشو او ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان او منځني ختیځ کې فعالیت کويمالي، لوجیستیکي او پوځي ملاتړ برابر کړی دی.‌

په عکس کې، ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۱۱مه په کابل کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکینزي سره ګوري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

په عکس کې، ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۱۱مه په کابل کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکینزي سره ګوري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ همدارنګه په لسګونو زره افغانان د فاطمیون لوا لپاره استخدام کړي دي.‌دا داسې ملېشه ده چې په سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په ګټه د جنګ کولو ګومارلشوي دي.‌

د افغان ولسمشرۍ دفتر وایي، مکینزي د سلواغې په ۱۱مه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د یوې کتنې په ترڅ کې، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د داعش د ماتولو په برخه کې، وستایلې.

مکینزي وویل، د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف له افغان حکومت سره کار کوي چې د طالبانو اړوند وضعیت وڅاري او په طالبانو باندې پوځي فشار وساتي.

هغه په کابل کې اسوسیټډ پرېس ته وویل، «ایتلاف به پر طالبانو فشار واچوي چې د سولې د خبرو مېز ته راشي. که رانشي، هغوی به یې سخت او لا سخت وټکوي

خو بیا هم هغه هیله وښودله چې کېدی شي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یو سیاسي تړون رامنځته شي.

په جنګ کې د ایران ګټې

سیاسي او امنیتي شنونکي وایي،‌ د ایران رژیم په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي،‌ او له طالبانو او نورو نظامي ډلو څخه داسې استفاده کوي چې ایتلافي ځواکونو ته چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوي زیان ور ورسوي.

د افغانستان د ملي ویښتابه ګوند مشر او سیاسي شنونکی مقصود حسن زاده وویل، «ایران په افغانستان کې د امریکا حضور ته د ځان لپاره د یوه خطر په سترګه ګوري،‌ له دې امله، دغه هېواد هرڅه یي چې په توان کې وي کوي یی ترڅو امریکا ته تاوان ورسوي او ګټې یې زیانمنې کړي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې د متحده ایالاتو ګټو ته د زیان اړولو په یوه هڅه کې، ایران د طالبانو تر ټولو لوی ملاتړی دی، چې د خپلو پوځي موخو د ترسره کولو لپاره ترې استفاده کوي.»

حسن زاده وویل، «امریکا او د هغې ګټو ته د ایران ګواښونه د قاسم سلیماني له مړینې څخه وروسته په چټکۍ سره زیات شول.»

د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې برید تورن جنرال سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې وواژه.

هغه وویل، «ایران په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي ځکه چې خپلې ګټې په جنګ کې ویني. دغه هېواد یاغیتوب ته وده ورکوي او د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات مخه نیسي.»

حسن زاده وویل، «افغانان هم د ایران د تخریبي فعالیتونو قرباني شوي دي. افغانان باید په هر قېمت په افغانستان کې د ایران د ویجاړوونکیو او لاسوهونکو فعالیتونو مخه ونیسي.»

په کندهار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد خان مسلم وویل، «ایران له ۴۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې لاسوهنه کوي. هغه له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی ته مالي او پوځي ملاتړ برابروي.»

هغه وویل،‌ «کله چې ملا منان [ملا عبدالمنان منصوري] د هلمند لپاره د طالبانو تش په نامه والي وو،‌ ایرانیانو له هغه سره کتل او پیسې او وسلې یې ورکولې،» او زیاته یې کړه چې، «ډېرې هغه وسلې چې ایران طالبانو ته ورکړي دي په وروستیو کالونو کې کشف شوي دي.»

ملا منان د ۱۳۹۷ د لیندۍ په میاشت کې د ایتلاف په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

مسلم وویل، «ایران په افغانستان کې د هرې هغې ډلې سره یوځای کیږي چې د امریکایانو ضد وي، او له هغوی څخه امریکایانو ته د زیان رسولو لپاره کار اخلي. یو له دغو ګروپونو څخه طالبان دي.»

هغه وویل، «ایرانیان به په افغانستان کې د امریکایانو پر ضد د جګړې هر فرصت څخه استفاده وکړي او د سولې او ثبات د رامنځته کیدو مخه به ونیسي.»

د سیاسي چارو یوه شنونکي او په پاکستان کې پخواني افغان دپلومات احمد سعیدي وویل، «ایران له امریکا سره دښمني لري، او له دې امله، هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهي.»

هغه وویل، «ایران په یمن کې د حوثي ملېشو او په لبنان کې د حزب الله له لارې نیابتي جنګونه ترسره کوي او په افغانستان کې هم خلک لري. د طالبانو یوه ډله د ایران نیابتي جګړه پر مخ بیایي.»

سعیدي وویل،‌«ایران د امریکا تر مشرۍ لاندې سوله نه غواړي.»

ترینګلتیا په ډېرېدلو ده

د نورستان پخواني والي جمال الدین بدر وویل، هغه هم مکینزي ته ورته اندېښنې لري.‌

هغه وویل، «ایران د هرو هغو ګروپونو او حرکتونو ملاتړ کوي چې د امریکا پر ضد وي څو له هغوی څخه د امریکایانو د ژوبلولو لپاره کار واخلي.»

بدر وویل، «د قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته ... د ایران نایب ګروپونه په عراق کې په امریکایي اډو او ان د امریکا په سفارت باندې راکټونه ور واروي.»

بدر وویل، «ایران څو ځلې طالب مشران د افغان حکومت د خوښې خلاف خپلې خاورې ته وربللي، او طالبانو ته مالي او پوځي مرسته برابروي چې په جنوب لویدیځه حوزه کې جنګ وکړي او له هغوی څخه د زیان رسولو لپاره کار اخلي.»

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت پخواني استازي خلیل احمد شهیدزاده وویل، «په وروستیو کې د ایران او امریکا تر منځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي، او ایران هڅه کوي چې نه یواځې په عراق، سوریه او یمن بلکې همدارنګه په افغانستان کې هم له امریکا څخه انتقام واخلي.»

هغه د افغانستان هغو ولایتونو ته چې له ایران سره پوله لري، په اشارې وویل، «ایران له طالبانو سره د اړیکو او هغه نفوذ له برکته چې د هغوی په یوه ځانګړې برخه باندې یې لري، په سرحدي ولایتونو کې امریکا ته زیان ور رسوي.»

شهید زاده وویل، «له بده مرغه چې، زموږ ګاونډیانو په افغانستان کې له جګړې څخه ګټه اخیستې ده، او له بېلابېلو وسیلو څخه استفاده کوي چې په افغانستان کې جګړې ته وده ورکړي او ځانونو ته امنیت برابر کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که زه د امریکا د ولسمشر په ځای وای څو کارونه می کول: ۱. د امریکا اتومي وسلی می ختمولی او له نړی والو اتومي قدرتونو می غوښتل چی خپلی اتومي وسلی ختمی کړي ځکه دا د بشر او د ځمکی د هلاکت سبب کیږي. ۲. د ایران، پاکستان او اسراییل ترورست نظامونه می ړنګول ځکه دا د نړۍ لپاره د سرطان حیثیت لري او د هغو په ځای می د دری واړو هیوادونو داسې خلکو ته د واک ترلاسه کولو لاری جوړولي چی نورو خلکو ته یې زیان ونه رسیږي. ۳. جوبایډن چی افغانانو ته یی کنځلي کړي دغه می له خوټو نه راځوړانداوه. :) :) :) ځکه ډیر کم عقل دی، د ملتونو تر منځ د دوستۍ رامنځته کولو پرځای دښمنی جوړوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک، پارلمان او حکومت باید د خپل هېواد د راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي، او له امریکا څخه وغواړي چې ژر تر ژره له افغانستان څخه وځي. څو چې امریکا په افغانستان کې وي جنګ به پای ته ونه رسیږي. افغانستان د سیمې د جنګي سیالیو میدان ګرځېدلی دی. ایران هم غواړي چې د طالبانو په لاس په افغانستان کې له امریکا څخه انتقام واخلي. د امریکا په شمول هېڅ هېواد نه غواړي چې هېواد یې ویجاړ شي. هغوی هڅه کوي چې د افغانستان په څېر یوه غریب هېواد کې یو له بل سره سیالي وکړي.

ځواب ورکړئ

ایران د څلورو لسیزو را په دیخوا دی افغانستان په کورنیو چارو کښی مداخله کوی. او دغه مداخله اوس دوه برابره شوې ده ځکه چی اوس دی خپل غچ امریکی نه افغانستان کی اخلی. او ایران نه غواړی چی دی طالبانو سره سوله اوشی. هغوی غواړی چی افغانستان دی امریکایی سر تیرو لپاره په یوه هدیره تبدیل شی او امریکا باید دلته نور هم تلفات ورکړی.

ځواب ورکړئ

زه د جنرال قاسم سلیماني په وژلو خفه شوم ځکه چې دا باید افغانانو وژلی وای او علت یې دا دی چې دغه خرس ډېر افغانان وژلي دي. هم یې په افغانستان کې د طالبانو په لاس وژلي او هم یې په سوریه کې د مقدساتو د ساتنې په پلمه استخدام شوي زمونږ هزاره هیوادوال مرګ ته ورلیږلي دي. همداسې باید چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حمیدګل، ملا سمیع الحق، کرنل امام او نور د افغانانو قاتلین باید د افغانانو په لاس وژل شوي وای. مرګ په پاکستاني او ایراني دولتي او استخباراتي ترهګرو.

ځواب ورکړئ

صحیح، دقیق او په روانه ژبه تحلیل. مننه

ځواب ورکړئ